Language

author avatar
29 Oct 2020 - 16:05
author avatar
29 Oct 2020 - 16:05

په قطر کې د سولې بين الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي، موږ ناهيلي شوي يو، ښکيلې خواوې نه سولې ته د رسېدو وړتیا لري او نه هم اراده، ولس مو د جګړو په تنور کې سوځي، هره ورځ د لسګونو افغانانو وينه توييږي، هېواد مو د خپل تاريخ خورا حساسې شېبې تېروي، جنازې کوو، په وينو لړلي ځوانان قبرونو ته له ډېرو ارمانونو سره ښکته کوو او د فاتحو مراسم نيسو، خو نور هېڅ نه شو کولاى، ځان بې وسه او بې کسه ګڼو، ملي يووالى مو ټکنى شوى، چا د پښتون، تاجک او هزاره په نومونو سره وېشلي يو او تاسو د ښځو او ځوانانو، قومونو او سمتونو ترعنوان لاندې سره وپاشلو.

د سياسي ګټو ترلاسه کولو لپاره د مقدساتو له نوم څخه ګټه پورته کول دومره عام شوي چې که څوک سياسي ناسته، مدني ټولنه، دوکان او يا نانوايي هم جوړوي، نو له نوم سره به يې سوله، ملي، اسلامي او ولسي توري حتماً نښتې وي، دا خورا ګټورې سوژې دي چې هرڅوک ورڅخه استفاده کولاى شي، خلک ورباندې غولولاى شي، د دغو سپېڅلو ارزښتونو لپاره يوازې عام ولس قرباني ورکوي، خو ښه رهبري نه شته چې د عام ولس هڅې همغږې کړي او د توپان مخه ونیسي.

کله کله په سياسي ناستو کې ګډون کوم، له زياتو هيلو او توقعاتو سره ورشم، موخه مې دا وي چې که زما خبره د دغه مظلوم ملت او کنډواله هېواد په نيکمرغۍ کې د يوې ذرې برابر نقش هم ولري، د ايمان او وجدان غوښتنې به پوره کړي او د هېواد د درانه قرض يوه وړوکې برخه پور به مې ادا کړى وي، د غونډې په سر کې ټول ګډونوال خپلې خبرې له سولې سره د عشق په يوه ايت، حديث او يا هم حماسي شعر سره پيل او په يوه شعار يې پاى ته رسوي، مګر کله چې خبره د سولې لپاره د قرباني تر بريده ورسېږي نو ګډونوال هريو د باعزته سولې، تل پاتې سولې، ټول شموله سولې، لاسته راوړنو، د بيان ازادي، د ښځو حقونو، جمهوريت او د ډيموکراسي د خونديتوب تر سرليک لاندې په غير مستقيم ډول د خپل ځان لپاره د امتیازاتو په غوښتنو باندې راڅرخوي.

ملت يقيناً ولسواک نظام غواړي، خو ولسمشر ته يوازې ځان جمهوريت او نظام ښکاري، په خبره او ژمنو ولاړ، دين او هېواد ته د ژمن ولسمشر په دندو کې د پاتې راتلو له امله يې ولسواکي هم د بدنامۍ تر کچې ورسوله، له واک څخه د دفاع په لار کې دهر ډول ننګونې پر وړاندې مقابلې ته تيار ناست دى، حتى که هېواد له بحران سره هم مخ کېږي، ولسمشر غني  ځان د جمهوريت جز لاينفک ګڼي، که څوک د جمهوريت پلوي کوي نو غني وايي چې زه د جمهوريت برخه او ښه ممثل يم.

د يوه ورور په صفت مې ورته مشوره داده چې هڅه وکړي د ډاکټر نجیب هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې په حکومت او ګوند کې د ننه له سختو مخالفتونو سره مخ شو، حکومت يې نسکور شو او د تېښتې لار هم ورته بنده کړاى شوه، موږ قطعاً نه غواړو نظام نسکور شي، موږ قطعاً نه غواړو ولسمشر له هېواد څخه تېښتې ته اړشي، موږ په موقت ډول د پخلاینې د پروسې د بشپړېدو، د جګړې د ختمولو په موخه د طالبانو په ګډون د ټولو افغانانو ترمنځ په يوه نوي جوړښت باندې هوکړه او له همدغې هوکړې څخه غيرمتزلزل نړيوال تعهد او ملاتړ غواړو.

غازي امان الله خان او داوود خان واقعاً وطندوست مشران وو، خو د غني وطندوستۍ باندې بې باوره يو، امان الله خان له ټولو مثبتو اړخونو او د وطندوستۍ له احساس سره سره له غرب سره د خپلې ټولنې د عقيدوي او ټولنيز توپیر له درک کولو پرته احساساتي ګام پورته کړ، داوودخان له شوروي سره دښمني په ډاګه کړه، له هر ډول لومړنيو تدابيرو نيولو پرته يې د شوروي لاسپوڅي او د خپل لستوڼي ماران محبس ته ولېږل او د شيطانانو مشر حفيظ الله امين يې ازاد پرېښوده.

موږ تاريخ لولو خو د غني له خبرو داسې معلومېږي چې نوموړى تاریخ نه لولي، تفصیل ته نه ځم، له دواړو پورتنيو مشرانو سره ظلم، وحشت او نا انصافي وشوه، خو هغوى هم تېروتنې او احساساتي کړنې درلودې، ولسمشر غني ته په خورا درنښت وايو چې تاسو داسې تېروتنه مه کوئ چې هغه تراژيدي تکرار شي، موږ مو څارو چې د مالي،اداري او اخلاقي فساد بنسټګر ستاسو په څنګ کې ناست دي او تاسو له مقدساتو او ملي دودونو سره لوبه کوئ.

طالبان له امريکا سره له هوکړې وروسته ځانونه فاتحين ګڼي، ترانې غږوي، ارګ ته د ننوتلو چمتوالى نيسي، پښه يې

پرځمکه نه لګيږي، هوايي روان دي، په جګړه او د امریکا په ژمنو حساب کوي، خو جګړه قطعاً د حل لاره نه ده او امریکا سياسي مکاري کوي، اوس د کابل په نيولو باندې تر علم اليقين پورې باور لري، خو زه دغه ليدلورى له عيني واقعيتونو او ځمکنيو شرایطو سره په ټکر کې او دافغانستان د ملي يووالي، ځمکنۍ بشپړتيا، ټولنيزو پرمختګونو او نورو ملحوظاتو له امله خطرناک او د يوې تازه غميزې پيل ګڼم.

لوبه له لرې واټن څخه کنټرول کېږي، د بېلابېلو لوبغاړو له خوا له مختلفو زاويو روانه ده، شعارونه جعلي او پردي دي، خو وينه زموږ او اصلي ده، امريکا نيوټرل امپایر او افغانستان متاسفانه د لوبې ډګر دى.

مشران مو يا د جګړو محصول او يا زموږ هېواد ته له غرب او ګاونډيانو څخه را صادر شوي توکي دي، نه درک لري نه درد، خبرې د مقدساتو، ارزښتونو ديموکراسۍ، ولسواکۍ او جمهوريت کوي، خو موخه يې واک وي، نه د وخت د حساسيتونو محاسبه کوي او نه د ولس د چيغو د اورېدو اجازه لري.

موږ ولسونه هم برئ الذمه نه يو، د شرق او غرب د فتحه کولو خبره کوو، خو هير مو نه  شي چې زموږ فاتحين لاهم زبرځواکونه دي، اوس هم موږ ته خيرات راکوي، خو موږ لاهم د ورور په ګريوان کې لاسونه اچولي، د ورور په وينه مو لاسونه سره دي، د ورور سر مو پرې کړى او لاپې هم د زمرو وهو، د هر کوتک او بوتل ډول ته نڅيږو، د يو څو څاربو، غوړو خبرو او يو څو ويډيويي کليپونو په ليدلو ړوند تقليد کوو، قبله بدلوو او بېځايه قضاوتونه کوو، د قران کريم له ارشاداتو سره په خپله په خپل ځان او خپلې ټولنې د بدلون او سمون لپاره عملاً نه لاس په کار کېږو، خپله الهي دنده مو هيره کړې ده، يو له احمد بل له محمود څخه روا او ناروا دفاع کوو، دا ټولې بلاوې ووينو، نو نور مو هېڅ په توان کې نه وي يوازې چيغې مو پورته شي.

د سولې تر سرليک لاندې د واک په سر ناندرۍ روانې دي شعارونه جعلي، خو جګړه او وينه اصلي ده، امريکا د پخواني حليف حريف او د حريف حليف ده، کېداى شي د اوسني حريف سبا ته بيا حليف شي، افغانستان د لوبې ډګر دى.

مشران مو د جګړو توليد او يا هم د پرديو له خوا د پرديو موخو او پرديو ګټو لپاره وارد شوي توکي دي، ځينې درک نه لري او ځينې درد نه لري، ځينې د وخت د حساسيت محاسبه نه شي کولاى او ځينې د ولس د چيغو د اورېدو وړتیا نه لري.

دا ټولې بلاوې ووينو نو چې نور مو هېڅ په توان کې نه وي يوازې چيغې مو پورته شي، دا هم د دواړو خواوو کرم دى چې چيغو ته مو پرېږدي.

ټولو ښکېلو اړخونو څخه مو هيله او غوښتنه داده چې په تېرو څو لسيزو کې د واک د انحصار او ځانځانۍ شرمونکې پايلې مو وليدې، ولس تر هرنوم او هر عنوان لاندې اوسنۍ جګړه د مشروع مبارزې په توګه نه مني، د دوحې په مذاکراتو کې بن بست ولس ناهيلى کړى دى، په قصدي توګه د مذاکراتو د لړۍ اوږدوالي ته لاره هوارېږي، موږ او زموږ هېواد د بن د غونډې په څېر د بلې تپل شوې حل لارې د تحميلولو توان نه لري، دښمنو ډلو ته فرصت ورکړل شو، خو له بده مرغه هغوى د واک په سر له اختلاف څخه لاس نه اخلي، که څوک فکر کوي چې د حکمتيار په څېر به طالبان هم د ولسمشر غني په مشرتوب کابل ته راشي او يا به طالبان کابل ونيسي او په افغانستان باندې به لکه د پخوا په څېر حکومت کوي، نو څو څو ځله دې په دغه دريځ باندې بيا غور وکړي، دغه کار ناشونى دى.

د اوسنيو شرايطو غوښتنه دا ده چې ټولې ښکېلې خواوې په يوه ګډه لنډمهاله اداره باندې د يوه داسې شخص تر مشرتابه لاندې هوکړه وکړي چې دين او هېواد ته ژمنتیا يې ترپوښتنې لاندې نه راځي، په کورنۍ جګړه، غصب او فساد کې په لاس لرلو متهم نه وي، د کوم بهرني هېواد لپاره په کار کولو تورن نه وي او په راتلونکي منتخب حکومت کې د هيڅ ډول امتیاز لپاره نوماند هم نه وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه