Language

له کلونو راهیسې هر کله چې د سولې خبرې یادې شوي، تل پاکستان د یوه درېیمګړي هېواد په ډول ځان نړۍ ته ښودلى او د دې تر څنګ چې د افغان دولت او مخالفو ډلو تر منځ ګټور تمام شي، تل یې ځان د ترهګرۍ یو ځپل شوی هېواد نومولی دى.

تل چې افغان دولت کومه ګیله له پاکستانه په قانوني او مستند ډول کړې، پاکستان په غیر قانوني او غیر مستندو دلایلو د افغان دولت په وړاندې ځواب ویلی، خو هغه یو متل دی چی “کوږ بار تر منزله نه رسیږي” او يا دا چې: “هوښیاره مرغۍ په دواړو پښو ګیریږي”.

نن هاغه وخت رارسېدلی چې که افغان حکومت هره ادعا د پاکستان پر دولت کوي، دوى یې د ځواب لپاره هیڅ دروغجن دلیل نور نه لري او په دې پوه شوي چې نور په بې اساسه خبرو نه نړۍ غولولی شي او نه هم افغانستان،  ځکه اوس نړیوال په دې پوه دي چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې رښتينى نه دی.

څرنګه چې لازمه ده، هغسې چلند نه ترسره کوي، پر پاکستان له هغې ورځې راهیسې زیات فشار دی، له کومې چې د امریکا ولسمشر د اګست په میاشت کې د ستراتېژۍ د اعلان په وینا کې، په پاکستان کې د سختدریځو او وسله والو ډلو پر ضد د جدي مبارزې غږ وکړ او په کې خبرداری ورکړل شو چې که په خپله خاوره کې د سختدريځو وسله والو ډلو خوندي مرکزونه ونه تړي، پر دغه هېواد به مالي او نورې مرستې بندې شي.

له هند څخه غوښتنه په کې شوې وه چې د افغانستان د لاښه امنیت لپاره هلې ځلې وکړي، خو اوس داسې ښکاري چې نړیوال هم په دې پوه دي چې پاکستان نه غواړي افغانستان یو باثباته هېواد واوسي، نو له دې امله یې پر دویمې لارې د افغان دولت او نړیوالو له لوري تمرکز زیات شوی دی او هغه په افغانستان کې د هند رول دی. اوس نو پاکستان دوه لارې غوره کړې دي؛ یوه د زور ښودنې او بله د خبرو او مذاکراتو لار.

د زور ښودنې معنا دا چې پاکستان له روسیې سره اړیکې د پخوا په پرتله ښې کړې دي او په سیمه کې امریکا او روسیه دوه لوي مخالف سیالان بلل کېږي، نو له دې امله پاکستان کوښښ کوي په یو نه یو ډول ځان له روسیې سره نږدې وښیي چې یوه ښه بېلګه یې د تلې په درېمه نېټه د روسيې او پاکستان ځانګړو ځواکونو د شمالي قفقاز په قراچاى چرقس جمهوريت کې د دوو اونيو لپاره د ګډو رونيزو تمريناتو پیل دی.

بله دا چې، هممهال پاکستان د روسیې تر څنګ له چین څخه هم ځان نه لرې کوي او د امریکا د نوې ستراتیژي د اعلان په وخت یې د دې تر څنګ چې شاهد خاقان عباسي دغه کړنلاره وغندي، بلکې دا یادونه یې هم کړې وه چې چین په اقتصادي برخه کې په سیمه کې موثر دی او د چین د رول ستاینه یې کړې وه.

دا خو هاغه څه دي چې پاکستان یې د ځان د قوي ملګرو د پیدا کېدو په خاطر ترسره کوي. خو بار بار یې له افغان دولت سره د خبرو هڅه هم کړې ده؛ لکه د وږي میاشتې په درېیمه د افغان سفیر او جنرال قمر جاوېد باجوه خبرې اترې چې د پاکستان دولت د پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR  په دې اړه په یوې خبرپاڼه کې ویلي و،  چی په دغه لیدنه کې دواړو لورو پر دوه اړخيزو اړیکو سربېره په امنیتي وضعیت خبرې وکړې او همداشان په دوه اړخیزې همکارۍ کې یې په تدریجي پرمختګ هم ډاډ ښودلی و.

تر دې لیدنې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سکرترې تهمینې جنجوعې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د افغان سولې او ثبات او د دواړو هېوادونو د همکاریو په زیاتېدو خبرې کړې وې.

دا هاغه خبرې اترې دي چې ترسره شوي، خو د پخوا په پرتله د افغان دولت دریځ د پاکستان پر ضد ډېر جدي دی.

ارګ اوس له پاکستان څخه د نورو ډلو د سولې لپاره د مرستې نوم نه یادوي، بلکې مخامخ له پاکستان سره د سولې نوم اخلي. اوس ولسمشر غني په خپلو خبرو کې د پخوا په پرتله ډېر جدي ښکاري او د وږي میاشتې په دېرشمه یې پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې پاکستان دې د سولې پیدا شوی فرصت نه ضایع کوي.

اشرف غني دا هم ویلي و چې په تېرو دوه نیمو کلونو کې د پاکستان له دولت سره د سولې خبرو ګټه نه‎ ده کړې، خو اوس په کار ده چې دا خبرې وشي، ځکه چې زمینه ورته ډېره ښه برابره شوې ده. نوموړي دا خبره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ترڅنګ د اسیا د سولې او امنیت په نوم په یوې غونډې کې وکړه.

بله نوې خبره چې پاکستان یې تر بل هر هېواد څخه ښه تحلیل کولی شي، هغه د تلې په لومړۍ ورځ د ارګ دا خبره چې کابل او ډهلي د ترورېزم په وړاندې ګډ هدف لري. د ارګ د دغې یادونې په تړاو د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي ویلي و چې که هند غواړي له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي، خوښه یې، خو دا نه غواړي او نه يې مني چې په افغانستان کې د هند د سیاسي او یا پوځي رول شاهدان واوسي.

ورپسی د تلې په څلورمه د امریکا د دفاع وزیر له هندي چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره د پوځي تکنالوژۍ او احتمالاً له هند سره د جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر مسایلو خبرې دا په ډاګه کوي چې اوس امریکا د افغان سولې په برخه کی تر پاکستان هند ته زیات لومړيتوب ورکوي او پاکستان له پامه غورځول شوی دی.

د تلې په پنځمه بل پیغام هغه مهال افغان ولسمشر اسلام اباد ته ورکړ چې د نوې ستراتیزي تر اعلان په لومړي ځل د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس کابل ته راغلی و. نوموړي ویلي و چی د بین الاافغاني سولې ترڅنګ دوی له پاکستان سره هم سوله غواړي، خو اوس توپ د پاکستان په میدان کې دی چې څنګه ترې استفاده کوي.

د تلې په شپږمه د هند او افغان دولت تر منځ یوه تفاهمنامه لاسلیک شوه، د دې تفاهمنامې له مخې، هند به د افغانستان پولیسو ته روزنه ورکوي او په پوځي برخو او د افغان سرتېرو د درملنې په مسئله کې به همکاري کوي.

دغه تفاهمنامه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي او د هند د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین ترمنځ لاسلیک شوه. له دې څخه یوه ورځ وروسته له هند سره د افغان دولت له لوري پر اقتصادي مسایلو هم خبرې وشوې.

 د هند لومړي وزير نریندرا مودي د افغانستان له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې، په هند کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو د وړاندې کولو لپاره د ځانګړو اقتصادي زونونو د طرحې په اړه د دې هېواد اړوندو ادارو ته د غور امر ورکړ.

په دغه ډول د هند او افغانستان ډېرېدونکې اړیکې، د افغان ولسمشر هغه وینا چې پاکستان دې وخت نه ضایع کوي او له افغانستان سره د سولې خبرو ته دې حاضر شي، د پاکستان دولت مجبور کړ چې د پوځ لوى درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه د تلې د میاشتی په نهمه نېټه د یکشنبې په ورځ افغانستان ته راشي او د ترورېزم پرضد پر مبارزه، سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د سولې پر بهیر خبرې وکړي.

د افغان دولت له فشار سره سره پاکستان په کوردننه او کور د باندې نور مسایل هم لري چې هره ګړۍ د دې امکان شته چې لا ورته لوى شي، لکه په کوردننه یې دوه لویې استخباراتي ادارې په خپلو کې سره په مخالفت لاس پورې کړی دى.

د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد د کورنیو استخباراتو اداره (ای بي) د پوځي استخباراتو له ادارې یعني (آی اېس آی) سره په جنجال اوښتې ده او پر یوه بل تورونه لګوي، ستونزه دومره جدي شوې چی د اسلام اباد د محکمې قاضیانو په دې لانجه کې مداخلت کړی او دواړو ته یې ویلي چې له مخالفته لاس په سر شي.

بل لور ته د کورد  ټولپوښتنه پر بلوڅانو هم بې اغیزه نه ده، د کوردانو په څېر بلوڅان هم په درېیو هېوادونو کې وېشلي چی یو یې پاکستان دی. د پاکستان بلوچستان کې هغه وسله والې ډلې له لسیزو راهیسې د حکومت ضد جګړه کوي، چې ځانونه د بلوڅانو د حقونو دفاع کوونکي بولي او د دوی دا هڅې له تېرو شاوخوا ۱۵ کلونو راهيسې ډېرې شوې دي.

دوی د روانې میاشتې په لومړیو کې د سویزرلنډ پلازمېنه جنیوا کې په ځینو سیمو او موټرو د خپلواک بلوچستان په نوم داسې پوسټرونه ځوړند کړي وو، چې د بلوچستان د ازادۍ او پاکستان کې یې له لږکیو سره د ناوړه چلند ښکارندویي کوله.

د کوردستان د ټولپوښتنې اغېز پر پاکستان هم کېدای شي او لرې نه ده چې د دې ډول غږ به هم واوري. یعني په ټوله کې داسې ویلی شو چې تر بل هر وخت، له هره اړخه پاکستان تر فشار لاندې دی او له دې فشار څخه ځان باسل به ورته تر بل هر وخت ستونزمن تمام شي، ځکه پاکستان بل ته په کېندل شوي کوهي کې په خپله غورځېدلی او د مرستې داسې څوک یې نه دي پریښي چې لاس ورکړي او له دې ستونزو یې راوباسي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه