Language

رقيه علي وياړي چې په کابل کې د دريچه نور په ښوونځې کې زده کړې کوي. نوموړې غواړي چې په راتلونکي کې ډاکتره شي او وياړي چې له خپلو ټولګيوالو سره ليک او لوست زده کوي. ((زما مور ليک او لوست نه شي کولای. کله چې په ښار کې موږ د درزي هټۍ لټوله نو ما به د درزي لوحه موندله.)) د نوموړې ټوليګواله مسعوده هم په ورته ډول خوښي څرګندوي. ((د نجونو او هلکانو تر منځ بايد هېڅ ډول توپير نه وي، زه غواړم چې انجينره شم.))

په افغانستان کې يو مهال نجونو ته اجازه نه وه چې ښوونځي ته ولاړې شي، خو اوس مهال، سره له دې چې د زده کړې سيستم له يو لړ ننګونو سره مخ دی، په ښوونځيو کې د نجونو نوم ليکنه له دری ميليونو څخه لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې دغه شمېره له دوه سوه زرو څخه کمه وه او د هلکانو شمېر له يو ميليون څخه ۴.۵ ميليونو ته لوړ شوی دی. دغه ماشومان به د افغانستان د پرمختګ لپاره يو ځواکمن بنسټ ولري.

څرنګه چې نن د ښځو نړيواله ورځ نمانځل کېږي، موږ همدارنګه هغه پرمختګ چې د ښځو د ونډې او ځواکمن کېدو په برخه کې لکه د رقيې، رهنور او ميليونونو نور ښځو په ژوند کې شوې دې، نمانځو. په ورته وخت کې موږ غواړو چې د ننګونو د له منځه وړو لپاره چې په تخمينې ډول د سوېلي اسيا اقتصاد ته ۸۸۸ ميليارده ډالره پرېوځي، د حل د مناسبو لارو موندلو په مرسته شته او پاتې تشې هم ډکې کړو.

په لاس ته راوړنو وياړو خو ډېر کارونه بايد ترسره شي

د سوېلي اسيا هېوادونو زده کړو ته د لاسرسي او د ټولنيز جنسيت انډول برابرولو په برخه کې ښې لاس ته راوړنې لري. همدارنګه په دې سيمه کې د مور او ماشوم د مړينې د کمښت په برخه کې د يادونې وړ لاس ته راوړنې لري. دغو هېوادونو د روغتيايي خدمتونو د لاسرسي په برخه کې لوی ګامونه اخيستي دي او د ډېرو ښځينه روغتيايې کارکوونکو د روزنې له لارې يې مور او ماشوم ته ارزانه روغتيايې خدمتونو برابر کړي دي. په سيمه کې ډېری هڅوونکې او د يادونې وړ ښځينه مشرانې او بې شمېره نور وګړي چې په ټولنه کې د ستونزو او نا سمو دودونو پر وړاندې مبارزه کوي، رامنځته شوې دي.

خو بيا هم ډېرو فعاليتونو ته اړتيا ده، تر څو چې ښځې او سړي وکړای شي خپله وړتيا وښيي. څرنګه چې د سوېلې اسيا هېوادونه د پرمختګ په حال کې دي، نو که ښځې د زده کړې او ګومارنې له فرصتونو څخه بې برخې وي، د پرمختګ شونتيا به يې ډاډمنه نه وي. د سوېلي اسیا هېوادونه بايد خپل کاري ځواک ډېر پراخ کړي څو چې د خپلې اقتصادي ودې موخې ترلاسه کړي او همدارنګه په لوړه کچه د خپل ډېرېدونکي نفوس او وګړو ملاتړ وکړي. څېړنو ښودلې ده چې په سوېلي اسيا کې نږدې په هرو څلورو ښځو کې يوه يې په کار کې ونډه اخلي چې دغه وضعيت د منځني عايد ترلاسه کوونکو هېوادونو نيمايي جوړوي. ډېرې ښځې په تصميم نيولو، ګرځېدو او عامه سيمو کې د خونديتوب له محدوديتونو سره مخې دي، ډېرې ښځې د ټولنيز جنسيت په بنسټ له تاوتريخوالي سره لاس او ګرېوان دي چې دغه پېښې په ټولې نړۍ کې د خبرونو سرليکونه جوړوي. د دغو تشو د ډکولو لپاره کومې کړنې مرسته کولای شي؟

د روغتيا او زده کړو په برخه کې په زيرکۍ سره پانګه اچونه

هېوادونه داسې فرصتونه  لري چې د روغتيا او زده کړو په سکتورونو کې پانګه اچونه وکړي؛ ځکه چې لږ پانګه اچونه په غير متناسبه توګه په ښځو او نجونو مسووليت اچوي او د هغو د زده کړو او د توليد وړتيا د زده کړې د ناکافي او کمو فرصتونو له امله له منځه ځي. داسې پروګرامونه بايد ترسره شي چې په بريالیتوب سره نجونې له لومړنۍ زده کړو ثانوې زده کړو ته ولېږدول شي او همدارنګه د ټولنیزواړوند مسایلو زده کړې ورته ډېرې ورکړل شي. د دغو بنسټونو په ځواکمنېدو سره د زده کړو پروګرامونه بايد داسې چمتو شي چې د زده کوونکو زده کړې او د ګومارنې له وړتيا سره اړيکې ولري.

د ښځو د ځواکمنولو لپاره د ښه او ډېرو اقتصادي فرصتونو برابرول

په کاري ځای کې د ډېرو ښځو شتون به د سوېلې اسيا د پرمختيايي وړتيا په چټکوالي کې مرسته وکړي. د دې لپاره چې دغه موخه ترلاسه شي، دغه هېوادونه بايد د کار په ځای کې ښځو ته مناسب او ښه چاپېريال برابر کړي.  په دې برخه کې د وړتيا لوړولو او ښځو ته د نورو کاري فرصتونو برابرول به مرسته وکړي، په اقتصادي برخه کې د ښځو د نا انډول مسووليت په برخه کې بايد پانګه اچونه وشي او د ښځو پر وړاندې د ځمکې د ملکيت ستونزې هوارې شي. داسې نورې پالیسۍ بايد جوړې شي چې ښځې مالي شتمنيو ته  لاسرسی ولري او په کليو کې ښځينه کارکوونکي د خپل کار معاوضه ترلاسه کړي.

د ښځو د غږ لوړولو او همدارنګه د ښه استازيتوب فرصت برابر شي

په سيمه یيزه رهبرۍ او مشرۍ کې د ښځو د ونډې ډېرول به  په تصميم نيولو کې د ښځو او نجونو ونډه ډاډمنه کړي. چارواکي دا مسووليت لري داسې قوانين جوړ او پلي کړي چې ښځې په تصميم نيولو کې ډېره ونډه ولري، لکه د ماشومانو ودونو د مخنيوي قانون، د جنسيت په بنسټ د تاوتريخوالي مخنيوی او ډېره پاملرنه ورته کول، عامه ترانسپورټ ته د خوندي لاسرسي فضا برابرول، د بېلګې په توګه په بسونو او رېل ګاډي کې د ښځو لپاره بېل ځای برابرول، د ترانسپورټ کارکوونکو لپاره د جندر اړوند روزنې، د ډېرو ښځينه پولیسو ګومارنه او په فعاله توګه د نرانو د جندر چارو حل شامل دي.

د دې لپاره چې پورته نظرونه پر عمل بدل شي، د سوېلي اسيا د جندر سيمه یيز کاري پلان زموږ د فعاليتونو لپاره لارښود دی او په سوېلي اسيا کې د وګړو او حکومت لپاره دا لارښوونه کوي چې د جندر اړوند چارې په سالمه توګه په خپلو اقتصادي، ټولنيزو، روغتيايي او زده کړو په پاليسيو او پروګرامونو کې د اوسنيو شواهدو او وړانديزونو پر بنسټ شاملې کړي.

د دې لپاره چې د سوېلې اسيا هېوادونه د خپلې پرمختيا موخو ته ورسېږي، هر يوـ ښځې او نران اړ دي چې خپله بشپړه وړتيا وکاروي. دغه يوازېنۍ لاره ده چې د سوېلي اسيا هېوادونه کولای شي چې د اسيا  سليزې د ژمنې برخه پاتې شي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>د دغه مضمون ليکونکې په سوېلي اسيا کې د نړوال بانک مرستیاله رييسه ده.</p>