Language

په دې ورځو کې په رسنیو کې داسې وینو او اورو چې د افغانستان دوه دوست هېوادونه، ایران او ترکیه غواړي چې د حضرت مولانا جلال الدین بلخي خورا نامتو کتاب (مثنوي معنوي) په یونسکو کې د خپل ګډ فرهنګي میراث په توګه ثبت کړي.

هغه څه چې د لمر په څېر روښانه دي، دا دي چې مولانا جلال الدین بلخي د مولانا محمد بن حسین خطیبي (مشهور په بهاوالدین ولد سلطان العلما) زوی دی. په کال 604 هـ. ق کې په بلخ (د مزارشریف اوسني ښار ته نږدې) کې زېږېدلی او په غالب ګومان شپږ کاله په خپل کلي کې پاتې شوی دی.

مولانا محمد بن حسین خطیبي د خپل وخت له نامتو مشرانو او علماوو څخه و، دی په کال 610 هـ.ق کې ځکه له بلخ څخه وخوځېد چې ځیني چارواکي او په تېره بیا واکمن محمد خورازمشاه ورسره مخالف و او د چنګیز خان یرغلونه پیل شوي وو.

مولانا محمد بن حسین خطیبي لوړه (قسم) کړی و، تر څو چې محمد خورازمشاه په واک کې وي، بېرته به خپل وطن ته نه ستنېږي. محمد بن حسین له خپلې کورنۍ او ماشوم زوی سره د نیشاپور په لار بغداد، مکې معظمې او شام ته ولاړ او هلته مېشت شو؛ خو وروسته د علاوالدین کیقباد په بلنه ترکیې ته وخوځېد، قونیه یې غوره وبلله او زوی یې محمد جلال الدین بلخي خپل تلپاتې اثار همالته ولیکل.

مولانا محمد جلال الدین بلخي د معنویاتو، اخلاقو او فکري شتمنۍ سمبول دی، مولانا په جغرافیه کې نه ځایېږي، د ټولې انساني نړۍ ګډه شتمني، د (مالکیت) له پولو بهر بلل او عالمګیر دی.

ایراني علماوو او پوهانو په تېره نږدې یوه پېړۍ کې د مولانا د اثارو د موندلو، څېړلو، تحشیه، تعلیق او خپرولو په برخه کې نه ستړي کېدونکې کارونه کړي او چې رښتیا ووایو، مولانا یې په افغانانو او نړیوالو پېژندلی دی.

موږ د افغانستان خلک که مولانا پېژنو، د هغه کارونو او څېړنو له مخې یې پېژنو چې نورو کړي، په افغانستان کې دوو کسانو پر حضرت مولانا کار کړی، یو استاد خلیل الله خلیلي او بل استاد واصف باختري چې یو په حق رسېدلی او بل اوس هم په سترو پنځونو (تخلیق) بوخت دی.

د حضرت مولانا نږدې ټول علمي او عملي ژوند په ترکیه کې تېر شوی، رومي تخلص کوي او هملته خښ دی. په قونیه کې د مولانا مزار اوس د زرګونو مینه والو او سیلانیانو زیارت ځای دی چې د دغه ستر انسان شخصیت، پوهې، اثارو او افکارو ته د عقیدت ګلونه وړاندې کوي.

یونسکو 2008 کال د ترکیې په وړاندیز د مولانا د کال په نامه نومولی و.

خو ترکیه او ایران له دې ټولو ښېګڼو او ستاینو سره- سره دا حق نه لري چې د مولانا لوی اثر (مثنوي معنوي) د افغانستان له خبرتیا پرته د خپل ګډ میراث په توګه د ځانونو په نامه ثبت کړي.

(مثنوي، دېوان شمس، رباعیات، فیه مافیه، مجالس سبعه او مکاتیب) د حضرت مولانا کتابونه دي. د مولانا د پلرني کور او نامتو مدرسې (سلطان العلما) ړنګې ودانۍ اوس هم مزارشریف ته نږدې، د هغو کسانو له سترګو اوښکې بهوي چې د مولانا په ارزښت پوهېږي. ترکیې ژمنه کړې وه چې دا ودانۍ به رغوي خو تر اوسه دغه کار نه دی پیل شوی؛ لکه چې سیاسي مخالفتونه شته.

اوس هالیوود ملا تړلې چې د مولانا فلم جوړ کړي، هالیوود پخوا د ابوعلي سینا بلخي فلم هم جوړ کړی . هالیوود هومره مادي، فکري او لوژستیکي ظرفیت لري چې د مولانا ګټور ژوند او اثار د اوسنیو او راتلونکو نسلونو مخې ته کېږدي.
که څه هم چې افغانستان د ایران او ترکیې د هغو هڅو په هکله په ځنډ غبرګون ښودلی چې غواړي د مولانا (مثنوي) د خپل ګډ کلتوري میراث په توګه په یونسکو کې ثبت کاندي؛ خو کب چې هر وخت له اوبو ونیسي تازه دی.

د افغانستان ګران لیکوال نجیب منلی صېب لیکي چې د حامد کرزي حکومت په یونسکو کې زموږ دایمي استازي ته ځکه تقاعد ورکړ چې عمر یې له اویا اوښتی و؛ خو په ځای یې یو بل داسې نازولی پیدا کړ چې اتیا کلن و، نیمه ورځ به په کور کې ویده و او نیمه ورځ په دفتر کې.

داکتر اشرف غني چې ډېر مقتصد سړی دی، په یونسکو کې د افغانستان استازیتوب لغو کړ او چارې یې په پاریس کې افغاني سفارت ته وسپارلې.

منلی صېب لیکي، کله چې یونسکو د کوم نړیوال میراث په هکله پرېکړه کوي، په میاشتو- میاشتو پرې غږېږي، ایران او ترکیې چې د مولانا مثنوي معنوي ځان ته منسوبوله، هرو مرو یې څو میاشتې د خپلې غوښتنې د پروسس لپاره کار کړی او زیار ګاللی او دا هغه وخت و چې یا به د افغانستان اتیا کلن استازی په کور یا دفتر کې ویده و او یا به دفتر چور بند شوی و.

وایي چې یو وخت د یوه ګاونډي هېواد پوځي الوتکه د افغانستان له پولې څخه را اوښتې وه، سرحد ساتونکي سرتېري ټوپک پورته کړی و چې ډز پرې وکړي؛ خو فکر یې کړی و چې ښه به دا وي چې ‌‌ډلګی مشر پر موضوع خبر کاندي. ډلګي مشر دا موضوع له خپلې سویې پورته ګنلې او ټولي مشر ته یې مخابره کړې وه…
ټولي مشر کنډک مشر، غونډ مشر، فرقه مشر، قول اردو، د دفاع وزارت او په پای کې د هېواد لومړي نفر ته،
خو شپږ میاشتې وروسته هماغه لومړني سرتېري ته یو مکتوب ورغی چې ډز پرې وکړه.

که څه هم چې په یونسکو کې د ایران او ترکیې د ګډ کلتوري میراث په توګه د مثنوي د ثبت کارونه پخوا پیل شوي او کېدای شي چې ډېر پر مخ تللي وي؛ خو کلکه تمه شته چې د افغانستان د خلکو اعتراضونه به ځای ونیسي او یونسکو به دې ته متوجه کاندي چې د مولانا په برخه کې د افغانستان هېرول ډېر حقوقي او منطقي بار نه لري.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 
 
 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه