«هغه څه چې زما لپاره ارزښت لري، شعر دی او شعر په خپله زه او ته یو…»
نزار قباني (۱۹۲۳ – ۱۹۹۸) د سوريې نامتو سیاستوال، ډیپلومات او د معاصرې عربي نړۍ یو تر ټولو ستر مینه لیکونکی او ډېر لوستل سوی شاعر دی. «مینه او ښځه د هغه د شعرونو موضوعیت ده او د هغه مینه لیکنې د ښځې د ښکلا پېژندنې او روانپېژندنې د ذهني ظرافت او نرمیو د ټولو اړخونو غبرگونونه او د یوه شرقي نارینه لرلید په ښه توگه رانغاړي او څرگندوي.
د هغه د شعر دويمه موضوع سیاست دی؛ قباني په خپلو ټولو دوه ځلوېښت دفترونو کې له څرگندو تصویرونو او ساده و شډلو تورو سره د مینې، ښځینه عاطفې او سیاست په اړه کښلي دي، هغسې چې یو پښتو ژبې لوستوال د خوشحال خان خټک رحمته الله د غزلونو یاد ته ستنوي. د هغه څو شعري ټولگې چې ما لوستې دا دي؛ د گندمگون ښکلا ما ته وویل (1944)، شعرونه (1956)، د کلیمو نقاشي (1966)، زه یوازې یو نارینه یم او ته د ښځو قبیله یې (1993) او..
سربېره پر شعر د شعر او ادب په اړه منثور کتابونه هم لري «زما او د شعر کیسه»، «شعر څه دی» او «شعر زرغون څراغ دی» هغه پېژند چې نوموړی یې له شعر څخه وړاندې کوي او یا له هغو ځوابونو څخه چې په مرکو کې يې ورکړي دي، د مخاطب لپاره د شاعر په حیث د هغه د لرلید په پوهېدنه کې ډېره مرسته کوي. په لاندې بېلگو کې به ووینو چې قباني د ټولنې او سیاست پر ځمکه د (ښځې، مینې او شعر) په مثلثي چاپېریال کې څه ښکلې او ظریفي نغمې سرودوي.

شعر
په منثورو ټولگو کې نزار په ډېره څرگنده توگه خپل شعر را پېژني او د هغو تورو چې د شعر لپاره یې کارولي او د شعر د جوړښت، سبک او ژبې په اړه رڼا اچوي. قباني شعر یو لا شعوره او ناخود اگاه الهام او ښکارنده گڼي:
«شعر یو زرغون څراغ دی چې خدای په خپلو گوتو زموږ په دورن کې را ځوړند کړی دی.»
وروسته د شعر ویلو د حالت په اړه لیکي: «شعر هماغه نڅا ده او له هغې نڅا خبرې کول د گامونو شمېرلو پوهه ده. بې پردې وایم، زما خوښېږي وناڅم…همدا نڅا د روح د خوښۍ برخه ده، له ټولو ارادي او غیر ارادي کرښو او د پناه او هستۍ له ټولو کږلېچونو سره سره…»
«له ما پوښتي، ولې تاسو د عربي نړۍ تر ټولو زیات لوستل کېدونکی شاعر یاست؟ ځکه زه طبیعي شاعر، د طبیعت په ژبه شعر لیکم او له طبیعي انسانانو سره همکلام یم.»
د معاصر شعر له مهمو عنصرونو څخه یو هم ذهن ته د نږدي وییو او کلمو کارول دي؛ د قباني په شعرونو کې دا وییي په ډېر ښه ډول اوبدل شوي دي او د کلیمو او ذهن یوه رڼه اړیکه یې جوړه کړې ده. که چېرې د شعر د تولید مفهمونه او زمان د شاعر په اختیار کې نه دی، خو د شعر ټول ابزار د شاعر د تجربو او زده کړو پر بنسټ را څرگندېږي او پټ نه شي پاتې کېدلای. د قباني پر باور، څرنگه چې د نڅېدلو پر وخت نڅا کوونکی نه شي کولی د خپلو نڅېدونکو غړو په اړه فکر وکړي، همداسې شاعر هم د شعر ویلو پر وخت د مضامینو په اړه په فکر کولو برلاسی نه وي، خو د ژبې روانوالی او ساده والی او د شاعر صمیمت پر شعر خپل رنگ پرېږدي او شعر ته د شاعر د خیال او عاطفې شیره ور زیاتوي او مخاطب هم ورته را بولي.
قباني د خپل شعر د ژبې په اړه وايي: «د دغه کار چاره دا ده چې یوه «درېيمه ژبه» غوره کړم چې له اكاډمکې ژبې منطق، حقیقت او پوخوالی واخلي او له عامیانه ژبې تودوالی، ساده والی، خوږوالی او فاتحانه زړورتیا خپله کړي. نن ورځ یې موږ په همدې «درېيمه ژبه» لیکو او د عربو نننی شعر په خپل ژوروالي او روح کې په همدې ژبه متکي دی. زما د شعر ژبه له همدې «درېيمې ژبې» سره تړاو لري، د دې لیکنې په بهیر کې به بیا هم د نورو موضوعاتو په څنډه کې د هغه د شعرونو هویت ته ور ودانگم.
ښځه
قباني د «مینې او ښځو» شاعر نومول کېږي؛ د هغه د ډېرو شعرونو مضمون «ښځه» دی او له محدودو مواردو پرته د ځانگړو ښځو نومونه نه یادوي، بلقیس پسې یې ډېرې شیبې اوښکې څڅولې دي، هغه د خوشحال او شاملو په څېر د دودپالو شاعرانو پر خلاف، ښځه چې څه ډول ده، هماغسې يې ستايي او وايي: «زه د شعر د لومړي جمهوریت بنسټگر یم چې ډېری اوسېدونکي یې ښځې دي.»
ان د هغه د ډېرو شعرونو عنوانونه هم پر همدې گواهي ورکوي؛ د بېلگې په توگه: «شهادت ورکوم چې له تا ماسېوا ښځه نسته.» (1979) ـ «د بلقيس شعر» (1982) ـ «پنځوس کاله د ښځو په ستاینه کې» (1994) او…
هغه په ښځینه شعر کې د هستۍ او پیدایښت بنسټ لټوي:
«په پیل کې… فاطمه وه
وروسته له هغې د مادې عنصرونه جوړ شول، اور او خاوره، اوبه او باد، ژبې او نومونه… دوبی او پسرلی، سهارونه او شپې او بیا وروسته د فاطمې له سترگو نړۍ د تور گلاب راز کشف کړ.»
مینه
د مینې مفهوم د قباني په قاموس کې ډېر پراخ او ریښې ریښې خځېدلی دی، هر ځای چې شعر او ښځه وي، مینه هم وي. د دې ډول رڼو شاعرانو پاکه مینه د (4 او 5 هـ ق) پېړیو د عارفانو د مینې خاطر را تازه کوي؛ هغه کسان چې خپله مینه او شهۍ هر چېرې مومي او په نهایت کې له هغې سره یو ځای کېږي. وایي په پاکه مینه کې مین هماغه عارف دی او شهۍ هماغه سپېڅلی موجود دی، د مینې او عشق حضور یې هر ځای وي.
«مینه په بېروت کې لکه خدای په هر ځای کې ده.»
او يا: «ستا مینې ما ته دا زده کړي دي…
چې له تا سره هر ځای مینه وکړم؛ په لوڅو ونو کې، په ژېړو وچو پاڼو کې، په باراني هوا کې… په باد، توپان او صحرا کې.»
د شهی او شهۍ د یو ځایوالي او یووالي ستاینه داسې کوي: «مینه هماغه ده چې خلک پر ما او تا شک وکړي،
تا له ټيلېفون را وکي، زه ځواب ورکړم… او چې زما ملگري د ماښامنۍ بلنه راکړي هلته ته ولاړه سې…
او چې زما تازه عاشقانه شعر ولولي، مننه له تا وکړي!!»
مینه باید ستاسو په ساه او نفس کې وي، ستاسو بدن باید په همدغه کیفیت کې وي. هر چېرې چې یاست، له هر چا سره چې یاست او ان که یوازې یاست، مینه باید له تاسو سر ووهي. موضوع دا نه ده چې د یو چا میین/ میینه و اوسئ، مسئله دا ده چې په مینه کې و اوسئ، خو قباني له دې وړاندې ځي، هم په مینه اوسي هم مین دی پر بلقیس او بېروت.
د قباني په شعر کې په زړه پوري ټکی دا دی چې د عربي د مذکر او مونث له ضمیر څخه په ډېرې اسانۍ پوهېدلی سو چې د هغه مخاطب یوه ښځه ده او د معشوق او معشوقې صیغې په کې په لوړه کچه بېلې شوې دي.
مینه- شعر
څه ښه به وي چې د «مین او ښځه په شعر کې» توپیر له «مینې او شعر» سره واټن رامنځته نه کړي او دواړه یو بل ته نږدي و اوسي، اما د نمونې په ډول لاندې ټوټې مناسبې راځي: «د دې حس په انگېزې کې هر سهار چې هر څه وینم، بدل په شعر سي…
د مینې په حالت کې، د تودې قهوې شور هم شاعرانه وږمه سي.»
او په خپلو منثورو عبارتونو کې ځواب ورکوي چې: «رانه پوښتي: چېرې حسوې چې د اتلوالۍ ځانگړنه درته پيدا سوې ده؟
هرکله چې د مینې په اړه کتاب نشروم، د اتلولۍ حس راته موسېږي… ځکه باور لرم چې د عاشقانه شعر لیکل په دې سیمه «عرب» کې د اتلولۍ اوج دی…»
ښځه- شعر:
په لاندې نمونو کې قباني روښانه کوي چې د شعر انگېزه یې ښځه ده. په بله ژبه ښځه، مینه او شعر د قباني د شعر درې ضلعې دي او کله کله خو د ښځې او شعر ترمنځ یو رنگي هم جوړوي: «ښځه د شعر پر ځنګون کېني، څو یادگاري انځور واخلي انځورگر ته هغه دواړه دوې خویندې و ایسې…» «ستا لاسونه شعر دی، هم په شکل هم په معنا
او که ستا لاسونه نه وای، نه به شعر وای، نه به نثر او نه به هغه څه وای چې نوم یې ادب دی.»
په مخکني عبارت کې هم چېرې د ښځو مثال ورکول سوی و، راغلي وو چې قباني ځان د شعر د هغه جمهوریت بنسټگر ښيي چې ډېری اوسېدونکي يې ښځې دي او دا ښکلی عبارت د هغه په ټولو شعرونو او نغمو کې صدق کوي:
«د شعر د ټولو دفترونو پر مخپاڼو مې ستا لاسلیکونه دي..»
« … او ښځه ښکلې ده
او لا ډېر ښکلي
د کاغذ پر پاڼو
د هغې د پښو خاپونه دي.»
مینه- سياست:
هغسې چې سیاسي مفاهیم د شاملو او خوشحال بابا په شعرونو کې ډېر راغلي. قباني سربېره پر دې چې یو بریالی سیاستوال او ډيپلوماټ و، په شعرونو کې زیات نه تر سترگو کېږي، قباني په حقیقت کې په مینې او عاشقانه مفاهیمو پېژندل کېږي، مگر د ۱۹۶۷ د جون له پنځم وروسته چې د عربو له ماتې سره نږدي تاریخ دی، ده خپل سیاسي شعرونه خپاره کړل او د «د ماتې د دفتر په څنډو کې» شعر یو له هغو دی.
په ټوله کې قباني د مینې او ښځو شاعر دی او مینه يې تر ډېره د شهۍ په خاطر ستایلې ده، هغه وايي:
«خلک ما ستر میین بولي او نه غواړي ما د یو ستر غمجن او دردمن په بڼه وویني… نزار قباني د جون له پنځمې مخکې مني اما هماغه نزار قباني د جون له پنځم وروسته ردوي.» او هلته چې سیاسي رمزونه له شعرونو سره مله کړي، غوغا خپره کړي او داسې يې سرودوي: «له ما سره ډیموکراتیک وغږېږه چې د قبیلې نارینه وو زما په هېواد کې د سیاسي سرکوبۍ بازي ښه زده کړې ده او نه غواړم چې ته له ما سره د عاطفي سرکوبۍ بازي خپل کسب وگرځوې…»
«پرېږدئ چې کودتا رهبري کړم او ستا د موسېدلو سترگو حاکمیت پر خلکو وچلوم…»
ښځه- سياست:
کله کله خو قباني هېواد ښځه گڼي او هېواد- مور ته وفاداره دی یا حتی خپلواکي، ازادي او د ټولنې عنصرونه د ښځې په چوکاټ کې ستايي: «هغه چې د ښځې پلوی دی، د هېواد پلوی دی او هغه چې په ښکلي مخ زړه بایلي، پر ټول جهان يې زړه بایللی دی… مینه زما په نزد د نړۍ په غېږ کې نیولو او انسان ته د کرامت ستنولو په څېر ده.»
تا ښځينه غواړم
ځکه تمدن ښځينه دی
شعر ښځينه دی
د غنم ساقه
د عطرو ښيښه
حتا پاريس- ښځينه دی
…او بېروت- له خپلو ټولو زخمونو سره- ښځينه دی.
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي شعر ووايې، ښځه اوسه
ستا دې قسم وي پر ټولو هغو چې غواړي خدای وپېژني، ښځه اوسه
شعر– سياست:
هغه شعرونه چې قباني د سیاست او ټولنيزو موخو په خدمت کې کارولي، «شعر څه دی که چېرې بدلون نه راولي؟ شاعر څوک دی که چېرې خپل ځان بدل نه کړي؟»
«هغه شعر چې د خلکو ورځې بدلې نه کړي، یا هغوی ته لار او مسیر ورنه کړای شي، یا د هغوی غږ ونه رسوي او یا د انسانیت ژباړن نه سي، یوازې د وره تر شا پاتېږي…» او دا مسولیت د شعر موضوع ده چې انسان په خپل زمان کې ورته اړ باسي.
مینه، شعر، ښځه او سياست
«زما ښځې، ته زما د ټولو شعرونو غورچاڼ يې او د ټولو ازادیو د وږمو گلاب هیله مې درلوده چې یوه بله زمانه کې مې پر تا زړه بایللی وای چې ته تر دې لا ډېره مهربانه- لا ډېره شاعرانه وای… او چې د کتابونو روح، د یاسمین وږمه او د ازادۍ بوی لا حساس سوی وای.»
په پای کې ویلای سم چې نزار قباني د عربي ادب د وروستۍ پېړۍ یو ستر شاعر دی د «مینې، ښځې او شعر» په موضوعاتو کې له سیاسي و ټولنيز بنبست او کږلېچ سره سره ښکلی تللی دی. قباني له شعر سره صداقت لري، په شعري عبارت هر شاعر د خپلو فکرونو او شخصیت له حیثه پېژندل کېږي. نزار قباني وایي: «شعر په خپله زه او ته یو.» قباني باورمن دی چې «زه طبیعي شاعر یم، د طبیعت په ژبه شعر لیکم او له طبیعي انسانانو سره همکلام یم.»
