Language

author avatar
8 Mar 2020 - 14:21
author avatar
8 Mar 2020 - 14:21

نن افغان ښځې د څلورو لسیزو جگړو چې نارینه و‌و را پیل کړي تر ټولو زیات  او دروند پېټى اوچتوي. د شلمي پېړۍ په لومړیو کې د شاه امان الله خان د لومړۍ مشروطه دورې له برکته ښځو یو شمېر انساني حقونه او ازادۍ خپلې کړلې. د شاه امان الله د ډیموکراتیک او ازادي بښونکي پلانونه چې د حجاب له اختیاري کولو څخه تر زده کړو ته لاسرسي، په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو کې ښځو ته د گډون زمینه برابره شوه. مگر له بده مرغه د افغانستان د دیموکراتیک جمهوریت له نسکورېدو وروسته چې د مجاهدینو او طالبانو دورې راغلې، افغان ښځو ټولې لاسته راوړنې، حقونه، ارزښتونه او سرچینې له لاسه ورکړلې.

 

اماني ریفورم؛ د افغان ښځو د ازادۍ لومړني قدمونه

د ۱۹۲۷ کال په وروستیو کې، امان الله خان او لومړۍ مېرمن د افغانستان د بشري حقونو ملکې ثریا له اروپا لیدنه وکړه، په دې اوږده سفر کې د هغوى بېساری درناوی او عزت وشو. دا یوه داسې زمانه وه چې یو شمېر نورو اسلامي ملتونو لکه ترکیې او مصر هم د مډرنیزم پر نوې لاره قدمونه کېښودل. روښان امان الله د مېرمنو د پرمختگ ډېر لېوال و او ملکې ثریا د هغه د انساني ازادۍ خوب په رښتیا بدلولو، ملکه ثریا لومړۍ افغان ښځه شوه چې په عام محضر کې یې مخ لوڅ کړ او نړۍ ته يې د پیړیو پټې شوې معجزې د ننداره کولو چانس ورکړ. له دې هاخوا امان الله، ثریا او علامه محمود طرزي « هیر شوی نشنلسټ» د افغانستان د ډیموکراتیک کولو، سمونو او مډرن کولو پلان درلود. ددې پلان یوه برخه د حجاب اختیاري کول او یا هم ازادول، زده کړو ته د ښځو لاسرسی، او په ټولنیزو، اقتصادي، سیاسي او کلتوري پروسو او پرېکړو کې ښځو ته پوره او مساوي برخه ورکول وه. که څه هم زمانه زموږ په گټه نه وه او د هغه پلان د ۱۹۲۸ کال افغان ټولنې له سطحې په مراتبو لوړ او پرمختگپال و. د هغه د ازادۍ بښونکي او پرمختگپال غورځنگ له اعلان وروسته ډېر ژر د مذهبي و شاتگپالو کلتوري دودیزو نارینه و‌و له غبرگون او بغاوت سره مخ شو. ددې باغي او مذهبي شاتگپالو کلیوالو افغانانو او د هغوى د بهرنیو ملاتړکوونکو د فشار له امله د شاه امان الله، ملکې ثریا او محمود طرزي د نوي افغانستان د ریفورم نقشه دړې وړې شوه.

 

ملکه ثریا؛ د تاریخ لومړنۍ بامسوولیته فیمینسټه

ملکه ثريا د افغانستان په تاريخ کې بې بېلگې لومړۍ میرمن او د پوهنې لومړنۍ ښځينه وزیره وه، هغه د افغانستان د تر ټولو نامتو روڼ آندي او ريفورمسټ محمود طرزي لور‌ ده. د عثماني امپراتورۍ د قلمرو په سوريې کې زېږېدلې او لويه شوې وه. ثريا يوې داسې سوريې کې ژوند ليدلی و چې نجونو يې پر شونډو غلبه لرله او ټولنې يې په لويه کچه غږ اورېده. هغه وخت ثريا او سوریه دواړه ښکلي ول.

