په بروکسل کې د ناټو سازمان په سرمشریزه غونډه کې د دغه سازمان غړو تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ اعلان کړ. دغه ملاتړ په داسې حال کې اعلان شو چې له دې وړاندې د وارسا په کنفرانس کې تر ۲۰۲۰ زېږدي کال پورې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ موجود و.
تر ۲۰۲۴ کال پورې مرستې مشروطې او په اصلاحاتو پورې تړلي دي. د ناټو سازمان غړو هېوادونو شرط ایښی دی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې به اصلاحات رامنځته کېږي، له اداري فساد سره به په کلکه مبارزه کېږي او تر راتلونکو شپږو کلونو پورې به افغان حکومت خپل کورني عواید لوړوي. د عوایدو زیات والی په مستقیمه توګه د اداري فساد پر ضد مبارزې او له شته منابعو څخه په مثمرې او سمې استفادې پورې تړلی دی.
په امنیتي دفاعي سکتور کې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه
د ملي یووالي حکومت په راتګ سره ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي او دفاعي سکتور پر اصلاحاتو ټینګار درلود؛ د همدغه ټینګار په پایله کې وه چې د ملي دفاع وزارت د تېلو قراردادونه د تدارکاتو ملي ادارې له لارې ور ارزول شول. یوازې د تېلو د قراردادونو په ذریعه د میلیونونو ډالرو له حیف و میل څخه مخنیوی شوی دی. د ملي دفاع وزارت د تشکیل اصلاح په برخه کې په دغه وزارت کې یو شمېر هغه بستونه چې په پوځي مسلکونو پورې یې تړاو نه درلود، ملکي شوي دي. د سرحدي او عامه نظم او امن پولیسو تشکیل دفاع وزارت ته لېږدول شوی دی. د هوايي ځواک د بیا احیا لپاره کوټلي ګامونه پورته شوي دي. د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په نتیجه کې وه چې د لومړي ځل لپاره د جنرالانو محاکمه ترسره شوه او پر فساد تورن جنرالان د اداري فساد پر وړاندې مبارزې لپاره د عدلي او قضايي مرکز له خوا محکوم شول.
د یادونې ده چې د څلور کلن امنیتي پلان تدوین هم د اصلاحاتو په موخه شوی دی؛ په دغه پلان کې زیانمنې نکتې په ګوته شوې او د اصلاح لپاره یې اقدامات شوي دي. د ۵۵۳ جنرالانو تقاعد د څلور کلن امنیتي پلان یوه برخه وه. د امنیتي سکتور اصلاح او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په هدف وروستی اقدام، د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره د افغانستان د ستراتېژۍ تصویب و، په دې ستراتېژۍ کې په مشخصه توګه د امنیتي سکتور اصلاح لپاره اقدامات شامل دي. په امنیتي سکتور کې اصلاحات، د دې ستراتېژۍ له مهمو محورونو څخه شمېرل کېږي. د اداري فساد پر ضد مبارزې لپاره د امنیتي سکتور پلان پنځه برخې رانغاړي: ۱- د استخدام لپاره د واضح پروسې رامنځته کول. ۲- له شفافې بودجې جوړونې او دفاعي پلان جوړونې څخه د ډاډ ترلاسه کول. ۳- د ملکي نظارت او کنټرول په هدف د معتبرو سیستمونو جوړول. ۴- د خیالي پولیسو او افسرانو د استخدام د پدېدې محوه کول. او ۵- له مدني ټولنې سره د امنیتي سکتور د بحث او خبرو اترو پراختیا.
د یادو پنځو لومړیتوبونو تحقق لپاره د ټاکل شوو اهدافو له ډلې د روان ۱۳۹۷ کال په دوو لومړیو ربعو کې ډېر پرمختګ د لوړپوړو امنیتي مقاماتو د انتصاب لپاره د خپلواک بورډ پر پياوړتیا، په تعینانو کې شفافیت او شایسته سالارۍ، په الکترونیکي توګه د امنیتي سکتور د پرسونل د معاشونو ورکړه، له کورنیو چارو وزارت څخه دفاع وزارت ته د عامه امن او نظم او سرحدي پولیسو د تشکیل لېږد، د پرسونل د موجودۍ لېست بشپړول او د خیالي سرتېرو پېژندنه، د امنیتي سکتور د قوانینو او پاليسیو په تدوین کې د مدني ټولنې د نظریاتو شاملول او د ټولو ولایتونو د امنیه قوماندانانو، د امنیت د امرینو او د حوزو د امرینو د بررسۍ او تبدیلۍ په برخو کې شوی دی.
د بروکسل ناسته او د سولې خبرې
په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان له دوو ننګونو سره مخ و؛ له یوې خوا ټاکنې ترسره او جنجالي شوې او له بلې خوا د بهرنیو ځواکونو شمېر تر ټولو ټيټې کچې (شاوخوا لس زره) ته را ټيټ شو. له همدې امله و چې پاکستان او د دوی په نیابت جنګېدونکې ډله وسله وال طالبان پر دې باور چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د دې وړتیا ونه لري، څو د افغانستان له ارضي تمامیت څخه دفاع وکړي. پر همدې اساس و چې وسله والو طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړ، د ولایتونو د مرکزونو نیولو، د لویو لارو بندولو او ولسوالیو لاندې کول یې د خپلو اهدافو په لومړيتوب کې راوستل او د سولې خبرې اترې یې په بشپړه توګه رد کړې.
پاکستان او وسله وال طالبان پر دې باور وو چې د جګړو په شدت سره به د افغانستان نظام نسکور او امنیتي ځواکونه به وپاشل شي؛ خو د دوی د باور او وړاندوینو خلاف نه یوازې دا چې نظام نسکور نه شو، بلکې د هرې ورځې په تېرېدو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپله وړتیا په ډاګه کړه او ورځ تر بلې د قوت په حال کې دي.
تر ۲۰۲۴ کال پورې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو سازمان ملاتړ، سربېره پر دې چې د دغو ځواکونو د لا پیاوړتیا لامل به شي دغه پیغام هم له ځان سره لري چې وسله وال مخالفین نه شي کولای د جنګ له لارې بري ته ورسېږي. له یوې خوا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ دوام او له بلې خوا پر وسله والو طالبانو وروستي فشارونه د دې ښکارندويي کوي چې دغه ډله له سیاسي بهیر سره له یو ځای کېدو پرته بله لار نه لري.
له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو د غړو هېوادونو ملاتړ دا په ډاګه کوي چې افغانستان یوازې نه دی، بلکې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او له نړیوالې ازادۍ او امنیت څخه د دفاع په لومړۍ لیکه کې ولاړ دی چې همدا مسئله له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ناټو د ملاتړ د تمدید اساسي عامل دی.
پايله:
له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ناټو سازمان د ملاتړ تمدید، د دغو ځواکونو د بقا د تضمین حیثیت لري. دغه تضمین په اسانۍ سره نه دی ترلاسه شوی؛ ځکه په ۲۰۱۴ کال کې امریکا او د ناټو نورو غړو پتېیلې وه چې له افغانستان څخه به وځي. د دوی په وتلو سره د افغان ځواکونو تمویل او له دوی څخه ملاتړ هم په ټپه درېده. له افغان ځواکونو د ناټو د ملاتړ دوام دوه عمده دلایله لري، د امنیتي او دفاعي سکتور اصلاح او د مرستو او ژمنو په جلب کې د حکومت او په مشخصه توګه د جمهور رییس هڅې.
د دغه تضمین موجودیت دا واضح پيغام له ځان سره لري چې وسلهوال مخالفین د جنګ او جګړو له لارې نه شي بریالي کېدای. اوس مهال وسله والو مخالفینو ته یوازېنۍ پاتې لار، سیاسي بهیر دی؛ د سیاسي بهیر له لارې دغه ډله کولای شي چې هم ارام ژوند ته راستنه شي او هم په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.