له هغه وخت څخه چې د کرونا ویروس نړۍ تر پوښښ لاندې راوستلې ده، حکومتونه د ساينسي او طبي الاتو په لېږد او د همدغه وبايي ويروس د خپرېدا يا هم پروخت د اړينو معلوماتو د نه ورکولو په تړاو يو بل د پړ ګڼلو په هکله په لفظي شخړه کې نښتي دي.
کارپوهان لاهم نه پوهېږي چې دغه تاوتریخوالي به د نظامي ټکر پايله ولري که څرنګه او دا چې دغه وبا به د نړيوالو ترمنځ د جګړو د شونتيا کچه لوړه او که ښکته کړي.
جګړه له خطرونو او ګواښونو ډک تجارت ده چې په بالقوه توګه لوړ ځاني او مالي لګښتونه هم لري.
د جګړو د تاريخ پوهانو په اند جګړه د ټولو خواوو ترمنځ يو مشترک توری لري چې موږ ورته خوشباوري(د ګټلو باور) وايو. کله چې د جګړې دواړه يا ټولې خواوې د جګړې د ګټلو په هکله ځان باوري ګڼي، نو د خبرو له لارې د ستونزو د حل پر ځاى د ټوپک په ماشه باندې تکیه کوي او له همدغې لارې څخه د بريا په لټه کې وي.
متاسفانه چې سوله بيا په معکوسه توګه د جګړو اړخونو ته د ناهيلي او بدبينۍ پيغام ورکوي. هغوى مخکې له مخکې ذهناً تيارى نيسي چې د جګړې ختمول او د سولې په منلو سره به هغوى د معاملې له امله خپلې بنسټيزې موخې وبايلي. که يو اړخ په ناببره توګه د جګړې پر ليکه کې بريا ترلاسه کوي، نو د خبرو پر مهال يې د غوښتنو کچه تر هغه زياته لوړيږي څومره چې مخالف اړخ ورته ذهني تيارى لري. ځينې نړيوال څېړونکي د کرونا ويروس د خپرېدو له امله د امریکا او چین اوسنيو ناندريو ته هم په همدغه تناظر کې ګوري.
په داسې حال کې چې امریکا د دغې وبا له امله په کور دننه له سختو ستونزفو او نيوکو سره لاس او ګریوان ده، خو ځينې شنونکي فکر کوي چې کېداى شي چين له اوسني کرونايي صورت حال څخه د ګټې اخیستنې په موخه د لوېديځ په مقابل کې د وړاندې کېدو هڅه وکړي. مګر دغو څېړونکو هېره کړې ده چې کرونا ستر او ځواکمن هېوادونه تقریبا له توپير پرته ځپي. يو هم داسې نه ښکاري چې په نورو باندې د پام وړ برى ومومي. د اوسنۍ کرونايي صورتحال تر ختمېدو او له هغه وروسته رامنځته کېدونکو شرايطو ته په کتو به ټول اړخونه د خپلو نظامي وړتياوو او حتى د جګړه یيزو تياريو په کولو نه, بلکې په جګړو باندې د تمرکز د کچې په کمولو فکر وکړي.
د جګړو د شنونکو په اند اوسنۍ کرونايي وبا به يقيناً په نظامي ډګر کې د پلان جوړونکو د باور کچه راښکته کوي او همدغه بې باوري او ناهیلې توب سولې ته فرصت ګڼل کېږي.
د کرونا له امله تحميلي سوله:
په جګړه او وبايي رنځونو باندې د ترسره شوې سروې له مخې ثابته شوې ده چې منفي ذهنیت او ناهیلې توب سولې ته فرصت برابروي. پوهانو په دغه هکله په مکرره توګه داسې شواهد وړاندې کړي دي چې په جګړه ځپلو سيمو کې د وبا له امله څنګه ناورين رامنځته کېږې، ليکن په دغه تړاو ډېر کم اسناد شته چې وبايي رنځونه دې د جګړو لامل شوي وي او يا دې جګړه د وبايي ناورين پر مهال نښتې وي.
