په داسې یوه محرومه ټولنه کې ژوند کوو چې ولس یې د ژوند د ټولو لومړنیو اسانتیاوو لکه پوهنې، روغتیا، کرنې، بیارغونې، اقتصاد او… څخه بې برخي دی. هېڅ یو چا ته مې د خپل ولس د بېوزلۍ په اړه هېڅ نه دي ویلي، خو ستاسو په ایماندارۍ او وطن دوستۍ چې خبر یم، اوس یې نو درته وایم.
د پوهنې غم مو را وخوره! څو چې علم نه وي او سواد نه وي عام شوي هېڅ ستونزه به مو حل نه شي. لکه زه چې وېرېږم همداسې تاسو هم ووېرېږئ، چې زما د ولس بېوزله بچيان به په تیاره کې رالويېږي او بیا به د ښار او کلي تر منځ یوه اوږده جکړه رامنځته کېږي. که ستا اولاد؛ زوی لور، خور او ورور دا حق لري چې ښوونځي ته ولاړ شي، درس ووایي، لیسانس واخلي او ماسټري وکړي. د ولس بچي هم دا حق لري، ولې د هغوی پر حق دلته څو غلو او خاینینو خېټه اچولې ده. دا ستاسو ایماني او وجداني دنده ده چې مخنیوی یې وکړې. زما د محدودو ولسوالیو پرته په نورو ولسواليو کې نه ښوونځی شته او نه هم د دغه نظام له پيله هلته چا د کتاب او قلم نوم اورېدلی دی.
دلته د قلم او کتاب په پیسو د څو راباندې تپل شوو اشخاصو ژوند د سرور زرو په څېر شوی دی. په همدې د ولس د بچیو د حق پر پیسو یې خټین کورونه پخېږي، موټر یې ۲۰۱۶ ماډل کېږي او جېبونه یې ډکېږي او بالاخره له ملکه تښتي او په خارج کې تاجران کېږي.
نا لوستی او بېچاره ولس مو مریض دی، زه یې شرم نه ګڼم او درته وایم یې، موږ دومره بې برخې او محروم خلک یو چې له ولسوالۍ تر ښاره د روغتیایي مراکزو او یا هم په هغو کې د درملو د نه شتون له وجي مو ميندې پر لارو مړې شوې دي.
ډېر دي پر سر نه درد کوم، په ټوله کې ولایتي اداره او مدیریت مو دومره کمزوری دی چې د نظام له پيله تر اوسه یوه خښته پر بله نه ده اېښودل شوې، ولس محروم ساتل شوی دی. ډېرې بېلګې یې نه درته وایم، په پنځه چمپه ښار کې پر یوه چوک په میليونونو افغانۍ یو بل ته وېشل شوې دي خو هغه چوک اوس هم همداسې ناجوړ د. داسې نو په هره برخه کې هر چا تر خپله وسه پر غلا او جېب ډکولو ځانونه ستړي کړي دي.
د پورته دوو ادارو معارف او روغتیا یادونه مې ځکه وکړه چې زما او زما د ولس د ژوند او غوره راتلونکې مسئله ده؛ یو شمېر لوستي او علمي ځوانان مو پر کورونو ناست دي؛ ځکه په ادارو کې مو غله او خاینین خېټي ډکوي، دلته په دولتي دستګاه کې داسې څوک کار کوي چې نه د وطن دوستۍ په نوم څه پېژني او نه یې هم لیدلي دي.
زه او زما بېوزلي زابلیان هیله کوو، که وخت دې پیدا کړ او ډېر ستړی نه وې، نو بنسټیز بدلون راوله!
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.