افغانستان چې له تېرو څلورو لسیزو راپه دېخوا د اور په لمبو کې سوځي؛ دلته د تنظیمي لیډرانو او رهبرانو ناسم او غیر مسلکي چلند او د احزابو او ډلو ټپلو تر منځ د بې بنیاد او د شخصي ګټو په پار چې په هغو کې ملې ګټې په پام کې نه وي نیول شوې، د لنډمهالو ایتلافونو او تړونونو پایله ده.
یو بیت ده چې وایي:
چې اهسته درومي او پیوسته درومي ::::: فتحه هغه مومي نصرت هغه مومي
دلته د تنظیمونو او احزابو او ډلو ټپلو ترمنځ د میاشتې یو ایتلاف او یو تړون کېږي او د میاشتې او یا هم شپږ میاشتو په موده کې ماتیږي، د دې ډول ایتلافونو د ناکامۍ یوازېنی لامل د ملت ګټې او نظر له پامه غورځول دي او همدا سبب شوي چې د ملت له ملاتړ پرته ایتلاف او تړونونه هیڅ پایله نشي لرلای هغه ایتلاف چې یوازې د څو ټیکه دارانو او د ملت غولوونکو تر منځ د خپل امتياز اخیستنې لپاره کېږي نو ملاتړ یې هم یوازې دوی کوي او ملت یې تر شا نه درېږي.
بله اساسي خبره دا ده چې ملت هم له هغه چا څخه ملاتړ نه کوي چې د میاشتې په سر کې له یوه سره او په پای کې له بل سره لاس یو کړي.
د ملت سیاسي شعور او د مدنیت په لور د رسېدو ذهینت او مزل ورځ تر بلې مخ پر ودې ده او لرې نه ده چې یوه ورځ ملت له هغو قومي او تنطیمي ټیکه دارانو او سوداګرو څخه چې یوه ورځ د یوه او بله ورځ د بل سره وي له ملاتړه لاس پر سرشي او خپل راتلونکی په خپل لاس کې واخلي.
په دې وروستیو کې د جمعیت، جنبش او د وحدت ګوندونو په ترکیې هېواد کې چېرې چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د جنبش ګوند مشر د ایشچې له قضیې د دويم ځل لپاره تښتېدلی، اوس اوس دوی جنرال عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او حاجي محمد محقق د نوي ایتلاف اعلان کړی.
د دغه ایتلاف په اړوند د جمهور ريیس د ویاند مرستیال ښاغلي مرتضوي، د جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل: “ټول محترم مشران چې په ايتلاف کې غړیتوب لري، د حکومت غړي هم دي، په واقعیت کې پر خپل ځان انتقاد کوي؛ ځکه چې په همدې حکومت کې دي.”
د دغه نوي ايتلاف مشرانو خپل ايتلاف ته “د افغانستان د ژغورنې لپاره د ايتلاف عالي شورا” نوم ورکړی او د خپلو غونډو په پای کې په خپره شوې اعلامیه کې یې د خپلې شورا لپاره دوولس لمړیتوبونه ټاکلي دي.
په دې اعلامیه کې د افغان حکومت پر وړاندې د جمعیت ګوند له اعلامیې څخه هم ملاتړ شوی دی.
د دې شورا د اعلامیې په شپږمه ماده کې د لومړیتوبونو په برخه کې ویل شوي چې “د اساسي قانون او د پارلمان د پرېکړه لیکونو پر اساس د لومړي مرستیال او د وزیرانو او د ملي یووالي د حکومت د موافقې له مخې، د اجرائیه ريیس او د هغه د مرستیالانو د واکونو بېرته پر ځای کېدو لپاره هڅې” شاملې دي.
دغه راز د ملي یووالي له حکومته د سراسري امنیت ټینګېدو ته پاملرنه، د جګړې د قربانیانو کورنیو لاسنیوی، د ټاکنو ترسره کول، د لوړپوړو امنیتي مسوولینو چې په اعلامیه کې بې کفایته بلل شوي، لرې کولو غوښتنې هم شوې دي.
دې شورا له افغان حکومت څخه د فاریاب ولایت د غورماچ په ولسوالۍ کې تېر کال پر جنرال دوستم باندې د شوي برید په شفافه او بې طرفه توګه د څېړلو پر غوښتنې سربېره، د جوزا په میاشت کې په کابل کې پر لاریون کوونکو باندې د ډزو، د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی د جنازې په مراسمو کې د ځانمرګي برید، د الزهرا پر جومات برید او په کابل کې د امنیتي ځواکونو له خوا د جنرال عبدالرشید دوستم د کور د محاصره کولو د عواملو د پلټنو او د دغو پېښو د عاملینو محاکمه کولو غوښتنې هم شاملې دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د دغه هېواد د ملي منافعو پر اساس ترسره کېږي.
ښاغلي مرتضوي وویل چې د افغانستان خلک لا هم تېرې ترخې تجربې په یاد لري.
مرتضوي د افغانستان حالاتو ته په کتو ټول سیاسیون د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزې ته راوبلل.
راځو دېته چې که حکومت کامیاب وي هم د همدوی د کړنو پایله ده او که ناکام وي هم د دوی د کړنو پایله ده. عطامحمد نور له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د بلخ ولایت د والي په توګه، جنرال دوستم د ولسمشر د لومړي مرستیال په توګه، حاجي محمدمحقق د اجرائیه ریاست د دويم مرستیال په توګه دندې پر غاړه لري. د دغه حکومت په کامیابۍ او ناکامۍ کې دا ښاغلي پوره ونډه لري او باید هڅه ونه کړي چې د ملت په سترګو کې خاورې واچوي او د عوام فریبۍ بل پړاو پیل کړي.
که د جنرال دوستم، عطامحمدنور او محقق پخوانیو ایتلافونو ته نظر وکړو، ښکاره خبره ده چې د هغو ایتلافونه لنډمهال او له ملي ملاتړ څخه خالي دي، ملت نور له ډېرو ایتلافونو ستړی شوی نور نه غواړي هر ډهول ته اتڼ وکړي، ملت اوس د ښه او بد توپیر په خپله کولای شي، ملت ته په کار ده تر هر څه وړاندې ملي ګټې په پام کې ونیسي، په پټو سترګو له هر ډول روا او ناروا ایتلاف څخه ملاتړ ونه کړي او د داسې لنډمهال او خودغرضه ایتلافونو لرلید وڅېړي او راتلونکی یې په پام کې ونیسي او تر هغه وروسته پرېکړه وکړي.
نوی رامنځته شوی ایتلاف چې تر ډېره د پورتینو کسانو د شخصي ګټو د ساتلو په موخه جوړ شوی کېدای شي مثبته پایله ونه لري.
اوس تر ډېره بریده حکومت قانون ته ژمن دی او د قانون ماتوونکو پر وړاندې د ارګ وروستی دریځ ساتل او هر څه د قانون په رڼا کې څېړل یې بنسټ دی، نو ښایي داسې ایتلافونه چې ډېری شخصي او تنظیمي غوښتنې لري هم د حکومت په اراده کې بدلون رانه شي وستلای.
ملت د بیدارۍ او هوښیارۍ پر لور ورځ تر بلې ګامونه ږدي، په کار ده چې همداسې وشي او خپله راتلونکې په ملي ګټو کې وویني نه په شخصي او تنظیمي ګټو کې؛ ځکه چې دغو قومي او تنظیمي ټیکه دارانو او سوداګرو بار بار د ملت د ارادې خلاف د خپلو اغراضو خوندي کېدو په موخه دروازې ټکولې او له یو څه شخصي ګټې ترلاسه کولو وروسته یې بیا ملت ته شا کړې او ملت یې په دې او په هغه غولولی دی. نن حکومت غواړي په مخامخ ډول له خلکو سره اړیکه ولري نور هغه موانع چې د هغو د کړنو له امله ملت له حکومت څخه جلا کېده مخه نیول کېږي.
له ملت سره د مخامخ او ښکاره خبرو اترو وخت را رسېدلی نو ځکه دوی داسې ایتلافونو او تړونونو ته اړ شوي دي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.