هغه وبايي ناورين(انفلوينزا) چې په اروپا کې د 21 – 1919 کلونو کې د لومړۍ نړيوالې جګړې پر مهال خپره شوه، نور ځانګړي کورني او بهرني لاملونه يې درلودل.
وبايي ناورين ځکه جګړه ختموي چې جګړه د انسانانو په مټ پرمخ بيول کېږې او کله چې انسانان د وبا له ناورين سره مخ کېږي نو جګړه یيزه وړتيا يې اغېزمنه کېږي.
له دې ورهاخوا کرونايي وبا د هېوادونو اقتصادي سرچينې ځپي. هغه سرچينې چې د نظامي ځواک د پياوړتيا بنسټ ګڼل کېږي.
کوويد19 نړيواله وبا ده چې له توپير پرته ځواکمن او کمزوري يو شان ځپي. په عسکري برخه کې پياوړي او ځواکمن هېوادونه باید د خپل نظامي ځواک په اړه اندېښمن واوسي ځکه چې د هغوى اقتصاد سخته ضربه ويني او داسې اټکل کېږي چې د ناورين له ختمېدو وروسته به هم د هغوى اقتصادي سمبالښت زيات وخت ته اړتیا ولري. چين چې د کرونا ویروس خپرېدا يې تقریبا قابو کړې او د اقتصادي بيا رغونې چارې يې پيل کړې دي, خو ګومان کېږې بيا رغونه به يې کلونه وخت ونیسي. دغه هېواد د 2020 زيږديز کال په لمړئ ربعه کې له تيرو څلورو لسیزو را په دې خوا تر ټولو بده اقتصادي وده درلوده. په اقتصادي برخه کې په چين پورې تړلي هېوادونه د چين له خوا د اړينو توکو په صادرولو باندې د بنديز په سبب د خپلو اړتیاوو په پوره کولو کې د پاتې راتلو له امله وځپل شول.
که د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه واکسین تيار او په پراخه کچه مارکېټ ته وړاندې هم شي، هېوادونه به سترو پورونو د ادا کولو له دروند بار لاندې او همدغه اقتصادي زيانونه پوره کول به کلونه وخت واخلي. که واکسین تيار او مارکېټ ته وړاندې هم شي، نړۍ د پيړۍ تر ټولو بده وبا او تر ټولو بد اقتصادي رکود تجربه کوي چې خورا ژورې اغېزې به ولري.
ډېر هېوادونه د دغې وبا د خپرېدا د مخنیوي په وړاندې د اړينو ګامونو پورته کولو په مديريت کې پاتې راغلي دي. په راتلونکي کې به ولسونه د دغه ويروس په تړاو هغه مشران پړه وګڼي چې په دغه ناورين کې يې د خپلو ولسونو د خونديتوب او د هغوى د اقتصادي بد حالت په رغولو کې پاتې راغلي دي.
د وبايي ناورين پر مهال د اړينو درملو او طبي سامان الاتو په صادراتو باندې بنديزونو ته په کتو به واردونکي حکومتونه او سوداګريز شرکتونه هڅه وکړي چې په راتلونکې کې په وارداتو باندې تکيه کمه او کورني امکانات په کار واچوي.
له دویمې نړيوالې جګړې وروسته د هېوادونو ترمنځ نسبتاً په ټيټه کچه جګړو شتون درلوده. سابق شوروي اتحاد او د امریکا متحده ایالاتو پوره څلور لسیزې د اتومي او درديزو وسلو تر رقابت پورې سړه جګړه وکړه خو کله هم پورتني دواړه هېوادونه نيغ په نيغه په جګړه کې ښکېل نه شول. اوس هم د زبرځواکونو ترمنځ له ناندريو, ګواښونو او ګوتڅنډنو سره سره بيا هم داسې نه ښکاري چې د کرونا ویروس د خپرېدا په شخړه کې پورتني هېوادونه عملا وسلو ته لاس واچوي ځکه هغوی پوهېږي چې مخامخ جګړه به ورته له کرونا څخه هم زيات زيان واړوي.
د افغانستان په جګړې د کرونا اغېزې:
اوس راځم زموږ په هېواد کې روانه جګړه د کرونا ويروس له ژور ګواښ سره سره جبري سولې ته لاره پرانیزي او که نه؟
ډېر لرې نه ځم. د تېرو دوو لسيزو راپدیخوا په سلګونه زره افغانان د مرګونو خپڅکو لاندې کړل. داسې فاميل به ډېر کم وي چې د جګړو له امله مسقیم او يا هم غير مستقيم د غم پر ټغر نه وي کېناستلى.
که په هېواد کې له دوو لسیزو راهیسې د روانې جګړې په ناخوالو باندې ځغلنده نظر واچوو نو پوهېږو چې دلته څه ډول لوبه پرديو ځواکمنو هېوادونو روانه کړې ده چې زیانونه يې موږ خو ګټې يې ټولې پردي وړي.
په دې کې شک نه شته چې د امریکا په مشرۍ ايتلاف دلته خپلې موخې او ستراتېژیک اهداف لري او د هغو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې د جګړو د ختمولو اراده نه لري، خو بل خوا دا هم روښانه ده چې په جګړه کې په نيابتي شکل ښکیلې نورې خواوې هم لاس تر زنې نه دي ناست.
زه باور لرم چې د حکومت او طالبانو ترمنځ داسې اساسي ستونزه په دومره لويه کچه نشته چې د خبرو له لارې د حل لاره ونه لري، خو بيا هم له تېرو دوو لسیزو راهیسې سره وژني. کله مو غور کړی ده چې دغه دوه ډلې ولې سره وژني؟
ايا دا پلمه بسنه کوي چې حکومت د دامريکا لخوا تمويلېږي او د امریکا د ګټو لپاره جګړه کوي او طالبان د پاکستان له خوا تمویل, تجهيز او د پاکستان د ګټو لپاره جنګېږي نو ځکه عسکر ته د طالب وژل او طالب ته د عسکر وژل اړين دي؟
هغه څه چې زموږ جګړو ته ځانګړتيا وربښي او له نورو جګړو څخه يې بېلوي د دغې جګړې عقيدوي او حماسي اړخونه دي. طالب دغه جګړه مقدسه فريضه او حکومت يې له هېواد څخه مقدسه دفاع ګڼي. نه پوهېږم چې په کور دننه او په نړيواله کچه د بين الافغاني مذاکراتو او سولې لپاره د اجماع له شتون سره سره به پورتني عقيدوي او حماسي انګيرنې څومره په واقعيتونو باندې ولاړې وي، خو کله چې که د جګړو ستراتيژيک ژوروالي او استخباراتي اړخ ته ځير شو نو پوهېږو چې روانه بين الافغاني جګړه نه زموږ جګړه ده او نه هم زموږ د هېواد ګټې په کې نغښتې دي. دا یوه سیمه ييزه او نړيواله جګړه ده چې د ښکيلو هېوادونو د ستراتېژیکو موخو لپاره افغانان په کې قرباني ورکوي. امریکا او ګاونډي هېوادونه خپلې ګټې د افغانانو ترمنځ په جګړه کې لټوي او موږ د سولې لپاره د افغانانو پرځای د پرديو دروازې ټکوو.
کله چې جګړو ته عقيدوي او حماسي بڼه ورکړل شي، نو له مرګ څخه وېره ختمېږي او د جګړې پلان شوي تاکتيکونه د محاسبې وړ نه وي. په دغه شان صورت حال کې اټکل کولاى شو چې سوله ممکن ډېر وخت واخلي، ځکه چې حکومت فکر کوي چې د جګړې د ختمولو لپاره يې ښه لابي کړې، طالبان يې د سولې له خبرو سره د حساسيت او وېرې له امله په کور دننه او بهر له انزوا سره مخ کړي دي. طالبان د خوشباورۍ ښکار دي. فکر کوي چې امریکا له افغانستان څخه پښې سپکوي، په جګړه کې د هغوى تله درنه ده. جنګ ته دوام ورکول د هغوى بريا تضمینوي او سوله ورته زيان رسوي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.