د دې کلي په سلو کې پنځه نوي فيصده وګړي ټول سرمايه داره دي ، ښه کاروبار يې روان دی، له هېواد سربېره په بهرنيو هېوادونو کې هم د ګټې وټې مدرکونه لري، ځينې يې دولتي چارواکي هم دي، لنډه دا چې ژوند يې ښه په خوند او مړه ګېډه تېريږي .
خو په همدې کلي کې ډيرې کمې داسې کورنۍ هم شته چې د سخت غربت او فقر په غېږ کې ژوند تېروي ، نه په ګېډه ماړه دي او نه د اوسېدو سم استوګنځای لري، ماشومان يې د بې وسۍ له امله خوارځواکي او د غريبې کورنۍ نښې په کې له ورايه ښکاري .
دلته د لوړو، لوړو ماڼيو تر څنګ خورا ټيټ ، له خاورو جوړ او تقريبآ نيم ړنګ شوي کورونه هم شته چې د خدای (ج) بنده ګان په کې د ژوند شپې او ورځې تېروي .
تېره ورځ ددې دنګو، دنګو ماڼيو او سرمايه داره خلکو په منځ کې د يوې بې سرپرسته کورنۍ يتيم ماشوم د سختې خوارځواکۍ له امله د خپلې مور په غېږ کې ساه ورکړه .
ددې بې وسه کورنيو ماشومان هره ورځ د همدې کلي خانانو ته د سوال په هيله لاس غځوي، ځينې يې بيا په ښار کې پلاستيکونه ټولوي، وروسته يې پلوري او د خپلې کورنۍ لپاره پرې وچه ډوډۍ پيداکوي .
د همدې کلي خانان او بډايه ځانونو ته تر ټولو پياوړي مسلمانان وايي، رښتيا هم په خوله کلمه وايي، لمونځ کوي، روژه نيسي، د حج د سپېڅلې فريضې د ادا کولو لپاره په سونو زره پيسې مصرفوي، خو دريغه ! چې د اسلام څلورمه بناء زکات نه ورکوي . همدا لامل دى چې ددې کلي غريبان او بې وسه د غربت په جهنم کې پراته او له لوږې مري، ورځ تر بلې په کلي کې د سوالګرو او غريبانو په شمېر کې زياتوالى راځي او د ټولنې بډايه مو په لوی لاس ابدي ژوند د بربادۍ کندې ته اچوي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.