Language

author avatar
7 Nov 2019 - 11:10
author avatar
7 Nov 2019 - 11:10

د هېواد تاريخ مو له ډېرو ویاړونو ډګ دی، هغه ویاړونه چې زموږ مشرانو په شجاعت، سرښندنو، احساس او وړتیا ترلاسه کړي، تر ټولو ستر ویاړ افغانانو د احمدشاه بابا د واکمنۍ پر مهال (۱۱۲۶لمريز کال) ترلاسه کړی، چېرته چې د افغاني امپراطورۍ سرحدات چې يو وخت يې تر ١٦ درجو طول البلد پورې پراخوالى درلود، په دقيقه توګه يې ټاکل مشکل کار دى، خو په شرق کې د سرهند نه نيولې بیا د ډهلي په ١٥٠ ميلۍ کې پروت دى، په غرب کې تر مشهده پورې چې حزر درياب نه په همدې فاصله کې پروت دى او پلنوالى يې د امو له سيند نه نيولې په جنوب کې د فارس تر خليج پورې رسېده .

افغانانو د تاريخ په اوږدو کې له مقدوني سکندر، ايراني صفويانو، مغولو او نورو سره د هېواد د ازادۍ لپاره جګړې کړې دي؛ درې ځلې انګليسانو هم له افغانانو سره ډغرې وهلې او هر ځل يې ماتې خوړلې، د شوروي اتحاد يې ونړاوه او ستر زبرځواک يې مات کړ.

پر دې نه غږېږم چې ولې مو اوس دا حال دی؟ ولې دا وایم چې تېر تاريخ مو یو شکهار دی او د یو مېړني ملت یادونه کوي. د افغانانو د شجاعت، مېړانې او سرښندنو په اړه ډېر څه ليکل شوي او د تاريخ په پاڼو کې پراته دي، خو بدبختانه چې د هند سینما په پرله پسې توګه هڅې شروع کړې چې د افغانانو له ویاړونو ډک تاريخ داغي کړي او داسې صحنې په فلم کې ځای پر ځای کړي چې د هندي وګړو په زړونو کې افغانانو ته کرکه، وېره او نفرت زيات کړي.

په پادماوتي فلم کې يې د غلجي کورنۍ ځواک لرونکي او لوی حاکم علاوالدين غلجي په اړه داسې صحنې جوړې کړې چې په کې یو وینه تویوونکی، چپاولګر، حریص او موقع پرست یاد شوی.

په کيسري (Kesari) فلم کې يې د ۱۸۹۷ کال د جنګ یادونه کړې چېرته چې افغانان ظالم، جابر او وحشي معرفي شوي، په فلم کې ليدل کېږي چې ۲۱ سکان لس زره (۱۰۰۰۰) افغانانو ته ماتې ورکوي، داسې صحنه هم په کې شته چې یوه سک د افغانانو پر مړو (متیازې) کوي. په دغه فلم کې ښکاري چې افغانان پر ښځو ظلم زیاتی کوي او په جنګ کې حتی له ماشومانو هم ګټه اخلي.

د جودا اکبر فلمي ډرامې په يوه برخه کې افغانان غله معرفي شوي او شاید نورې ټلوېزوني ډرامې او فلمونه هم وي چې افغانانو ته په کې سپکاوی شوی وي.

پورته یادو تېروتنو د اطلاعاتو او کلتور وزارت، بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر فرهنګي سلاکارانو، په ډيلي کې فرهنګي اتشې، سفیر او په کور دننه سياسي احزابو هېڅ کوم یوه عکس العمل ونه ښود، نو ځکه يې اوس ستر احمدشاه ابدالي ته سپکاوی وکړ.

د پانيپت په نوم د هند نوی فلم به د روان ۲۰۱۹ عيسوي کال د ډسمبر په ۶مه نېټه د سینماګانو په پردو خلکو ته وړاندې شي، چېرې چې په کې د نوي افغانستان د بنسټ اېښودونکي، تاريخي ویاړ او ستر شخصیت احمدشاه ابدالي په کې کاملاً يو خونکار، جلاد او لوټمار معرفي شوی، د فلم په ټرېلر کې وايي، تېر ځل چې هغه (احمدشاه ابدالي) راغلی و، د یمونا سیند اوبه تر اووه ورځو پورې سرې وې.

که څه هم ویل کېږي چې په دغه فلم کې د افغانستان بنسټ اېښودونکي امپراطور احمدشاه دراني ته سپکاوی نه دی شوی، ولې وېره موجوده ده چې ښايي دغه کار شوی وي؛ ځکه سینما د هند ده، د فلم لوبغاړي هندیان دي او سناريو همدوی ليکلې، دلته به هندیانو ډېر کوښښ کړی وي چې د پاني پت مېړانه په خپل نوم تمامه او لکه چې د فلم په ټریلر کې ښکاري هماغه شان احمدشاه بابا یو خونکار او لوټمار معرفي کړي.

د اطلاعات او کلتور وزارت، بهرنیو چارو وزارت، په ډيلي کې مېشت افغان سفیر او فرهنګي اتشه باید له خوبه پاڅېږي، د فلم له نشرېدو وړاندې فلم وګوري، که داسې صحنې په کې راغلې وي چې په کې احمدشاه بابا او یا هم افغانانو ته سپکاوی شوی وي، رسمي عریضه دې وکړي، فشار دې راوړي چې د فلم د نشرېدو مخه ونيسي.

له سياسي مسوولينو، ګوندونو، مدني ټولنو، ټولنيزو حرکتونو او فرد فرد څخه مو غوښتنه ده چې که احمدشاه بابا ته سپکاوی شوی وي، بیا دې ټول په یو غږ د فلم د نه نشرېدو غوښتنه وکړي، لاریونونه دې وکړي او د هند محکمې ته دې عارض شي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه