همدا اوس ګوانتانامو کې زموږ شاوخوا ۴۰ کسان بنديان دي خو وايي چې هر کال د دغه زندان د ساتلو لګښت له ۳۸۰ ميليونه ډېر امریکايي ډالره کېږي. دغه ځای د امریکا په بهري ځواکونو پورې اړه نه لري، لکه څرنګه چې موږ ګورو د دغه زندان ۸۵۰۰ ساتونکو ته معاشونه ورکول کېږي او په اوسط ډول د کال پر هر زنداني ۱۳،۸ میلیونه ډالر لګښت راځي. ما داسې اورېدلي چې د امریکا فدرال زندانونه په کال کې ۳۱ میلیونه ډالره لګښت لري.
زه پوهېږم چې امریکا زموږ د هېواد افغانستان په پرتله ډېر شتمن هېواد دی، خو دغه سرسام اوره لګښت او ضایعات ما متعجب کوي. په پنټاګون کې د ګوانتانامو لایحه د وکیلانو مربوط کېږي، په دغه زندان کې موږ ۲۳ داسې کسان بندیان یو چې هېڅ ارزښت نه راکول کېږي، نو دلته له تور او محاکمې پرته اوسېدو له امله موږ اړتیا لرو چې مشوره وکړو او مرسته راسره وشي.
لوییس باچ او ریویو هغه سرچینې دي چې اړې وې داسې یو سند لاسلیک کړي چې ژمنه وکړي له دولته هېڅ پیسې نه غواړي، خو د ګوانتانامو قانوني لګښت، د محکمو او قاضیانو په ګډون د کال ۶۰ میلیونه ډالر کېږي او دغه پیسې په دې تېرو اتلسو کلونو کې یو میلیارد ډالرو ته رسېږي، خو اوس پوښتنه دا ده چې دغه پیسې څه شوې؟
په رښتیا هم چې یو محکومیت شتون لري او دا په تاریخ کې د ګناه تر ټولو لویه ادعا ده.
ولسمشر ټرمپ فکر کوي چې په ګوانتانامو کې پر هر بندي د کال ۱۳،۸ میلیونه ډالر لګول لېونتوب دی، په داسې حال کې چې موږ ممکن د هغه له ځینو خبرو سره موافق
ونه اوسو، خو دا هغه څه دي چې موږ یې منو. زه پوهېږم دغه لېونتوب دی؛ ځکه زه له ۱۲ کلونو راهیسې دلته بندي یم. پر ما لګول شوی تور لا هم نه دی معلوم او نه هم ما د محکمې سالون تر اوسه لیدلی دی. مخکې له دې چې ما ونیسي او دلته مې راولي، زه ځوان وم، ما هغه وخت تازه واده کړی و، ما یوه کوچنۍ لور درلوده، هغه مریم نومېده، ما د هغې ماشومتوب له لاسه ورکړ، هغه اوس ماشومه ده. که څه هم په اوونۍ کې یو ځل اجازه لرم، له هغې سره ټيلېفوني خبرې وکړم، خو دا هیڅکله زموږ لپاره کافي وخت نه دی، لکه څرنګه چې هغه باید ښوونځي ته بوځم؛ ځکه مریم غواړي ډاکتره شي او زه غواړم په دې برخه کې د هغې ملاتړ وکړم.
خلک فکر کوي چې افغان سړي عیاش دي او پر دې باور دي چې د ښځې ځای کور دی، خو زه نور هېڅ نه غواړم، غواړم زما لور خپلواکه او مسلکي ښځه شي. زه نه غواړم مریم د ښکلو ارزښتمنو لوازمو په څېر لویه شي، زما تر ټولو لویه ناهیلې دا ده چې زه نه شم کولای له مریم سره د هغې د خوبونو په پوره کولو کې مرسته وکړم.
هر زنداني ته ۱۳،۸ میلیونه ډالر، تاسو ښايي فکر وکړئ چې موږ ارام او په مزو کې ژوند کوو، داسې نه ده، له موږ ډېرې ناوړې ګټې اخیستل شوې دي؛ زه حتا نه شم کولا په ارام بستر کې هم دغه څه له ذهنه وباسم، په دغه زندان کې ژوند مې د وینو خوراک دی، له ناهیلۍ او بدمرغۍ پرته بل هیڅ هم د شریکولو لپاره نه لرم. زه شرمېږم، که ووایم زه ډېره وخت د مرګ په اړه فکر کوم؛ ځکه مرګ له دغه عذابه زما د خلاصون لپاره یوازېنۍ لار ښکاري.
نو دغه ۱۳،۸ میلیونه ډالر چېرته ځي؟ د دغه مطلب لیکلو لپاره یوه ساتونکي ماته یو فلکسي پلاستیکي قلم راکړ، هغه هم چې څو کلمې ولیکم، بېرته وچېږي او رنګ بندوي. زه یوازېنی بې ارزښته افغان یم چې دلته پاتې یم، زه یوازېنی څوک یم چې په پښتو ژبه خبرې کوم، هغوی زما لپاره ۱۲ ژباړن ګومارلي دي، یوازې ماته! له بده مرغه چې زه له هغو سره ډېر کم وینم؛ دا ځکه چې زه دلته داسې څوک نه لرم چې په خپله مورنۍ ژبه ورسره خبرې وکړم.
دوی وايي چې ستاسو د خوړو میاشتنی لګښت ۶۰۰۰۰ ډالر کېږي، خو دا ورته ارزښت نه لري چې موږ ۲۳ کسان یې پرته له هیڅ تور څخه دلته ساتلي یو، که له یادو پیسو د ورځې ۸۷ ډالره ځانګړې شي، زه کولی شم د نیویارک په ښار کې که هر شی وغواړم، پرې وخورم، زما هغه ښه ورځ وي چې زه په کې یو پیاز یا رومي پیدا کړم او ویې وخورم، تر دې هغه خواړه ډېر ښه وو، کوم وخت چې زه په پاکستان کې د کډوالو په کمپ اوسېدم.
که څه هم د خوړو لپاره په کال کې ۳۱۷۵۵ ډالره بودجه ده، خو د امریکا پوځ د یاد زندان د فعال ساتلو لپاره ۱۳۷۶۸۲۴۴ نوره بودجه لګولې ده.
دغه راز د هر بندي لپاره ۲۱۲ ستر قوي هیکله ساتونکي ګومارل شوي چې زموږ ساتنه کوي، دا ټول ۸۵۰۰ سرتېري کېږي چې په قفسونو کې د پرتو ۴۰ کسانو ساتنه کوي. زه نه پوهېږم چې په دومره لوی شمېر ساتونکي ولې دوی ګومارلي دي، حال دا چې هېڅوک جرم نه شي کولی او نه هم څوک کولی شي فرار وکړي.
که یو کس هم د فرار هڅه وکړي، د هغه برخلیک به تور وي، که څه هم یا به ځان سمندر ته غورځوي او د کب خوراک به کېږي او یا به ۳۰۱ کیلومتره لامبو وهي څو هایټي ته ورسېږي، چې دا ناممکنه ده. یا کولی شي د امریکايي ځواکونو له بېزه د کیوبا پر لور وتښتي، خو دغه هڅه هم له خطره خالي نه ده، کېدای شي لوی ځمکني ماینونه پرې چاودنه وکړي.
په نړۍ کې د کوریا له ټوټه کېدو وروسته، ماته داسې ویل شوي چې په کیوبا کې د امریکایانو د بېز او پاتې کیوبا ترمنځ ۶۰۰۰۰ ځمکني ماینونه خښ شوي دي.
نو په دې اساس ولسمشر ټرمپ سم دی، هغه لېونی دی. دا د امریکا د مالیاتو ضایع ده، نو ایا ټرمپ اوس هغه لېوالتیا لري چې پیسې سمې استفاده شي او پر ځای ولګېږي او که بیا هم پرېږدي دغه پر موږ هر یوه لګېدونکې د کال ۱۳،۸ میلیونه ډالره بېځایه مصرف شي؟
که هغه په افغانستان کې سولې ته جدي وي، کولای شي هغه پیسې چې په ګوانتانامو کې بېځایه لګېږي، زما د هېواد جوړولو لپاره ولګوي. په هر میلیون ډالرو لګولو سره موږ کولای شو زرګونو زده کوونکو ته ښوونځي ولرو او میلیونونه بیا کولای شي زما د ننګرهار ټولو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
موږ کولای شول روغتون جوړ کړو، زما د تخمین له مخې، دلته پر ما مصرف کېدونکې کلني ۱۳،۸ میلیونه ډالر په ټول افغانستان کې د ۲۶۰ روغتونونو لپاره بسنه کوي. دغه راز کوم افغانان چې اوس د طالبانو ملاتړي دي، هغوی پر افغان چارواکو او امریکایانو باور نه لري. نو زما دغه وړاندیز کولای شي د سولې له پروسې سره مرسته وکړي. زه به د ځان لپاره د پیسو غوښتنه ونه کړم؛ ځکه زه کولای شم په افغانستان کې په ۵۰۰ ډالرو باندې په یو کال کې ژوند وکړم او دا زه خپله پیدا کولی شم. زه ممکن صدقه ورکړم او مرسته وکړم، له هغې مرستې چې په دې تېرو کلونو کې له ما سره په ګوانتانامو شوې ده. ښايي ښاغلی ټرامپ وکولای شي د هغو لپاره پیسې وسپموي، پر دې اساس هغوی کولای شي خپلو ښو کارونو ته دوام ورکړي.
زه یوازې یو سړی یم، دوه ویشت نور کسان هم په ګوانتانامو کې پاتې دي، د هغوی له ډلې کلونه کېږي چې د ازدېدو لپاره یې کارونه خلاص شوي، هغوی لا هم په قفسونو کې دي او ټرمپ د هغوی له ازادولو ډډه کوي. خو د دوی لګښت ښايي د ۲۸۶ نورو ښوونځیو لپاره بسنه وکړي یا د یو میلیون د څلورمې برخې زده کوونکو لپاره او یا هم د ۵۷۲ روغتونونو لپاره. ولسمشر ټرمپ ښايي د ۲۰۲۰ کال له ټاکنو مخکې سوله رامنځته کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.