زه عاشق نه یم او نه مې په سر کې د عشق نشه ګرځي، خو هسې کله چې له ځانه سره یوازې شم، د فکرونو په خیالي دنیا کې د تخیل د بوډۍ په ټال په رنګینو لارو، نازوکو اوګلورینو څلو ته روان شم، نو وایم ربه دا مینه هم یوه نړۍ ده، یو کهکشان دی. داسې یوه نړۍ ده، چې هلته یوازې او یوازې احساس، عاطفه او د زړه درزا سلطنت کوي. عقل اومنطق له هغه ځایه کډه کړي وي. په لویه تیږه ورته ناست وي، لکه یو هوښیار سړی، چې د یو جذباتي انسان نا دودو ته هک پک ګوته په غاښ ناست وي. دغه د منطق خاوند هر څه د عقل په ترازو تلي او هر شي ته یو منطقي بنیه او اصل لټوي. خو عاشق بیا هر څه د مینې او جنون په کاڼي اندازه کوي. ده سره د حساب او محاسبې ډیر کاڼي او د اوسنۍ نړۍ پر مختللي ماشینونه نه وي.
مین شوی نه یم، بس د یو چا د عشق داستان مې ځوروي، کله به مو د یو ډیر نږدې کس په اړه د زړه له تله فکر نه وي کړی؟ کله به مود یو چا د عشق کیسې په اړه له ځانه سره په تنهايي که سر نه وي ګرولی، او کله به مو د یو رښتیني عاشق ژړا او د اوښکو توییدل د ماشوم په شان په معصومه څېره کې نه وي لیدلي؟ که مو لیدلي وي ، نو زما په اوتو بوتو به مو سر خلاصیږي. کله کله ځان ته د دغه عاشق جامې ورواغوندم او د هغه له هندارې ځانته وګورم، ځان د هغه په ځای کې ودروم، هغه احساس، هغه جنون ته په رښتینې توګه په زړه کې ځای ورکړم، چې هغه ورسره شپه او ورځ مشغول دی، که رښتیا ووایم، زړه مې لکه کوچنی ماشوم شي، ستونی مې له غریوه ډک شي او د ژړا تلوسه مې د زړه نیلې راقبضه کړي، داسې زور وکړي، چې ماشوم زړه مې بیا له تابه نه وي. هغه متل رښتیا دی، چې انسان له تیږې کلک او له ګله نازک دی. انسان د تیږې غوندې کلک ځکه دی، چې د اورغورځونې د غره په څېر سوزي، خو بیا به هم خلکو ته خپل درد او سوز نه ښکاره کوي. لکه د چینار د ونې په شان به له دننه څخه خوړین وي، خو له بهره به له غروره دنګ ولاړ وي. له دننه به لولپه وي، په خوله به يې موسکا خپره وي، تا پر ځان نه پوهوي، خو په زړه به یې د زمانې غمونو او کړاونو غرونه ګړنګونه جوړکړي وي. دا ټول غمونه او کړاونه ګاللی او زغملاشي،خو په سترګو کې به یې د اوښکې څرک هم نه لیدل کيږي.
آخ! چې دا مینه څومره زور لري، انسان د ګل په څېر نازک کړي، همدغه د چینار غوندې دنګ ځوان به دومره نرم کړي او دومره به يې سپیڅلی کړي، چې له سترګو به يې د اوښکو فوارې روانې وي.
واى ربه! دا څومره سپیڅلی حالت دی، چې تکلیف، کړاو او د زمانې ناخوالو مات نه کړ، خو یوه سپیڅلي احساس وژړاوه. هغه احساس، چې نه زر پیژني، نه زور، نه قدرت او نه دولت.
زه وایم که په دغه وخت کې له دغه مین نه وغواړي، چې دعا درته وکړي، په دغې پاک او له معصومیت څخه په ډک حالت کې دعا نیغ په نیغه د عرش دروازه ټکوي.
عشق عاطفه ده; عشق هغه رښتينولي ده،چې نه رنګ پیژني، نه ژبه، نه مذهب او نه هم د متاع په غولونکو کلاګانو کې ایساریږي.
