Language

 په ډیموکراتو یا ولسواکو نظامونو کې رسنۍ د نظام داساسي او بنسټیزو ارکانو څخه ګڼل کيږي، ځکه رسنۍ همدې نظامونو ته بقا بښي او د له منځه تللو باعث يې هم ګرځي.

رسنۍ د ولس اودولت ترمنځ د پله حيثيت لري،خبريالان شپه او ورځ لګيا وي سختي او زحمت ګالي، ترڅو د خپلې ټولنې اواز راوخلي او د مسوولو چارواکو ترغوږونو يې ورسوي او په واقعي ډول دا د دوى مسووليت او رسالت هم دی.

خو له بده مرغه په افغانستان کې يوشمېر رسنۍ خپل رسنيز مسووليت په واقعي او رښتيني ډول نه ترسره کوي که ووايو چي يو شمېر رسنۍ مو پردۍ پالې دي هم بده خبره نه ده، ځکه چې دوى زموږ د هېواد د نافذه قوانينو او دودونو خلاف کړنې کوي.

زموږ دهېواد د اساسي قانون د۳۴ مې مادې له مخې موږ حق لرو چې څه ووايو، ويې ليکو او رسنۍ هم کولى شي چې خپل فعاليت، خپرونې او پروګرامونه دهمدې قانون د حکمونو مطابق پرمخ يوسي.

خو اوس خبر داده چې زموږ د هېواد ځينې رسنۍ نه د اساسي قانون او نه هم د ټوليزو رسنيو قانون ته ژمنې دي،دوى داسې خپرونې او پروګرامونه نشر ته سپاري چې زموږ د کلتور،دين او عنعناتو خلاف وي دوى پردی فرهنګ دسريالونو،فلمونواو غربي برنامو پر مټ زموږ په ټولنه کې مروج وي شپه او ورځ لګيا وي دبهرنيو هېوادونو او سفارتونو څخه پروژې اخلي او اکثره خپرونې يې پروژوي اړخ لري نه اصلاحي اوملي.

 يوشمېر رسنۍ مو د قومونو ترمنځ نفاق او اور ته لمن وهي، ځيني بيا حزبي او ګوندي جنبه لري که واقيعت ته راشو د ګوتو په شمېر رسنۍ به مو خپلواکې او بې پرې وي.

رسنۍ د يوې ټولنې ژبه بلل کيږي کله چې د ټولنې ژبه له فساد شر اوشرارت څخه ډکه وي، نو د ټولنې به څه حال وي

اوس دا په کار ده چې رسنۍ مو خپل رسنيز مسووليت او فعاليت وپېژني، داسې خپرونې چې زموږ د ټولنې او نافذه قوانينو سره په ټکر کې وي پر خپرېدا يې غور وکړي، د روژې په مبارکه مياشت کې همدا اوس يوشمېر رسنۍ سندرې خپروي چې دا کار يې هېڅ د زغملو نه دی داسې رسنۍ چې زموږ مقدساتو ته درناوى نه کوي بايد مجازات شي.

زه د یوه افغان په توګه د افغانستان له ولسمشر،داطلاعاتو اوکلتور وزارت او اړوندو مسوولو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې پر رسنيو سانسورته جدي پاملرنه وکړي او هغه رسنۍ چې پردۍ پالې دي بهرني فرهنک، نفاق او نيابتي جګړې ته لمن وهي مجازات او د کار کولو جوازونه ترې واخيستل شي اوهغه رسنۍ چې په واقعي ډول د ولس، دين،کلتور اوملي ارزښتونو ته کار کوي مکافات کړي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>حافظ احمد نصرت ژوندون راډیو تلوېزیون سره هلمند کې د خبر په برخه کې کار کوي او ترڅنګ يې وادي هلمند پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې د استاد په توګه دنده ترسره کوي.</p>