Language

author avatar
25 Jun 2016 - 10:43
author avatar
25 Jun 2016 - 10:43

وړمه ورځ د برېتانیې خلکو په هغې ټولپوښتنه کې ګډون وکړ چې له اروپايي ټولنې سره د اوسېدو یا نه اوسېدو پرېکړې ته ځانګړې شوې وه. بالاخره برېتانویانو پرېکړه وکړه چې نور نه غواړي له اروپايي ټولنې سره و اوسي، غواړي خپلواک شي او خپلې چارې یواځي خپله سرته ورسوي. تر ټولپوښتنې د مخه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د مشرانو په ګډون د امریکا ولسمشر باراک اوباما او خپله د برېتانیې لومړي وزیر پر خلکو غږ وکړ چې له اروپايي ټولنې سره د اوسېدو په پلوۍ رایه ورکړي او پرې نه ږدي چې برېتانیا له دې ټولنې بېله شي. خو د ټولپوښتنې پایله د هغوی د غوښتنې پر خلاف شوه. اوس چې برېتانویانو له اروپايي ټولنې څخه لاره بیله کړې، راځئ د دې پرېکړې پر اغېزو لږ تم شو.

په ټوله کې د برېتانویانو یاده پرېکړه پر برېتانیې او اروپايي ټولنې اغېزې لرلی شي:

۱– د اروپايي ټولنې پاشل: له اروپايي ټولنې د برېتانیا وتل په لومړي سر کې ښايي د دې ټولنې نورو هېوادونو ته له دې ټولنې څخه د وتلو انګېزه ورکړي او دا زمینه ورته برابره کړي چې نور له دې ټولنې سره خدای په اماني وکړي، په خاص ډول د یونان په څېر هېوادونو ته چې لا له مخکې له اقتصادي کړکېچونو سره مخ دی او خلک یې د اقتصادي اصلاحاتو غوښتونکي دي. یونان نه شي کولی د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته پورونه ورکړي نو ښايي اوس یې له ټولنې څخه وتلو ته ښه پلمه جوړه شي. له بلې خوا د ټولنې یو شمېر نور غړي به له دغه فرصت نه په استفادې په ټولنه کې د لا نورو امتیازاتو او شرایطو په اړه چنې وهل پیل کړي.

۲- د برېتانیا د تجزیې ګواښ: له اروپايي ټولنې د برېتانیې وتل د نوموړي هېواد د تجزیې ګواښ هم غښتلی کوي؛ د سکاټلنډ لومړی وزیر لا د مخه ویلي چې که برېتانیانو له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پرېکړه وکړه، دی به په برېتانیا کې د سکاټلنډیانو د اوسېدو په اړه بیا ځلي ټولپوښتنه وکړي او دا ځل به سکاټلنډیان وي چې له برېتانیا څخه د استقلال په اړه تصمیم نیسي. همدارنګه د لندن او ځینو نورو ښارونو په اړه هم نظر دا دی چې ښايي هغوی هم په ورته عمل لاس پورې کړي.

۳- د اروپايي ټولنې امنیت او نفوذ: انګلستان او فرانسه د اروپايي ټولنې هغه دوه غړي دي چې په امنیت شورا کې دایمي غړیتوب لري او همدا د دې لامل شوی چې اروپايي ټولنه له نورو هېوادونو سره د نړیوالو اړیکو په برخه کې قوي موقف ولري او تر څنګ یې په نړیوال امنیت او سوله هم بالقوه اغېز وښندي؛ نو ځکه له دې ټولنې څخه د برېتانیا وتل کولی شي د ټولنې پر بهرني سیاست او امنیت ناوړه اغېز وکړي.

۴- د کشمکشونو رامنځته کېدل: لکه چې د ټولپوښتنې پایلې ښيي، په اروپايي ټولنه کې د پاتي کېدو د پلویانو او مخالفینو شمېر سره ډېر نږدې دی؛ نو ځکه له اروپايي ټولنې وتل کولی شي د دې دوو ډلو تر منځ یو کړکېچ رامنځته کړي چې د برېتانیې او اروپايي ټولنې لپاره خورا ناوړه پایلې درلودلی شي.

۵- د کارګرو کمښت: له اروپايي ټولنې د برېتانیا وتلو یو اغېز به دا هم وي چې دغه هېواد ته به له ټولنې څخه د مهاجرینو د اوښتو کچه راټیټه شي چې دا چاره برېتانیا په بېلابېلو برخو کې د کارګرو له کمښت سره مخامخ کولی شي.

۶– د اقتصادې ودې را ټیټېدل: وړاندوینې ښيي چې له اروپايي ټولنې څخه د برېتانیا وتل به د یاد هېواد په اقتصادي وده کې د پام وړ ټیټوالی راولي. د سوداګرۍ د نړیوالې ټولنې عمومي مشر لندن ته د خپل سفر پر مهال خبرداری ورکړی و چې که برېتانیا له اروپايي ټولنې څخه د وتلو پرېکړه وکړي، د سوداګریزې سیالۍ ځواک به یې راټیټ شي. د یادې ادارې رییس روبرتو ازرد وايي: ((که څه هم د برېتانیا سوداګري به روانه وي خو دا سوداګري به په ناوړه وضعیت کې وي.))

همدارنګه د ټایمز مجلې د یادې پرېکړې ځینې نورې اغېزې په لاندې ډول اټکل کړې دي:

  • د برېتانیې د مالیې وزارت وايي چې له اروپايي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو لګښت پر هرې برېتانوي کورنۍ شپږ زره ډالره اټکل شوی دی چې دا رقم د اقتصاد د کمزوري کېدو وړاندوینه کوي.
  • تر ۲۰۳۰ پورې به د برېتانیا د ملي عوایدو کچه د اوس په پرتله ۶ سلنه را ټیټه شي.
  • لکه مخکې چې مو یاده کړه له اروپايې ټولنې څخه د برېتانیا وتل به د یاد هېواد احتمالي صادراتو ته سخت ټکان ورکړي او د داخلي او خارجي پانګونو کچه به را ټیټه کړي.
  • انګلستان به اړ وي چې له ټولنې سره د کاناډا په څېر تړون ولري، د ویلو ده چې د دې ټولنې او کاناډا تر منځ د تړون د لاسلیکېدو بهیر اوه کاله وخت ونیو.
  • انګلستان به مجبور وي چې له اروپايي ټولنې سره د سوداګرۍ د نړیوالې ادارې تر قوانینو لاندې سوداګریزې اړیکې ولري چې دا چاره بیا ځان ته ستونزې لري.

له بلې خوا دمګړۍ اروپايي ټولنه له سختو ستونزو لکه تروریزم، یورو، له روسیې سره ستونزې، د یوکراین کړکېچ، بېکاري او مهاجرینو سره مخ ده چې کولی شي یاده ټولنه له سختو ستونزو سره مخ کړي او په پایله کې د اروپايي ټولنې امنیت او ثبات ته جدي ګواښونه را منځته کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه