Language

author avatar
22 Oct 2018 - 14:34
author avatar
22 Oct 2018 - 14:34

د ټاکنو د پایلو په اړه له لومړنیو معلوماتو داسې ښکاري چې مدني فعالانو، په رسنیو کې مشهورو څېرو، د ټولنیزو غورځنګونو لکه رستاخیز او روشنايي غړو، روشنفکرانو او د سیاسي ګوندونو استازو کمې او بېخي کمې رایې اخیستې دي.
خو په مقابل کې یې سوداګرو، شتمنو، د سیاسي رهبرانو زامنو، محلي متنفذینو او دودیزو مشرانو زیاتې رایې ګټلې دي.
له ټاکنو وړاندې تمه کېده دا ځل به خلک د پخوا برعکس لومړۍ کټګورۍ خلکو ته رایه ورکوي خو برعکس خلکو د هغوی پر ځای دویمې ډلې ته رایه ورکړه، چې زه یې په ماډرن او دودیزو کاندیدانو وېشم.
دغه خوشباوري او محاسبه چې دا ځل به خلک د پخوا برعکس ماډرن کاندیدانو ته رایه ورکوي تر دې مهاله غلطه ثابته شوه.
دا محاسبه عادي خلکو نه وه کړې، د پوهنتون استادانو، ټولنپوهانو، روشنفکرانو او د رسنیو مسوولانو ټولو د همدغې محاسبې په اساس یا خپله را دانګلي و یا یې نور دغه میدان ته د رقابت لپاره تشویق کړي ‌وو.
اوس باید دا پوښتنه ځواب شي چې خلکو ولې ماډرن خلکو ته رایه ورنه کړه او پر ځای یې دودیز کاندیدان حمایت کړل.
دا یوه ټولنپوهنیزه پوښتنه ده چې له درې زاویو باید تحلیل او و څېړل شي. د ټولنپوهنې له نظره، د ټولنیزې ارواپوهنې له نظره او د اقتصاد او عقلانيت له نظره.
دا ډول څېړنه کې باید څېړونکی د ټولنې منځ ته لاړ شي او له خلکو څخه د مرکو او پوښتنپاڼو په اساس معلومات راټول او بیا تحلیل کړي. که دوی تر ټاکنو مخکې دغه شان میداني، عیني او واقعي تحلیل او ارزونه درلودای فکر نه کوم په دومره شور او زور یې ټاکنو کې برخه اخیستې وای.
زما له نظره خلکو ته له متعالي افکارو، هیلو، لوړو اوږدمهالو ګټو او مزیتونو فوري اقتصادي او ټولنیز امنیت مهم دی، زموږ ماډرن کاندیدانو خلکو ته دغه ډول فوري اقتصادي او ټولنیز امنیت نشوای ورکولی. خو دودیز کاندیدان بیا دا کار کوی شي، د ټاکنو مخکې راغلل یو کلي ته یې وویل څا درته باسم او تاسې به اوبه ولرئ، خو رایه به ماته راکوئ، یا یې نغد د هغه د دوه درې ورځو جیب خرڅ ورکړ. بله خوا د پخواني رهبر یا قومي مشر زوی ورته راغی خلکو ته یې وویل، په بده ورځ کې مو زه په درد خورم او لکه زما پلار چې ستاسو تر څنګ ولاړ و، دغسې به زه هم درسره یم او ستا له قوم، مذهب او ارزښتونو به دفاع کوم.
د دې په مقابل کې کارپوه، روشنفکر، مدني فعال او ماډرن کاندید دغسې ژمنه خلکو ته نه شي ورکولی، هغه د عدالت، ازادۍ، ډموکراسۍ، شفافیت په څېر ذهني انتزاعي شعارونو باندې خلک قانع نه شوای کړی، ځکه خو د دوی محاسبه غلطه وه او هیله ده چې دغه ماډرن کاندیدان او دې ته ورته نور ماډرن جریانونه له دغو ټاکنو سبق واخلي او لږ له خپلو لوکسو دفترونو راووځي او د ټولنې نبض معلوم کړي. که د ټولنې نبض معلوم نه شي زموږ روښانفکره نخبه ګان، تکنوکراتان او نورو ماډرن فکر لرونکو ټولې طرحې، سیاستونه او محاسبې به همداسې غلطې راووځي.
زه د خلکو د افکارو، د ټولنې د نبض باره کې قضاوت نشم کولی چې ولې یې داسې وکړل، خو دا موضوع باید ښه سمه وڅېړل شي او ډېر څه به راته روښانه شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p dir="RTL">خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. </p>