د افغانستان په تاریخ کې د هغو حکمرانانو او باچاهانو شمېر هم لږ نه دی چې د اصلاحاتو او ریفورمونو په تلاش کې و، او دا هم درسته ده چې شاه امان الله خان د هغو جریانونو په ځانگړې توگه د « سراج الاخبار، د مشروطیت غورځنگ او روښانفکران» محصول دی چې دده د ځوانۍ او یا واک ته له رسېدو دمخه یې پر نوموړي اغېز پرېيښی و. مگر له دې انکار نه شي کیدلی چې یوازې شاه امان الله خان دی چې د مډرنیټي ، سمونونو او د ښځو د ازادۍ د بنسټگر په توگه تر ټولو ډېر وړاندى تللی. شاه امان الله او ملکې ثریا ډېر څه افغانستان ته ورکړل او د هغه سیاسي میراث د پیړیو لپاره د افغاني ټولنې د پرمختگ کرښې جوړوي، امان الله او ثریا نه یوازې د یوه شاه، ملکې او افرادو په توگه بلکې د یوه فکر او جریان په حیث افغانستان بدل کړ، دوى هغه تخمونه وشیندل چې چې تر پیړیو، پیړیو وروسته به هم سر وهي او زرغونېږي به او پالل کېږي به. د افغانستان لپاره د امان الله خان او ملکې ثریا طرحه په انساني ازادۍ، حقونو او ارزښتونو ولاړه وه. د هغوى میراث اوسني افغان انسان او افغانستان ته زرین سرمشق دی.

ویل کېږي کله چې علحضرت شاه امان الله خان او ملکې ثریا ایران ته سفر وکړ، رضاشاه پهلوي د شاه د هغه اطمینان چې پر نفس یې درلود او د هغه د خورا لوړ جرات په ځانگړې توگه د ملکې ثریا طرزي څخه زیات متاثیره شو، پر نفس دا اطمنیان بې سببه نه و، په داسې حال کې چې رضا شاه د یوې لرې پرتې او غریبې کورنۍ څخه را ټوکېدلی و او امان الله خان په یوې سلطنتي کورنۍ کې وده کړې وه او په بل تعبیر هغه په خپل طرز او بې سارې جلوې کې یو شاه و. په داسې شرایطو کې چې لا د رضاشاه د اهل عیال څخه څوک خبرېده، ملکې ثریا په ازاده توگه د اروپا او آسیا د شاهانو په دربارونو او سیاسي مجالسو کې څرگندیدله او د شاهانو په مذکراتو او خبرو اترو کې یې په پراخه کچه گډون کاوه.

پر نفس د شاه او ملکې دې ډول اعتماد د شاهۍ او تاج هاخوا نور سببونه هم درلودل، د امان الله په لاس له برتانوي ښکیلاک څخه د خپلواکۍ ترلاسه کولو هغه ته لا نور محبوبیت هم ورکړی و او هغه اصلاحات چې ده په نظر کې درلودل د افغانستان لپاره یې نوی فصل پرانیستی و. خو د څو محدودو کلونو په واټن پاڼې بېرته واوښتې، د اصلاحاتو کښتۍ په خټو او خاورو کې پاتې شوه او شاه د افغانستان پرېښودلو ته اړ شو، دا چې ولې او څرنگه؟ او د افغانستان لپاره د امان الله خان فکر څه و؟، د افغانستان لپاره د هغه طرحه او د خپلو همفکرو رضاشاه او اتاترک د طرحو سره یې چې د ایران او ترکيې لپاره یې درلودلې توپیر څه و او ولې د هغوى په پرتله د هېواد په بدلولو کې بریالی نه شو؟ دلته زموږ د بحث موضوع نه ده او دا یوه لوی او جامع بحث ته اړتيا لري. 

په ټوله کې د شاه امان الله خان او ملکې ثریا دوره دښځو د پرمختگ لپاره تر ټولو زرینه دوره وه. د امان الله خان دوره لومړنی حکومت و چې د لومړي ځل لپاره ښځینه وزیرې په کې دنده ترسره کوله، د پوهنې وزیره ثریا طرزي وه او که لږ عاطفي ووایو شاه امان الله په یوه ښځینه محیط کې لوی شوی و، لومړی دا چې مور یې مېرمن سلطان د امیر حبیب الله خان له خوا طلاق شوې وه او دې خپل تاثیر کړی و پر شاه امان الله، شاه امان الله ډېر ځوان و ۲۷ کلن و چې واک ته ورسېد او له مشروطیت غورځنگ سره هم اشنا و او درېيم په ځوانۍ کې یې له لوستې او جهان‌دیده ثریا طرزي سره یې واده وکړ چې ملکې پر شاه ډېر تاثیر وکړ او یو رومانتیک او ايډیالست شخصیت یې ودرلود؛ لږ تر لږه دا خبره د شاه امان الله خان په اړه صدق کوي چې وايي “د هر کامیاب نارینه تر شاه د یوې ښځې لاس وي” د هغه شاته هم د ملکه ثریا په څېر یوه هوښیاره، مدبره او زیرکه مېرمن ولاړه وه او په ټولو پرمختیايي او مترقي برنامو کې یې ورسره همکاري کوله. ملکه ثریا چې په شاه خانم مشهوره او د محمود طرزي لور وه په ترکي، فرانسوي او عربي ژبو یې روانې خبرې کولې او د ښې مطالعې د لرلو تر څنگ یې د ښځو لپاره لومړنۍ نشریه ارشادالنسوان خپره او د ښځو د بد حالت په اړه به یې مقالې په کې لیکلې، د نجونو لپاره یې لومړنی مکتب (مستورات) جوړ او خپله به یې په کې نجونو ته سبق ورښوده. 

