د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې مې د بشري ماموریت پنځه کاله پوره شول، د دې ماموریت په اوږدو کې له سختو ترخو شېبو سره مخ شوی یم.
د افغاني سرې میاشتې ټول سروکار له مصیبت ځپلو، فقر ځپلو او له خپلو کورونو بېځایه شویو وطنوالو سره دی، له بلې خوا زما د ماموریت ډېره برخه د غزني په ولایت کې وه، چې سخت جګړو او دربدریو ځپلی ولایت دی.
زه به زياتره سهار د لمانځه پر مهال د جنازي د انتقال پر زنګ را ویښېدم او یا به د ورځې په پيل کې ضرور لومړی ټيلېفون د جنازې د انتقال په اړه راته کېده.
د دې مودې په اوږدو کې اکثرا له داسې پېښو سره مخ شوی یم، چې خپله مې باور نه کېږي چې بشر دې له داسې حالت سره مخ شي، د انسانانو ټوټې مو د جګړې له ډګره راټولې کړې، دا زموږ لپاره مهمه نه وه چې د جګړې پر ډګر د چا جسد پروت دی، موږ د خپلې ادارې د اصولو له مخې یواځې بشریت ته خدمت کاوه، پرته له دې چې ووایو په کومه ډله یا لوري پورې اړه لري.
داسې ورځې ډېرې راغلي چې لسګونه جنازې به مو د جګړې له میدانه را اوچتې کړې، هلته به سړي ته دا احساس ډېر ښه کېده، چې جګړه څومره له وحشته ډکه ده…! جګړه څرنګه زموږ ځوانان تالا کوي او په جګړه کې زیان څوک ویني…!
هغه څه چې زه ورسره تقریباً هره ورځ مخ شوی یم او واقعا دردولی یې یم، بلکې هر انسان باید و دردوي، هغه دا چې سهار به د دفتر په انګړ کې لسګونه کونډې کتار ناستې وې او د خپلو اولادونو د یوې مړۍ ډوډۍ مرسته به یې غوښتله، دا خو زموږ په هېواد کې د اکثریت حال دی، خو د درد ځای دا و چې دا کونډې به یو تعداد د جګړې د یوې غاړې د زلمو کونډې وې او بل تعداد د بلې غاړې، هغه زلمي چې یو بل یې وژلي و، کونډې یې یوځای د مرستې لپاره په یوه انګړ کې را غونډې دي.
کله چې به مو جنازه د جګړې له ډګره انتقال کړه، د کورنیو د غړو احساس او درد به د زغم وړ نه وو، مور، پلار، ورور.. به په چیغو ژړل او موږ به د دې حالت ننداره کوله، ډېر وخت داسې شوي، چې مور او پلار به د سرې میاشتې په دفتر کې د خپل وژل شوي اولاد د جنازې انتظار کاوه، نو تاسو فکر وکړئ موږ هم د دې انتظار برخه و، ټول یې احساسولی شو چې دا به څرنګه حالت وي؟
زه ټولو لرې پرتو سیمو ته تلم، د خپل بشرپاله ماموریت لپاره مې هر راز ستونزو ته ځان ورکړی و او د خپلې ادارې د اصولو په چوکاټ کې مې له چا وېره نه کوله، ځکه موږ خپل ټول فعالیتونه په پوره بې طرفۍ او استقلالیت سره مخته وړل، موږ د سور، شین او سپین فرق نه کاوه، یواځې د بشریت خدمت ته مو ملا تړلې وه، اکثره سیمې په داسې حالت کې وې چې په ۲۱ پېړۍ کې یې حالت د نورو سیمو د خلکو لپاره یوه افسانه کېدای شي، هلته چې اوس هم هېڅ ډول خدمات، تعلیم، مصؤنیت…نشته، موږ تل دې واقعیتونو ته انعکاس ورکاوه، هر ځای چې به مو چې موقع پیدا کړه او پوهېدو به چې دلته کېدای شي د دې خلکو د درد د درمان لپاره څه پیدا شي دا واقعیتونه به مو روښانه کول، د تاسف ځای دا دی چې هېڅ چا د دې خلکو په ناخوالو هغسې غوږ نه ګرول لکه څرنګه چې لازمه وه.
ما په ټولو مجلسونو کې دا خبره کوله چې څرنګه کېدای شي له دومره امکاناتو سره موږ په یوه ولسوالۍ کې هېڅ روغتيايي مرکز ونه لرو، حتی یو تن د صحت په چوکاټ کې په یوه ولسوالۍ کې فعالیت ونه لري؟ خو هېڅ چا پاملرنه نه کوله او بالاخره مو د افغاني سرې میاشتې په چوکاټ کې د زياتره محرومو سیمو لپاره د یوه یوه روغتيايي مرکز غمه وخوړه چې د دې سیمو محرومیت ته هېڅ هم نه دي، خو تر دې زیات مو له وسه څه نه کېدل.
له څلور نیمو کلونو وروسته د مرکزي سوېل لوېدیځ زون د ريیس په توګه وټاکل شوم، د ادارې لزوم دید و، د خپلې رهبرۍ د اعتماد منندوی یم، زه هم خوښ وم چې دلته نسبتا ارام یم، خو دلته د ۶ هغو ولایتونو (پکتیکا، پکتیا، ميدان وردګ، لوګر، خوست او غزني) مسوولیت را پر غاړه شو چې وضعیت یې تر غزني ولایت کم نه دی، په لومړۍ اوونۍ کې مو په شپږو ولایتونو کې تر ۱۰۰ زیاتې جنازې انتقال کړې چې دا شمېر باید هر افغان ته د تعجب او جګرخونۍ وړ وي، دا یواځې هغه جنازې دي چې زموږ له خوا انتقال شوې، زموږ د تجربې له مخې، موږ د جګړې درېیمه برخه جنازې انتقالوو، چې لویه برخه یې د جګړې ښکیلې خواوې په خپله له ځان سره وړي، زه د مرکزي زون اړوند ټولو ولایتونو ته ولاړم، له ولسوالیو او لرې پرتو سیمو څخه مې لیدنه وکړه، د مرستو د وېش او د رضاکارانو د ټریننګ په پروګرامونو کې مې ونډه واخیسته، په ټولو ولایتونو کې بشري حالت، جنګي بېځایه شوي، فقر او ناداري داسې حال ته رسېدلې چې له زغمه وتلې.
زه په خپله دنده افتخار کوم چې حد اقل د خپل وس او توان په اندازه د خپلو مظلومو او جنګ ځپلو هېوادوالو خدمت کوم، خو ډېر له دې څخه مایوسه یم چې کله هغو چارواکو او مسوولینو ته د ساحې د دربدرۍ او ناوړه بشري حالت په اړه معلومات ورکوم چې په امنو ساحو کې په خپلو دفترونو کې ناست دي او هېڅ غوږ نه ګروي.
زه تل په ساحه کې په دې فکر کوم چې کله ستون شم، نو د دې بوږنونکي حالت په اړه به ټولو چارواکو او مسوولینو ته وایم او طبعي ده هغوى به یې په اړه لازم او جدي اقدامات وکړي، خو کله چې د هغوى له ساړه برخورد سره مخ شم زیات مایوسه شم.
زه هیله لرم، زموږ ټول هېوادوال د دې ناوړه او بدبخته حالت او زموږ د محرومو سیمو د دربدره خلکو د حالت د انعکاس او مدوا په برخه کې خپله ونډه واخلي، ترڅو د دې بېچاره او ناداره ولس په وضعیت کې نسبي بدلون راشي.
موږ له بشري ناورین سره مخ یو، خو د لیدلو او اورېدلو څوک نه لرو.
د دې بشري ناورین په کابو کولو کې هر افغان په خپله اندازه مسوول دی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.