د افغانستان څلوېښت کلنې جګړې په ټوله دوره کې د سولې اوازونه هم له ځانه سره لرل.
د ډاکتر نجیب الله او مجاهدینو تر منځ په سوله کې بنن سیوان د سولې خبرې د هر افغان تر غوږونو رسېدلې وې، خو ټولې هڅې ناکامه شولې.
د ناټو له راتګ سره څو کاله وروسته هم د سولې لپاره خبرې کېدلې، خو هغه خبرې ډېرې با ارادې نه وې.
زه غواړم د زلمي خلیلزاد په مشرۍ چې کومې د سولې خبرې راپیل شوې دي، دا تر ټول وخته موثرې او هم با ارادې دي.
دلته غواړم چې په لنډ ډول هم په فرصتونو او هم پر ننګونو بحث وکړم!
۱/ امریکا:
زه یې په تېر کې د سولې په اراده او نه اراده نه غېږم، خو یواځې دومره وایم چې د افغانستان په سوله کې اوس د دوی هم ګټه ده ځکه چې د وتنام له جګړې څخه راورسته د دوی په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده.
د امریکا ولس هم په افغانستان کې نور د جګړې طرفداره نه دی.
د ولسمشر ټرمپ لپاره هم د دې جګړې ختمول په راتلونکو ټاکنوکې د امریکا د ملت لپاره ښه لاسته راوړنه ده .
۲/افغان دولت:
د افغانستان حکومت په تېر کې چې یو څه هڅې کړې وې خو ډېرې اغېزمنې نه وې، مثلاً د سولې شورأ یې رامنځ ته کړې وه، خو د سولې شورأ جوړښت داسې وو چې هغه د تسلیمېدو په مانا وو خو د تسلیمېدو خبره منطقي نه ده.
د ملي وحدت حکومت له حکمتیار سره د سولې پروسه بریالۍ کول د قدر وړ وه او په خاص ډول د ولسمشر محمد اشرف غني هڅې چې په تېر کې یې اور بند ته زمینه برابره کړه او بیا یې طالبانو ته په خطاب کې بې له قیده او شرطه بلنه ورکړه
او تر دې وخته پورې يې هڅې د ستایلو وړ دي.
خو اوس مې ورته د یو خواخوږي په حیث مشوره دا ده چې د سولې لپاره هر ډول قربانې ورکړي چې دا به د ولسمشر محمد اشرف غني په دې وطن لوی احسان وي او که خدای نا خواسته د سولې په مقابل کې ودرېږي، دا به له ملت سره ټکر وي!
۳/ ولس:
د افغانستان ولس تر هر وخته د سولې غوښتونکی دی، ټولو ولیدل چې خلکو په پښو له هلمند څخه تر کابله مزلونه وکړل او په کابل کې یې د ملګرو ملتونو په ګډون د هر سفارت مخ ته یې خېمه ودروله او د خپل مظلومیت چیغه یې وکړه او بیا په لوڅو پښو تر مزاره ولاړل، مسجدونو ته ولاړل، کور په کور وګرځېدل، سپین ږيري او ماشومانو د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه په یوه اواز د سولې غږ بدرګه کړ.
۴/ طالبان:
طالبانو هم چې په تېر کې پر دې هېواد واکمني وکړه، تر پخوا ورته ډېرې تجربې حاصلې شوې دي، دوی په خپله واکمنۍ کې نهایي کوښښ وکړ چې په ټول افغانستان حکومت وکړي، خو بریالي نه شول او دې پايلې ته هم ورسېدل چې پر افغانستان حاکمیت یواځې په طالب نه کیږي، دا چې اوس دوی تر پخوا سیاسي شوي دي ، ډېر امکان دا دى چې دوی اوس سولې ته لومړيتوب ورکوي، دا چې یوشمېر کسان دا فکر کوي چې دوی یوه رهبري نه لري، خو دوی په تېر اوربند کې وښودله چې دوی د خپلو مشرانو خبره مني!
۵/ پاکستان:
په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان د جګړې لوی ملاتړى پاکستان دی، خو پاکستان اوس له یو ډېر بد حالت څخه تېرېږي ځکه چې په کور د ننه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى، له هندوستان سره په سیالۍ کې دی، خو هندوستان ورځ په ورځ پرمختګ کوي او په کور د ننه هم ډېرې زیاتې ستونزې لري.
۶/ ایران:
ایران هم په تېرو کلونو کې د افغانستان جګړې ته پکى وهلی دی، اوس هم یو ډول اندېښنې لري، دا چې د افغانستان جګړه امریکا ختمه کړي، داسې نه چې امریکا بیا وغواړي په نړۍ کې جګړه وکړي او دوی هدف وګرځوي او د دې تر څنګ له داعش څخه هم وېره لري!
۷/ سعودي عربيستان او عربي هېوادونه د افغانستان له سولې سره مطلقه دلچسپي لري او مرسته هم کوي .
۸/ روسیه:
روسیه یو څه ملاحظات لري ، ممکن بې طرفه واقع شي او یا یې پر وړاندې خنډونه راولاړ کړي،
۹/ چین:
د چین پر ډېرې دلچسپۍ هم نه غېږم خو ستونزې به هم را ولاړې نه کړي!
۱۰/داخلي سیاسیون، جهادي مشران :
دوی هم باید له تېرې اشتباه څخه پند واخلي ، هغه کسان چې په دې وطن کې د معقول سیاست پلوي وي، هغه به له دې پروسې سره مخالفت ونه کړي او هغه کسان چې په زورواکۍ او قانون ماتونې باورلري ، کیدای شي هغوی د سولې د خنډ لپاره متضادې څرګندونې وکړي، خو ولس ورسره ملګري نه کوي.
۱۱/د ګټونکي او بایلونکي خبرې
دا خبرې باید تاریخ ته وسپارل شي، اوس باید د افغانستان ملي وحدت یقیني شي
مثلاً پخواني مجاهد ته د ټوپکسالار لفظ کارول، طالب ته د ترهګر لفظ کارول او حکومت ته د یو بل پیغور دا هغه خبرې دي چې زموږ په وړاندې نور خنډونه هم جوړوي.
ټول باید قانون ومني او د ولس ارادې ته احترام وکړي.
۱۲/په راتلونکي کې له افغانستان څخه سیمې او منطقې ته کواښ دا هم ډېره مهمه موضوع ده، نورو هېوادونو ته د ګواښه ډک افغانستان زموږ د هېواد د راتلونکي لپاره په ګټه نه دی.
په پای کې بیا هم دا یوه خبره کوم، صادقانه سوله د ټولو طرفونو لپاره په ګټه ده، د سولې ټول اړخونه باید صادقانه ودرېږي.
که د سولې په نامه یو جنګ ختمیږي او بل جنګ راځي دا به ډېره لویه بې اعتمادي رامنځ ته کړي او موجوده فرصتونه به هم له لاسه ورکړو، دا چې تر اوسه پورې د سولې لپاره تفاهم رامنځ ته شوی دی او پرېکړې به وروسته کېږي، خو تفاهم ، هم تر دې دمه د اعتماد په فضأ کې دی.
پر خپلو مشرانو غږ کوم چې په دې تاریخي شېبو کې خپل تاریخي مسوولیت مه سپموئ!
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.