چین پرون د شانګهای سیمه ییز سازمان د څوارلسمې سرمشریزې غونډې کوربه و، چې پردایمي غړو سربېره افغانستان هم د څارونکي غړي په توګه ورته د خپل اجرائیه ريیس ډاکټرعبدالله په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د ګډون لپاره استولی و.
شانګهای ، چې د سیمې پر دوو لویو قدرتونو(روسیې او چین) سربېره قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان یې دایمي او د افغانستان ترڅنګ هند،پاکستان،ایران او منګولیا څارونکي غړي دي، د خپلې دې غونډې اصلي اجنډا پر سیمه ییز امنیت او د ترهګرۍ خلاف مبارزه ټاکلې.
یاد شوی سازمان سره له دې چې تراوسه په عملي ډول د خپلو اهدافو په لاسته راوړلو کې ډېرکم بریالی و او لامل یې د یو شمېر غړو هېوادونو ترمنځ ترینګلې اړیکې او د ستونزو د حل لپاره متضاد لیدلوري وو، خو اوس د سیمې د شرایطو له ډېر بدلون او د جدي ګواښونو له شریکیدو سره یو څه دا تمه پيدا شوې، چې د ګډو حل لارو او همکاریو په اړه په کې فکر او لېوالتیا وښودل شي.
د شانګهای غړي پر سیمه ییز او له ترهګرۍ سره پر مبارزې په داسې حال کې سره بحث کوي، چې د ترهګرۍ د لمبو تاو د دوی تر لمنو هم رسېدلی، یا یې د ور رسېدو ګواښ جدي شوی، په دغه حالت کې هغوی تر پخوا ډېرد دغه ګواښ پر وړاندې د ګډې او موثرې مبارزې لپاره د افغانستان غوښتنې درک کولای شي.
پردې سربېره له افغانستان څخه د ډېرو بهرنیو سرتېرو وتل او د پاتې نورو یوازې تر خپلو پوځي اډو پورې محدودیدل هم، چې د سیمې د ډېرو هېوادونو یوه مهمه هیله وه، له افغانستان سره د دغو هېوادونو د همکارۍ لېوالتیا پياوړې کړې ده.
تر پورتنیو دواړو مسئلو بله مهمه لاسته راوړنه،چې افغانستان یې د سیمه ییزو همکاریو د را جلبولو لپاره لري،له دوی سره د یوه څرګند او پياوړي دریځ له موقف څخه د غږیدو نسبي وړتیا موندل دي.
د افغانستان د ملي یووالي حکومت په کور دننه د حکومتوالۍ له ټولو کمزوریو او ولسي نارضایتیو سره توانیدلی، چې د سیمې او نړۍ د هېوادونو وضعیت، ارزښت او ورسره د خپلو اړیکو څرنګوالی او توازن درک او په دې برخه کې شته پخوانۍ بې ثباتۍ او د بې پلانۍ تشه یو څه ډکه کړي.
د شانګهای په تېره سرمشریزه کې چې روسیه يې کوربنه وه، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سیمې له هېوادونو سره د ښو اړیکو پر ټینګار سربېره په واضحو ټکو اعلان کړه، چې افغانستان د سیمې د ټولو هېوادونو په استازیتوب له ترهګرۍ سره جنګیږي او قرباني ورکوي.
هغه همدا شان سیمه ییزو هېوادونو ته وویل، چې له خاورې یې په پراخه کچه ترهګر افغانستان ته راځي او د افغانستان ترڅنګ یې سیمه بې ثباته کړې ده.
له هغو څرګندونو څخه د څو میاشتو له تېریدو سره عملاً ولیدل شوه، چې د افغان ولسمشر ځینې ورکړل شوي اخطارونه ریښتیا شول او د سیمې هېوادونو ته د افغانستان له خاورې څخه دوی ته د شته سیستماتیکې ترهګرۍ ګواښونه متوجه دي.
د افغانستان شمال ته د جګړې غځېدو او د نړۍ په یو شمېر ډېرو خوندي سیمو کې د داعش ترهګرې ډلې حیرانونکې او له تلفاتو ډکو پېښو د سیمې هېوادونه دې ته مجبور کړل، چې په څرګندو ټکو له افغانستان څخه د ترهګرۍ د ځپلو لپاره د لا شدیدې مبارزې غوښتنه وکړي.
دغو غوښتنو او د عاجل او اساسي پوره کولو لپاره یې د افغانستان معلومه بې وسي او تش لاسي د دې فرصت پياوړی کړی، چې افغان چارواکي په معقولو دلایلو پرته له دې چې د کوم هېواد احسان پرځان ومني، دوی د افغان ملي امنیتي ځواکونو په تجهیزولو او دغه راز له افغان دولت سره د پام وړ مالي مرستو په کولو مکلف وګڼي.
شانګهای د دې فرصت هم دی، چې افغان دولت سیمه ییز هېوادونه د ترهګرۍ د اصلي سرچینو او ملاتړو د مهارولو لپاره فشار راوړلو ته وهڅوي او خپله دا اندېښنه هم ورسره شریکه کړي،چې د سیمې هیڅ هېواد حق نه لري چې د خپلو ګټو لپاره پر نامسولو وسله والو او ترهګرو ډلو که هغه د ترهګرۍ پياوړي کوونکي یا ځپونکي وي، پانګونه وکړي.
له دغو او نورو فرصتونو څخه د پوره استفادې لپاره افغان دولت مسوول دی، چې د پياوړې پالېسۍ ترڅنګ د پالېسۍ د ښه تطبیق په خاطر پياوړې دیپلوماتیکه دستګاه هم ولري.
په دغه برخه کې د یو شمېر سفیرانو له وروستیو ټاکنو سره دا اندېښنه پياوړې شوې، چې د ملي یووالي حکومت هم ممکن د مخکیني حکومت په شان د هېواد دیپلوماتیکه دستګاه د سیاسي مصلحتونو قرباني کړي.
افغان حکومت ته په کار ده، چې په دې برخه کې پوره محتاط او مسوولانه عمل وکړي، کنه دا وېره شته، چې کمزورې دیپلوماتیکه دستګاه ترې په لاس ورغلي نوي فرصتونه په اوبو لاهو او په کوردننه حالت په شان بهرني دوستان هم ترې ناراضه کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.