کله کله، زمانه، عقل او نور ټولنیزو تړاونه او ارزښتونه دومره ظالم شي، چې د عشق دغه معصوم، رښتینی احساس د منطق او رواجونو په ګونتانامو کې داسې اسیر کړي، چې تر هغه د عدالت له قاضي سره مخ کیږي، نو کلونه کلونه پرې تېر شوي وي، نو عقل ظالم او لارویان يې بیا کله افسوس کوي او یا هم کیسه په یوې بښنې خلاصه کړي. کله کله بیا د عقل غرور دومره لوړ شي، چې ان بښنې ته هم غاړه نه ږدي.
د عقل ټیکداران عشق ته د هوس له نظره ګوري، دوی د عشق انتها هماغه د هوس پوره کیدل بولي. خو عاشق بیا په هر څه کې مینه ګوري، د هوس په نامه د دوی په قاموس کې کوم توری نشته، هر څه کې مینه اوجنون لټوي، کله دومره سپیڅلي شي، چې ان هغه دعقل خېلو هوس ته هم دوی د مینې له اشعې زاویه جوړوي.
نن د یو چا د رښتیني مینې احساس دومره پر ما زورور شوی لکه زه چې يې پر ځای مین وم. لکه زه چې د هغه په درد کړیږم، لکه زه چې يې د عشق له حاله خبر یم. همدغه احساس د عقل او منطق له جغرافیې د عاطفې په دلدل د رښتینولۍ د معراج په تکل د انساني خیال د اسمان پر لور روان کړی یم.
په دغه لنډکي مزل کې مې د مکان له دایرې لرې د پاکۍ او سپیڅلتیا کهکشانونه د زړه په سترګو ولیدل، د انسانیت اصلي څېره مې ومونده. عشق مې د انسان د مجازي نړۍ له ټولو ارزښتونو پورته د عاطفې پر لومړي اسمان ولیده. ما د مینې دوزخ او جنت دواړه حس کړه، ما په دواړو کې یو معصوم زړه راګیر ومونده، ما په دواړو کې خواږه ولیده، هغه چې په اور کې سوزیده، په هغه کې مې د درد خوند احساس کړ او هغه چې د وصلت په جنت کې يې د عشق په کوثر تنده خړوبوله، په ټنده کې مې ورته د تېرو کړاونو ترخه پیداکړل.
د خیال له اسمانه مې لاندې د عقل او منطق د لارویانو کاروانونه ولیدل، ما ولیدل چې هلته مزل هم د زر او منصب له مخې و، هلته عاطفه مړه وه، هلته حاکمیت د پيسو و، هلته د وجدان قاضي د هوس غلام و، عقل هم د زردار او منصبدار تابع و، هلته هر څه لباسي و. هلته ژړا او خندا دواړه مصنوعي وه، د زردار اقا ډیره احمقانه خبره به دعقل خیلو د خندا او د خوښۍ سبب کیده او داسې په مکر به یې یو بل ته سره د تایید سرونه خوځول، چې ګوندي زردار اقا ډیره درافشاني کړې ده، که څه هم چې جناب به د دوه خرو اوربشی نه شوای بیلولای، هر چیرې ریا وه. د عقل د ټیکدارانو پر مخ مې بې شمیره نقابونه ولیدل او د هر نقاب لاندې بیلابیل رنګونه کارېدلي و، چې د مخ اصلي څرمنه يې ورکه کړې وه.
خو کله مې چې د عشق په تیلیسکوپ د عاشق غمجنه څېره د معصومیت په کهکشان کې ومونده، ما ته يې په مخ کې دوه رنګي تر سترګو نه شوه. خړې پړې اصلي څېرې يې له ورایه د صداقت او رښتینولی کتاب پرانیستی و او په دغه کتاب کې هر توری د زړه د وینو په رنګ لیکل شوی و.
رښتیني مینه انسان ته د انسانیت سبق ورزده کوي، د هغه وجدان ژوندی کوي، له مجازي سرحدونو یې باسي او له حقیقي بریدونو سره یې نږدې کوي. احساس او عاطفه د ژوندانه نمک او ښکلا ده، بې احساسه انسان د بې مالګې ډوډۍ په شان وي، رنګ وي، خو خوند يې نه وي.
په دغه خیال کې دومره ډوب شوی وم، چې قلم مې راپورته کړ او څو کرښې مې تورې کړې له هماغه پیله مې ستونی له غریوه ډک و او له وروستۍ کلمې سره مې اوښکه زوروره شوه.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.