Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

author avatar
18 Jun 2018 - 11:28
author avatar
18 Jun 2018 - 11:28

شین سهار له کابله روان شوم.‌تلو تلو تلو چې په لوګر کې مو درانه والي اسحاقزي دروند هرکلی وکړ. دا سهار د نورو ورځو په څیر نه وو. والي، امنیت قومندان او امنیت رییس پلي راروان وو. نن سهار د امنیت ساتونکو د تیر په څیر زیږ زیږ او برګ برګ نه کتل. ټول ارام ښکاریدل.‌ موږ هم له تکلف پرته د والي‌ سره ګډ تر خوشې ولسوالۍ ورسیدو. له کابله د سولې کاروان او ټول ولایتي لوړپوړي چارواکې د اختر د لمانځه لپاره جامع مسجد ته لاړو. له والي‌ وروسته د کاروان یو منتظم غړي داکتر فیض محمد ځلاند خوږې خبرې وکړې.‌ د سولې ولسي پیغام یې شریک کړ او د نورو خبرو ترڅنګ یې سوله د دې کاروان د ټولو هملارو افغاني‌ مکلفیت وګاڼه. لمونځ وشو او له روغبړه وروسته د سولې کاروان جلا او وردکو ته په لار رهي شو.‌ فضا خورا رنګینه وه. عام خلک بې حده خوښ بريښیدل.‌ وړې انجونې سینګار شوی وی. هلکان مست مست ګرځیدل.‌ پولیس، ملي‌اردو او طالب جنګیالي د اوربند په دایره کې وو. د سړک په غاړه د ونو سیورو ته تلو تلو ترڅو برکې برک ته ورسيږو. په لار کې بازار مخې ته راغې. ګڼ شمیر عام وګړي او طالبان په کې ولاړ وو.‌ بیروبار وو. د سولې کاروان په راتګ، د سولې په شعارونو او ګډ ژوند په رامنځته کيدو کې د بازارک بیروبار، رنګونه او خوندونه نور هم زیات شو.‌ د کاروان خلکو، ولس او طالبانو روغبړ وکړ.‌ اختر مبارکي له ډېرو هیره وه. بس ویل به یې اوربند مبارک، سوله مبارکه.‌ماته به عجیبه بریښده. دومره لطف، نژدیوالی او ارام ما کله هم نه وو حس کړی.‌

شیبه وروسته به مې سترګې له اوښکو ډکې شوې خو د کاروان له نورو ملګرو به شرمیدم. فکر مې کوه چې ډير به ورته عاطفې وبریښم.‌ سره د دې چې موږ ډیره لار وهلی وو خو پوی شو چې مسیر مو غلط کړی. ټول کاروان بیرته راوګرځیدو. په لار کې به ځای ځای ودریدو.‌ یو ځای د بې بې سي خبریال ښاغلې اطرافي له یوه ماشوم پوښتنه وکړه. زموږ په لیدو خوښ یې؟‌ویل یې هو.‌ خو مخکې له دې چې اطرافي بله ژورنالستیکه پوښتنه وکړي، ماشوم راغبرګه کړه. سوله وشوه؟‌جنګ به نور نه وي؟ موږ ویل، هو له خیره. سوله راغله. ‌ماشومه د دې خبرې په اوریدو تک سور شو. له خوښۍ سور شو.‌ په څیره کې یې تغیر راغې. تنډه یې پراخه شوه، شونډې موسکۍ‌. تاسې باور وکړئ چې د دې ماشوم په څيره کې خوږ درد، مینه، خوښي، پټ احساس او سل نور سوالونه او پیغامونه لیدل کېدل. دا چې زه وار د مخه له خوښۍ د ژړا په موډ کې وم، بیا ژړغونی شوم خو ځان مې ټینګ کړ او بیا روان شو.‌

هو مخکې له دې چې دا دومره مزل وکړو. په لار کې مو عجیب مناظر ولیدل.‌ په لار کې ولاړو خلکو به موږ ته د خوښۍ او مننی لاسونه پورته پورته کول.‌ په یوه ځای کې ولاړ سړي د کاروان په یوه موټر د کلیوال دود له مخې نقل میوه وشیندله.‌ امنیتي چیک پواینټ هر پولیس به زموږ په راتګ لاسونه لپه کړل او د سولې دعا به یې وکړه. یوه پولیس وویل چې هیله ده داسې ورځ راشي چې موږ ټوپک ته اړتیا ونه لرو. ټولنه امن وي او هېواد سولییز. هیله ده دا ټوپک مې په یوه لښته او یا ربړ بدل شي او همدا بیا د ثبات د ټینګښت وسیله وي.‌

لوګر ته په لاره وو چې د ملي‌ ځواکونو د قهرمانو سرتیرو سره مخ شو.‌ موږ د هغوی او هغوی زمونږ په لیدو ډیر خوښ شو.‌کاروان ودرید. روغبر مو وکړ. زه نشم ویلی چې د ملي‌اردو سرتیرو د سولې کاروان په دې نوښت څومره ښکلی احساس وکړ.‌ هره یوه عسکر سره مو کلکه غاړه ورکړه، روان شو خو تر هغې چې پناه کیدل، یوه بل ته مو د مننې لاسونه خوځول.

ملي ځواکونه هرو مرو اوربند ته خوښ وو خو د هیواد ساتنې روحیه یې هماغه شان لوړه وه.‌ په پولیسو او ملي اردو سرتیرو په ډله کې پښتانه، ازبک، هزاره، تاجک چمتو ولاړ وو.‌ ښايي نور قومونه به هم په کې وو خو ما تشخیص نکړای شو.‌ ټولو د هېواد د دفاع لپاره سر په لاس کې نیولی وو، دفاع یې خپل مسولیت او قرباني یې خپل ارزښت ګاڼه مګر خندانه څیرو او غښتلو هیکلونو یې هم د ژوند لپاره ډېر څه لرل. ملي ځواکونه د ملي ګټو د ساتلو په روحیه سمبال وو خو غوره یې ګڼله چې نوره سوله راشي. دا عجیب منظر، احساس اوجوړښت مونږ ته هیله راکړه. پر مخ تلو تلو چې منزل ته ورسېږو.

د کاروان موټرې د ملي بیرغ په څو رنګونو او طالبانو په سپین بیرغ پوښل شوی وی.‌ په موټرو کې ملي نغمې او هیوادنۍ حماسي په سرندو وې. نغمو او سندرو به نور هم زموږ احساسات په ولولو راوستل. خوندونه وو خوندونه. باور وکړئ چې د ژوند په هیڅ مرحله کې هم ما دومره سکون او خوښي نه وه حس کړی.‌د حکومت لخوا د اوربند وړاندیز او د طالبانو لخوا د اوربند تایید مونږ ته د ژوند کولو هیله راکړه. دا ډول خوندونه د ژوند په بل هیڅ اړخ کې نه محسوسیدل.

کله چې له سهار له کوره د لوګر په لور تللو نو نه پوهیدو چې برخلیک به مو څه وي.‌ موږ د بیرته ستنیدو هیله درلوده خو ذهنآ هر ډول نادودې ته چمتو وو.‌ د هېواد جګړه پیچلی او څو بعدي‌ ده.  د جنګ اړخونه او تمویل کوونکي خورا ډېر دي نو ځکه مو بعضې عاجل کارونه له تګه مخکې تنظیم کړل خو د اوربند په نعمت او ګلرنګه فضا کې بیرته کابل ته روغ ستانه شو. د خدای رحم به وو چې بیرته سلامت راورسیدو خو یوه خبره روښانه شوه چې جنګ هغومره هم پیچلی نه دی چې فکر یې کېده. که حکومت او طالب دواړه اوربند اعلانوي نو تر ډېره بریده د تشدد کچه کمېیږي نو څه به وشي که دواړه اړخونه له یوه بل سره کیني، اوربند وغځوي او بیا د سولې مذاکرات پیل شي؟‌ هو هیله پیدا شوه.‌

په هر صورت کله چې د برکې برک ولسوالۍ څخه بیرته د پل عالم لور ته راغلو نو سیده د محمد اغې ولسوالۍ د پورک کلې ته رهي‌ شو.‌ په دې خامه لار لمړی د پولیسو له پوستې تیر شو، سلامونه مو سره وکړ. مخکې لاړو، چې د طالبانو جنګیالي ټوپک په لاس ولاړ دي. هر لس متره وړاندې د برګو درویشیو طالبان چې لوی لوی ویښته، نوي‌ نوي‌ټوپکونه ورسره وو د سړګ په غاړه ولاړ او د سولې کاروان ګډونوالو ته یې د امن لاسونه خوځول. دا تنګه خامه لاره ویرونکی وه. د خامو خامو کورونو په څنګ کې دا تیره شوې لار په کلیوالو ډکه وه. د طالبانو تر نفوذ لاندې ساحې اوسیدونکو هم د سولې کاروان هغه شان تود بدرګه کړ لکه د ښار خلک. یو زوړ سړی چې تر اتیا کلونو به یې عمر زیات وو، په ډیره سختۍ زموږ لور ته راوکتل. لاس یې راپورته کړ.‌ په سترګو کې یې ډېرې کیسې وې.‌ هرومرو به یې ویل چې ښه کار مو کړی. هئ کاش د هغه سپین ګیرې خبرې مو اوریدلی وی. څه به یې ویل؟‌څه پیغام به یې درلود‌؟‌ څه احساس به یې په زړه کې ډوب پروت وو؟‌ هر څه چې وو خو داسې معلومیده چې نوموړي د ځان لپاره نه بلکې د خپل چاپیرچل د خلکو لپاره اوربند او بیا سوله غوښته.

روان وو، روان وو چې په لار کې نوی زلمی شوی هلک په هونډا موټر سایکل سور راغی او د سړک په غاړه د مخ پټې طالب سره ودرید.‌ دې زلموټکي هلک ښکلی ماډرن سټایل ويښتان لرل، ګیره یې فرانسوي سټایل جوړه کړی وه او ښه ښاري لباس یې اغوستی وو.‌ له یوه اړخه د نولسوه نویمو کلونو هغه طالب او له بله اړخه داسې معاصر طالب؟‌هغه مهال به یې په لویو ويښتو خلک میاشتې میاشتې بندی کېدل خو اوس په خپله ټولنه کې د زماني شرایطو په نظر کې نیولو سره داسې موډ منلی شي.‌ په دې خامه لاره مو نور عجیب نوادر هم ولیدل. په هر صورت، کرار کرار مو د طالب نوی نوی تعریف ذهن ته راتلو چې بلاخره د پورک کلي مسجد ته ورسیدو.‌ هلته د رسیدو سره سم مو د لویو لویو پګړیو مشران طالبان، مخ پټې طالب جنګیالي، ډلې ډلې کلیوال، جم جوش، اختر، خوښي او هر کلی ولید. مسجد ته ننوتو. که څه هم ماته د رسینو د استازو لخوا بې شمیره زنګونه راتلل خو ښه وو په فرصت فرصت کې به مې تماسونه هم جوابول او روغبړ مو هم کوه. څو شیبې وروسته مجلس په تلاوت پیل شو.‌ د کاروان په استازیتوب ما (انتظار خادم) او استاذ مزمل خبرې وکړې.‌

ما خپلې داسې پیل کړې.‌ موږ له کابله راغلی کاروان د سولې کاروان یو، ملکي خلک یو،‌سیاسي نه یو، موږ تاسې ته د عامو خلکو احساس راوړی.‌ د کنډې مور درد، د یتیم اه او د یوه معلم پیغام له ځانه سره لرو.‌ موږ د جلالتماب ولسمشر غني‌ څخه منندوی یو چې بې قید او شرطه د سولي وړاندیز یې وکړ او اوس یې اوربند اعلان کړ. د ملا صاحب هیبت الله څخه هم مننه کوو چې اوربند یې تایید کړ.‌

څومره جالبه ده چې موږ په تاسې او تاسې په موږ کې ورک یاست. ټول یو رنګ یو.‌ یو درد لرو او یو ارمان. زیاته مې کړه چې سوله د بځښلو او هیرولو لار ده.‌ څه به تاسې نرمیږئ او څه به افغان حکومت د منطق لار نیسي.‌ موږ نشو کولای چې سبا د سولې او ثبات د راتګ انتظار ولرو ځکه سوله په درې مرحلو کې ترسره کیږي‌ چې لمړۍ مرحله یې په رښتوني ‌ډول د باور فضا رامنځته کول دي.‌

موږ د دې مرحلې د پیل لپاره ستاسې تر کوره راغلي یو.‌ ننواتې کوو او هیله ده چې افغان ملت د تلپاتې سولې خاوند شي.‌ څو نور مسایل مې هم بحث کړل او بیا مې له ټولو ګډونوالو، طالبانو او کلیوالو نه د دې تاریخې اقدام لپاره مننه وکړه او کیناستم.‌ له ما وروسته دوه طالب مشرانو خبرې وکړې.‌هغوی هم اوږدې خبرې وکړې خو څو مسلې پکې د پام وړ وی.

طالب هم لکه موږ سوله غواړي خو د سولې لپاره مناسب شرایط، سمه پروسه او منظم بهیر غواړي.‌ طالب د خپل مشر ملا هیبت الله امر ته اطاعت کوي او که وکړاي شي د دواړو اړخونو د رهبرۍ ترمنځ هوکړه وشي‌ نو دوی به عملي‌ کړي. طالب د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالویش خبره کوي او بیا به نو کرار کرار د سیاسي‌جوړجاړي‌له لاري‌د نظام برخه کیدال غواړي. طالب وړاندیز وکړ چې ولس باید د طالب او حکومت تر منځ منځګړیتوب وکړي او داسې حل لاري‌ رامنځته کړي چې هر اړخ په کې ځان بریالی وګڼي.

دا او دیته ورته نورې ډیرې خبرې وشوي او بیا نو د سولې کاروان له طالبانو مرخص شو اوکابل ته رهي‌ شو.‌د یادولو وړ ده چې طالبانو د سولې کاروان د ملګرو لپاره لمړی راني جوس او بیا هندوانه راوړه.‌ تر رخصت کېدو مخکې یې د افغاني دود له مخې د غرمې ډوډې سخت ست وکړ مګر موږ ترې په ډېر تینګار اجازه واخیسته.‌

کابل ته را روان شو. په لار مو هغه شان د ملي‌اردو سرتیري او پولیس خوښ‌ او خندان لیدل. د بیرته تګ او مننې لاسونه یې پورته پورته کول. عجیب ماحول وو.‌خندا وه، اتڼونه وو.‌ امید وو.‌ باور وو.‌ شکوک نه وو.‌ هیچا بل ته د قاتل او خاین په سترګه نه کتل.‌ هر انسان په بل انسان کې ژوند لیده.‌هر انسان د دواړو اړخونو له مشرتابه مننه کوله او هر څوک مست مست په لار او ګودرو ګرځیدل.

مازدیګر مهال کابل ته ورسیدو.‌ موږ باور نه درلود چې د سولې محور رسمي ملګري او د هغوی دا لمړی، نوی، پرخطره او بنسټیز قدم به د ولس د دومره حیرانوونکي قدردانۍ سره مخامخ شي.‌ دا چې یو شمېر رسنیو د کاروان سفر پوښښ کوه، بعضو خلکو په ژوندۍ بڼه په سوشل میدیا کې وضعیت خپروه او بعضو خلکو عکسونه خپرول، زمونږ تر راتګه مخکې زرګونه خلک خبر وو.‌ کله چې د سولې کاروان هغو سیمو ته ورسیده چې تلیفونونو کار کوه، نو باور وکړئ چې موږ هر یوه ملګری د ولس مینې، اړیکو او پیغامونو ته نشو رسیدلی.‌ ژړا هم راتله او خندا هم.‌دا ژړا او خندا دواړه د خوښۍ وي.‌دې حالت مونږ ته جرات راکړ.‌ موږ ډاډه شو چې غوره کار مو کړی او هیله مو پیدا شوه چې دا لار به تر هغې تعقیبوو چې پایله تر لاسه کړو. په کابل کې د وزیرانو، معینانو، پارلماني‌ وکیلانو، سناتورانو، عالمانو، معلمانو، مدني‌فعالانو، ژورنالستانو، بزګرانو او ملي سوداګرو د مننی سره مخامخ شو. دا چې ملت مو راضي ولید نو اراده مو سل ځلې نوره هم غښتلی شوه.‌‌

سفر پای ته ورسید. کورونو ته ورسیدو خو زړه مو د هغه حکومتي سرتیري او طالب جنګیالي راتلونکې ته خفه وو چې څرنګه به هغه دنګ دنګ ځوانان تر اوربنده وروسته بیا ځل په یوه بل د ټوپک ماشه راکاږي؟ څرنګه به بیا ځل یو د بل په مرۍ چاړه ګدي؟‌ څرنګه به بیا دا ګل ګل ځوانۍ د یوه بل په لاس خاوري خاوري کېږي؟‌

زه نه د هغه مینې پوره انځورګري کولی شم چې د طالب او ملي ځواکونو د سرتیرو په سترګو کې مو لیدله او نه هغه حالت تصور کولای شم چې بیا ځل به دواړه لورې څنګه یو بل ته په مورچه کې ناست وي.

زه هیله لرم چې دا اوربند دې ۳۰۰ کال شي .‌هیله لرم چې دواړه اړخونه تیر هیر کړي او د نوي سولیز افغانستان لپاره اوږه په اوږه کار وکړي. طالب ددې ټولنې زیږنده ده. حکومت د حاکم نظام په حیث د اطاعت وړ دی.‌ولس د انسان په حیث د ترحم حق لري. دیني پوهه، ټکنالوجي، اقتصادي تعاملات، د دنیا سره تعامل،‌د جګړې هنر، د غوره سیاست تمثیل او دودیز مهارتونه د ټولنو ځانګړتیاوی دی.‌که طالب د حکومت برخه شي نو هرو مرو به د اوسني افغانستان یو شمیر خلاوی ډکې شي او انشاءالله چې وطن به مو باثباته او غښتلی شي. ‌نه حکومت په یواځې ځان د ثبات لامل کېدای شي‌او نه هم طالب لوری په زور اوسنی حکومت ماتولی شي.‌

هیله ده ولسمشر غني د زمان او مکان د حالاتو څخه په اقتباس طالب اړخ د راتلونکې افغانستان نه بیلیدونکې برخه وګڼي او طالب د هېواد راتلونکې نور د چړو په څوکو تجربه نه کړي.

تاریخ په جوړیدو دی او هیله ده ولس، حکومت او طالبان درې واړه د نوي‌افغانستان،‌ نوي تاریخ او نوي راتلونکې لپاره سره جرګه شي او سیال هېواد رامنځته کړي. امین. ثم امین.‌

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.  

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p> انتظار خادم د حقوقو او سياسي علومو له فراغت وروسته ماسټري د هندوستان د منجمنټ او څېړنېز انسټيټيوټ په اداري برخه کې تر لاسه کړه او د سياسي تعاملاتو او اړيکو په برخه کې خپلې وروستۍ زده کړې يې د امريکا اريزونا په پوهنتون کې بشپړې کړې. خادم د سيمه ييزو چارو د خپلواکې ادارې د دفتر رييس، وياند او د سولې د عالي شورا د ستراتيژيکو اړيکو د ارشد سلاکار په توګه دندې ترسره کړې دي. په ۲۰۱۳ کال کې يې د غږ خيريه بنسټ جوړ کړ او په امريکا کې د افغانستان د مدني ټولنو د فدريشن د سولې مدني سفير دی. </p>

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.