د لغمان امنیت یادوم. امنیت دهېواد په کچه ښه نه دی تقریباً هره ورځ دناامنۍ کڼ خبرونه د رسنیو سرټکي جوړوي. د ملي دفاع وزارت د ۲۴ ساعته راپور پراساس چې یوازې نن يې ځواکونو د نورو کوچنیو عملیاتو ترڅنګ په شپږ ولایتونوکې لوی عملیات لرل، خو پوهیږئ چې د شپږو ولایتونو په عملیاتو کې د ۲۴ ساعتونو په اوږدوکې د دښمن تلفات څومره وه؟یوازې ۲ تنه .
دابېخي د نه منلو ده چې د دومره قوت، لګښتونو،تجهیزاتو،امکانانو،وسایطو،ټانکونو،توپونو او هوايي ځواک دې پر کلاشینکوف ،پيکاه او راکټ انداز سمبال دښمن مات نه شي.پخوا خو به زموږ پلرونو د تورو او تبرګیو پرمټ د روسانو لوی پوځي کتارونه تارومار کول ولې اوس زموږ مجهزه اردو ،پولیس او امنیت دغه یوڅه لنډغر نه شي ماتولی .اصلاً که ووایو هغه پخوانۍ اراده نشته .
لغمان کې د امنیه قوماندانۍ او ملي امنیت ترڅنګ د ملي اردو مجهزه لوا پرته ده، شاوخوا تر ۶۰۰۰ زرو پورې امنيتي ځواکونه په دغه ولایت کې شتون لري. دهغو شمېرو له مخې چې له ملي امنیت څخه مو ترلاسه کړې دي په دغه ولایت کې د دولت د وسله والومخالفینو شمېر تر ۲۰۰۰ زرو کم دی.سړی دلته حیران شي چې دومره قوت او پر وړاندې يې د مخالفینو سپين سترګي ؟
د لغمان ولايت رهبرۍ د امنیت لپاره پرله پسې منډې ترړې کړې دي. ستونزې يې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او تر امنیت شورا پورې څو ځله رسولې دي او له هغوی يې په دغه ولایت کې د ځمکنیو او هوايي هدفي عملیاتو غوښتنه کړې. ان یوځل خو ورسره د ملي دفاع وزارت ژمنه کړې وه چې دکابل- جلال اباد د لويې لارې او لغمان د خوندیتوب لپاره به په دغه ولایت کې میشتې قول اردو ته دوه چولکې ورکړي، خو چېرې وعدې یوازې وعدې وي او بس.
په همدې جریان کې د ولایت په کچه هم ځينې کارونه شوي دي. د ولايت دوه امنيه قوماندانان پرله پسې توګه یو په بل پسې په همدې موخه چې بدليدل به يې د امنیت په تامین کې ښه رول ولوبوي تبدیل شوي دي. د ملي امنیت ريیس هم تغیر شوی اوس اوس د لوا قوماندان هم په همدې موخه چې ګوا کې ځای ناستی به يې مېشته اردو ښه رهبري کړي تغیر شوی او لا نوی کس نه دی راغلی.
.jpg)
د لغمان ولسونه د امنیت په ټينګښت کې د دولت په پاتي راتلو سره له نظامه مایوسه شوي او په کلکه له اړوند وزارتونو غواړي چې یا دې په دغه ولایت کې ښه قوي عملیات چې دښمن په کې وځپل شي ترسره کړي او یا دې هم په امنیتي سکتور کې ژر تر ژره کوټلي اصلاحات رامنځته کړي او د دښمن پروړاندې دې تعرضي حالت غوره کړي.
همدا نن د مرکز اړوند د امنیه قوماندانۍ او لوا نیم کیلومترۍ کې یو محصل د دولت د وسله والو مخالفینو لخوا ویشتل شوى او وژل شوى.
د لغمان وضعیت د اندېښنې وړ دی.ښاري سکون نشته او خلک له غرمې وروسته د مرکز او ولسوالیو ترمنځ تګ راتګ ته زړه نه ښه کوي او ان داسې خو هم ویل کیږي چې په یو شمېر سیمو کې وسله وال مخالفین د ملي او محلي پولیسو د پوستو تر دیوالونو رسیدلي او پر وړاندې يې هیڅ غبرګون نه ترسترګو کیږي.
درې ورځې وړاندې په دغه ولایت کې یو پولیس چې کورته په رخصت راغلی و د مرکز اړوند یو کیلومترۍ کې وسله والو مخالفینو په رڼا ورځ له کوره را وویست او په عام محضر کې يې د خپلو ماشومانو، مور او ښځې پروړاندې په مرمیو سوری سوری کړ.
دا ډول پېښې اوس دلغمان د هرې ورځې معمول دی.که يې د مخنیوي او امنیتي خوندیتوب لپاره په ولایتي او مرکزي کچه رسیده ګي او ورته پاملرنه ونه شی، نو دغه ولایت به له نه جبرانېدونکي حالت سره مخ شي، چې ورسره به ټول ختیځ د ستونزو یولوی ګرداب ته پریوځي. له ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او امنیت شورا څخه مو جدي غوښتنه داده چې د لغمان امنیت ته څومره چې ژر کیږي بېړنۍ پاملرنه وکړي او دغه ولایت له اوسنیو ناخوالو را وباسي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.