Language

د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي سره سوله او د لارې یې سیاسي محور ته داخلېدل ښه او ستر کار دی. دا هغه کار و چې په تېرو څو لسیزو کې ياد حزب د ملي مصالحې  چانسونه له لاسه ورکړل او له هغه دمه تردې دمه یې په افغانستان کې د حاکمو لنډ مهالو او اوږد مهالو حکومتونو وسله وال مخالفت وکړ. د مخالفت کچه یې زیاته یا کمه، خو د یو متشدد مخالف وسله وال بلاک په حیث یې شتون درلود او په همدې اند یې اکثره سرسخته پلویان د شمشتو د نصرت مېنې په کمپ کې له پخوا مېشت وو. په دې حزبي مېشت غالي کې حزبي سیاسي مرکزونه،ښوونځي او د افغاني جهاد په نوم حربي منظم روزنیز مرکزونه موجود وو او دي.
که په وروستیو کې د افغان حکومت پروړاندی د حزب اسلامي وسله وال مخالفت کم رنګه وانګېرل شي له بل پلوه به د افغان حکومت پر وړاندی هلته د حزبي مهاجرو د نوي نسل متشدده فکري روزنه نه وي کمه شوي. هغوی که د نظام پر وړاندې د وسله وال مخالفت جوګه نه شي، نو د متشدد فکري مخالفت ښه جوګه کیدای شي، چې د جهاد په نوم وسله وال مخالفت لپاره په اسانه قرباني کیدای هم شي او د حزب اسلامي په نوم به بیا دا خطر ترپايه شته حکومتونو ته د یو ډارن ګواښ په څېر موجود وي.
دا چې ولسمشر غني او ځینو نورو مدبرو او مخلصو خلکو د مدبرانه هلو ځلو په پایله کې د اوږد ځنډ او خنډ وروسته له حزب اسلامي سره د بین الافغاني سولې لومړی پړاو بریالی شو او څلویښت کلنې جنګي ډلې پرته له کوم سیاسي تحول او غير مشروع غوښتنو د افغانستان اساسي قانون د یو معتبر مرعی الاجرا قانوني وثيقې په توګه ومانه او ورته یې د ژمنتیا غاړه کېښوده واقعا د جانبینو لپاره ښه لاسته راوړنه ده او د ملت لپاره د خوښۍ ځای دی.

اوس باید کړې سولې ته هر حزبي د ولسمشر په څېر د خپلې اسلامي او ملي وجیبې په سترګه وګوري. نه پر ملت د کوم خاص احسان په سترګه!دا د تېرو حکومتونو او حزب اسلامي په ګډه ملي او اسلامي وجيبه وه چې باید دا کار یې ډیر پخوا کړى وای. په دې اړه تېر حکومتونه او حزب اسلامي ملت ته په ګډه ملامت دي . ځکه سوله د ملت پر دوى حق وه! نه، د دوى پر ملت حق.
دا چې د نورو حزبونو په ګډون حزب اسلامي د تېرو کورنیو جنګونو یو مهم لورى و . جنګ یې د هغه مهاله پېل او تر دې دمه یې دوام ورکړ، د هېواد د هر اړخیزې ورانۍ، تباهۍ، د زرګونو بې ګناه کابل میشته افغانانو د وژلو، کونډولو، یتیمولو او معیوبولو پرته یې بله کومه لاسته راوړنه او پایله  نه لرله.
د تاریخ له سپینو پاڼو او د افغان غیور ملت له ذهنه دا تور داغ لرې کول اسانه، نه بلکې ممکن نه دي.
دلته ملت دومره ځورېدلی، کړېدلی، دردېدلی او وېرېدلی دی چې د حزب اسلامي د کړیو ناخوالو او نادودو سره، سره هم د دوى سوله ییز راتګ لپاره نظرانې ورکړې او خورا خوښ شول. دا راتګ یې د تېرو ناخوالو د نه تکرار او پای په هیله په نیک فال ونیوه.
ملت به د رښتينې سولې په پار د دوى ټولې تېرې کړنې وروبښي ، دا قرباني به هم ورکړي چې حزب اسلامي یې لا په سر بیا حکومت وکړي، ځکه راتګ یې سوله ییز دی.
خو حزب اسلامي!
تاسې دومره ستغ جرئت مه کوئ چې ګويا تاسې هیڅ هغه څه نه دي کړي چې په کولو یې له ملته بښنه وغواړئ!مانا داچې تاسې سپینې پرښتې وئ! نه مو کابل وران کړی، نه مو افغان وژلی، نه مو نظام ننګولی!دا حقیقت ومنئ چې د نورو واک خوښو جنګیالیو په ګډون تاسې هم به ملت دا ناکردې کړي.
له ملته ستا د بښنې غوښتنه دومره درنه نه ده چې ستا کړي درانه ظلمونه لا وبښي، بلکې یواځې ستا په تېرو کړنو ندامت او خلاقي جرئت ثابتولای شی. ملت دې ته تیار دی، ته تیار شه.
حزبه! لومړنی سوله ییز نومی راتګ دې پر ملت احسان مه ګڼه او په ترڅ کې یې د هر افغان نه د (حزبي کېدو) تمه مه لره، حزب پرې مه تحمیلوه.
سینه دې پراخه او فکر دې خلاص کړه، د تېرو کړنو د نقد حوصله ځان کې پیدا کړه په راتګ دې دا حق له ملته مه اخله په راتګ دې ځان (بري النقد) او مطلق حق مه ګڼه. نقد د ځان لپاره رحمت وګڼه او تیر مه تکراروه.د سیاسي او فکري محور مخالفت دې د اسلام تر دايرې مه منحصروه او د خپل عادتي حزبي انحصار څخه لاس واخله .
په نوي نسل کې د خپلو تېرو کړنو د ترویج مخه ونیسه. ملت ډاډه کړه، ملت له کورنيو جنګونو دومره وېرېدلی چې ستاسې په سوله ییز راتګ لا د پخواني کورني، سمتي، قومي او اقتداري جنګ د نوي پړاو ګومان کوي. د ملت دا ګومان مه رښتينى کوه ! د ملت په زخمونو د رحم پټۍ کېږده .
که دا کړنې ترسره کړې نو راتګ به دې رښتیا هم سوله ییز،اغیزمن او د تېرو ناخوالو د نسبي جبران سبب وګرځي .
که داسې ونه کړې نو راتګ به دې د ټلوالې په څیر د هېواد او نظام لپاره دویمه سیاسي سرطاني غده وي او په څېر به یې په اکثریت غالب، خپل غرضه اقلیت وې او ملت به دې په سوله ییز نومي راتګ پېښمانه او غولولى وي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه