Language

انسان په طبيعي ډول داسې خلق شوی چې خوځنده دی، تپاند دی، کار کوي، ګرځي او خپل ژوند جوړوي.

په نړۍ کې هغه کسان بريالي دي او مخې ته تللي چې خوځنده وي، کوښښ کوي، خولې تويوې او زيار باسي.

موږ ډېر کله وړ کسان په ټولنه کې لرو، خو بې حرکته وي، څوک يې له فعاليته هم نه وي خبر، عالم وي خو د پوهې خپرولو چل يې نه وي زده او يا يې د هغو لارو چارو د موندلو هڅه نه وي کړې چې علم ترې خپرېږي.

هڅه او کوښښ هغه نوم دی چې له امله يې ژوند تېرېږي، هوساينه او وړاندې تګ ترې رامنځته کېږي، ټولنه پرې نېکمرغه کېږي او نورو ته خير رسېږي.

په اووم ټولګي کې وم، سره له دې چې لومړنی ښوونځی مې په اول نومره ګۍ پای ته ورساوه، خو د اووم ټولګي په نيمايي کې هېواد ته راستون شوم، زما د اول نومره ګۍ لامل زما هڅه نه، بلکې زما حافظه وه چې هر څه مې ښه زده کېدل، خو يو ټولګيوال مې و، له حافظې لوېدلی و، خو چې کتل به مې شپه ورځ به کتاب ته پروت و، بس د ښوونځي کتابونه به وو او دی به وو، بل هېڅ کار يې نه و، خو له ازموينو وروسته به د نوموړي نومرې تر ما لوړې وې.

حيران به شوم چې ولې!؟

وروسته پوه شوم چې هڅه يې کوله، کوښښ يې کاوه او د خپلو هڅو په برکت يې خپله کمزورې حافظه قوي کړې وه، بيا بيا يې درسونه تکرارول، ورسره روږدی شوی و، ټول کتابونه يې ټکي په ټکي زده وو.

دا يوازې يو مثال و، موږ که خپل کار ته کار ووايو، مسووليت وپېژنو، د وړاندې تګ او نوښت لپاره يې هڅې وکړو، نو پرته له شکه چې بريالي به يو، خپل ژوند به مو هم سم کړی وي او نور به مو هم هوسا کړي وي.

يوازې دا نه چې په درسونو کې کوښښ وکړو، په هر څه کې له سالمې سيالۍ وروسته خپل کوښښ وکړو، هغه وړتيا چې خدای ج پر انسان لورولې ده، ګټه ترې بايد واخلي او را ويې سپړي.

ځيني وختونه يو انسان ښه لياقت لري، خو نه يې شي کارولی، سپړلی يې نه شي، لامل يې دا دی چې هڅه يې نه ده کړې او نه يې د خپلې وړتيا د کارولو کوښښ کړی دی.

راځئ له نن يې پيل کړو، د خپلو مو خو او هدف ته د رسېدو لپاره هڅه وکړو، د ژوند جوړولو لپاره کوښښ وکړو، د ټولنې د هوسا کولو او نېکمرغه کولو لپاره خپل توان ونه سپموو.

  يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه