د نويکرونا «کویډ۱۹» وایروس د نړۍ اقتصاد، سیاست، کلتوري ډیپلوماسي او د حکومتولۍ طرز تغیر کړی دی. د نړۍ سیاسي و نظامي داغ مسایل څنډې ته شوي دي او یوه نړیواله سراسري بیره خپره ده. دا پانډمیک د نړۍ اقتصاد ځپي. چین که څه هم له دې وژونکي پانډمیک سره ښه مبارزه وکړله مگر له دې سره سره یې اقتصاد پر ملا ور کړوپ کړ، ځکه د نړۍ له ۵۰۰ لویو تولیدي کمپینو یوازې ۳۰۰ یې په پلازمینه بجینگ کې میشتې دي او له دې سربیره د تورزیم له کلني ۲۲۰ بیلیون ډالره عاید څخه دا کال تقریبا هيڅ نه ور پاتیږي اوGDP به یې د ۰.۹ سلنې په کچه راولویږي. په همدې بڼه د ټولو هېوادونو پر اقتصادي مناسباتو، سیاحت، روغتیا، کلتور، صادراتو- وارداتو اغیر کوي. د درملو، خوراکي توکو، سره زره، ماسکونو، حفظ الصحي و پاکوونو توکو او موبایلونو نرخونه به جگ کړي او د پټرولو، هوايي ټکټونو، غوښې او چای په گډون د نورو توکو نرخونه راغورځوي. هغه هېوادونه به ترې بریالي وځي چې د غوره انساني کلتوري زیربینا څښتنان او د صحي او خوراکي موادو د اسانه او پریمانه وړاندې کولو توانايي ولري. که څه هم نه غواړم د ناهیلۍ خپرولو هڅه وکړم، خو متاسفانه زموږ د هېواد داستان تر نورو ملتونو ډېر تراجیډیک او له اندیښنې مالامال دی. له یوې خوا زموږ پرانیستي او بېکنتروله پولې، له بله اړخه زموږ کلتوري نااهلتوب او د بحران سره جدي چلن نه اختیارول، د وسله والو ورځنۍ وژنې او دا چې له خلکو سره خو د ستونزې په حل کې مرسته نه کوي، خو وژنې او بریدونه يې لا جاري ساتلي- اوس له کومې ژاړي.
د مذهبي او سیاسي دستفروشانو دوکانداري:
په افغانستان کې چې څومره تش په نوم ملي سیاسي ډلې و احزاب، مذهبي، جهادي، تبلیغي، جنگي، سلفي. اصلاحي او دینپالي سیاسي و غیرسیاسي گروپونه فعال دي؛ یوه یې هم تر اوسه د دې ملي فاجعي په اړه غبرگون، له حکومت سره د مرستې لاس یا رضاکاره او بشرپاله کار ونه کړ او نه خو داسې ایسي چې نیت به یې ولري. موږ در په یادوو چې نن ورځ هغه سیاسي جوړښتونه چیري دي چې هره دويمه کلمه یې « ولس»، «ملت»، «مردم ما»، «قومي ملاتړ»، «حق مردم ما»، «زموږ د خلکو حق» او دې ته ورته نور غلونکي شعارونه ول، دا ښاغلي نن چیري دي؟
دلته واضح پيغام دا دی چې بدون له یوه منظم دولتي چوکات او انساني هویت څخه د نورو ټولو ډلو دعوې یوازې غلوونکي سیاسي شعارونه دي او خپلې سیاسي دوکاندارۍ له همدې لارې کوي. ان مولانا عبدالصبور خو خلکو ته وویل چې له دې وایروس مه بیریږئ، جدي يې مه نیسئ او توجه مه کوئ ځکه دا یوازې د کفارو د هلاکت لپاره خدای را منځته کړی دی!. وا مولانا نن ټول هېواد په بحران کې دی، له ۲۰۰ زیاتې شکمنې او ۲۲ مثبتې پيښې لرو او دا شمیرې ورځې تر بلې په نه کنترول کېدونکې بڼه زیاتيږي. د خوراکي توکو بیې ورځ تر بلې لوړیږي، ستا د مذهبي سیاسي مبارزې لاسته راوړنه څه ده؟ ونیسه نن د حکومت او نورو بنسټونو سره رضاکارانه کار کې برخه واخله! چې د اردوغان په ملاتړ زرگونه خلکو ته پلوونه ورکوي، لويې لویې غونډې ورته کوي، بینرونه او لوحې ورته چاپوي او بې بندوبسته ډالر مصروفوي نن چیري یې چې افغان انسان په اور کې سوځوي؟ ولې کمپیاین نه کوي چې خلکو ته د ویروس د کنترول په اړه عامه پوهاوی ورکړل شي؟ د اردوغان په ملاتړ د لکونو افغانیو په ارزښت جلسې کوي، ونیسه نن د عامو افغانانو لپاره څو کارتن صابون خو وویشه! موږ له مولانا صبور او نورو ورته ډلو څخه غواړو چې افغان ولس له خطایستلو څخه دې ډډه وکړي او پریږدي دې چې خلک د دې وژونکي وایروس پر وړاندې ممکنه تدابیر ونیسي!
طالب؛ د واک نارسستان او پوچتوب:
طالب چې په قطر کې له امریکایانو سره معامله وکړه نو یې د افغانستان ولس ته مبارکي وویله. موږ پوښتو نن چې د کرونا وایروس په یوې ملي فاجعې اوښتې ده، ته څه کوي؟ نن دې هم د هغه افغان پولیس پر پوستې برید وکړ چې د سیلاب، توپان، ناروغۍ او زلزلې او نورو طبیعي افتونو پر وخت ولس ته لاس ورکوي او انساني مرستې رسوي. نن افغان ولس د یوې جدي ملي فاجعې سره مخ دی، ته څه کوي؟
د انسان ژغورنې هڅو پر وړاندې کلتوري بېپروايي:
د دودپالۍ او جگړې په اور کې مو مادي و معنوي ارزښتونه ولټول شول. یوه لویه برخه خلک مو له جدي موضوعاتو سره سطحي او بېپروا چلن کوي. پرون له هرات روغتون څخه یوه لویه برخه شکمن ناروغان وتښتیدل، باور لرم چې کور ته په ستنیدو به هم ځانونه قرنطین نه کړي او آن د کورنۍ له نورو غړو به هم د ورته بېمسولیته چلن غوښتنه وکړي! کور د مختلفو عمرونو لرونکې غړي لري چې کېدای سي د یوې سراسري او ملي فاجعې دا سرحدونه او مزي له کنتروله بهر کړي. داسې یو هېواد چې له یوې خوا جگړه په کې روانه ده، له بلخوا طبي خدمات په کې په نشت حساب دي او بلې خوا د خلکو بېپروايي او هر څه سره ټوکې کول به دا روان بحران لا پیچلی و بې مهاره کړي. د دې تر څنگ لا د مړي و ژوندي مناسبات د پخوا په شان په شدت کې روان دي. هره ورځ لويې غونډې کيږي، شخصي پوهنتونونه لا هم د فراغت مراسم په لویو غونډو سره لمانځي. کعبه خالي شوه خو مسجدونو کې لا هم ملایان د حلال او حرام نصیحت حلقې جاري ساتي. ایران د جمعې لمونځ او نورې مذهبي راټولیدنې لغوه کړلې او سعودي حج او عمره وتړله خو زموږ ملایان لا هم د دې ملي فاجعې سره سطحي برخورد کوي، که دا سبا میلیونونه انسانان تلف شي، پړه یې څوک پر غاړه اخلي، د دې ملت برخلیک څه کېږي؟
د حکومت او انسانپالو بنسټونو لاس:
د کرونا وایروس نور په ملي فاجعې اوښتی دی او یوازې د حکومت په وس نه دی چې بریالۍ مبارزه وکړي. جهادي، مذهبي او جنگي ډلو خو د بشریت سره پخوا هم بایکاټ کړی و او دا دی اوس یې بیا شا واړوله. څوک به څه کوي؟ روښان او انسانپال بنسټونه، گوندونه، مدني ټولنې او رسنۍ باید؛ د عامه پوهاوې پروگرامونو تر ۳۴ میلیونه افغان انسان پورې ورسوي، په دې یې پوه کړي چې د دې وایروس سره څه ډول مبارزه وکړي، د مبارزې لارې څه دي او څه وکړي چې د بدن د ترمیم قدرت پیاوړي کړي دويمه دا چې ټول بشرپال او خیریه بنسټونه او افراد له حکومت سره دې اوږه پر اوږه د خپل وس او توانمندۍ مطابقت د ماسک او صابون د ویشلو یو ملي کمپیاین او مرستې وکړي درېیم دا چې ښاریان دې د حکومت په ځانگړي توگه له کورنیو چارو وزارت، ښاروالیو او ملي امنیت سره مرسته وکړي چې د نرخونو د کنترول سبب وگرځي. نرخونه موقتي لوړ تللي دي خو دایمي نه دي، د وارداتو ټولې لارې نه دي تړل شوي نو ځکه د یوه بل القوه خطر بیره نه لیدل کيږي اوس ستونزه دا ده چې د تقاضا په ډیریدو ان که عرضه کې ډیروالی هم راځي نرخونه موقتآ لوړ ځي چې تر یوې لنډې مرحلې وروسته بیرته رالویږي خو د حالت څخه یو شمیر سوداگر او وارداتي شرکتونه ناوړه گټه اخلي او بیې يې په ناقانونه توگه لوړې کړي چې د حکومت سره د خلکو په همکارۍ کنترول کیدلی شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.