Language

author avatar
24 Dec 2019 - 11:33
author avatar
24 Dec 2019 - 11:33

پر دفتري مېز پراته خواره واره اسناد مې یو څه منظم کړل. د دفتر له کړکۍ آسمان نیمه وريځ او هوا ډېره سړه ښکارېده. د عادت له مخې مې خپل لاسي ساعت ته وکتل، د ماسپښین درې بجې او پنځلس دقیقې وې، د ډزو غږونه مې تر غوږه شول. ډېر ژر پوه شوم، چې ډزې موږ ته نږدې دي. زما دفتر د ودانۍ په دویم پوړ او د اوږد دهلېز په وروستۍ برخه کې و، د وتلو لپاره یې یوازې یوه عمومي دروازه درلوده، چې کارکوونکو او مراجعینو پرې تګ را تګ کاوه او د دهلېز په دواړو خواوو کې د مامورینو دفترونه وو. په وارخطایۍ له څوکۍ راپورته شوم، د دروازې پر لور ورغلم، تر څو له امنیتي کسانو پوښتنه وکړم، خو امنیتي مسوول په بېړه راننوت، په لوړ غږ یې وویل: وسله والو زموږ پر دفتر برید کړی، د عمومي دروازې ساتونکی وژل شوی، ځانمرګي بریدګر ودانۍ ته راننوتي او دویم پوړ ته د راپورته کېدو په حال کې دي. زه د دفتر په منځ کې هېښ ودرېدم، له دې سره په اوږد کانګریټي دهلېز کې د مرمیو او لاسي بمونو اوازونه او د همکارانو دردناکې چیغې پیل شوې.

امنیتي مسوولینو ته مې وویل، چې بهر ووځئ، د نورو همکارانو د ژغورلو لپاره وسله والو سره مقاومت وکړئ. د امنیتي مسوولینو له وتو څو شېبې وروسته وسله وال، چې په درندو وسلو، لاسي بمونو او ځانمرګو واسکټونو سمبال وو، زما د دفتر اړوند کوچني دهلېز ته را ورسېدل. د ډزو غږونو زور واخیست، د باروتو تریخ او تېز بوی د دروازې له درزونو زما دفتر ته راننوت او فضا یې ګردجنه کړه.

تر دې وړاندې داسې پېښې سره نه وم مخ شوی، ناکراره وم او هم مهاله مې په دې فکر کاوه، چې څنګه له دې ځایه ژوندی ووځم. یو څه ناهیلى شوم، فکر مې وکړ د ژوند وروستۍ شېبې مې دي، دلته یو څه تم شوم او بیا مې د دفتر بېړنۍ دروازې ته چې د مجلس په خونه کې وه ځان ورساوه، دا ځای هم د ډزو تر اور لاندې و.  ټولې لارې مې د ځان پر وړاندې بندې وګڼلې او له دې ځایه د ژوندي وتلو هیلې مې یو څه مړاوې شوې. په چټکو ګامونو بېرته خپل دفتر ته ور وګرځېدم او د کاري مېز ترڅنګ ودرېدم، موبایل مې په لاس کې و، خو نه پوهېدم څه پرې وکړم او چاته زنګ ووهم؟

ځان مې محاصره او د وتلو ټولې هڅې ناکامې وګڼلې، سترګې مې پټې کړې، د ژوند آسانۍ، سختۍ، خوښۍ او غمونه مې لکه د فلم د یوې صحنې په څېر ذهن کې تېر کړه. د خپلې مېرمنې او درېیو کوچنیو ماشومانو راتلونکی حالت مې انځور کړ، چې زما په نه شتون کې له څومره سختیو او کړاوونو سره مخامخ دي، خو بیا مې هم هیله له لاسه ورنه کړه او د ځان ژغورنې د نور هڅو په لټه کې شوم.

د ځان ژغورنې یوه بله هڅه: 

له څه شېبې فکرونو او ناهیلۍ وروسته مې ځان یو څه سمبال کړ، ډزې نورې هم ډېرې او تېزې شوې وې او ټوله ودانۍ یې په سر اخیستې وه، ومې ویل، په داسې حالت کې ګير پاتې کېدل ښه خبره نه ده. د دفتر لومړۍ برخې ته، چې پخلنځی هم ورسره نږدې و ورغلم، د پخلنځي دروازه مې په ډېر احتیاط پرانیسته، ګورم چې په پخلنځي کې اشپز او همکار یې لړزې نیولي غونج ناست دي. زما په لیدو نور هم را ټول شول او له سترګو یې د وېرې بڅرکي بادېدل. د ځان او د دوی په بد حالت او خپلې بې وسۍ مې زړه بد شو. وسله والو د لاسي بمونو غورځول پیل کړل، زما وېره زیاته شوه، فکر مې وکړ، چې ممکن دېوالونه نسکور او تر موږ راورسېږي. ناڅاپه مې د بالکون دروازې ته پام شو، بېرته خپل دفتر ته ورننوتم او د بالکن دروازه مې خلاصه کړه، په ډېر احتیاط بالکن ته ورووتم، خو دا وېره را سره وه، چې له کومې خوا په نښه نشم، یو او بل لور ته مې وکتل، یو څه ډاډه شوم او په دې هڅه کې شوم، چې لاندې ښکته شم، خو کله مې چې د بالکن او دېوال تر منځ نږدې پنځه متره اوږدې فاصلې ته وکتل یو څه ټکنی شوم او له دې ځایه تر دېواله ټوپ وهل راته ستونزمن او ناممکن ښکاره شو، خو ژر مې سترګې پر هغه ونه ولګېدې، چې د ودانۍ او عمومي دېوال تر منځ ولاړه وه. څو ورځې وړاندې همکارانو د دې ونې د اره کولو پرېکړه کړې وه، خو ما یې مخالفت وکړ. زړه مې غټ کړ او ځان مې یو څه باجرائته ونیوه، له کړکۍ مې په ډېرې سختۍ ونې ته ځان ورسوه او له دې ځایه مې دیوال ته، چې اغزن سیم پرې تېر شوی و، ورټوپ کړل او له هغه ځایه مې ودانۍ نه بهر عمومي سړک ته ځان وغورځاوه.

ټوله کوڅه تشه وه، خلکو د برید له وېرې سیمه پرېیښې وه، زما لاسونه او پښې په اغزن سیم ټپي شوي وو، بهر نه مې ودانۍ ته وکتل، د څلور پوړیزې ودانۍ په کانګریتي خونو او دهلیزونو کې لا هم ډزو انګازې کولې، د هرې خونې له کړکۍ لوګي راوتل، زه په داسې حال کې چې ژغورل شوی هم وم، خو ذهن مې دفترونو کې د ایسارو همکارانو چیغو، په وینو لړلو جسدونو او پر ودانۍ لګېدلي اور تسخیر کړی و.

ټولو فکر کاوه، چې د بریدګرو له خوا په نهه ساعته اوږده جګړه کې وژل شوی یم، خو ما د خپلې ژغورنې دلیل د شهیدانو د کورنیو دعاوې ګڼلې، چې له داسې یوه ناورین نه روغ رمټ راووتم. د پېښې یو کال پوره شو، خو زه لا هم هر شپه د بدو خوبونو او شدید سر درد له امله سم خوب نه شم کولای، پر ذهن مې لا هم د پېښې سیوری پروت دی.

په دې خونړۍ پېښه کې د ګاونډي ټولګټو چارو وزارت د کارکوونکو په ګډون نږدې اوویا کسان شهیدان او ټپیان شوي وو. د شهیدانو په منځ کې د دې وزارت د شپږم بست ۲۵ کلنه ماموره ترینا هم شامله وه، چې د بریدګرو له لوري د خپلې یو نیم کلنې لور حسنات د سترګو پر وړاندې په ډېرې بې رحمۍ په شهادت ورسول شوه. درېیم پوړ کې بند پاتې همکاران چې په پېښه کې ژغورل شوي کیسه کوي چې، ترینا په درېیم پوړ کې وه، د ډزو په اورېدو په بېړه له وړکتونه خپله کوچنۍ لور را اخلي، یو خوا بله خوا ګوري ویني، چې شاته د تېښتې کومه لار نشته، په داسې حال کې چې کوچنۍ لور یې هم په غېږ کې نیولې د دفتر دهلېز ته منډه اخلي، هڅه کوي د عمومي دروازې له لارې ووځي، خو لا یې په دهلېز کې څو ګامه نه وي اخیستي، چې وسله وال په  مخه ورځي. ترینا په دغه وخت کې د ځان ژغورنې ترڅنګ غواړي خپله لور هم وژغوري.  کوچنۍ لور په غېږ کې وسله وال کس سره کش وګیر کوي، خو لاسونه یې ټپي کېږي. وسله وال یې لور له غېږې غورځوي، دا پر ډزو ولي او غورځېږي. حسنات د مور له مړینې وروسته نهه ساعته د هغې بې روحه او په وینو لړلي جسد تر څنګ ژاړي تر دې چې څه یې ژړا د زړه زور اخلي او څه د سړې هوا له وجې بې هوښه کېږي. د وسله والو له وژلو وروسته امنیتي ځواکونه د ایسارو یا وژل شویو کسانو پلټنه پیلوي، د حسنات پر مور او په وینو لړل شوې ژوندۍ، خو بې هوښه حسنات یې سترګې لګېږي. دا او مور یې راپورته کوي، مور یې لار جلا کړې وي، خو حسنات کوما ته تللي وي او لس ورځې په روغتون کې بستري کېږي.

تر نږدې نهه ساعته مقاومت وروسته پنځه بریدګر د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول، زموږ یو شمېر ایسار همکاران ژوندي را ووتل او د ځینو یې په وینو لړلي جسدونه را وایستل. له برید څه مهال وروسته د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت ودانۍ بېرته ورغول شوه، خو هغه ټپونه، چې په دې پېښه کې زموږ د شهیدو شویو همکارانو د کورنیو د غړو په زړه لګېدلي، رغول یې سخت او ناممکنه چاره ده.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>د ليکوال پېژندنه : لعل الدین آریوبي د پکتيا ولايت اوسېدونکى او د شهداوو او معلولينو په چارو کې ددولت وزير دى</p>