په واقعیت کې قباني ځان له ټولنې نه لري کوي، د هغوی له منځه دی او له هغوی سره دی او د هغوی لپاره یې سرودوي. که څه هم تر سیاسي مبارزې ډېر د مینې او ښځې هینداره دی. قباني باور لري چې که شعر د انسانیت ترجمان ونه اوسي او په ټولنه کې بدلون ونه زېږوي، یوازې د تړلي وره تر شا پاتېږي.
د قباني ژبه ساده اسانه او بشپړه ده او په ورته وخت کې روانه، جاري او نرمه ده. له نوو او معاصرو عنصرونو لکه قهوې، میاشتنۍ، د قهوې فال، چلچراغ، لمڅي او …څخه شعري گټنه کوي او وايي چې په درېیمه ژبه یې لیکم، داسې څه چې د اکاډمیکي او عامیانه ژبو ترمنځ وي.
د قباني د مینې شعرونه د بیا بیا اورېدو وړ دي، قباني په ډېر صمیمت خپلې شهۍ ته کسي او ښه پرېمانه په ميین کېږي.
درواغ مې ویل …
ژمنه مې کړې وه چې مینه نه درسره ولرم
وروسته له دغه نازک تصمیمه ووېریدم
ژمنه مې کړې وه چې بېرته نه راگرځم
او را وگرځېدم
او له زړه تنگۍ و نه مرم
او مړ سوم…
بیا بیا مې ارادې وکړې
بیا بیا مې پرېکړه وکړه چې خوا دې پرېږدمه
خو په یاد نه لرم چې تا نه څنگ ته سوی اوسم
له ځان اوچتې ژمنې مې وکړې
سبا به ورځپاڼې زما په هکله څه وایي؟
حتماً به لیکي لېونی سوی وم
حتما ً به لیکي ځانوژنه مې کړې ده
ژمنه مې وکړه
چې کمزوری نه اوسم … وم
او سترگو ته دې شعر ونه وایم
او ومې وایه
ژمنه مې وکړه چې نه ..
او نه ..
او نه، نه ..
او څه وخت چې مې حماقت ته مخه کړه … وخندېدلم
درواغ مې ویل، د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل …
ژمنه مې وکړه ستا د زلفو خیال به نه وړمه
خو چې مې وړاندې وروسته تېره سولې
لکه شپه چې د پیاده رو پر څنډه وخوځېږي
فریاد مې وکړ…
ژمنه مې وکړه
سترگو ته دې نه درگورم
که مې هر څو مینې ته کېکاږي
څه وخت چې مې ولیدل ستوري را اوري
نارې مې وکړې
ژمنه مې وکړه
چې هېڅ د مینې لیک درته نور نه لیکمه
خو – د ضد پر خلاف – ولیکئ مې
ژمنه مې وکړه چېرې چې ته يي هغه ځای نه کړم پيدا
خو چې ماښام خبر سوم بلل سوې یې ته
ولاړمه …
ژمنه مې وکړه چې راباندې گرانه نه و اوسي
څرنگه؟
چېرې؟
اصلاً څه وخت ما ژمنه کړې؟
ما په رښتیا درواغ ویل
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل …
ژمنه مې وکړه
په ډېر سړښت … او په زښت حماقت
چې تاته تلونکي پلونه ټول وران کړمه
پټ مې تصمیم ونیو چې ټولې ښځې ووژنمه
او ستا پر وړاندې مې جگړه اعلان کړه
او څه وخت چې مې ستا پر سینه اسلحه کېښوده
ماته مې وخوړه
او چې ستا تسلیم سوې لاسونه مې ولیدل
و شرمېدم
ژمنه مې وکړه چې نه … او نه … نه، نه …
او ټولې ژمنې مې
لوگي ول او د هوا څپو پر سر اخیستل …
ژمنه مې وکړه
چې هېڅ شپه به بیا تاته زنگ ونه کړم
او ستا په فکر کې نه سم، څه وخت چې ناروغ کېږي
او اضطراب ونه کړم
او گلاب در ونه لېږم
او لاسونه دې ښکل نه کړم
او شپه مې زنگ وکړ … د ضد پر خلاف مې
او گلاب مې ولېږه … د ضد پر خلاف مې
او سترگې مې دې ښکل کړې … تر هغو چې موړ سوم
ژمنه مې وکړه چې نه .. او نه …. نه، نه …
او څه وخت چې مې حماقت ته مخه کړه … وخندېدم
ژمنه مې وکړه چې کار سره وتړم
او چې ومې لیدل ستا له سترگو اوښکې څڅېږي
اسیر سوم
او څه وخت مې چې ستا پږی پر ځمکه لوېدلی ولید
پوه سوم دومره په اسانه ته نه مري
ته مې خټه یې … ته قبله یې
ته تر شعر وړاندې الهام یې
ته دېوان یې … ته ترتیب و قاعده یې .. ته ماشوم یې
ته د سلیماني غزلونو غزل يې
ته یو سپېڅلی کتاب يي
ته روښانتیا يې
ته پيغمبره یې
ژمنه مې وکړه
چې ستا نازنینې سترگې د خپلو خاطراتو له دفتره ایسته وباسم
او نه پوهېدم چې ژوند به مې غورځوم
او نه پوهېدم چې ته ..
له وړو اختلافو سره – ته زه یم
او زه ته یې
ژمنه مې وکړه چې راباندي گرانه نه و اوسې
-څه لېونتوب-
له ځان سره مې څه وکړل؟
درواغ مې ویل، د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل …
ژمنه مې وکړه
چې پنځه دقیقي وروسته نور دلته نه و اوسم
مگر … چېرې ولاړ سم؟
واټونه له باران ډک دي
چېرې ولاړ سم؟
د ښار په قهوه خانو کې تشویش استوگن سوی
یوازې چېرته د سمندر سیل وکړم؟
چې ته سمندر يې
ته بادبان یې
ته سفر یې
کېږي لس دقیقي نور هم پاتې سم؟
چې باران ودرېږي؟
وریځې چې ولاړې سي حتماً ځمه
بادونه چې ارامه سي ..
او که نه وسو ..
مېلمه دې سمه
تر څو سهار راسي.
ژمنه مې وکړه
تر یو کال پورې مې مینه تا ته ونه ښيیم
او تر یوه کاله مې څېره پټه نه کړم
ستا د وښتیانو په ځنگل کې
او تر یوه کاله ستا د سترگو له ساحله صدف وانه خلم
څنگه مې داسې احمقانه خبرې وکړې؟
په داسي حال کې چې ستا سترگې زما پټنځای دی او زما د امن پټنځای …
څنگه مې ځان ته اجازه ورکړه چې مرمر د تیږې په څېر احساس داغ، داغ کړم؟
په داسې حال کې چې زما او ستا ترمنځ ډوډۍ ده … او مالگه
د شرابو شر شر … او د کوترو غږ
او ته د هر څه پيل
او ښکلی پای يې
ژمنه مې وکړه
چې بېرته را ونگرځم .. را وگرځېدم
چې له زړه تنگۍ ونه مرم
او مړ سوم
له ځان اوچتې ژمنې مې وکړې
له ځان سره مې څه وکړل؟
درواغ مې ویل، د رښتیا په خاطر
او خدای ته شکر چې درواغ مې ویل …
سرچینې:
- د گندمگون ښکلا ماته وویل 1944
- شعرونه 1956
- د کلیمو نقاشي 1966
- زه یوازې یو نارینه یم او ته د ښځو قبیله یې 1993
- زما او د شعر کیسه
- شعر څه دی
- شعر زرغون څراغ دی
12:42 PM, Feb 28, 2020 – University of Mysore, India
…………………………….
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP