ژباړونکی: ضیاالله اختر
افغانستان کې دوامداره سیاسي کړکېچ اقتصادي او مالي سکټور اغېزمن کړی، همدارنګه په هېواد کې اقتصادي بحران او مسلکي پرسونل نشتون د بهرنیو مرستوغېرمسلکي اداره کولو ته لاره هواره کړې چې د اداري فساد له سترو لاملونو څخه ګڼل کېږي. که څه هم د تېرې یوې نیمې لسیزې څخه افغان دولت د فساد سره په مبارزه او جنګ ځپلو ودانیو په بیارغونې کې د پام وړ لاسته راوړنې لري خو بیا هم د بهرنیو مالي مرستو لپاره سم مدیریت ته جدي اړتیا ده.
د ۲۰۱۸ م کال کې د شفافیت نړیوالې ادارې له خوا د نړۍ د لږو فاسدو هېوادونو درجه بندۍ ته په کتو افغانستان ۱۷۲ ځای یعنې ۱۷۵ هېوادونو کې افغانستان درېیم زیات فاسد هېواد وو. په ۲۰۰۵ م کال افغانستان د لږو فاسدو هېوادونو په لېست کې د هر وخت څخه ټیټ مقام ۱۱۷ او په ۲۰۱۱ م کال تر هر وخت څخه لوړ (۱۸۰) ځای درلود. د ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۸ کال پورې په نړیواله کچه د لږو فاسدو هېوادونو تر منځ په اوسط ډول ۱۶۹،۶۲ درجه کې وجود درلود.
د امریکا متحده ایالتونو دوه نړیوالې څارونکې ادارې چې یو له هغوې څخه د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ملګرو ایالتونو د څار اداره (سیګار) ده په دې موخه را منځته شوې چې تر څو افغانستان د جنګ ځپلو تاسیساتو د بیا رغونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو او نورو هېوادونو څخه په سلګونه میلیونه ډالره کومې مرستې تر لاسه کوي تر څار لاندې ونیسي. د سیګار څېړنو د امریکایې مامورینو هغه هڅې په ډاګه کړې چې کوښښ یې کاوه د افغان دولت د کمزوري مالي اجرااتو په اړه معلومات پټ وساتي. د نوموړې ادارې د ادعاوو په تړاو چې افغانستان د روانې امنیتې وضعې په باب د باور وړ نه دی.
د نوموړې موضوع په تړاو د څارونکو له خوا تثبیت شوې پېښې د سیګار له خوا په خپور شوي خبر کې په وضاحت سره بیان شوي دي. څېړنو افغانستان سره چې اوس هم په کې په پراخه کچه فساد وجود لري، مرستو د دوام په باب پوښتنې راپورته کړي. د غیر مسلکي کارمندانو له خوا د مالیاتو ناسم مدیریت په هېواد کې اداري فساد ته لاره هواره کړې. هغه وزارتونه چې د مالیې وزارت له خوا ورته ورکړل شوې بودیجې د دولتي پلان خلاف مصرفوي ماليې وزارت یې په کنټرول او تنظیم کې پاتې راغلی دی.
د بیلګې په توګه، غزني او کندهار ولایتونو کې د برق رسونې هغه پروژه چې د متحده ایالتونو د مرستې پر بنسټ پر مخ تلله وتړل شوه، مایک پامپیو په يوه لیکلي اعلامیه کې ویلي:”دا چې افغان دولت په شفافه توګه د متحده ایالتونو د مالي منابعو څخه د ګټې اخېستنې وړتیا نه لري نو نوموړې پروژه به پرته د امریکا له خوا مقرر شوې مالي مرستې تکمیلېږي.”
افغانستان ته د بهرنیو مرستو دوام پرته له کورني، مالي کنټرول او تنظیم داسې مثال لري لکه یو تازه فارغ التحصیل ته د یوه شرکت سرپرستي ورسپارل، په دې اساس لازمه ده چې نړیواله ټولنه او امریکا افغانستان د لسیزو جګړو ښکار هېواد په توګه د روانې لوبې په اصلي اړخ ځان خبر کړي.
نیپوټیزم (واسطه ګیري) یو له هغه خڼډونو څخه دی چې فساد ته لاره هواروي، د یو وزارت له خوا کلیو ته د پاکو اوبو رسونې پروژې عملي کول هغه وخت امکان لري چې خصوصې شرکتونه د سیمې د مافیایي کړیو سره اړیکې ولري چې معمولا د پارلمان غړي، ولسوالان او او امنیتي قوماندانان یې ځانته د قراردادونو په توګه نیسي، کله چې د واک خاوندان په پروژه کې د برخې اخیستنې په دغه سیالۍ کې پاتې راشي بیا خپله خیالي برخه په جبر او زورزیاتي اخلي.
په هغه صورت کې چې سیمه ییزو مافیایي کړیو ته رشوت نه وي ورکړی شوی، د هغوي د واک لاندې سیمو کې د وزارت د مالي همکارانو تجهیزات د سوځیدو یا د ورکېدو له خطر سره مخامخ کېږي.
ښاري پراختیا وزارت د دولت د یو مهي اداري په توګه د هيواد ۴۰۰۰۰ کلیو کې د۳۵۰۰۰ کلیو په بیارغونې پروسه کې ونډه لري، نوموړې پروسه کې ۷۰٪ افغانانو ته مهم تعمیراتي لوازم لکه:مکتبونه، کلینیکونه، سرکونه، پلونه، ابي کاریزونه، د ښځو تمریناتي مرکزونه او د سولري بریښنا اسانتیاوې د خلکو د ګټې اخیستنې لپاره وړاندې شوي دي.
د مالي کریډیټ د لاسته راوړلو لپاره فاسد سیاستمدارانو د هر ډول لارو څخه په استفادې هڅه کړې تر څو هغه خلکو سره د مرستو لاره وتړي چې په حقیقي معناوو ورته اړتیا لري. هېواد کې روان سیاسي کړکېچ د اداري فساد د ډېرېدو لپاره د یو مهم عنصر په توګه کارول کېږي، د مالیاتو د کنټرول چارواکو ته باید مرکزي دولت په یو مناسب مالي تنظیم او پرمختیایې لارو چارو رامنځته کولو سره ډاډ ورکړي له دې سره سره د بودجو څخه ناوړه ګټه اخستنې او ضایع کېدو د مخنیوې لپاره د پام وړ مالي پوهې ته اړتیا ده.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.