د ګران هیواد اساسي قانون او د افغانستان قضایي او جزايي ارګانونه ستره محکمه او لويه څارنوالي هغه سپیڅلي بنسټونه دي چې په هیواد کې د اجتماعي عدالت د تحکیم په خاطر جو ړ شوي دي . هر څارنوال بايد پاک غروره او په خپل ځان اعتماد ولري، دحق اخيستلو او حق ورکولوپه موخه له هیچا څخه ونه وېريږي او هیچاته بايد د سرټیټۍ نه کولو د ارادې خاوند وي ځکه خو مدعي العموم بلل کیږي، همدارنګه قاضي د خپل قضاوت په برخه کې هیواد او دندې ته ژمن کس وي نو له دې کبله څارنوال او قاضي دواړه په پاک قرآن عظیم الشان قسم خوري چې د حق او عدالت لاره به تعقیبوي او د هیواد اساسي قانون ته به ژمن کسان اوسيږي.
ګرانو هیوادوالو د ګران هیواد افغانستان عدلي او قضایي ارګانونو د کمزورۍ لویه ستونزه د افغانستان د ارګ په مشر پورې تړلې ستونزه ده . د هیواد قاضي القضات او لوی څارنوال دهیواد په چاروکې د جمهور رئیس هر حرکت اوعمل ته ځیر پاتې کيږي نو که چیرې جمهور رئیس پاک وي او له خپل قدرت نه سوء استفاده ونه کړي نو قاضي القضات او لوی څارنوال داوړه خپلو دندوته د تقدس په چوکات کې په ډیراحتیاط سره د عدالت عملي کول غواړي. د مثال په توګه لمونځ ګذار شخص هیڅ کله بې له اودسه لمونځ نه کوي ځکه په فقهي صبغه اودس د لمانځه لپاره طهارت او لومړی شرط ګڼل کیږي. که چیرې قاضي القضات او لوی څارنوال داوړه پر دې و پوهیږي چې ولسمشر لاسوهنه کوي د مظلوم ملت حق پایمال وي نو بیا په دغه حالت کې قاضي القضات او لوی څارنوال خپلو دندوته د تقدس په سترګونه بلکې د شک او تردید په سترګو ګوري او په حقیقت کې دهغوی د دندو تقدس په بشپړه توګه له منځه ځي. همغه فقهي صبغه واردیږي، لکه یولمونځ ګذار چې بې اودسه لمونځ نشي کولای.
په داسې حالت کې که د هیواد قاضي القضات او لوی څارنوال په خپل نفس حاکم اشخاص وي نو له قانون څخه د ولسمشر د سرغړونی په اساس له خپلو دندو څخه استعفاء کوي.
که د ګران هیواد حالاتو ته ځیر شو د هیواد سیاسي ، اقتصادي ، اجتماعي عدالت ، وضعیت ډیری ستونزې لری د هیواد عدلي او قضایي چارواکي په زورواکو قانون نشي عملي کولاى، ځکه خو د ارګ ولسمشر ډیرشمیر کمېسیونونه د اختلاس په مورد وګومارل اما له بده مرغه د یوه کمېسیون نتیجه هم معلومه نه شوه .
اوهمدارنګه که د ګران هیواد تاریخ ته ځیر شو په دې کې هیڅ شک نشه چی د افغانستان ولس با شهامته او قهرمان ولس دی ، دغه میړنی ولس که د جګړې په زور، د جرګو په اساس او یا د ټول ټاکنو په اساس چې هر شخص یې په افغانستان کې ارګ نیشین کړی دى نو په خپل وخت د ارګ مشرانو د افغانستان له باشهامته او قهرمان ولس سره ظلم کړى دی او د هغوی حقوق یې تر پښو لاندې کړي دي.
د ګران افغانستان اصلي عنعنات او کلتور:
په ګران هیواد کې با وقاره او د احترام وړشخص هغه شخص ګڼل کیده چی له مظلومانو سره به یې مرسته کوله او له ظالمانوسره به يې حساب کاوه. په خپلو خبرو کې به همیشه صادق و. وعده خلاف به نه و. خپل عهد او تعهد ته به وفادار و. پاک لمنه شخص به و . مشرانو ته به په احترام قایل و. په کشرانو به یې ترحم کاوه . د چاه په مال او جایداد به یې کار نه درلود، د ذکر شویو صفاتو خاوند به د هرچاه خوښېده اوهیوادولو به همیشه حساب پرې کاوه چې په عامه توګه ددغو صفاتو خاوند ته به یې د کلیوال لقب ورکاوه له نیکه مرغه د افغانستان په کلیو او بانډو کی تر اوسه پورې پخواني عنعنات او کلتور موجود او روان دى.
د افغانستان د اوسنیو چارواکو عنعنات او کلتور:
لوی غل او د ډیرو ځمکو غاصب ترهرچاه محترم بلل کیږي هر څوک چې په اداري فساد کې ډیر مهارت ولري هغه ته د ماهر لقب ورکول کیږي . هر څوک چې لوی دروغجن، سرټیټی، چاپلوس، دوکه باز، کمیشنکار، په غلا او اخلاقي فساد کی تجربه کار وي او د اختطاف په چارو کې بلد اشخاص وي نو د دغو صفاتو خاوندانوته ډیر د قدر په سترګو کتل کیږي او په غیر رسمي توګه د افغانستان د عدلي او قضایي ارګانونو له تعقیب نه معاف اشخاص شمېرل کیږي.
د کره شواهدو په اساس د هیواد په موجوده ادارو کې اداري فساد موجود دی خو فاسد درک نه لري . قتل ډیر کیږي خو د قاتل درک نشته، ځمکې ډیرې غصب شوي او غصب کیږي خو د غاصبانو درک نشته . غیرقانوني شهرکونه ډیر جوړشوي خو تر اوسه پورې د غیرقانوني شهرک خاوند عدلي او قضایي ارګان ته نه دی معرفی شوى، اختطاف کيږي خو اختطاف ګر وجود نه لري، لوړ دولتي پوستونه په ډالرو خرڅيږي خو د خرڅولو شخص یې وجود نه لري، حق حقدارته نه سپارل کیږي خو ظالم وجود نه لري.
د با شهامته او قهرمان ولس سرنوشت په بد حالت کې او نا معلوم لوري ته روان دی . زموږ د چارواکوخبرې ډیرې لویې دي کبر او بې ځایه غرور يې د فرعون اوهامان کچې ته رسېدلی خو په عمل کې صفر ناکام او سرګردانه ګرځي. د یوه ډیرعظیم فلیسوف د لیکنې په اساس هر هغه ټولنه چې توانمنده اشخاص یې په حق سترګې پټې کړي او د شخصي ګټو په خاطر له خپلو خلکو سره جفا کوي د هغو اشخاصو عاقبت ډیر د ذلت طرف ته روان وي او د ټولنی وګړي یې د یوه غاصب او ظالم انسان په صفت پیژني .
نو د هیواد موجوده سیاسي، اجتماعي ، اقتصادي او تعیلمي ستونزو د حل په خاطر بین الافغاني تفاهم ته ضرورت دى، قهرمان ولس باید نور خاموشه پاتې نه شي او د خپلو حقه حقوقو مطالبه وکړي او د افغانستان له سیاسي اقتدار څخه د خپلو وعدو د عملي کولو غوښتنه وکړي ترڅو په هیواد کې د موجوده ستونزو لپاره د حل لاره ولټول شي او نور معصوم او مظلوم ولس د ناوړه او نامعلوم سیاست ښکار نه شي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.