له تېرو څو کلونو راهیسې پاکستاني پوځیان د ټولو نړیوالو نورمونو او قوانینو په تر پښو لاندې کولو سره د ډیورنډ لاین دېخوا غاړې په ځانګړي ډول د ننګرهار لعلپوره ولسوالۍ، د کونړ او نورستان سیمې پر توغندیو ولي او داسې انګېري چې ګواکې له دېخوا پرې وسله وال طالبان بریدونه کوي، نو دوی ځکه دا سیمې تر اور لاندې نیسي.
خو وروستي معلومات دا ښيي چې دا موضوع هېڅ په وسله والو طالبانو پورې اړه نه لري، بلکې پاکستان غواړي د لاندې څو ځانګړو اهدافو لپاره دا سیمه تر اور لاندي ونیسي:
۱- له کله چې پاکستان د امریکا او ناټو له خوا تورن شو چې ګواکې د ډیورنډ لین ټولې هغه خوا سیمې یې د وسله والو طالبانو د روزني لپاره ځانګړې کړې او هلته د دوی ځواکونه په ښکاره تروریستان روزي او طالبان او حقاني شبکه له همدي سیمو په ګټه اخيستلو سره افغانستان ته ننوځي او دلته د افغان او نړیوالو ځواکونو پر ضد عملیات ترسره کوي نو پاکستان د طالبانو په ملتیا داسې یوه ستراتیژي غوره کړه څو دغه سیمې په توغندیو وولي څو له یوې خوا نړیوالو ته وښيي چې پاکستان دغه عملیات د هغو پاکستاني او افغان طالبانو پر ضد کوي، چې د ډیورنډ له هغې غاړې را اوړي او دلته په پاکستاني تاسیساتو بریدونه کوي او دا وښیي چې پاکستان د تروریزم ښکار دی او په دې سره کوشش کوي څو پر دې پلمه له نړیوالو او په ځانګړي ډول د امریکا پاملرنه بل لور ته واړوي او تر څنګ یې له نړیوالو له تروریزم سره د مبارزې په نوم میلیاردونه ډالر هم ترلاسه کړي .
۲- د پاکستاني فوځیانو بله موخه دلته دا ده څو د افغان طالبانو په مرسته دا سیمې وځپي او کولی شي هغه مرکزونه چې د ډیورنډ لاین هغې خوا ته د پاکستان د پوځ تر چتر لاندې طالبان لري، هغه دلته را انتقال کړي او د کانالونه شمال ته د طالبانو او نورو ترهګرو ګروپونو لپاره پرانیزي او وکولی شي چې د نورستان او کونړ له لارې بدخشان او منځنۍ اسیا ته لارې پرانیزي څو له یوې خوا د تروریستانو په ټرانزیټ کې له ستونزو سره مخ نه شي او له بل پلوه وکولی شي په اسانۍ سره هغه تور له ځانه لرې کړي چې ګواکې د دوی د کنټرول په سیمه کې وسله وال طالبان او مرکزونه یې شتون نه لري یا دا مرکزونه او طالبان په هغې غاړه کې دي چې هم د افغان حکومت او نړیوالو پر ضد جنګېږي او هم د پولې دې غاړې ته پر پاکستاني تاسیساتو بریدونه کوي.
۳- بله موخه یې دا ده چې د کونړ او نورستان دا سیمې له پراخو طبيعي زېرمو او ځنګلونو برخمنې دي او پاکستانی پوځ غواړي د دغو سیمو په نا امنه کولو سره د هغو نشه یې توکو، قیمتې ډبرو او ځنګلونو په خانګړي ډول چارتراشو قاچاق په اسانۍ سره وکړي او دا مسایل د خپلو اقتصادي ګټو لپاره وکاروي.
۴- همدارنګه د پاکستاني ځواکونو بله موخه دا ده چې له دې لارې افغان او نړیوالو ځواکونه تر فشار لاندې راولي څو افغان ملت يې پر ضد پاڅېږي او دلته د ګډوډۍ لامل شي؛ ځکه بدبختانه په تېرو څو لسیزو جګړو کې موږ هغه څه له لاسه ورکړي چې اوس نه شو کولی په یو او یا لسو کلونو کې جوړ او یا هم په خپلو پښو ودروو، نو دوی د همدې مسایلو لپاره کوشش کوي څو له دې لارې افغان حکومت او نړیوالو ځواکونه تر فشار لاندې راولي او له مخې یې خپلې غوښتنې پر نړیوالو او افغان حکومت باندې ومني.
۵- بل د هغه توافق له مخې چې دوی له روسیې سره کړی، غواړي روسي ځواکونو ته په دې سیمه کې زمینه برابره کړي څو طالبانو او حقاني نیټورک ته ټریننګونه ورکړي او زما د معلوماتو او سرچینو پر اساس دغه کار دوی کړی هم دی؛ ځکه د مارچ په ۱۹مه یوه ډله روسي ځواکونه دې سمیې ته راوستل شوي وو، د خوست او کونړ غرنیزو ساحو ته او هلته یې د حقاني او نورو طالبانو له ډلو سره کتلي هم دي.
نو پورته ذکر شوو موادو او مواردو ته په کتلو سره ویلی شو چې پاکستان دغه کار د افغان طالبانو په مرسته ترسره کوي، دا ځکه ده چې طالبان پر دغو بریدونو تر اوسه پورې پټه خوله هم دي او کوم عکس العمل یې هم نه دی ښکاره کړی.
تر څنګ یې پاکستان هغه فشارونه چې اوس د نړیوالې ټولنې له خوا پرې راغلي غواړي د هغې د پټولو لپاره له خپلو نا مشروع لارو څخه یو ځل بیا استفاده وکړي او دې ډول بریدونو ته دوام ورکړي؛ ځکه په وروستیو کې چې په پاکستان کې د پاکستان د روزل شوو له خوا تروریستي بریدونه وشول، نو دغه هېواد له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې او تر څنګ یې پر ډیورنډ لاین باندې بریدونه شروع کړل څو له یوې خوا د خپلو خلکو عامه افکار مدیريت کړي او له بله پلوه د نړیوالو پاملرنه هم له هغه مسوولیت څخه بل خوا ته واړوي کوم چې دوی ته راجع دی.
همدارنګه پاکستان په دې مسایلو سره کوشش کوي څو په سیمه کې نوي انډیوالان او ملګري پيدا کړي او په ځانګړي ډول د روسيې استخباراتي او نورو ادارو ته ځای پیدا کړي.
خو پاکستان باید پوه شي چې افغانستان او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې داسې سړې تودې ډېرې لیدلې دي نه به د يې لارې بندېدل او نه هم د ګولیو اورول د افغانانو د هېواد مینه کمه او نه هم تسلیم کړي، بلکې دا به نور جرئت موږ ته راکړي څو وکولی شو په خپلو کې یو شو او د پرمختګ پر لور ګامونه واخلو.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.