د کايناتو په دې لويه نړۍ کې چې انسانان ژوند کوي،د خپل ژوند د پايښت لپاره کار لټوي،کار کوي او هر هغه څه چې سرته يې رسوي د پرمختګ په موخه وي، پرمختګ ته رسېدل په يوه ټولنه کې بې له سولې امکان نه لري، د نړۍ په هر ګوټ کې قوانين، پلانونه ،کارونه او خلک د دين په بنسټ ولاړوي،زموږ ټولنه يوه اسلامي اوکلتوري ټولنه ده،ټول کارونه ،پلانونه، قوانين، مسووليتونه اونور…په کې د اسلام د مبارک دين دلارښوونو په اساس تنظميږي .
د اسلام مبارک دين له نن څخه(۱۴۰۰)کاله وړاندې په ټولنه کې د ښه ژوند،پرمختګ او د کارونو د تنظيم لپاره سوله ،زړه سوی، تفاهم،دمشرانو او ديني علماوو احترام، د دوی خبرو ته دقيق غوږ نيول او داسې نورو لارښوونه کړې ده ، (۱۴۰۰)کاله وړاندې دا لارښوونې د ديني علماوو دمعلوماتو او ليکنو په اساس ترموږ رارسېدلې دي او دنړۍ ډيره برخه نفوس دهمدې علماوو له برکته داسلام دمبارک دين په پيروۍ کې ژوند کوي ،نو همدا علماء دي چې دپيغمبر (ص) وارثان ياديږي، دپخوا په څېرکولی شي چې خپله ټولنه او خپل خلک داسلام دمبارک دين د لارښوونو په اساس سوله ييز ژوند،امنیت او ښې حکومتدارۍ ته را وبولي.
ديني علما دي چې زموږ په دې ديني او کلتوري ټولنه کې خلک ورته له مور او پلار څخه وروسته د لومړني استاد په توګه په احترام قايل دي ، همدا علما دي چې خلک ورته ماشوم د پيدايښت په لومړيو ورځوکې د ديني ارشاداتو ( اذان) د او رولولپاره ور وړي ، ترڅو يې ماشوم د لوی الله (ج) نوم د لومړي ځل لپاره د مولوي له خولې واوري ،همداعلما دي چې ډاکټر،انجنير،استاد، قاضي، مشر،محصل ،زده کوونکی،ښځې او نارينه ټول يې خپل مذهبي لارښود بولي،نو څه فکر کوئ، په داسې يوه اسلامي ټولنه لکه افغانستان کې د ديني علماوو رول د سولې او امن د ټينګښت لپاره څومره اړین دی؟ ستاسو ټولوځواب به ضرور دا وي چې يوازې ديني علما کولی شي چې د سولې د ټينګښت او امن لپاره تر ټولو زيات کار وکړي.
ديني علما که په ښوونځيو،جوماتونو، مدرسو او د جمعې په ورځ په وعظونوکې دســـــــــــــــــــــــولې او امن په ارزښت،اهميت،ګټواوپه افغانستان کې د سولې په اړتياوو ډېرې کمې خبرې هم وکړي، ستر ځای به ونيسي،چې له يوې خوا به ديني علماوو خپل اصلي رسالت چې دپيغمبر(ص)له لوري ورسپارل شوی ادا کړی وي او له بلې خوا به زموږ په ګران هېواد افغانستان کې د يوې سوله ييزې فضا په رامنځته کولو کې اغېزمن تمام شوي وي .
همدا سوله ييزه فضا به په هېواد کې ښې حکومتدارۍ، متوازن پرمختګ، عدالت او د يوه سرلوړي افغانستان په منځته راتګ کې خورا ګټور تمام شي .
د ديني علماوو پورتنيو ارزښتونو ته په کتو بايد د هېواد په لر او بر کې ټول دیني علما د سولې د روانې پروسې دلاپيا وړتيا ،چټکتيا او د هېواد په دې حساسو شرایطو کې د ډاډمن امن د ټينګښت په برخه کې تربل هرچا زياته کار وکړي ،هيله مو له ټولو ديني علماوو څخه ده چې د ممبرونو له لارې،خلکو ته د سولې او امن پر اهميت او د جګړو،وژنو او ورانیو په باب د اسلام د سپيڅلي دين په رڼا کې ولس ته څرګند پيغامونه ورکړي او په دې سره په هېواد کې د ډاډمن امن او تل پاتې سولې په ټېنګښت کې رغنده رسالت او مسوولیت ترسره کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.