Language

author avatar
13 May 2018 - 09:18
author avatar
13 May 2018 - 09:18

د نړۍ د تر ټولو ستر اسلامي هېواد اندونیزیا، پاکستان او د افغانستان دیني علماوو افراطیت او تروریزم غندلی او دا یې د اسلامي احکامو خلاف اعمال بللي دي. د اندونیزیا ولسمشر دغه کنفرانس پرانیست او په افغانستان کې یې د روان جنګ ختمولو او سولې برخو کې د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی. خو طالبانو او طالب پلوه پاکستاني ملایانو نه یوازې دغه کنفرانس کې ګډون نه دی کړی، بلکې په افغانستان کې یې د جنګ پر دوام ټینګار هم کړی دی.

دلته څو ټکو ته اشاره په کار ده چې ولې اندونیزیا را مخې ته شوه، د هغوی په دې کې څه ګټه ده او په داسې حال کې چې پاکستان او طالبان دا نه مني بیا یې نو افغانستان ته ګټه څه ده او پاکستان ولې په غیر مستقیم ډول د دغه کنفرانس پر ضد پروپاګند پیل کړي؟ او دلته زموږ خلکو هم ورته هوا ورکړه او په غیر مستقیم ډول د پاکستان د تبلیغاتو په لین کې ولوېدل.

سره له دې چې اندونیزیا تر ټولو ستر اسلامي هېواد دی، تر څنګ یې یو اقتصادي قدرت هم دی او دغه قدرت ته د خپل علم او پوهې په مټ رسېدلی دی؛ ځکه اندونیزیا لکه عربي هېوادونه تېل او کانونه نه لري. اوس چې سعودي، ترکیه او ایران د اسلامي نړۍ د مشرۍ په سر په اسلامي هېوادونو کې په منفي رقابت او د یو بل پر ضد په نیابتي جګړو بوخت دي، دا کشمکش اسلامي نړۍ نوره هم کمزورې کوي او د نړۍ مسلمانانو ته یې له تاوان پرته بل څه نه رسېږي.

اندونیزیا د اسلامي نړۍ د ستر هېواد او اقتصاد په لرلو سره نور په انزوا او د دغو پېښو پر وړاندې بې تفاوته نه شي پاتې کېدای. د دغه نقش لوبولو لپاره دوه قوي دلیله موجود دي، فرهنګي او اقتصادي؛
اقتصادي: اندونیزیا یو صنعتي هېواد دی او د خپلو تولیدي توکو لپاره بازارونو ته اړتیا لري او هم مجبور دی ارزانه خام مواد وارد کړي. که افغانستان چېرې د ولسمشر غني د نظر پر اساس د سیمې د اتصال پر نقطې بدلېږي، اندونیزیا علاقه لري چې منځنۍ اسیا ته خپل مالونه ورسوي او خام مواد ورنه وارد کړي، په افغانستان کې پانګونه وکړي او اړیکې ورسره جوړې کړي، نو په سوله کې د اندونیزیا ګټه ده.

فرهنګي: اسلام هغه هم سني اسلام له اندونیزیا سره زموږ مشترک ټکی دی، له دې لارې په اسانۍ له افغانانو سره رابطه ټینګولی او بیا مشترکه سوداګریزه ژبه پیدا کوی شي او دغه فرهنګي عنصر او ښه ارتباط د اقتصادي موخو په چټکولو کې مهم رول لوبولی شي.

زموږ حکومت وکولای شوای یو بل ستر اسلامي هېواد چې تر نورو اسلامي هېوادونو یې موخې متفاوتې دي او په پوځي مداخلې او جنګ نه دي ولاړې، د افغانستان قضیه کې دخیل کړي.

پر دې ټول پوهېږو چې د افغانستان جنګ مذهبي نه دی، خو اسلام په کې د وسیلې په توګه کارول کېږي، د دغسې کنفرانسونو په جوړېدو سره د دې وسیلې افراطي مشروعیت او منطق تر پوښتنې لاندې راځي او په اسلامي نړۍ کې د دغه جنګ دوام له اخلاقي پلوه مردود ګڼل کېږي او له طالبانو سره نړیواله اسلامي خواخوږي کمېږي. که پاکستان له اسلام نه د جنګ د وسیلې په توګه کار اخیستو ته دوام ورکړي او نړۍ د سترو اسلامي علماوو خبره ونه مني، نو اسلامي نړۍ کې به د اسلام بدناموونکي هېواد په توګه یاد شي او دا شته لږه خواخوږي به هم ورسره ختمه شي.

بل په دې سره دنیا ته ثابتېږي چې افغان حکومت سولې ته اراده لري او د جنګ د منطق ختمولو لپاره هر خوا لاس اچوي او د بهرني سیاست په برخه کې دا د افغانستان حکومت د فعال سیاست ښودنه کوي.

افغانستان په اقتصادي او فرهنګي برخه کې اسلامي نړۍ ته خپل واضح پيغام ورساوه چې په اقتصاد کې کولای شی چې پانګونه وکړي، د افغانستان له جغرافیايي موقعت نه د رقابت پر ځای سالمه استفاده وکړي او په فرهنګي برخه کې د یو اسلامي تمدن برخه یو، اوس مو خوښه له دې مشترکاتو نه ګټه اخلئ او که همداسې بې ګټې یې پرئږدئ.

په راتلونکو میاشتو کې به سعودي کې هم دغسې کنفرانس جوړ شي او دا هر کنفرانس له اسلامي هېوادونو سره د پاکستان د کلونو کلونو اړیکو او لابي په نتیجه کې پر رامنځته شوو اړیکو یو کلک ګوزار دی او که طالبان بیا هم جنګ ته دوام ورکوي، د افغانستان حکومت یې د ځپلو، له منځه وړلو او له ځانه د دفاع په خاطر کافي اسلامي، سیاسي او اخلاقي دلایل لري.

پاکستان د دغه کنفرانس له راتلونکو اثراتو خبر دی چې داسې کلک مخالفت یې کوي او پر طالبانو او ملایانو دا غونډه غندي او د جنګ دوام ته پلمې لټوي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>خوشال خليل د ننګرهار ولايت اوسېدونکى او خپلواک ورځپاڼه ليکونکى دى. </p>