Language

author avatar
17 Apr 2018 - 12:23
author avatar
17 Apr 2018 - 12:23

ټاکل شوې چې د روان لمریز کال د تلې میاشتې په اته ویشتمه نېټه د هېواد په ګوټ ګوټ کې د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي او دا ځل به رایه ورکوونکي د تېرو ټاکنو برخلاف د خپلې پېژندپاڼې ( تذکرې) پر اساس رایه ورکوي، ځکه د رایې کارتونه اعتبار نه لري او نه وېشل کېږي.

د رایې ورکولو لپاره په کار ده چې پېژندپاڼې د ټاکنو کمېسیون اړونده مرکزونو کې ثبت او راجستر شي ترڅو د رایې ورکولو په ورځ وکولای شي رایه ورکړي چې د ټاکنو د کمېسیون د مسوولینو په خبره دغه پروسه اوسمهال د ولایتونو په مرکزونو کې پیل شوې او ډېر ژر به ولسوالیو ته هم وغځول شي.

د هېواد په زیاتو سیمو او ځانګړې توګه لرې پرتو ولسوالیو کې امنیتي او کلتوري ستونزې ددې سبب ګرځېدلي چې زیاتو هېوادوالو مو پېژندپاڼې هم نه دي اخیستي او له همدې امله له خپلو ګڼو مدني او سیاسي حقوقو څخه بې برخې دي او چا چې پېژندپاڼې اخیستي هغوی یې بیا په ټاکنیزو مرکزونو کې د ثبت او راجستر لپاره زړه نه ښه کوي چې په خبره یې د دوی رایې کوم ارزښت نه لري.

خو خبره داسې نه ده، دا یو حقیقت دی چې که زیات کسان په ټاکنو کې برخه وا هم نه خلي بیا هم ټاکنې ترسره کېږي او نوماندان د خلکو د استازیو په توګه څوکۍ ترلاسه کوي.

پېژندپاڼې یوازې د ټاکنو لپاره ضروري نه دي، بلکې پېژندپاڼې مو له یوې خوا د هویت پېژندګلوي کوي او افغانیت مو تثبیتوي له بل لوري د ژوند د نورو اړینو چارو لکه د حج مراسمو ته د ادا لپاره، د ناروغۍ د درملنې په موخه او یا کومې بلې اړتیا په اساس بهرنیو هېوادونو ته د سفر لپاره هم په کارېږي، نو په کار ده چې خپله هم پېژندپاڼې واخلو او نور دوستان او ملګري هم وهڅوو چې دا ملي وجیبه ترسره کړي او تذکرې واخلي.

دا چې ټاکنې تر کومه حده رڼې وي او یا تر کومه بریده د سلنې له مخې مشروعیت لري دا یو بېل بحث دی، خو موږ ته په کار ده ترڅو په دې ځان پوه کړو چې ولې رایه ورکړو؟

هر هېوادوال غواړي چې کور یې برېښنا ولري، امنیت یې خوندي وي، د کلي سړک یې پوخ وي، د کورنۍ غړي یې په کارونو مصروف وي، ښوونځی او روغتون یې کور ته نږدې وي، غږ یې واورېدل شي او نږدې د ژوند ټولې لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې وي او ددې ټولو خدمتونو غوښتنې له حکومت څخه کوي.

که چېرته ورته دا اسانتیاوې برابرې نه شي، نو ګیله هم له حکومت څخه کوي او داسې ګڼي چې ورسره د مور او میرې چلند کېږي خو له دې ځان نه خبروي چې وزیران څوک ټاکي؟ بودیجه څوک تصویبوي؟ د حکومت د کړنو څارنه څوک کوي؟ او بالاخره د چا غږ اورېدل کېږي؟

موږ که له حکومت څخه د خدماتو غوښتنې لرو، نو په کار ده چې خپل مسوولیت هم ادا کړو او حد اقل پېژندپاڼې واخلو، ثبت یې کړو او د رایې ورکولو په ورځ رایه ورکړو.

د هغو سیمو خلک چې په ټاکنو کې زیاته ونډه اخلي او زیاتې څوکۍ خپلوي د هغو خلکو په پرتله چې په ټاکنو کې یې ګډون کم رنګه وي، له خپلو سیاسي او مدني حقوقو څخه په زیاته کچه برخمن کېږي، غوښتنې یې منل کېږي، خدمات ورته برابرېږي او غږ یې ښه اورېدل کېږي.

نو په کار ده چې په ټاکنو کې ګډون وکړو او داسې چاته رایه ورکړو چې په راتلونکې کې زموږ ښه استازیتوب وکړي او خپلې کړې ژمنې ترسره کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>ليکوال، ژورنالېست او شاعر عصمت الله عمري د زابل ولایت اوسېدونکی او اوسمهال د کندهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي زده کړیال دی.</p>