ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

author avatar
3 Aug 2020 - 17:50
author avatar
3 Aug 2020 - 17:50

دلته روانه جګړه پردۍ او موږ په پردۍ جګړه کې ښکېل يو، اړينه نه ده چې موږ په خپله خاوره کې د پرديو تمدنونو او ټولنو دفاع وکړو، يا په بله اصطلاح د شرم خبره ده چې موږ په نيابتي جګړو کې ښکیل يو، خپل وروڼه وژنو او خپل ټاټوبى ورانوو، له پرديو څخه مو ډېره دفاع وکړه خو څوک مو هم د دفاع احسان نه مني، بلکې د جګړه ييزو ابزارو راکول او د هغوى د ګټو لپاره جګړه کول له موږ سره مرسته ګڼي، زموږ جګړه ييز ذهنیت موږ ته پيغور جوړ شوى، جګړې موږ ته راوړل شوې دي، را باندې تپل شوې دي، پردۍ دي او موږ يې د سون توکي ګرځېدلي يو.

زموږ ځورېدلي او کړېدلي ملت سولې ته تر رسېدو په لار کې سترې قربانۍ ورکړې دي، دغه هدف ته د رسېدو لپاره يې اوږده، له اغزيو، پيچومو، ګنډونو او کږلېچونو ډک مزلونه وهلي دي. ستر واټن يې شاته پرييښې ده، خو موږ پوهېږو چې منزل ته لاهم مزلونه شته او موخو ته تر رسېدو وړاندې مو نورې ننګونې هم مخته پرتې دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون په ګډون مو تل د جګړې د ختمولو لپاره د خپلې ملي ستراتېژي د نه شتون له امله پردي ډول ته اتڼ کړى ده. په تېرو دوه لسیزو کې مو کله هم د سولې هڅې د خپل ولس د غوښتنو او سوچه ملي ګټو پر محور نه دي راڅرخولې. د دغې نيمګړتيا د توجیه لپاره د کرزي او غني يوه بانه کيداى شي دا وي چې زموږ جګړه له کورنیو بعدونو څخه ورهاخوا ډېر بهرني ابعاد هم لري او سوله مو هم بدبختانه له پردیو سره ګاڼه ده. مګر د بهرنیو ابعادو شتون د خپلې تګلارې او ستراتيژي د نه شتون نيمګړتيا کله هم نه شي توجیه کولاى. موږ متاسفانه پرون هم د سولې لپاره جامع تګلاره نه درلوده نن يې هم نه لرو او د جګړې په دواړو خواوو کې د پياوړې ارادې د نه شتون له امله داسې ښکاري چې سبا ته به يې هم ونه لرو.

له تېرو دوو لسیزو راهیسې مو د سولې هڅې کله د ګاونډیانو، کله د سيمه ييزو او کله هم د نړيوالو هېوادونو پر نوښتونو او لګښتونو ولاړې وې. پايله يې ځکه نه درلوده چې په لومړي سر کې امریکايانو، بيا ګاونډيانو او په وروسته کټګوري کې د سيمې هېوادونو د سولې په وړاندې مستقیم او غیر مستقیم خنډونه جوړول، دلته يې جګړو ته اړتیا او سوله يې له ګټو سره په ټکر کې وه. سولې ته يې ذهناً تيارى نه درلود او یا یې هم سوله جدي نه ګڼله.

د ولسمشر کرزي د حکومت پرمهال په کابل کې د افغانستان او پاکستان د قبایلي سیمو مشرانو او د دواړو هېوادونو مخورو سیاستوالو په ګډون د امن ګډه جرګه جوړه شوه. له درې ورځې بحثونو او خبرو وروسته دغې جرګې په یوه اعلامیه کې ترهګري وغندله، د پراخو خبرو او جوړجاړي لپاره یې غږ پورته کړ، خو نتيجه يې صفر وه.

کرزي د دویم ځل ټاکنو له ګټلو وروسته د ١٦٠٠ کسانو په ګډون په کابل کې د سولې په ملي مشورتي جرګه کې له مخالفينو سره د سولې د خبرو لپاره د سولې عالي شورا د جوړېدو وړاندیز وکړ. د سولې عالي شورا د استاد رباني په مشرۍ جوړه شوه. رباني يې مشر او ستر لګښتونه يې وکړل، خو ټولې هڅې يې د ملابرادر د ازاديدو او طالبانو ته د دفتر پرانيستلو په محور راڅرخيدلې. د قطر دفتر پرانيستل شو، ليکن د طالبانو د بيرغ او د دفتر د سياسي حيثيت په سر د ولسمشر کرزي د مخالفت له امله بيرته بند شو. د کمزوري او نيمګړي حکومتي ويښتابه له امله رباني ووژل شو او د کويټې د يو دوکاندار د افسانوي کردار تر عنوان لاندي د اختر منصور په نوم ښه استخباراتي لوبه وشوه. هر اړخیز معلومات يې ترلاسه کړل. نيمګړتياوې يې وليدلې او پيسې يې يوړې. د ملا برادر د خلاصيدو لپاره د کرزي حکومتي کچکول د پاکستان په هر ديوان او دفتر وګرځېده، خو ملا برادر بيا هم په پاکستان باندې د خليلزاد په مستقیمه غوښتنه را خلاص شو.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې لاسلیک ته مو د هيلو لمن غوړولې وه، هغه هم لاسلیک شوه، اوس نو نوبت بين الافغاني مذاکراتو ته راورسېد او له هغه وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون ستونزه راپيدا شوه.

له ملاحظاتو، شکونو او پوښتنو سره سره زه د اوس لپاره په هغو ستونزو او لاملونو نه غږېږم چې طالبانو ولې له افغان حکومت سره د سولې له هوکړې کولو وړاندې له امريکا سره هوکړه وکړه او دا مسئله هم اوس نه راسپړم چې امریکا ولې د څه لپاره او د چا په غوښتنو د افغانستان حکومت چې د جګړې يو اغېزمن اړخ جوړوي د مذاکراتو له جريان څخه څنډې ته کړ او د خبرو لړۍ يې په دوه اړخیزه توګه يوازې له طالبانو سره پرمخ يووړه، دا جدا مسئله ده. د تاريخ بې پرې محکمې ته به يې د پرېکړې لپاره وسپارو او يا به په راتلونکي وخت کې ورباندې ليکنه وکړم، خو دومره به حتماً ووايم چې طالبانو واک ته د رسېدلو په وړاندې له خليلزاد سره هوکړه ستر پرمختګ باله، ولسمشر ټرمپ غوښتل له افغانستان څخه پښې سپکې کړي، خپل ولس ته ووايي چې د امریکا د تاريخ تر ټولو اوږده او له لګښت ډکه جګړه يې پاى ته ورسوله، نو به ځان د دويم ځل ولسمشرۍ لپاره د نورو نوماندانو په پرتله زيات حقدار وګڼي. ولسمشر غني په ټول جريان کې د ملي ګټو پر ځاى د خپل واک غم په سر اخيستى وه او امریکا په دواړو غاړو کې دغه نيمګړتيا ښه درک کړې وه او په هکله يې بشپړ معلومات درلودل. ځکه خو يې د طالبانو او د ولسمشر غني د ورانونکي غبرګون د مخنیوي په موخه دواړه خواوې د يأس او اميد ترمنځ ساتلې وې. امريکا د خپلو مبهمو او پيچلو اصطلاحاتو کارولو په مرسته ولسمشرغني ته سوله د مصالحې پرځاى د ادغام په شکل کې له طالبانو سره د مذاکراتو جريان ترسيم کړى و او په رسمي خبرو کې به يې طالبانو ته داسې ذهنیت ورکړ چې ګواکې د هغوى اسلامي امارت د افغانستان راتلونکى مشروع نظام وي، خو زما په اند واقعيت داسې نه وه، ټول يې دوکه کړل.

ادغام په ټولنه، نظام او حکومت کې له بدلون او سمون پرته د مخالف لوري د ورګډولو پلان ده خو مصالحه په نظام او حکومتي چوکاټ کې د بدلونونو په يايله کې له مخالف لوري سره د شراکت په تله کې تلل کېږي. واقعيت داده چې زموږ په هیواد کې له طالبانو سره د مشارکت له اصل پرته نه ادغام ممکن ده او نه هم د طالبانو د خپل تعبير پربنسټ “اسلامي امارت” د افغانستان په خلکو او نړيواله ټولنه باندې د يوه مشروع نظام په توګه منل عملاً اسانه کار دى.

ښاغلى ولسمشره!

دا چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له تړون څخه وروسته تاسو په خبرو، کړنو او څرګندونو کې د شکونو او ابهاماتو ښکار او د يو واحد پياوړي دريځ له نه شتون سره مخ ياست، لاملونه يې د مذاکراتو له اجندا او جريان څخه ستاسو منزوي کېدل او د امریکايانو د کړنو او څرګندونو ترمنځ په ستر توپير کې رانغاړم، خو خبره دا ده چې ستاسو دريځ هم له لومړي سر څخه تراوسه پورې کله د نيمه هوکړې او کله د نيمه تحفظاتو څرګندولو په صورت کې د شک او تردد پربنسټ ولاړ دى.

د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې څخه مو استقبال کړى، له جرياناتو څخه مو په ظاهري توګه ځان مطمئن ښودلى، له څلور زره څخه زيات طالب بندیان مو خلاص کړل. البته د پاتې بنديانو د خوشې کولو په تړاو مو په دريځ کې توپير ليدل کېږي، کله واياست چي د بندیانو د ازادېدو پروسه به زر بشپړه شي. کله واياست چي پاتې بنديان په درنو جرمونو کې ککړ او د حق العبدي دوسيې لري، کله د استعفا خبره، کله د موقت حکومت، کله د ځينو طالب بندیانو د نه خلاصون، کله د تپل شوې سولې د نه منلو خبره کوئ او کله د بندیانو د ازادولو په تړاو د ولسي باور ترلاسه کولو لپاره د لويې جرګې د دايرولو خبره کوئ. دغو ټولو او دې ته ورته نورو مشکوکو او مبهمو څرګندونو مو د ولس په ذهنونو کې پوښتنې راپورته کړې دي. اوس څرنګه موږ باور وکړو چې تاسو واقعاً د سولې او د بندیانو د خلاصون په پروسه کې د پرېکړې لپاره ولس ته رجوع کوئ؟

ښاغلى ولسمشره! زه د لويې جرګې اهميت او ارزښت څخه انکار نه کوم خو د پاتې بنديانو د خوشې کولو په تړاو د لويې جرګې رابللو لپاره په تاسو باندې اوس ناوخته شوې ده، ځکه چې تاسو خو څه د پاسه څلور زره طالب بندیان ازاد کړل، ايا ازاد شوي طالبان بېګناه په محابسو کې پراته وه؟

په زغرده وايو چې که تاسو د سولې په هکله د امریکا په ژمنو باور نه درلوده، نو څه د پاسه څلور زره بنديان مو ولې ازاد کړل؟ خو که د سولې په هکله مو باور ترلاسه کړى وي، نو سوله د پاتې څلور يا پنځه سوه بنديانو په ازادېدو هم يقيناً ارزي، هغه د پښتو متل ده واى؛ “سل په لالي پورې، دا لس يې د بنګړو”

سوله زموږ ليلا او موږ د خپلې ليلا تر لاسه کولو لپاره خورا ستر قيمت ورکولو ته تيارى لرو. دا څلور سوه بنديان خلاصول هېڅ هم نه دي. داسې ښکاري چې امریکا تاسو په تيارو کې ساتلي ياست، تاسو ولس په تيارو کې وساته او لا يې په تيارو کې ساتئ. لطفاً پلمې او بانې مه کوئ. د سولې لپاره له سپيڅلي پياوړي جامع او ملي ګټو پر بنسټ ولاړ پلان او مستحکم هوډ سره پرمخ ولاړ شئ. د اوونۍ کار په کلونو کې نه، بلکې د کلونو لاره په اوونيو کې تر پښو لاندې کړئ.

د يادونې وړ خبره داده چې که د دغو بندیانو ازادول بيا هم واقعاً حقوقي او قانوني ستونزه ولري نو د طالبانو په موافقه دغه افراد يوه بل مصئون ځاى کې ساتل چې د ټولو بشرى اړتیاو پوره کولو ته بشپړ لاسرسى ولري ښه حل لاره ښکاري.

جګړه نفې کړئ، نور راته د غربي دودونو راوړلو هڅه مه کوئ، موږ په نړۍ کې د غرب په ګډون له ټولو متمدنو ټولنو څخه ښه تمدن لرو، د غربي ټولنو په شان مصنوعي او مادي جوړښتونه او ارزښتونه نه، بلکې موږ د خپلو عقايدو پربنسټ ولاړې د مشرانو، کشرانو، سړيو، ښځو او هر قشر ترمنځ د اړيکو لپاره د احترام او درنښت ځانګړي معيارونه او مقياسونه لرو، خو د پلي کولو لپاره پياوړي ايمان، وطني مينه او سختې پرېکړې کول اړين دي.

د سولې د هڅو د بريا، ښه مديريت او اغېزمنې حکومتولۍ لپاره اړينه نه ده چې حتماً داسې ادارې او مسلکي پرسونل له بهر څخه راوستل شي چې په افغاني ټولنيزو دودونو او حساسيتونو نه پوهېږي، د همدغه هدف لپاره په کور د ننه او همدغه شان په بهر کې پاک سپيڅلي دين، هېواد او ملي ګټو ته ژمن افغانان شتون لري، هغوى په دندو وګومارئ، د مکافات او مجازات تګلاره پلې کړئ. فساد زموږ په ټولنه کې د سرطاني غودو په شان ريښې غځولې دي، دغه شومه پديده له منځه وړل سختو عملياتو اجرا ته اړتیا لري. د دغې پدیدې پر وړاندې ستاسو کړنې نمايشي شکل لري، په دې هکله کلک او مضبوط دريځ خپل کړئ، افغانان د قوم، سمت، نسل، جنسيت او قشر په نوم مه سره وېشئ.

موږ د کار لپاره له بهر څخه د کدري مسلکي او علمي پاکو سپيڅلي وطندوستو، په دين او خاوره مين افغانانو مخالفت نه کوو، موږ به خوښ يو چې د هغوى له وړتیا، تجربي او پوهې څخه ګټه واخلو، ممنون، مديون او مرهون به يې هم يو، خو تجربو ثابته کړه چې ډېر هغه خلک چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې راوستل شول، غلا يې وکړه او بېرته وتښتېدل. البته ټول نه يادوم استثنا شته.

زه دا نه منم چې افغانان د خپلو مشرانو په قدر او درنښت نه پوهېږي، افغانانو تاسو ته ښه راغلاست وويل، دوه ځله يې د بمونو او مرميو په درزا او ټکا کې تاسو ته رايه درکړه، د سل کلني دعا يې درته کوله او بابا القاب يې درکړل، خو ستاسو له خوا زموږ د هېوادوالو له دغه پاک او سپیڅلي باور سره جفا وشوه، تاسو مو مديون ياست.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

 

Views: 28

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.