افغانستان د ليتیم، کوبالټ، اوسپنې، مېس، یورانیم، طلا، ګاز، تېلو، تالک، او قېمتي ډبرو له پلوه د نړۍ له غني هېوادونو څخه شمېرل کیږي. له ډېرو لسیزو راهیسې په افغان جګړه کې ښکیلو او مغرضو هېوادونو(انګریزانو، روسیې، امریکې، پاکستان، ایران….)نوموړو زېرمو په اړه ډېری پلټنې او تحقیقات ترسره کړي،البته،دقیق شمېراو اندازه یې تر اوسه پټه ده، یوازې فرضي او نسبي انځور یې نړۍ او افغان ولس سره شریک شوی دی.
له تېرې لسیزې راهیسې د لیتیم زېرمې د نړۍ د منرالي سکتور د پام وړ توجه راخپله کړې او دا خبره په ډاګه شوې ده چې افغانستان د نړۍ په کچه د لیتیم سترې زېرمې لري. که افغان حکومت پرېښودل شي تر څو دا زېرمې په علمي ډول استخراج کړي، یوازې له لیتیم څخه ګټه اخیستنه او خرڅلاو د افغانانو د اقتصاد کچه په بې ساري ډول بدلولای شي.
د لیتیم ارزښت:
۱- په نظامي برخه کې:
- د بي ایم آی (Benchmark Mineral Intelligence – BMI) د مارچ ۲۰۱۸ راپور په چین هېواد کې د یوټن لیتیم بیه ۲۴۷۵۰ امریکايي ډالره ښودلې.
- لیتیم په یوازې او ترکیبي ډول په هستوي او کیمیاوي وسلو او بمونو کې کارول کیږي: هستوي فزیک، اتومي بمونو، ریئکټورونو، هایدروجني بمونو او د داسې نورو پرمختللو هستوي او کیمیاوي وسلو په جوړښت کې اهمیت لري.

۲- د بیټرۍ جوړولو صنعت کې:
- همدارنګه،لیتم څخه د بیټریو جوړولوصنعت کې په پراخه کچه ګټه اخیستل کیږي: خالص لیتیم څخه جوړې شوې بیټرۍ جاپان کې د بیلابیلو بیټریو د خرڅلاو ۲۸٪(سلنه) جوړوي. دکمپیوټرونوهارډ ډیسک ځینې برخې،لپ ټاپونه، مبایل، لاسي څراغونو او هغه وسایل او وسایط چې د بیټریو په ذخیروي برېښنااتکاء لري، په ډېره اندازه لیتیم څخه ګټه اخلي.
۳- د برېښنايي موټرو په جوړښت کې:
- د الکترونیکي (برېښنایي) موټروبیټرۍ له لیتیم څخه جوړېږي: د لیتیم استعمال او غوښتنه د تیرې لسیزې په لړ کې زیاته شوې ده، ځکه چې نوموړی عنصر د صنعتي تولیداتو پراختیا او پرمختګ کې مهمه ونډه لري، په تېره بیا د برقي وسایطو او برقي موټرو د بیټریو جوړښت کې خورا ارزښت لري. هغه پرمختللي هېوادونه او ښارونه چې د پټرول او ګاسولین استعمال اولوګي څخه بیزاره دي په نږدې راتلوونکي کې به په پراخه کچه له لیتیم بیټریو څخه جوړ شوي موټر او وسایطو څخه ګټه واخلي. په ۲۰۲۰ کال کې ددې خبرې زیات امکان شته چې د برقي موټرو د تولید لپاره د لیتیم غوښتنه (تقاضا) له ۳۰٪ څخه تر ۶۰٪ پورې لوړه شي.

۳- د طبابت په برخه کې:
- له لیتیم څخه د طبابت په ډګر کې د رواني، عصبي او د زړه ناروغیودرملنې لپاره ګټه اخیستل کیږي. په خاص ډول، لیتیم د مصنوعي پیسمیکر – (artificial heart pacemakers)چی د زړه ناورغان ترې ګټه اخلي کارول کیږي. همدا شان لیتیم د تومورونو له منځه وړلو او داسې نورو بیماریو په درملنه کې اساسي رول لوبوي.
۴- د سرامیک او شیشې جوړولو صنعت کې:
- لیتیم د حرارت ضد شیشو، سرامیکي موادو او اجناسو په جوړولو کې استعمالیږي. عام سیرامیکونه د خښتو او کاشي پخولو او مقاومت لوړوالي لپاره یوه ښه انتخاب دی.
۵- د هوا په درملنه او پاکوالي کې:
- لیتیم د هوا په پاکوالي کې هم ډېر ګټور عنصر ثابت شوی دی. لیتیم د۴۰۰ چنده کاربن ډای اکسایډ د جذبولو اوله هوا څخه د CO2مضره غاز د پاکولو وړتیا لري.

- له لیتیم نه د ګریسو په جوړولو کې ګټه پورته کیږي.د إین إیل جي آي یا NLGI- National Lubricating GreaseInstituteد وروستۍ سروې له مخی، په ټوله نړی کې پلورل شوي ۷۰ سلنه ګریس، لیتیم او د هغه له مشتقاتو څخه جوړ شوي دي.همدا رنګه د الوتکو د ماشینونو د جوړلو لپاره هم کارول کیږي.
۶- د فلزاتو، مسو او الیاژو د تولید په برخه کې:
لیتیم د فلزاتو، مسو او نوروورته عناصروپه صفا کولو او ځلاء ورکولو کې هم کارول کیږي – داوسپنیزو او طلایي محصولاتو، د سکو او تمغو په جوړولو کې ارزښت لري.
د نړۍ د جیولوژي ماهرین په دې باور دي چې افغانستان د نړۍ په کچه د لیتیم سترې او پراخه زېرمې لري. په مرکزي او سرحدي ولایتونو کې دغه عنصرپه پراخه پیمانه پیدا کیږي. وروستیو کلونو کې د امریکې حکومت د افغاني لیتیمو د زېرمو پلټنه او سروې، استخراج او استحصال خپل مدیریت پورې محدود ساتلی، د افغان حکومت واک په دې برخه کې ډېر کم برېښي. د پنټاګون مامورین یوازې د غزني د دشت یاور د لیتیم زېرمې د بولیویا (Bolivia) هیواد له زېرمو څخه زیاتې ښيي. البته دا اندازه لومړنۍ او نسبي ده، ممکن د زېرمو اندازه په نوموړي ولایت کې لوړه وي. د یادولو وړ ده چې د بولیویا هېواد په نړۍ کې د لیتیم سترې زېرمې لري.
نړیوال قوتونه او ځینې مغرض ګاونډیان دافغانستان د طبعي زېرمو په اندازه او ارزښت پوه دي، دوى تر خپلې وسې پورې له دغو زېرمو څخه د نړیوالو نورمونو خلاف ګټه پورته کړې، دا پروسه په شدت سره پراخه او ګړندۍ روانه ده. چین او هندوستان هم ددې شتمنیو جیولوژیکي نقشه په لاس کې لري او په ستراتژیک ډول په دې برخه کې خپله ونډه غښتلې کوي. بلې خوا ته بلیک واټرپتېلې چې په غټه کچه په افغانستان کی پانګونه وکړي ترڅو ددې هېواد معدنونه خپل مستقیم او غیر مستقیم مدیریت لاندې راولي. یادې شوې کمپنۍ په افغانستان کۍ د جګړې د خصوصي کولو لپاره خپلی ستراتېژیکې موخې په ډاګه کړي او کوښښ کې ده چې له امریکې څخه په افغانستان کې د روانې جګړې قرار داد ترلاسه کړي.افغانستان کې جګړه ښکیلو نړیوالو لوبغاړوته د طلايي مرغه حیثیت لري، کېداى شي دا جګړه په یو نوي شکل دوام او شدت پیدا کړي اوذکر شوې زېرمې د جګړې د غځولو له مهمو لاملونو څخه وګڼل شي.
د افغاني لیتیمو ارزښت د سعودي عربستان د تېلوانډول دی، یوازې لیتیم د افغانستان اقتصاد دسعودي په اندازه لوړولای شي. د معدنونو شتمنۍ، که افغانان یې واک ولري او په علمي او قانوني ډول استخراج شي، افغانستان د معدنونو په سکتور کې، د نړۍ له مخکښو هېوادونو څخه ګرځوي او د افغاني ټولنې او اقتصاد د چټک پرمختګ سبب ګرځي.
په درناوي
حامد شینواری
مأخذونه
https://theglobepost.com/2017/08/02/afghanistan-rare-earth-china/
https://www.rferl.org/a/afghanistan-minerals-mapped/24651540.html
https://www.sigar.mil/pdf/quarterlyreports/2018-01-30qr-intro-section1.pdf
https://www.bbc.com/news/science-environment-18882996
https://www.reuters.com/article/us-lithium-chemicals-prices/solid-demand…
https://en.wikipedia.org/wiki/Lithium_battery
https://www.pcworld.com/article/2031008/mobile-batteries-everything-you-need-to-know.html
http://www.armyacademy.ro/reviste/rev4_2015/Scarlat.pdf
https://www.zdnet.com/article/afghanistan-the-saudi-arabia-of-lithium/
https://schott.blogs.nytimes.com/2010/06/23/the-saudi-arabia-of-lithium/
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.