Language

ټرامپ له سعودي سره د ۱۱۰ میلیارد ډالرو نظامي همکاریو تړونونو په کولو سره د منځنۍ ختیځ دغه شتمن هېواد ته په عربي او بیا اسلامي نړۍ کې د یوه ځواکمن نظامي ځواک موقف ورکولو ته ملاتړلې ده. له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د سني عرب نژدې ټولې رسنۍ ټرمپ ته د ملک سلمان د تاوده هرکلي تصویرونه خپروي او د دغه سفر په پلمه پرې سیاسي او اقتصادي تحلیلونه وړاندې کوي.
 

سعودي هڅه کوي د ایران سیمه ییزې ویکټې لکه حوثیان، بشار اسد، نصرالله، او عبادي له مخې لرې اوپه امریکايي بیټ ایران ته لوړ هدف وټاکي.
 

ایران د روحاني د ټاکنې په خوښۍ کې غرق دی او د السعود کورنۍ د ټرمپ هرکلي ته نوي نوي چمونه کوي. ریاض ته د اوباما او میشل د سفر پرتله میلاني او ټرمپ ته لس برابره تود هرکلی ویل شوی، چې دا د سپینې ماڼۍ واکدار ته د سپینو پوښو شیخانو د نوې ستراتیژیکې لوبې نوی اړخ بیانوي. د اوباما د ترحم او د فقید عبدالله د خوب وړي سیاست له برکته تهران له سرې بحیرې پرته له درېیو خواوو سعودي کلابند کړ. په یمن کې یې د عبدالربوه منصورسني نظام په لږکي حوثیانو وپرځاوه او د سعودي په سوېلي پوله یې د ایران پلوي ملیشې درولي دي. په ختیځ عراق کې یې د حیدر العبادي شیعه ملېشو ته د سنیانو د ټکولو کوتک په لاس ورکړي، په سوریه کې د بشارالاسد واک ټینګ او په لبنان کې د حسن نصرالله مټ تر پخوا لس ځله پیاوړی کړ.

 

د خامنیې شاګردانو احمدي نژاد او روحاني په پرله پسې ډول په سیمه پرسعودي نفوذ سیوری وغوړاوو او د سعودي شاهانو، ملک خالد، ملک فهد، ملک عبدالله لوېدیځ پالو سیاستونو ته یې د بیا کتنې کلکه اړتیا په ګوته کړه. سلمان په داسې زمانه کې د سعودي واګې ترلاسه کړې، چې د تېلو نړیوال مارکېټ او بیه، چې د سعودي د ملاتیرجوړوي ټیټه او ایران له امریکا او ټول لوېدیځ سره خپله اټومي لانجه بري ته نژدې کړې وه. په ایران کې روحاني ته د څه باندې ۵۷ په سلوکې رایو ورکول د ایراني ډیپلوماسۍ د بري او د رضا شا پهلوي د برم د بیرته ژوندي کېدو نوی پیر ویل کیږي.
 

رضا شاه ته اردیشهر زاهدي اوپه واشنګټن کې کیسنجر د تخت او بخت چارې برابرې کړې وې او حسن روحاني ته جواد ظریف او اوباما، خو ملک سلمان ته د فقید ملک خالد په څیرد نويو لوېدیځ پاله سیاستونو را دبره کول په کاروو، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې پر سپینه ماڼۍ د ژیړ سري ټرمپ ور دننه کېدو د السعود بخت ته ډیکه ورکړه او سغار سلمان او د دفاع ځوان زوی محمد یې هڅه کوي، چې په فاین لیګ کې د حوثیانو، په کوورډرایو کې د بشار اسد، په او په لانګ ان کې د تهران ویکټې ژر ژر واخلي، خو په دغه ټسټ میچ کې ایراني لوبغاړي ښه ځلیدلي او تمه نه کیږي، چې سعودي شیخان دې په روان ۲۰ اوریزټورنمنټ کې هم یمني حوثیانو، هم بشاري اسدیانو، هم نصرالله يي حزب الله یانو او هم تهراني خمینیانو ته پرله پسې ماتې ورکړي.
 

ایرانیانوخپل سیمه ییزسیال ته ډیرلوړ هدف ورکړی او ډیره تمه هم اوس د نړۍ په کچه د سعودي د دفاع له ۳۰ کلن لوبغاړي محمد بن سلمان، د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجبیر، ولیعهد محمد بن نایف او په خپله له لوبډلمشرسلمان څخه ده، چې هم په بیتینګ، هم په ډګر ساتنه او هم په توپ غورځونه کې ښه وځلیږي. په لوبډله کې ورسره نور وتلي پخواني لوبغاړي لکه ترکي الفیصل، سعود الفیصل، بندر بن سلطان، خالد او لید بن طلال هم شامل دي، چې له امریکايي میلیارډر ترامپ سره د راکړې ورکړې میلیارد ډالري یارانې تازه کول غواړي.

 
د السعود ډیروزن لرونکي لوبغاړي چې په ډګر ساتنه کې یې خوند نشته، هڅه کوي، چې په پیسو د اخیستل شویو وتلو نړیوالو لوبغاړو په مټ سترې سترې شپږیزې ووهي. د ۱۱۰ میلیارډ نظامي تړون اوږد مهاله لوبه کې به نن سعودیان د نړۍ مشرانو ته یو ځل بیا د خپل تخت او بخت زور وښیي چې لا تیرماښام یې ټرامپ ته د سروزو امیلونه ورپه غاړه کړل. له میلاني ټرمپه هم د السعود په څو سوه غړیزه کورنۍ کې د خپل خاوند ارګاه او بارګاه هیره ده. د دغې ۷ زره وګړیزې کورنۍ پانګه د ویکي لیکس په وینا څه باندې یو ټریلیون ډالرو ته رسیږي، چې د ساتنې او زیاتیدنې لپاره یې د عشر او ذکات ډیره برخه د څولسیزې پخوا په څیر بیا امریکا ته ځانګړې کړې ده.

په سلګونو امریکايي لویو کمپنیواو په لسګونو زره امریکایانو سعودي ته د نوي ماموریت او دندې په موخه خپلې بسترې تړي. سیمه کې نوې امریکايي سټراتیژي په پلې کیدو او د ایران لپاره د خطر زنګونه په ګړنګیدو دي. ایرانیان له سر ټمپه ټرامپ سره چې د منځنۍ ختیځ بهرنۍ تګلاره یې په پیټروسټراتیژۍ ولاړه ده او لومړنۍ بهرنۍ لیدنه کې د سعودي په اخور تم شوی نوې لوبډلې ته نوې ګړنلاره برابروي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزیر عادل جبیرایران ته په اشارې ریاض ته د ټرامپ سفرډیپلوماټیکه کودتا بللې، چې له داعش سره د نوې پیلیدونکې پراخې نړیوالې مبارزې په بهانه به یې د سني او شیعه ترمنځ سیمه ییزه لانجه لا نوره پراخه شي.

له مذهبي اړخه د ټرامپ دا سفر هم د بحث وړ دی. هغه د نړۍ د دریو سترو دینونو مرکزونو لکه د اسلامي دین پلازمینه سعودي، د یهودي دین مرکز اسراییلو او د عیسوي دین زړه واتیکان او بلجیم ته سفر پیل کړی دی.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه