Language

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د رسنیو، دولتي کسانو، ولسي خلکو،لوستو او نالوستو په ذهنونو کې د هېواد د پرمختګ، رغښت، ابادۍ او ثبات د لا پياوړتیا فکرونه ګرځي، خو تر څنګ یې ددې ټولو مثبتو او ملي کړنو مخنیوى فساد یاديږي، فساد هغه ناوړه پدیده ده، چې قانون او مشروع کړنې له خنډ او ځنډ سره لاس او ګرېوان کوي، فساد په خپل حقیقي مفهوم هغه ناوړه او غیر قانوني کړنه ده، چې تباهۍ، ورانۍ، وحشت، ټولنیز وروستوالي، ویجاړۍ، ناقرارۍ، ناامنۍ، ظلم او په ټوله کې د غیر انساني کړنو لامل ګرځي.

 فساد په یوه ټولنه کې په فردي او ډله يیزه توګه را څرګندیږي، ځينې خلک په فردي ډول له خپل موقف او نوم څخه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د خپلو شخصي موخو او ګټو لپاره استفاده کوي، ټولې ملي شتمني،د اصولو ماتېدنه او قانون تر پښو لاندې کول، په چارو کې قومیت، ژبپالنه، سمتپالنه، ګوندپالنه او دې ته ورته ټول اړخونو د فساد په یوه خاص ډول کې شمېرل کېدالی شي.
 فساد په یوه ټولنه کې په بېلابېلو شکلونو او جوړښتونو را منځ ته کیږي، چې د ځینو یادونه یې دلته اړینه ده، غواړم د بېلګې په توګه یې نومونه واخلم: اداري فساد، اخلاقي فساد، سیاسي فساد، ټولنیز فساد، اعتقادي فساد، اقتصادي فساد او نور …
 له بده مرغه پورتنی هر ډول فساد زموږ په دې کړېدلي وطن کې شته او موږ یې په سلګونو بېلګې یادولی شو دا هر څه په ټولنه کې د خلکو او ولسونو د ژوند د بربادۍ، تباهۍ، نا امنۍ، وروسته پاتې والي ستر لاملونه دي. 
 تر ډېره زموږ په دې ناقراره او ویجاړه ټولنه کې د ډېرى منفي اغېزې لوی لامل اداري فساد دی، د فساد دا ډول یوازې په افغانستان کې نوې پدیده نه ده، بلکه دا یو نړیوال ویروس دی، چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم دا ترخه او ناوړه تجربه تېره شوې ده؛ د ډېرو هېوادونو د پرمختګ مخنیوی یې کړی، خو د هغوی د ولسونو او مشرانو د سترې مبارزې په پایله کي دا ناوړه پدیده له منځه تللې او یا د له منځه تللو په حال کې ده، خو له بده مرغه زموږ په هېواد کې دا ناوړه کړنه ورځ تر بلې پیاوړې کیږي، بنسټونه ورانوي، اصول او مقررات تر پښو لاندې کوي، نفرتونه زېږي او بلا اخره د دولت او ملت تر منځ د واټن لامل ګرځي.
 په افغانستا ن کې اداري فساد تر هغې کچې رسېدلی، چې په وارو ـ وارو په نړیواله کچه لومړی، دويم او درېیم منفي مقامونه يې اخيستي، ډېری نړیوالو ددې فساد له امله خپلې مرستې او همکارۍ ودرولې، ډېرو نړیوالو پر افغان حکومت خپلې بې باورۍ وښودلې، د نیکو اړیکو زیان را منځته شو، دننه په هېواد کې ډېره کمه طبقه، چې هغه پر واک او څوکۍ وه، ددې لارې میلیونران شوه، له خپل موقف او نوم څخه یې ملي شتمنیو ته زیان واړاوه، خو له بده مرغه هغه نن تر پخوا لویان او پر ښو موقفونو باندې مقرر شوي دي. 
 د تمې خلاف، د حکومت د شعاريه خبرو او نمایشي کمېسيونونو په رامنځته کېدلوسره بیا هم دا ناوړه چاره ورکه یا کمه نه شوه. اداري فساد په دولتي یا رسمي چارو کي یوازې غلا ته نه ویل کیږي، بلکې له خپل موقف څخه قومي استفاده، سمتپالنه، ګوندي او منفي سیاسي استفادې ټول په اداري فساد کې شمېرل کېدلی شي. 
 دلته هغه کړنې، چې په اداري فساد کې راځي او موږ یې په دې ټولنه کې د هرې کړنې شاهدان یو په دې ډول دي: (اختلاس او عذر، پر حقیقت سترګې پټول، د رسمي پاڼو او اسنادو غلا کول، د سندونو ضایع کول، له ور سپارل شوي موقف څخه تر واک زیاته منفي استفاده، په شخصي چارو کې له دولتي وخت او اسانتیاوو څخه ګټه اخيستل، د اسنادو جعلول او تزویر، په چارو کې د اجرا په منظور ډالۍ او تحفې اخيستل، په غیر  قانوني ډول واسطه کېدل، په چارو کې له مراجعینو سره ناوړه چلند او د هغوی وخت ضایع کول، په ټاکنو او ګومارولو کې قومي، سمتي، ژبنیز، ګوندي او شخصي ملاحظات په پام کې نیول او نور…)
 دا پورته ټولې کړنې په اداري فساد کې شمېرل کیږي، چي ټولنې، دولت او نړیوالو اړیکو ته ستر زیانونه اړوي، یو شمېر زیانونه یې په لاندې ډول دي:
  (اداري فساد د انحطاط سبب ګرځي، دولتي سیاستونه د اکثریت له منافعو سره په ټکر کې راولي، پر دولت او دولتي ادارو د خلکو ډاډ کمیږي، د ټولنې اعتقاد او اخلاقي ارزښتونه متزلزل کوي، د اقتصادي ودې مخه نيسي او سوداګرو پانګو اچونو مخنیوی کوي، د بېکارۍ له منځه تګ مخه نیسي، د زحمتکښو مامورینو روحیه کمزورې کوي او دې ورته نورې ټولنیزې ستونزې زېږوي)
په پایله کي دا ویلى شو، چې فساد او فاسد هغه ناروا لفظي کلمات  او کړنې دي، چي په یوه ټولنه کې منل شوي ارزښتونه، ملي شتمنۍ، پرمختګونه او ټولنیز بنسټونه ماتوي او پر ځای یې وحشت، بربادۍ او کرکې ته لاره خلاصیږي.
د فساد په ورکېدو کې لوی رول خپله د ټولنې وګړي تر سره کولی شي او تر څنګ یې د حکومت رهبري تش په شعار نه ، بلکې د عمل ساحې ته را دانګل یې دا پدیده له منځه وړلی شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه