Language

author avatar
19 Jan 2020 - 17:14
author avatar
19 Jan 2020 - 17:14

جګړه او سوله د انسانانو له ژوند سره سمه راروانه ده، سوله د جګړې ضد کلمه ده، په جګړه کې انسان وژنه، بربادي او ناخوالې وي، ټولنیز ژوند له ګډوډیو سره مخامخ کوي، په سوله کې ارامي، خواخوږي، سوکالي او امن وي. سوله ټولنیز ژوند تنظیموي او د جګړې ناخوالې له منځه وړي، جګړه د تباهۍ بربادۍ نوم دی او سوله د ارامۍ او ودانۍ ضمانت کوي، جګړه نه ګټه لري او نه ګټل، سوله نه ماته لري او نه بایلل، سوله د سولې په بڼه یوه عربي کلیمه ده چې معناوې ډېرې لري، خو يوه معنا یې ډېره کارول کېږي، هغه د جنګ جګړې بندول دي.

سوله د جنګ بندولو، د شـخړو لرې کول او د اختـلافاتو ختمول یا سوله هغه تړون دی چې جنګ او شخړې پرې ختمېږي، که په کوم ځای کې سوله نه وي، نو هلته خلک یو له بل سره په جګړه اخته وي. د ژوندانه ټول ورځني کارونه نه شي کولای او خلک دې ته اړکېږي چې لرې ځایونو ته مهاجر شي او ژوند په سختۍ سره تېرکړي، په جګړه کې خلک وژل کېږي، میندې او پلرونه بې اولاده کېږي. ماشومان بې پلاره او بې موره کېږي، په جګړه کې خلک د ټوپک په ژبه غږېږي او په ځمکو کې د غنمو پرځای بمونه او ماینونه کري په ماینونو زرګونه خلک وژل کېږي او ځینې خپل لاسونه، سترګې او پښې په کې له لاسه ورکوي. دا ماینونه د خلکو ژوند اخلي او هېواد ورانوي، که سوله نه وي، خلک خپه او ژوند په سختۍ سره تېرېږي.

د سولې په اړه په قران کریم کې ډېر روایتونه راغلي دي لکه چې الله تعالی فرمایي [و صلح خیر] ژباړه: په سوله کې خیر دی، بل ځای کې مسلمانان په خپلو منځونو کې سولې ته هڅول شوي دي، له یو بل سره د مینې محبت ژوند تېرولو ته ویل شوي دي او له کینې، حسد، بعض څخه منع شوي دي. الله (ج) فرمایلي دي، ژباړه: بېشکه مومنان سره وروڼه دي نو د خپلو وروڼو په منځ کې روغه وکړئ او له الله څخه ووېرېږئ، چې پرتاسې رحم وکړي ای مومنانو! نه دې نارینه پر نورو نارینه و ټوکې او ملنډې وهي کېدای شي چې هغوی له دوی څخه غوره وي او نه دې ښځې په نورو ښځو پورې ټوکې او ملنډې وهي، کېدای شي چې هغوی له دوی څخه غوره وي په خپلوکې یو د بل عیب مه وایئ او مه یو بل په بدو، نومونو سره یادوئ له ایمان راوړلو وروسته په فسق کې نوم پیداکول ډېره بده خبره ده، او هغه کسان چې له دغه کار څخه توبه ونه کړي (راوانه وړي) نوهغوی ظالمان دي.  ]سورت الحجرات 11-10[

همدارنګه په پښتوشعرونو کې له لرغونو زمانو څخه رانیولې تر نن پورې سوله او امن ستایل شوي، جنګ یې غندلی او سولې ته یې خلک رابللي دي، د منځنۍ دورې یو شاعر ملا جان فدوي هوتک جګړه ماروته د سولې په اړه داسې وایي:

عارفان کړي له جهانه سره سوله

تا تړلـی په جهان د ســولې وردی

دغه راز د پښتو ژبې پخوانیو او اوسنیو شاعرانو او مشهورو لیکوالانو هېڅکه سوله له پامه نه ده غورځولې او تل یې د سولې لپاره رښتینې هلې ځلې کړې دي چې له دې جملې څخه موږ د اوسني وخت د مشهور لیکوال ګل آغا احمدي د هڅو یادونه کولای شو چې یواځې د سولې په اړه یې په لسګونو کتابونه او ګڼ شمېر مقالې لیکلې دي، ولس او په ځانګړې توګه د ټولنې ځوان قشر یې د سولې او ورورولۍ خواته هڅولى چې د ده د سولې له کتابونو څخه موږ د یو څو یادونه کولای شو. سوله په حدیثونو کې، سوله په شعرونو کې، سوله په مکتبونوکې، سوله په ایاتونوکې او نور…

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>عبدالمقصود عزیزي په لوګر کې د پژواک خبریال دی.</p>