که افغانستان کې د ښځو د حقونو د مبارزې تاریخ لیکل کېږي، پیل به یې له ملکه ثریا کېږي او نن چې کومې ښځینه ډاکټرانې، کاریگرې او ښوونځيو او پوهنتونونو کې دیرش سلنه نجونې لرو د دې اساس ملکه ثریا ایښی دی. دا د افغان لومړۍ مېرمنو په تړاو نا‌اورېدل شوې وه چې ملکه دې د شاه سره په عامه توگه ليدل شوې وي، یا دې د ښځو لپاره پرمختللې مجله ولرو، یا دې ميرمنې په سیاست کې برخه اخيستنې ته هڅول شوې وي. دا ملکه ثريا وه چې د افغان مېرمنو لپاره د هويت او تاريخ پيلامه وگرځېده! ملکې ثريا به ويل: خپلواکي په موږ ټولو پورې اړه لري او له همدې کبله يې موږ هم نمانځو. آیا تاسو فکر کوئ، چې زموږ ملت  له پیل څخه بيا تر ننه یوازې د نارینه و‌و خدمت ته اړتیا لري؟ ښځې هم باید پوره گډون ولري هغسې چې زموږ د ملت او د اسلام په لومړیو کلونو کې فعاله ونډه درلوده. ملکې ثريا مرسته وکړه چې يوه ځانگړې محکمه رامنځته شي تر څو د هغو ښځو غږ واوري چا چې طلاق اخيستی وي يا د طلاق غوښتنه کوي. د قانون د پلي کېدو لپاره هغې د ښځو يو مخفي اداره رامنځته کړه تر څو پر هغو نارينه و‌و څار وکړي چې د طلاق اخيستلو پر وخت په ښځو زور زياتی کوي او ناوړه گټه ترې پورته کوي.

د امان الله او ملکې ثريا ظهور او زوال يوې تراژيدۍ ته پاتې کېږي چې د لسیزو لپاره يې پر نړۍ خپل سيوری غوړولی پرېښود.

محافظه‌کاره ملکه حمیرا بیگم

د پیړیو داخلي شخړو او بهرنیو مداخلو په لاس ریښې شوي افغانستان د شلمې پیړۍ په منځ کې د عصري کیدو لپاره ډېر پراخ گامونه پورته کړل. په ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو کې د لیبرال او غربي ژوند طرز ته د ودې په موخه څرگندې هڅې وشوې په داسې حال کې چې له محافظه کارو ډلو سره د پخلاینې، درناوي او متقابل چلن روحیه هم پالل کيدله. په شپیتمه لسیزه کې که څه هم افغانستان په رسمي ډول یو بې‌پرې ملت و، خو د سړې جگړې د دو سترو بلاکونو متحده ایالاتو او شوروي اتحاد له خوا محکوم او اغېزمن شوي افغانستان د شوروي ماشینونه و وسلې او د متحده ایالاتو مالي مرستې ترلاسه کولې. د شپیتمې لسیزې افغانستان یو لنډ ژواندي، نسبتا امن او آرام دور کې مخ پر وړاندې تگ کاوه، داسې یو افغانستان چې د زړو خټینو ودانیو او دودیزه ښاري جوړښتونو سربېره په کابل او لویو ښارونو کې مډرنې ودانۍ جوړې شوې وې، داسې یوه زمانه چې بورقې او چادرې گانې د جبري حالت څخه اختیاري شوې وې، ملک په ډېرې سستۍ پرمختگ کاوه او ښځو ته په کې د پرمختگ چانس موجود و، ددې دورې تر ټولو نامتو فیمیسنټه وزیره کبرا نورزۍ وه. دا دوره په ټوله کې داسې برېښېدله چې هېواد د یوې پرانیستې، سوکالې او زغم لرونکې ټولنې پر لور روان دی. د افغانستان د پرمختگ دا کاروان ناڅاپه د ۱۹۷۰مو کلونو خونړیو او وینه بهونکو کودتاوو سره ودرول شو، یرغل، کودتاوې، نظامي اوښتونونه او کورنۍ جگړې پیل شوې او د ۱۹۵۰مو او ۱۹۶۰مو کلونو پرمختگونه او د یوې پرانیستې ټولنې او مډرن کېدو تقریبا ټولې هیلې په ایرو بدلیدلې او د هغو پخوانیو قدمونو اوچتول نور له وسه لوړ و. که لږ ریالسټيک ووایم د ۱۹۵۰ مو کلنو ژوند زموږ خپل کرکټر نه و، ځکه ځان و جانان مو و نه شوای ساتلی. موږ پر خپلو اشتباوو ډېر پښیمانه شولو او تل به د شپیتمو کلونو په نسبي سکون پسې د حسرت لاسونه مروړو.

 

د توپان په منځ کې ښځینه وږمې

د افغانستان ډیموکراتیک جمهوریت د ښځو لپاره د ازادیو، ژورو بدلونونو، برخه ورکونې او د نه تبیعض دوره وه. د نجونو او ښځو لاسرسی او برخه اخيستنه په بنسټیزه توگه رامنځته شوه. د نجونو د خرڅولو او په زوره واده ته اړ ایستل له منځه ولاړل، او ښځې د انتخاب له حق څخه برخمنې وې. دولتي ادارې، ښوونځي او پوهنتونونه د ښځو له گڼې گوڼې مالامال و. د ښځو د ډیموکراتیک سازمان په څېر د ښځینه مبارزو بنسټونه او ادارې رامنځته شوې او ښځې له سیاسي بن‌بست څخه راووتلې. د اناهیتا راتبزاد او معصومه عصمتي په څېر زړورو ښځو په کې د انقلابي مشرانو او وزیرانو په حیث تر سترو پرېکړو صلاحیت درلود.

 

د پرې شویو سینو دوزخ

د مجاهدینو او طالبانو دورې د ښځو پر وړاندې تر ټولو له ستونزو ډکې دورې وې. نه یوازې چې د ښځو ټول حقونه تر پښو لاندې شول، بلکې د هغوى پر عزت، پت او انساني حریم د تاریخ نه هېرېدونکي ظلمونه وشول. هغه وخت چې پر کابل د ځنگل قانون حاکم و. ډېری کابليان دا ترخې ورځې په خپلو ذهنونو کې لري، هغه ورځې چې غلو او دړه‌مارانو د کابورا د ښکلي ښار سوځېدلې کنډوالې ساتلې او وحشي درنده‌گانو پر وېرېدلو کابليو ښځو او ماشومانو تېری کاوه.

د جگړه‌مارانو د رقص مرده نندارې وړاندې کړلې او ژوند نه و، مرگ او دوزخ د هغې زمانې ژوند و. هغوى په ډېرې ناروا توگه ښځو سره د حیواناتو په څېر چلن وکړ، له ژوند محرومې وې، زده کړې، کار، حیثیت او درناوی خو ډېره لرې خبره وه. افغان ښځې به کله هم د مجاهدینو او طالبانو په دورو کې ورسره شوې ناروا او ناانساني رویه له خپله خاطره پاکه نه شي کړای.  

د ۲۰۰۴ د اساسي قانون رڼا او د ښځو د ژوند نوی باب

که يوه نجلۍ باسواده شي يو بشپړ نسل نېکمرغۍ ته رسوي. ددې تفکر مخالفين لا اوس هم لږ نه دي – اساسي قانون وروسته ښځو په ځانگړې توگه لوستو نجونو ته د کار او پرمختگ ډېرې زمينې برابرې شوې، د ولسمشر غني حکومت د لوستو ښځو او نجونو لپاره په بې ساري توگه د پرمختگ او کاري فرصتونو بستر شو، له اجراييوي تر قضايي ارگانونو ورته ځای ورکړل شو. مگر د لرې پرتو سيمو د ښځو، نالوستو، کونډو، بې سرپناه او سوالگرو ښځو لپاره د تمې پر خلاف ډېره پاملرنه نه ده شوې.

 

زموږ سترگې

افغان مېرمني تر بل هر څه لومړی د زده کړو له نه لاسرسي رنځ وړي. دمگړۍ په نړۍ کې ١٣٠ ميليونه نجونې ښوونځيو ته نه ځي، په دې خاطر نه چې هغوى نه غواړي، بلکې فرصت نه دی ورکول شوی، ددې شمېرو زياته برخه د افغانستان په څېر درېیمې نړۍ او عنعنوي ټولنو ته ورگرځي. په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې سختې او ناوړې ننگونې شته، دا ستونزې به زموږ ټولنیز راتلونکی د يوه ملت په حيث ورټي. ځکه په ډېرو هغو هېوادونو کې چې نجونې له ښوونځيو محرومېږي، ممکن په ټيټ عمر واده، د ستونزو په حل کې د پاتې کېدو، ناروغيو سره په مبارزې کې ناکامه او آن خپل ژوند به له لاسه ورکوي. د بيلگې په توگه که چيرې تر ٢٠٥٠ ميلادي کال پورې د تعليم بهير همداسې بې حرکته پاتې  شي، په دې ډول راتلونکې سره به نړۍ په ځانگړې توگه مات ملتونه، درېیمې ټولنې او د لږ لرونکي هېوادونه د 1.8 Billions$ فرصت له لاسه ورکوي. د ميرمنو او ميندو د مرگ و مير کچه به لوړېږي ځکه باکيفيته زده کړو ته لاس رسی محدود او ناکافي دی. تر ٢٠٥٠ ميلادي کال پوري به ٩٥٠ ميليونه ښځې د ماشومتوب په عمر کې واده کېږي ، نن ورځ دا شمېرې تر ٧٠٠ ميليون نفر اوړي.

دا يوه نړيواله غميزه او بحران دی، موږ بايد ډاډ ترلاسه کړو چې د خپلو رهبرانو پاملرنه له ځانه سره لرو. په همدې دليل غواړو د افغان نجونو او مېرمنو غږونه تر تاسو چې د نجونو د تعليم په هکله مرسته او اسانتياوو چمتو کولو کې لېوالتيا لرئ در ورسو. ستونزې به تر ابده نه پاتې کيږي، موږ د فرصتونو او حل لارو ډېرې دريڅې لرو، که په خپل چاپيريال کې نوي بدلونونه او چانسونه نادیده ونه نيسو، چوپ پاتې نه شو، نو په ميليونه نجونې به حداقل د ١٢ کلونو ښوونځيو بشپړولو فرصت ولري.

 هغوى انگېزو ته اړتيا لري،

که هغوى د لوستلو، ليکلو او تحليل وړتيا ترلاسه کړي

د باور، عدالت او مساواتو لاسونه به د وړتياوو او ظرفيتونو قدمونه لا گړندي کړي. 

 هغه حقوق چې زموږ پېړۍ او نسل يې مېرمنو ته غواړي، غواړم په لويه کچه واضح شي؛

زموږ نړۍ ايجابوي چې ښځې دويم نسل نه وي، بلکې سيال او مساوي نسل وي.

زموږ نړۍ غواړي نجونې او مېرمنې له حاشيوي عددي اکثريت څخه د متن په بدلون زېږونکي اکثريت تبديل شي.

زموږ ټولنه غواړي، ښځې د نارينه و‌و په څېر سياست، اقتصاد او تصميم نيونه کې شريک او باورمند قشر واوسي.

 

زموږ د افغاني ټولنې ښځې او نجونې ناپېژندل شوې ظرفيتونه او سرچينې دي‌ او دا د تېلو او منرالونو په څېر نه دي چې په زماني محدوده کې ژوند ولري او بيا نه واوسي. زموږ د ښځو پرمختگ د افغانستان د هويت او راتلونکي رښتيا ده، دا رښتيا راتلونکې ده او په دې رښتيا کې د يوه روښانه نسل عزت، سلامت،  هيلې او ژوند نغښتی دی. که غواړئ ډاډ ترلاسه کړئ، چې هره نجلۍ تعليم وکړي، خپلو فکرونو کې د نجونو د تعليم لپاره لومړيتوب رامنځته کړئ. موږ د بې عدالتیو او ماتوالي سره د مبارزې لپاره له زده کړو بله زوروره وسله تاسو ته نه شو معرفي کولای.

د افغانو ښځو لپاره زموږ د نسل دورنما پر هيلو، لاسته راوړنو او پرمختگونو بينا ده؛

لومړی: د افغانستان ټولې نجونې او مېرمنې قهرمانانې دي، ځکه د ټولنې نارينه وو ټول جبر، جگړې، وژنې، ناوړه عادتونه او تصميمونه بايد ښځې برداشت کړي بدون  له دې څخه چې ښځې خپل تصاميم په خپله په مستقلانه توگه ونيسي، نو ځکه د نارينه محوره ټولنې جبر زغمل لوی زړه او ستره حوصلې غواړي، او سترې حوصلې له مېرمنو پرته نور څوک نه لري.

دويم: که ښځې او نجونې غواړي چې استقلال ولري، لومړى بايد مالي استقلاليت ولري، که يوه مېرمن مالي ملاتړ ولري، خپل ژوند او خپل مسير ډېر منظم جوړولای شي، د کومې ټولنې ښځې چې خپل ژوند په خپله وکړي، له خپلو عینکو نړۍ وويني، ټولنه هغه وخت رښتينى پرمختگ تجربه کولای شي.

درېيم: د نجونو زده کړې او تعليم تر نارينه و‌و ځکه ډېر اړين دی چې نړيوالو تجربو ښودلې که يو نارينه باسواده شي ممکن خپل ځان کورنۍ نيکمرغه کړي، ولې که يوه مېرمن، ښځه يا نجلۍ باسواده کېږي راتلونکي پنځه نسلونو ته بدلون ورکوي او ښه والى راولي.

څلورم: دا طبعي ده چي د ماتو ټولنو ، وروسته پاتې ملتونو يوه نښه داده چې له مېرمنو او نجونو سره ناوړه چلند کوي، که موږ وغواړو د يوې ټولنې د پرمختگ کچه اندازه کړو لومړى بايد وگورو چې له ښځو سره يې برخورد څه ډول دی. مېرمنې هغه وخت کولای شي د ټولنې دا ناوړه کړۍ ماتې کړي چې زده کړې ولري، او د خپل  فکر له قدرت څخه استفاده وکړي، ځکه په نړۍ کې هيڅ داسې قدرت نشته چې د يوې لوستې نجلۍ توانايي، او پرمختگ له منځه يوسي.

پنځم: ښځې او نجونې د ټولنې د پرمختگ په لومړي پړاو کې بايد د مدنيتونو له تجربې استفاده وکړي، او هغه تجربې موږ ته ښيي چې متوازنه او متعدل مخته تگ ښې نتيجې راوړي . نو نجونې په لومړي پړاو کې بايد د ټولنې له جوړښته سم  برداشت ولري او داسې ډيپلوماسي او هنر وکاروي چې هم تعليم او پرمختگ وکړي او د ټولنې د ناوړه دودونو قرباني نه شي.

نتيجه اخلو چې افغان مېرمنې د استعداد او ذکاوت څرگند مثالونه دي، د روبوټ جوړونکو نجونو ټيم، د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم، د افغانستان د زهرې ارکسټرا ، په دولتي او خصوصي برخو کې د ښځو کاميابي تجربې، په پوهنې او لوړو زده کړو او نور ټولو برخو کې بې ساري نوښتونه او پرمختگونه لري او که د ټولنې د متن روايت تغير کړو ، انشاءلله تعالی د افغان روښان او پرمختگ غوښتونکي پاچاه غازي امان الله خان او ملکې ثريا هيلې او ارمانونه چې د افغانستان لپاره یې په فکر کې درلودل پوره کولای شو. د دولت، ټولنې او ټولو اقشارو گډ مسووليت دی چې د هېواد د پرمختگ لپاره د مېرمنو پر ونډې ټينگار او د هغوى پر وړاندې سختۍ او ربړې له منځه يوسي.

راځئ جنسيتي ناانډولتيا په جنسيتي انډولتيا بدله کړو

د مارچ ۸ دې د ژوند، ښکلا او عدل خوښونکي لومړي او مساوي  انسان «ښځه» ته نیکمرغه وي. د زنځیرونو په شرنګا کې افغان‌ښځه د درناوي ده. د تور طلسم د تقدیر د ماتېدو په هیله.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>سلیم پاینده د هند په مایسوري پوهنتون کې له جگړې- وروسته ډيپلوماسۍ او بهرني سیاست د ماسټري پروگرام محصل دی او په افغانستان کې د مډرنې دولتدارۍ، پرمختیايي اقتصاد، بشري حقونو او مېرمنو د پیاوړتیا په اړه لیکنې کوي. [email protected]</p>