Language

له کومې ورځې راهيسې چې د امريکا په ټاکنو کې  د جمهوري خواهانو ګوند کانديد ډونالډ ټرمپ  بريالى شوى ، پاکستان  ته ځمکه سره تبۍ ګرځېدلې او د ارام خوب يې تښتېدلى دى.

پاکستان په دې باور و، چې په يادو ټاکنو کې به د ديموکراټ ګوند کانديده هيلري کلنټن چې د ولسمشر اوباما ملاتړ ورسره  او ددغه هېواد  د بهرنيو چارو وزيره هم پاتې شوې وه ، ددې ترڅنګ يې له پاکستان سره په زياترو سياسي لوبو او جنګي پروژو  کې غاړه هم وړله، بريالۍ شي ، خو د پاکستان د ليدلي خوب  معناسرچپه راووته  او د راتلونکې لوبې پلانونه يې  تر  ډيره له ناڅرګند برخليک سره مخ شول .

پاکستان د مېرمن کلنټن د برياليتوب لپاره تل دا خوب ليده چې دوى به خپلو مضره لوبو ته پراختيا ورکړي ، په ځانګړې توګه د افغانستان پروړاندې او داسې به  له بې پرسانه ډالرو او امتيازاتو برخمن وي لکه د تېرو درې لسيزو  پرمهال چې د مجاهدينو په نامه له کېدونکو مرستو او پيسو څخه برخمن و او بيا له  ٢٠٠٢ کال راهيسې چې د امريکا له ميلياردونو ډالرو پور  اوپيمانه شول، خو د مېرمن کلنټن ناکامۍ  پاکستان سربداله کړ ، فشار يې ټيټ او ان په سترګو يې توره شپه شوه او دا په دې خاطر چې  د دوى  سياسي ، نظامي ، اقتصادي او  سرحدي لوبې له  داسې کړکېچ سره مخ شوې چې هېڅکله يې تصور  هم نه کاوه .

د ټرمپ برياليتوب  د پاکستان  شارګونه نيولي او هره لحظه يې له مرګ او نيم ژواندي ژوند سره مخ ده ، دوى نه پوهيږي چې اوس د ټرمپ  برياليتوب ته چې دوى يې هېڅکله فکر هم نه کاوه، څه ډول پرتوګ وکړي ، ځکه چې ټرمپ او تر خوا يې راتاو نظامي او سياسي کړۍ ، د پاکستان نظام يو استفراغ شوى حکومت ګڼي او په تېرو ١٥کلونو کې يې د افغانستان په نا امنۍ ، جګړو، دوه مخۍ او لاسوهنو کې  د پاکستان  څټ ته ورته مخ ښه پېژندلي،تل يې ددې هېواد کړنې زهر بللي دي  او پروړاندې يې د امريکا د جدي برخورد  غوښتنه کړې ، خو دا چې ديموکراټانو او په ځانګړې توګه اوباما او لوړپوړو چارواکو يې له پاکستان سره د نارواو د جوال خوله نيولې وه ، نو د واکمنۍ ترپايه يې نه يواځې د پاکستان پروړاندې کوم اقدام ونه کړ ، بلکې د ډالرو سيل يې ورخوشې کړو او په هغو پيسو يې چې په ظاهر ا يې د ترهګرۍ  پروړاندې د مبارزې په نامه ترلاسه کولې ، خو په حقيقت کې يې په دې پيسو په اسلام اباد ، لاهور او پينډۍ کې نوي سړکونه ، پارکونه او نظامي پوهنتونونه ډيزان کول او هغه پيسې يې له خيبر پښتونخوا څخه ښکته مصرفولې او بيا به  يې کله کله د امريکا د خوښۍ او ريا کارۍ لپاره په قبايلي سيمو او وزيرستانونو کې د ترهګرۍ د ځپلو په نامه  د  عامو پښتنو په وژلو ، د کورونو په ورانولو لاس پورې کاوه او امريکا ته به يې ويل چې په فلانۍ او فلانۍ پښتنه سيمه کې يې  دومره ورانکاري ووژل ، دومره يې ونيول  چې ترڅو بيا ترې يو څه مردارې روپۍ ترلاسه کړي .

خو اوس چې ټرمپ د امريکا ولسمشر شوى  او تر شاوخوا يې را چاپير نور مسوولين د پاکستان د کړنو ، لاسوهنو ، سياست او دوه مخۍ  ضد دي اوس له پاکستان څخه لار ورکه ده چې د ټرمپ له ادارې سره څه ډول لوبه وکړي ، څه ډول يې لکه د امريکا د مخکني حکومت  په څېر تېرباسي او څه ډول يو ټيم ددغه کار لپاره وټاکي ، که څه هم چې پاکستان د منافقت ،  دوه مخۍ او تېر ايستلو  په برخه کې ډيره تجربه او ماهرانه پاليسي لري  او خپلې هڅې به له بېلابېلو لارو  وکړي چې د ټرمپ ادارې ته ځان نږدې کړي ، خو داسې ښکاري چې د ټرمپ اداره  د پاکستان په هرڅه ښه پوهيږي او  له پاکستان څخه يې  د وراستو او خوسا خوړو  په څېر  بد  راځي.

ټرمپ د دفاع وزارت ، د استخباراتي ادارې مشرۍ  او  د ملي امنيت شورا ته  يو شمېر داسې کسان د مشرانو په توګه ټاکلي او د ځينو نورو ګومارنه روانه ده چې هغوى په افغانستان او عراق کې د امريکايي جګړې  مشران پاتې شوي او له همدې امله يې اوباما ته استعفاوې ورکړې وې ، چې دوى په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو او د جګړې  په  تودولو کې د پاکستان د رول  د بندولو او پرضد يې  د اقدام کولو غوښتنه کوله ، خو اوباما يې خبرو ته اهميت نه ورکاوه ، چې بالاخره  اړ شول  چې هغه مهال دندې پرېږدي .

بله دا چې له ولسمشر اشرف غني سره د ټرمپ اوږدې خبرې او هغه ته د هر ډول همکاريو ډاډ ورکول او ددې ترڅنګ په دې نږدې ورځو کې د ټرمپ لخوا د هندوستان لومړي وزير نريندار مودي سره ټېلېفوني خبرې او هغه  ته د سپينې ماڼۍ د سفر بلنه ورکول او  د هند د مسايلو  ترڅنګ له هغه  سره د افغانستان په اړه خبرې کول ،  هغه څه دي ، چې پاکستان يې د ګنګسيت  تر پولې رسولى ، خوب يې تښتېدلى ، داسې شديدې تبې نيولى چې په ويښه پرتې وايي او هرې خواته  ناحقه خوله اولاس اچوي ، خو يواځې دا حالت يې کفايت نه کوي ، بلکې اوس  ورسره بايد افغانستان  او نړيوال د پاکستان د هغو ظالمانه کړنو په اړه چې د افغانستان د خاورې ، حکومت او  خلکو په حق کې يې کړي ، حساب وکړي  او دنړيوالو  نورمونو په رڼا کې ترې جبران وغواړي او په راتلونکي  کې  يې داسې  وتړي ، چې بيا هېڅکله افغانستان ته خوله  وانه چوي .

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p class="rtejustify" dir="RTL">محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون  د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري  تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور  په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه  دنده ترسره کوي.</p>