هغه ټولنې چې کدرونه او علمي شخصیتونه لري، نیک مرغه ټولنې دي ځکه دوى ورته د ژوند ډیر تېر، اوسني او راتلونکې تیاره اړخونه رڼا کوي، خو ولې له بده مرغه موږ په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې مطالعه نه کوي، نه یې کوو.سید انتظار خادم هم دهغې ټولنې او ژبې ویونکی او ځوان کدر دی چې د دغې ټولنې د خدمت لپاره یې لاسونه رابډ وهلي دي.د دې ټولنې ځوانان مقالې نه لولي. خو خادم صیب ورته ۲۸۰ پاڼې کتاب لیکلی دی. هغه بیا چې نه شعر دی نه ناول دی، بلکې په سیاست غږیدلی کافي ستره حوصله غواړي چې په مینه ولوستل شي. د زړه درد یې دی که موږ یې لولو یا یې نه لولو.
خو لوستل یې زه شخصا ډیر اړین بولم، چې ځوانان یې ټول باید ولولي.
دا خبره په دې کړم چې زموږ ټولنه کې د کتاب مطالعې دود ډیر تت دی، ډیر ځوانان داسې فکر کوي چې د فاکولتې چپتر د ټولو علمونو نچوړ او خلاصه ده او بس همدا کفایت کوي.ډیر بیا داسې دي چې تلوېزيون خبرونه او شننې مې واوریدې همدا کفایت کوي.
په داسې حال کې چې خادم صیب په کتاب د نړیوال سیاسي شطرنج نوم ایښی دی، دغه شطرنج دومره پېچلی،ژور او مکمل دی چې ډیرې مطالعې ته اړتیا لري، هر هغه افغان چې غواړي په اوسني سیاست پوه شي باید یې مطالعه کړي.
دا کومه هڅه چې خادم صیب کړې ډیره د ستاينې او قدر وړ ده ، د خادم صیب د ستر خدمت به لنډه ارزونه وکړم، خداى دې وکړي چې یو څه حق یې ادا کړم.
که چیرته موږ غواړو چې یو څه د خادم صیب قدر وکړو، باید ټولو ځوانان یې دا د قدر پور په لوستلو ادا کړي، کتاب ولولوي او فکر پرې وکړو، نو دا به مو مننه او قدردانی کړی وي.
د خادم صیب کتاب ښېګړې ډېرې دي غټه ښېګړه چې ما ته یې ډېر خوند راکړ، هغه دا چې ژبه یې ساده او روانه ده، ډیر وخت لیدل کیږي هغه ځوانان چې په انګریزي ژبه او په نورو بهرنیو ژبو زده کړې کوي بیا هغه په مورنیو ژبو باندې لیکل نه شي کولای،
د لیکلو په وخت کې د لغاتو په انتخاب کې له ستونزو سره مخ وي، لغات چې پیدا شي بیا ورته په جملو کې برابرول لا پسې ستونزمن شي.
خادم صیب هم زده کړې په خارج کې کړي دي خو په پښتو کې یې دومره ښایسته لیکل کړي چې هیڅ کله به دا فکر ونه کړې چې په کوم ځاى کې به په مفهوم پوه نشم. ژبه یې دومره ساده او اسانه ده چې دا کتاب یواځې د اکاډیمیکو شخصیتونو لپاره نه دی لیکل شوی
دغه هم یو ستر توپیر دی هغه دا ، پخوا په افغانستان کې په پښتو لیکل شوو کتابونو څخه شاید اکاډمیک شخصیتونو ګټه اخیستلای شواى او عام وګړي چې هغه اکاډمیک شخصیت، محصل او زده کوونکي نه دي ګټه ترې نه شي اخیستی.
خو د دې کتاب ادبیات ډیرساده ، روان او ولسي ادبیات دي، چې دا یې بله ښېګړه ده، مطلب مې دا دی چې له دې کتاب څخه به عام ولسي وګړي ګټه واخلي، چې دا اړخ یې هم د ستایلو وړ دی. بله خبره چې درسره یې شریکوم هغه داده چې زموږ نړیوالو اړیکو ،سیاسي علومو او حقوقو زده کوونکو لپاره یو ډیرښه ریفرینس دی. له دې څخه ډیره ښه ګټه ځکه اخیستلای شي چې ډیر زیات اندازه ارقام او دقیق معلومات لري.معلومات یې په علمي ډول وړاندې شوي دي. په مجموع کې د محصلینو لپاره یو ښه ریفرینس کتاب دی.
منو چې سترې ستونزه شته، هغه دوستان چې په نړیوالو ژبو نه پوهېږي نو حتمي نړیوالو علمي موادو ته هم لاس رسی نه لري،
د خادم صیب دې کور ودان وي له هغو دوستانو سره یې مرسته کړې ده او دا یو ښه ریفرینس کېداي شي.
بل ستر کار چې خادم صیب کړی هغه دا دی چې د شطرنج تخته یې راخیستې،په نړۍ کې ټوله سیاسي لوبه چې کېږي دا یې په ۲۸۰ پاڼو کې رانغښتې ده چې واقعا سخت کار دی. خامخا يې د مطالعې نیت وکړئ،د بلقان په سیمه بحث شوی،د امریکا په سیاست،نړیوال سیاست بحث شوی چینایان یې په کې یاد کړي دي.روسان په کې راغلي او د عربانو لټي او غفلت په ذکر شوی دی.
د افغانانو بېوزلي او بېوسي یاده شوې. هر هغه څه چې په نړۍ کې روان دي دا ټول یې راخیستي او په یوه نقطه کې یې راغونډ کړي دي.
یعنې بحر یې راخیستی او په کوزه کې یې ځاى کړى دى، په لږو ټکو کې یې راته ډیره څه ویلي. زه فکر کوم دا هم د خادم صیب د کتاب یوه ځانګړنه ده .
په نړیوالو مسایلو غږیدلای دی خو په نوو سیاسي مسایلو،انټرنيټي امنيت هم غږیدلای دی، یعني د نړۍ د اوسني سیاست یو اړخ داسې نشته چې دې پرې بحث نوي کړی. دا پراخه او مختلفې موضوګانې یې سره په ښه هنر راغونډې کړې دي چې دا هم زه د دې کتاب یوه بله ښېګړه ګڼم.
درېیمه ستره ښېګړه یې دا دی چې تېر، اوسنی اوراتلونکی چې دا یو بل پورې تړلي دي، د دوى په بل اغېز او دهغې اغېز پایلې یې موږ ته وړاندې کړي دي چې دا یې یوه بله ښېګړه ده یعنې چې څومره دا کتاب ژور مطالعه او فکر پرې وکړو، تاریخي معلومات او هم یې پایلې راکوي. د نن د حالاتو له مخې راته راتلوونکی را ښيي چې راتلونکى باید موږ څه وکړو. څه بدلونونه لیدلای شو چې دا هم یوه ستره مسله ده، دا هر څه یې راخیستي او په یو کتاب کې يې ځاى پر ځاى کړي دي. زه فکر کوم دا هم د دې کتاب یوه بله په زړه پورې ځانګړنه ده. بیا کله په دې کتاب کې په نړیوالو سیاسي مسایلو غږیږي په منځ منځ کې یې د خپل ملت غم هم خوړلی دی.
زموږ پر ملت يې د نړیوال سیاست اغېز هم واضح کړی ، ډیر وخت موږ او تاسو وینو چې په محوطه باندې غږېږو یا تلوېزيوني بحثونه ګورو په همدې محوطه غږېږي، همدا دلیل دی چې اکثره وخت هغه څه چې په نړیواله سطحه تېریږي دهغو شننه په ښه ډول نه شو ترسره کولای او په ځان یې اغېزې نه شو ارزولای،نو همدا پايله ده چې کله په یوه کله په بل پړه اچوو.
دلته روسانو یرغل کړی و اوس امریکایان راغلي، د دوى هدف يوازې زموږ معنوي او له مادي پلوه ورکول وو،ځکه دوى په سیاست کې اسلامیت او انسانیت ته په ارزښت نه دي قایل. دوى ته فقط خپلې ګټې مهمې دي.
خادم صیب په شخص ګټو د دریدلي نړیوال سیاست مخونه ، نیتونه او فعالې اغېزې یې په افغانستان کې موږ ته راښودلې دي او موږ ته دا راښيي چې دوى په موږ ظلم نه کوي، بلکې موږ ویده او غافله یو، چې د نړی له پرمختګ سره مو ځان نه دی اعیار کړی. ددې دوه مخي سیاست لپاره مو امکانات نه دي برابر کړي. نو دا کتاب موږ ته یوه بله انګېزه هم راکوي چې د خپلې سیمې نه بلکې نړۍ په کچه فکر وکړو او هغه څه چې ورته اړتیا لرو باید تابیا یې وکړو.
دا هم دخادم صیب دکتاب یوه بله ځانګړنه ده، چې یو څپرکى يې په ځانګړي ډول پښتنو ته لارښوونه کوي، دا لارښوونه یې په زړه پورې ده په دې ځاى کې وايي چې بېشکه موږ ښه زرین تېر لرو ډیر پیاوړی تاریخ لرو،په تاریخ کې مو نوم درلود،غټ خلک یو، د ۵۰۰۰کلن تاریخ څخه هم دی انکار نه کوي.
لکه اوسني لبرال یا موډرن ځوانان چې تېر ته ډیر په بده سترګه ګوري.
خو دی وايي، ۵۰۰۰کلن تاریخ دې منم خو اوس وخت بدل دی، وخت اوس د کمیت نه دی، بلکې د کيفیت دی، که په خپل کور کې ته دا هيله لرې چې ته دلته په ارام سکون کې ورځې او شپې تېرې کړې نو ته په دې نه شې خلاصېدای چې زه ډیر یم او هغه کم دی. که ښه ارامه او خوشحاله ژوند غواړې نو باید د نړی په کچه له سیاست څخه خبر او تابیا ولرې،دا د ټکنالوجۍ دور دی .
دلته یې پښتنو ته ډیره قوي توصیه کړې هیله ده چې موږ یې ولولو، د عمل نیت وکړو او ډیر څه ترې زده کړو.
دا کتاب له ځان سره ډیر څه لري مطالعه یې کړی .کتاب مه خوندي کوئ
له مطالعې څخه وروسته یې له دوستانو سره شریک کړئ چې مطالعه یې کړي. صدقه یې جاریه ده.
له خادم صیب څخه مننه کوو، دا لومړنی دې وروستنی نه شي. هيله ترې لرو چې ددې ولس د ویښتابه لپاره ډیر څه ولیکي
ګوتې دې ستړې مه شه او بریا يې غواړو.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.