Language

author avatar
29 Dec 2015 - 11:24
author avatar
29 Dec 2015 - 11:24

د اسیا زړه کنفرانس کې د ولسمشر اشرف غني ګډون، د هغه تود سمبولیک هرکلی چې په اسلام اباد کې ورته په ښکاره خو د ده د تعظیم   لپاره ولې په باطن کې پاکستان د خپلو ګټو او امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د توپ ۲۱ ډزې وکړې.

زما یاد دي چې د کرزي وخت کې هم کله ناکله پاکستان دومره خوږې څرګندونې او د کرزي تعظیم کاوه که له یاده يې ونه باسو د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې د هغه تعظیم له غني زیات کېده.

پاکستان لګیا دی له مختلفو لارو هڅې کوي چې د افغانستان قضيې اړوند لا ډیر امتیازات ترلاسه کړي، له ۱۹۷۹ ز کال نه دادى تر نن ورځې پورې چې ۳۶ کلونه کیږي پاکستان د افغانستان کشالې پر سر امتیاز اخلي، د کشالې حل د دوی لپاره اړین نه دى، مهمه داده چې څه ډول له نړیوالو سره د افغانانو پر سر معامله وکړي.

پر افغانستان د روسانو د تجاوز له امله يې ښارونه موډرن شول، د پينډۍ د زوړ ښار پر ځای اسلام اباد په کې نوی جوړ شو، عصري ودانۍ ، مارکیټونه او له دې سره د پاکستان هر پوځي او د استخباراتو کارکوونکی او سیاستوال يې د سرو او سپینو څښتنان شول.

تر ټولو مهمه يې داده هغه حکومت چې امریکا ورسره نږدې والى نه غوښت او جنرال ضیاء الحق يې د کودتاه له لارې واک ته رسول شوی کس ګاڼه، همهغه جنرال چې د کودتاه له لارې يې واک ترلاسه کړی و، امریکا مجبوره شوه چې دهغه جنرال غوښتنې ومني، له هغه سره په ګډه کار وکړي، او له دې هاخوا د عربو هېوادونو د نفتو پیسې هم پاکستان ته د دې لپاره راماتې وي چې افغان جهاد سره مرسته وکړي.

د جنرال ضیاء الحق بله غټه لاسته راوړنه داوه چې پاکستان يې د افغانستان مسئلې نه په ګټه اخيستنې سره د اټوم بم خاوند کړ، نه امریکا او نه هم نړیوالو پرې د بندیز لګولو موقع ترلاسه کړه.

تر دې چې وروسته بیا د سي آی اې د هغه وخت مشر جنرال حمید ګل د امریکا له استخباراتو سي آی اې سره ډغرې وهل پېل کړل، ويې ویل که امریکا پر پاکستان بندیزونه لګوي نو موږ به يې پر ضد اسلامي نړۍ راپورته کړو، دا ډول امتیازات دوی د افغانستان جګړې له امله ترلاسه کړل.

د مجاهدینو د وخت تېروتنې

د مجاهدینو مشرانو په تېروتنې سره هر څه د پاکستان له لارې کول تر دې چې په جنیو کې د روسانو د وتلو هوکړه لیک کې د مجاهدینو استازیتوب پاکستان وکړ. او بیا چې د ډاکټر نجیب الله له حکومت څخه د واک د سوله ییز انتقال خبره شوه، موږ ولیدل چې هرڅه سرچپه شول، نه د واک سوله ییز انتقال وشو او نه هم جګړه ودرېدله.

افغان اردو او د اردو تجهیزات چې وو هغه له منځه یوړل شول، په زرګونو ټانکونه چې نوي وو هغه هم اره او د پاکستان په بازارونو کې د  کباړ په بیه خرڅ شول او یا خو همداسي جوړ د پاکستان لاس ته د ډیرو کمو پیسو په بدل کي ولوېدل، کوم زاړه استعمال شوي ټانکونه چې و هغه هم د خپل منځي جګړو له کبله له منځه ولاړل، او  څه چې پاتې وو، امریکايي پوځیان چې دلته راغلل، هغوی په قصدي ډول روسي ټانکونه او وسلې له منځه یوړې.

څو دانې جنګې جیټ الوتکې هم موږ درلودلې، جنګي چورلکې او د پوځیانو د انتقال الوتکې وې، هغه هم له پورته یاد برخلیک سره مخ  شوې. سکاډ، لونا توغندي هم د پاکستان تور بازار ته ورسیدل، ب ام یو، ۴۰ میله او ۱۲ میله راکټي دستګاوې له ورته برخلیک سره زموږ له لاسه ووتل.

نواز شریف چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و ، اوس بیا هم هغه نواز لومړی وزیر دی، په ډیر افتخار يې د لومړي وزیر څوکۍ ګټلو لپاره هغه وخت د کمپاین پر مهال خپل پاکستاني ولس ته وویل چې پاکستان ته مې غټ خدمت کړی، او د افغانستان اردو مې له بیخه له منځه یوړه. رښتیا هم خپل ملت او هیواد ته يې غټ کار کړی، خو زموږ افغان سیاستوال کله پرې ځان پوهوي.

د کورنۍ جګړې پر مهال پاکستاني پوځیان، استخباراتو او سیاستوال وو چې په جګړه کې د شکېلو دواړو لورو سره يې مرسته کوله، د   حکمتیار او مسعود سره يې ورته مرستې کولي، او د استخباراتو مشرانو يې له دواړو سره په بېلابېلو وختونو کې لیدنې کتنې کولې.

د طالبانو او پخوانیو مجاهدینو جګړه

د طالبانو او ګوندونو ترمنځ جګړې پرمهال چې کومو کسانو د هیواد جنوب او ختیځ کې له طالبانو سره په جګړه کې ماتې خوړله ځای يې پاکستان و ، د کندهار والي ګل اغا شیرزی، د ننګرهار والي حاجی عبدالقدیر او ځينې نور مشهور قوماندانان.

همدوی په پاکستان کې طالب ضد ښکاره فعالیتونه کول، چې د مشرقي شورا يې ښه ثبوت دی چې د حاجي عبدالقدیر په مشرۍ يې په پېښور کې فعالیت کاوه.

پاتې دې نه وي چې په همدې پېښور کې د طالبانو دفتر هم و ، د مشرقي شورا دفتر او د طالبانو د پېښور نمایندګي په یوه سيمه کې وو، منځ کې يې ډیره زیاته فاصله نه وه. د طالبانو د شریعت اخبار او د مشرقي شورا اخبار په همدې پېښور کې چاپېدل،  سهار اخبار بیا هغه اخبار وو چې د طالبانو، مشرقي شورا او مجاهدینو تر منځ د اختلافونو راپورونه يې نشرول.

کله چې کابل طالبانو ونیوه بیا د شریعت اخبار په کابل کې په دولتي مطبعه کې چاپېده، مخکې له هغه په کندهار کې داسي مطبعه نه وه چې اخبار چاپ کړي، او په ننګرهار کې مطبعه وه چې ننګرهار اخبار په کې چاپېده.

ځينې له طالبانو څخه تښتيدلي قوماندانان بیا ایران ته تلل او ایران هم هلته د طالبانو پر ضد د هغوی مرسته کوله، تورن اسماعیل خان چې کله د طالبانو له زندان څخه وتښتيد مخامخ ایران ته لاړ ، د هلمند او کندهار ډیر  قوماندانان ایران ته لاړل.

او تاجکستان بیا د شمال څخه تښيدلو قوماندانانو تر ټولو خوندي ځای و، په کولاب کې طالب ضد افغان قوماندانانو لپاره ځانګړی ځای جوړ شوی و .

کله چې د کودتاه له لارې پرویز مشر د پاکستان د یکتاتور ولسمشر شو، له امریکا سره يې اړيکې سمې نه وې، پاکستان اقتصادي ستونزې درلودې، او امریکا پرې بندیزونه ولګول، خو پر افغانستان د حملې لپاره بیا هم د امریکا تر ټولو نږدې دوست په سيمه کې همهغه دیکتاور پرویز مشرف شو چې د کودتاه له لارې واک ته رسېدلی او امریکا يې پر حکومت بندیزونه لګولي وو.

په تېرو ۱۴ کلونو کې پاکستاني چارواکو د افغانستان له جګړې بیا هم اعظمې اقتصادي ګټه پورته کړه، امریکا ته  د عربو او طالبانو سپارلو پر سر يې پیسې  واخيستې، په وزیرستان کې د یو ځانګړي قوم د ځوانانو د وژلو پر سر يې پیسې واخيستې، د ناټو لپاره چې د کراچۍ بحر ته کوم  تېل، خوراکي مواد او تجهیزات راتلل، دهغوى د امنیت ، تر تورخم او سپن بولدک پورې رسیدو له امله يې پیسې واخيستې، د جیکب اباد او شمسي هوايي ډګرونو په کرایه ورکولو او دا ډول جاسوسي معلوماتو شریکولو له کبله يې پیسې اخيستې.

دا دى بیا هم پاکستان هغه رېنجر موټر لري کوم چې افغان حکومت  ته امریکا ورکړل،  پاکستان هغه ټانکونه لري کوم چې افغان دولت ته امریکا ورکړل.

داځل پر افغانستان د امریکا د حملې له کبله ده چې د پاکستان لاهور ښار د اروپايې ښارونو سره سیالي کوي، او په دې تیرو ۱۴ کلونو کې بیا هم د پنجاب حکومت وتوانید چې پښتون میشت د کراچۍ ستر اقتصادي ښار او مارکیټ لاهور ته واړوي، په کراچۍ کې ناامني جوړه کړي او دغه ستر اقتصادي مرکز ناامنه پر ځای يې سوداګر لاهور ته کډه کړي.

وروستۍ هڅه او د پيسو ترلاسه کول يې د سولې پروسه ده، اوس چې ناټو ځواکونه وتلي، نه د جیکب اباد او شمسي هوايي ډګرونو ته اړتیا لري، نه د ناټو کاروانونه له کراچۍ څخه تورخم او سپین بولدک ته روان دي، نه په وزیرستان کې نور د عملیاتو کوم لامل وړاندې کولای شي، له امریکا څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره  پاکستان حکومت او افغان حکومت ته یواځې د سولې پروژه پاتې ده.

غني، نواز، مودي او راحیل شریف

له غني سره په پاریس کې نواز شریف ولیدل، د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون بلنه يې ورکړه، له دي مخکې پاکستان کې پښتانه سیاستوال هم کابل ته راغلل او غني ته يې د نواز پېغام چې اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي بلنه راوړه. غني په پاریس  کې ونه منله، او په جرمني کې يې هم اسیا زړه کنفرانس چې اسلام اباد کې جوړېده محتاطانه څرګندونې وکړې، چې کابل ته راغی، دلته يې یو ډول انکار وکړ.

د افغانستاان او پاکستان لپاره د اوباما استازي غني ته په غوږ کې وویل چې اسیا زړه کنفرانس کې ګډون دې حتمي دی او موږ غواړو چې تاسې هلته ګډون وکړئ.

نریندا مودي کابل ته راغی، دلته يې ډیر ګرم استقبال وشو، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې لپاره يې ښکلې ماڼۍ پرانيستله، همدا مودي د غنی، عبدالله او کرزي سره تر لیدنې وروسته مخامخ پاکستان ته لاړ، هلته يې نواز سره وکتل، په کابل او لاهور کې يې سپينې خبرې د سيمې امنیت اړوند وکړې، دوه ورځې د مودي له لیدنې وروسته دادی راحیل شریف افغانستان ته د ډیسمبر پر ۲۸مه نیټه راغي.

امریکا داکار وکړ، غني يې هم پاکستان ته وروست او د مودي په ورتګ کې هم د نړیوالو او په ځانګړي ډول بریتانیا لاس نه شي رد کیدای، اوس نو وار د پاکستان دى چې څه کوي، په عمل کې د سولې لپاره ژمن یا پخوانیو ناسمو تګلارو ته دوام ورکوي.

اسلام اباد ته د غني او مودي تګ د لوېدیځ غوښتنه وه، د راحیل شریف راتګ کابل ته هم د امریکا غوښتنه وه، امریکا او بریتانیا کوښښ  کوي چې د افغان او پاکستان حکومتونو ترمنځ په ښکاره راپيداشوی درز له منځه یوسي، کوم چې په اصل کې ممکن درز وجود ونه لري، د دواړو هیوادونو مشران د امریکا او بریتانیا تګلاره مخکې وړي.

سوله او پاکستان

له چین سره د طالبانو ناسته پلان شوې، او د پخوانیو ناستو تسلسل دی، چې پخوا هم دا ناستې شوي او پاکستان په کې وسیط و، د جنورۍ په لومړیو لسو ورځو کې ممکن د طالبانو ناسته له چینايي سیاستوالو سره په پاکستان یا کوم بل ځای کې وشي او پاکستانیان به هم په ناسته کې د میزبان ، کوربه او وسیط په حیث شتون ولري.

دا ناسته چې له پخوا څخه تنظیم شوې نو پاکستان به له همدې ګټه پورته کوي چې دا دی له طالبانو سره د چین ناسته د سولې اړوند وشوه، ولې په اصل کې د چین او طالبانو خپلې خبرې دي چې پرې بحث کیږي. له افغان حکومت سره د خبرو کولو مسئله ممکن په اجنډا کې نه وي.

له دې وروسته به د افغانستان، پاکستان ، امریکا او چین استازي سره کیني او د افغانستان سولې اړوند به خبرې کوي، چې په دغه ناسته کې طالبان ګډون نه کوي.

دغه راز ممکن قطر کې له طالبانو سره د ځینو هېوادونو استازي لیدنې وکړي، او د افغانستان د مسئلې حل او سولې اړوند به خبرې کیږي،  او کیدای شي په نږدې وخت کې د پګواش کنفرانس هم وشي.

دا ټول وار له مخه ترتیب شوي او له چینايي چارواکو سره د طالبانو له ناستې پرته په نورو مجلسونو کې د پاکستان اصلا رول نشته، خو امتیاز يې پاکستان ځکه غواړي چې د دوی لپاره د سولې پروژه اهمیت لري، نه رښتينې سوله او امن لرونکى افغانستان.

له دې وروسته به ممکن پاکستان له افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ کیناستو لپاره چې پاکستان ته مشکله ده داسي غوښتنې وړاندې کړي چې هغه د افغان حکومت په واک  کې نه وي، او بیا به هم ملامتي پر افغان حکومت وراچوي.

د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې، د افغانستان پوځ او امنیتې ادارې لا هم د سولې مخامخ خبرو پېل کېدو اړوند ښکاري چې اماده نه دي، دا ډول د ګډ حکومت په مشرتابه کې د سولې مخالف نظرونه هغه څه دي چې د سولې خبرې ناشونې کوي او سولې ته رسېدل بیا هم تر یوې اقتصادي پروژې پاتې کيږي.

باور لرم که افغان ولس او طالبان پر دې پوه شي چې پاکستاني جنرالان او چارواکي په افغانستان او سيمه کې د سولې لپاره رښتيني دي او هڅې يې له چل او فریب نه ډکې نه دي، د پیسو لپاره نه دي، بیا به هم افغان ولس او طالب دا د زهرو غړپ تیر کړي، پاکستان ته به چانس ورکړي چې خپلې تکراري هڅې وکړي، ولې افغان ولس د پاکستان پر رښتینولۍ ډیر بې باوره شوی، که هر څومره پاکستان ووايي چې صادق دى تر څو چې عمل کې صداقت ونه ښيي نو هڅې به يې هم بې پايلې وي.

داهم ممکن ده چې د تېر په څېر داځل هم پاکستان د طالب په نوم ځينې کسان له افغان حکومت سره خبرو ته کینوي کوم چې نتیجه به ورنه کړي، په کار ده چې د طالبانو اصلي جهت د سولې خبرو کې برخه واخلي، تر څو چې اصلي جهت د سولې خبرو کې برخه وانه خلي هر ډول د سولې خبرې به ناکامې وي.

د سولې سمه لار

لنډه اسانه او مثمره لاره داده چې د افغانانو داسې یوه وړه ناپيلې ډله چې علماء، پوهان او بانفوذه مشران په کې وي چې دواړو لورو ته تګ راتګ کولای شي، طالبان او حکومت پرې اعتماد وکړي، همدا وړه ډله اعتماد جوړونه وکړي، د ښکيلو لورو تر منځ د فاصلې لنډولو هڅه وکړي، د دوی پېغامونه یو بل ته ورسوي، غوښتنې او اندېښنې يې یوبل ته ورسوي، په ځینو مواردو کې په ښکیلو لورو فشار راوړي چې انعطاف ومني. د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبره پرېکړې ته ورسوي، او یوه ډله داسې جوړه شي چې بیا پرېکړه وکړي، د حکومت واګې کوم بل بې طرفه کس ته وسپارل شي او پر هغه حکومت چې هر نوم ورکوي ټول جهتونه توافق وکړي.

مګر ښکاري چې اسانه ځکه نه ده ولسمشر غني او اجرايیوي مشر عبدالله به کله له واک څخه لاس په سر شي، که سوله راځي نو دوی ته د دوی د واک په بیه تمامیږی، له همدې امله ده چې حکومت به له دغسې یوې نسبتا اسانې پروسې سره توافق ونه لري، او په بېلابېلو بهانو به د سولې په نوم وخت ضایع کوي، لکه اوس مهال چې حکومت وایي د طالبانو له کومې ډلې سره د سولې خبرې وشي. هغه څه چې اصلا تر دې مهاله د طالبانو غټ درز نه دی لیدل شوی، یواځې حکومت او رسنۍ دي چې په دې اړه پروپاکنډه کوي.

 د سولې خبرو اړوند ناستې باید همداسې تسلسل پيداکړي، دغه ډول ناستې لکه په تیرو وختونو کې چې موږ ولیدلې کله ډیر پرمختګ په کې کیږي او کله بیا شوی پرمختګ په بله ناسته کې یا خو کم او یا له منځه یوړل شي، د جاپان او فرانسې ناستې ښې وې، پرمختګ و، خو کله چې کرزي په ترکمنستان کې له ورته کنفرانس سره مخالفت وکړ، هغه ټول پخوانی پرمختګ له منځه یوړل شو، د قطر دفتر پرانيسته ښه پرمختګ و، خو چې کرزي يې مخالفت وکړ، دا ډول د کرزي مخالفت له امنیتې تړون سره مګر داچې طالبانو له کرزي سره لیدل او تفاهم ونه غوښت.

ډاکټر غني ته په لومړي وخت کې ښه چانس و، لکه چې ارګ ته له ننوتلو مخکې يې له طالبانو سره ولیدل، او کاکا يې قیوم کوچی خو به هر وخت په قطر کې د طالبانو په مېلسمتون کې دیره و، کولای يې شوای چې طالبانو سره مخامخ ستونزه مطرح کړي، ولې ډاکټر اشرف غني چې ارګ ته ننوت، څرنګه چې يې خپل د کمپاین ملګري هیر کړل، همدا رنګه د قطر لاره يې هم له یاده ووتله اوس وایي چې طالبان چیرته دي موږ ته يې ادرس نه دى معلوم، نه دده یاد دي او نه يې د کاکا کوچي یاد دي چې دوی قطر کې څه کول؟ له چا سره يې لیدل؟ د څه   لپاره يې ورسره لیدل؟

دوحه کې د پګواش غونډه ، اماراتو کې ناسته، ناروې کې ناسته او بالاخره مري کې ناستې د سولې ښه پرمختګ وو، خو غني هم دغه پرمختګونه د کرزي په څېر په صفر کې ضرب اوس به يې بیا له سره پيل کوي.

مهمه ده چې د سولې اړوند ناستو تسلسل ونه درول شي او په ناستو کې پخواني پرمختګونه په نورو ناستو کې لا زیات شي نه داچې له منځه یوړل شي.

داچې د ټاپي پروژې رسمي پرانيسته وشوه، د سولې اړوند يو ښه پرمختګ دى، د سولې راوستلو کې مهم مثبت رول د همدې پروژې کیدای شي، باید افغان حکومت او دحکومت مخالفې وسله والې ډلې له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي.

ټاپي پروژه کې د ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان شریکې اقتصادي ګټې خوندې دي، که د همدې پروژې د عملي کیدو لپاره امنیت ته اړتیا ده نو سوله تر هر بل وخت اړینه ده تر څو دا د سروزرو کرښه ( ټاپي پروژه )له لاسه ورنه کړو او یا ځنډنۍ نه شي، هسې هم ایران په کمین کې ناست دی او نه غواړي چې دغه د سروزرو کرښه پروژه دې د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته ورسول شي.

د سولې پروسه ولې خنډنۍ کيږي

هرځل چې د سولې خبرو کې لږ یا ډیر پرمختګ کیږي خنډونه يې مخکې راځي ، د مجاهدینو په وخت کې ډاکټر نجیب الله ومنله چې واک په سوله ییز ډول انتقال کړي، مګر د ملګرو ملتونو په شتون کې هغه پروسه په لوی لاس ناکامه شوه، د پاکستان تر ۲۰ زیاتې په نظامي وسایلو بار لارۍ چې حکمتیار ته را روانې وې له سروبي څخه بیرته وګرځول شوې او ځينې يې بیا پنجشیر کې احمدشاه مسعود  ته واستول شوې.

د جیل السراج د تړون له مخې دوستم وتوانید چې د ډاکټر نجیب د سوله ییز انتقال مخه ډب کړي، او دا د جنرال دوستم خپل نظر نه و، په دې کار کي هیوادونه او سيمه ییز استخبارات ښکېل وو.

په تیرو ۱۴ کلونو کې او د امریکا حملې له پېل وروسته په لومړیو دوو کلونو کې موږ د سولې ښه چانسونه درلودل، مګر په لوی لاس يې مخنیوی وشو،  چې د کرزي د حکومت لوړپوړي چارواکي داخبره مني.

د طالبانو ځينې پخوانی چارواکي په دې نظر و چې نور کرزي ته د سولې رسیدو سمه لاره په ګوته کول دامعنی چې د کرزي له خوا د هغې لارې په مخ کې خنډ پيداکول دي، ځکه هغوی دې نتیجې ته رسیدلي وو چې کرزی سوله نه غواړي.

همدا ډول اوس مهال د غني اړوند هم همدا نظر غالب دی چې سولې ته د رسیدو سمه لاره نه نیسي، په هغو اغزنو لارو تګ کوي چې سولې ته رسېدای نه شي. او لاهم په دې فکر دی چې د طالبانو له ویش نه به ګټه پورته کړي او طالبان به پاکستان مجبور کړي چې د غني په حکومت کې په ځینو وزارتونو او ولایتونو ترلاسه کولو سره راضي شي. کوم چې منطقي نه ده، که طالبانو وزارتونه او ولایتونه غوښتل نو له امریکا سره به يې معامله کړې وای او په واک کې به پاتې وای.

طالبان پر دې هم پوهیږي که اوس مهال هم د امریکا غوښتنو ته غاړه کیږدي نو د شمال ټلوالې او غني پرځای به طالبانو ته امریکا او نړیوال ترجیح ورکړي، ولي ښکاري چې طالبان د افغان مسئلې بنسټیز او سوله ییز حل غواړي چې هر افغان ته خپل حق په کلي، کور، ښار او حکومت کې ورکول شي.

په کار ده چې افغان حکومت او د حکومت وسله والې مخالفې ډلې د افغانانو د هوسايۍ لپاره انعطاف وکړي، ستونزې د بین الافغاني تفاهم له لارې حل کړي، په خپلو منځو کې باور او اعتماد ته لاره هواره کړي، ددې پرځای چې پاکستان ته امتیاز ورکړي د هغه نیمایي امتیاز خپل افغان ښکېل لوري ته ورکړي.

موږ افغان ولس سوله غواړو، دا که پاکستان، قطر، امریکا، بریتانیا، جرمني، جاپان، ناروې، سویډن هند، ترکیه ، ایران او هر بل څوک يې راوستلای شې ورته لبیک وایو، مګر دغه ډول سوله چې نور يې راته راولي لوړ قیمت غواړي د دې پرځای چې خپله افغانان سولې ته چمتو شي، له زغم نه کار واخلوو او ښکېل اړخونه تفاهم ته ورسيږي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه