Language

author avatar
3 May 2017 - 19:13
author avatar
3 May 2017 - 19:13

مطبوعاتي کورنۍ چې هرڅومره خلکو او ولسونو ته ځان ورنږدې کوي او د هغوى ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه اړوند چارواکو او ادارو ته رسوي او په حل کې يې ورسره مرسته کوي ، ولسونه يې خپل غږ ، خپل مايک او اغېزمن قوت بولي ، خو که خداى مه کړه چې ځينې يې د نورو د اګاهانه او نا اګاهانه شومو موخو د پلي کېدو لپاره د ولسونو او قومونو د وېشلو، سمت او ژبې پاللو او په ټوله کې د خلکو د لرې والي هڅې وکړي ، نو نه يوازې دا چې د مطبوعاتي کورنۍ د نوم بدوالي لامل به وګرځي ، بلکې له ولسي او وګړنيو غبرګونونو سره به مخ شي .    

په اوسنيو ناګواره شرايطو کې پاکه ژرونالېستيکه دنده ترسره کول قوي عزم، له مسلک سره بې کچې مينه، هېواد او خلکو ته  ژمنتيا او ښه نيت لرل غواړي، ځکه چې هره شېبه به له اور، اوبو او توپان سره ډغرې وهې او پرمخ به ځې.

هر ژورنالېست چې د خداى، خاورې ، خلکو، مسلک، مسووليت او د اولاد د حلالې نفقې لپاره کار وکړي، نو دا ډول ژورنالېست دې ډاډمن وي چې الله پاک به يې د اور په بڅرکو او شغلو ، د اوبو په ګرداب او څپو او د توپان په ګرد او غبار کې ساتي .

وسله وال ګواښ، مافيايي کړۍ ، فساد، دسيسې، معلوماتو ته نه لاس رسى او له ژورنالېستانو د کلک ملاتړ نه شتون هغه لاملونه دي چې زموږ ننني ژورنالېستان ورسره مخ او په کاري چاپيريال يې ګواښمنه ګردجنه فضا حاکمه ده، چې دوام يې ورځنۍ چارې ټکنۍ کوي او د راتلوونکي پرمختګ پروړاندې خنډ کيږي.

لازمه ده چې مسوول چارواکي د ژورنالېستانو د کاري چاپيريال او ژوند خونديتوب ته اړينه پاملرنه وکړي، د پرمختګ او خوندي چاپيريال زمينه ورته مساعده کړي.

ژورنالېست ته هم په کار ده چې د کار پرمهال د ژورنالېزم اصول، معيارونه او اخلاق مراعات کړي، څوک يې له اوږې پر بل چا ډز ونه کړي، په باوري معلوماتو او توازن تکيه ولري، مهم او حساس مواد په مشوره او له پوره باور او دقيق څېړلو وروسته خپاره کړي. 

ددې ترڅنګ دې مطبوعاتي ادارې د يوه کور د غړو په څېر يو غږ او يو موټى شي، په ډلو، سمت، ژبو او قوم دې له وېشلو ډډه وکړي او هغه اصلي دنده چې خاوره، ملي ګټې او ارزښتونه دي هغو ته دې ژمنې پاتې شي، څو پورې په دې جغرافيه کې مېشت وګړي يې خپلې وګڼي او په نشراتو او کار يې باور ولري، کله چې مطبوعاتي ادارې په داسې ملي روحيه سمبال او عيارې شي ، نو بيا يې مثبت اغېز او په چارو کې روڼ والى هم زياتيږي او بيا واقعا په عمل کې د څلورمې اغېزمنې قوې بڼه خپلولى شي.

  يو بل د پام وړ ټکى دادى چې د رسنيو اوسني مخاطبين، هغه پخواني مخاطبين نه دي چې هر ډول معلومات او خبر رسول راسره ومني، زموږ او زموږ د رسنۍ په اړه دې قضاوت ونه شي کړلى، د دوى پوهه لوړه شوې، د درک کچه يې قوي ده، له بلې خوا د رسنيو تعداد يا ډېر والي ددې چانس ورکړى چې خپلواکه او بې پرې رسنۍ پيدا کړي او ځان خبر وساتي، نو په داسې يوه وضعيت کې خبريال ته اړينه ده چې له حده زيات احتياط وکړي، بې پلوه پاتې شي، تل د ولس او هېواد ګټې په پام کې ونيسي او له ځانه د هغوى مدافع جوړ کړي.

د رسنيو مخاطبين او کارکوونکي دې هم د بيان له ازادۍ نه په استفادې ځان تر قانون اوچت نه ګڼي، ملي يووالي او ملي ګټو ته دې ژمن پاتې شي، ځکه چې د دوى دا ډول حقونه اطلاعاتو ته د لاس رسي حق قانون او نورو قوانينو په چوکاټ کې ملي ګټو ته په پام سره تضمين شوي دي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه دنده ترسره کوي.</p>