ټاکل شوې ده چې د روان کال د جون میاشتې په ۶ مه نېټه په کابل کې ( د کابل پروسې ) تر سرليک لاندې د سیمې او نړۍ د ۲۴ هېوادونو او ۳ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ناسته وشي چې د دې ناستې اصلي موخه د نړیوالو او سیمه يیزو هېوادونو په ملاتړ د افغانستان دولت تثبیتول دي، د سولې لپاره د یو قوي او محرک ځواک په توګه او هم تر ډیره بریده به کوښښ وشي، ترڅو د سولې د مشرتوب او په افغانستان کې د امنیت، پرمختګ او نورو چارو مشري په پرېکنده توګه افغان دولت تر سره کړي.
دافغانستان د جګړې ستونزه داخلي ستونزه نه ده، بلکې سیمه يیزې او نړیوالې ریښې لري د ولسمشر محمد اشرف غني په وینا چې نیابتي جګړه او نړیوال تروریزم چې په سر کې یې القاعده او داعش راځي هغه څه دي چې افغانستان له تېرو څو لسیزو د اور په لمبو کې سوځوي .
د ولسمشر په وینا، موږ د نړۍ د جګړې پر وړاندې یو او د هغه نړیوال تروریزم پر وړاندې جنګیږو چې نړۍ او سیمه ګواښي، نو په دې صورت کې لازمه ده چې باید نړۍ او سیمه زموږ ترڅنګ ودریږي، ترڅو په ګډه سره ددې ستونزې مخينوى وکړو او سیمې ته امنیت او اقتصادي پرمختګ راوړو که چېرته داسې ونه شي نو ښکاره خبره ده چې دغه تروریستي ګروپونه او مافیایي بانډونه به په ډیرې اسانۍ سره په راتلونکې کې سیمه او نړۍ د اقتصادي او امنیتي اړخه وګواښي .
خو دا چې په وروستیو کې افغان حکومت سیمې او نړۍ ته یو روښانه پیغام ورکړ او دا یې ورته وویل چې د افغانستان امنیت د سیمې امنیت او نړۍ امنیت دی، نو تر ډیره بریده پورې سیمه اونړۍ هم دې مسلې ته متوجه شوه او هڅې یې پیل کړي ترڅو وکولى شي چې دمختلفو لارو چارو او کنفرانسونو له لارې د خپلو هېوادونو امنیت خوندي کړي، خو بدبختانه تر اوسه پورې دې پایلو کومه مثبته نتیجه ورنه کړه .
خو ولې خوشبختانه د افغان حکومت بین الافغاني خبرو اترو چې د حزب اسلامي له امیر سره یې ترسره کړې په تېر یو کال کې مثبت پایلې درلودې او د حزب اسلامي امیر د سولې له پروسې سره د یو ځای کېدو ترڅنګ کابل ته راغی .
نو دې تجربې ته په کتو افغان حکومت پرېکړه وکړه چې داسې یو میکانیزم رامنځ ته کړي ترڅو وکولی شي د سیمې او نړیوالو هېوادونو داسې اجماع رامنځ ته کړي چې له مخې به یې افغانستان او سیمه کې جکړه کمه او ان ختمه او د سولې او پرمختګ لپاره ګډ ګامونه پورته شي، نو په همدې اساس به د کابل پروسه یوه داسې پروسه وي چې دهغو واقعیتونو پربنیاد به له نړیوالو او سیمه ييزو هېوادونو غوښتنه وشي چې له امله يې افغانستان کې اوسنۍ جګړه روانه ده او کوښښ به وشي، ترڅو له دې لارې د افغانستان اوسیمې ستونزو ته حل لاره پیدا کړي .
د کابل پروسې تر ټولو مهم اړخونه د سولې او اقتصادي پرمختګ لپاره د هر اړخیز چتر او د امنیتی همکاریو رامنځ ته کول دي د سیمه يیزو او نړیوالو همکارانو او هېوادونو ترمنځ .
ځکه که موږ وګورو په تېرو څو کلونو کې په افغانستان او سیمه کې له سولې او امنیت سره د مرستې په موخه بیلا بیلې او ډیرې ناستې ترسره شوي، خو اوس مهمه داده چې یو داسې چتر رامنځ ته کړو ترڅو دا ټولې هلې ځلې او پروسې سره همغږې او تر یو چتر لاندې مخته یوسي، ترڅو وکولى شو چې اغیز یې زیات او پایلو ته په رسېدو کې له ستونزو سره مخ نه شو، نو زما په فکر کابل پروسه یو ښه چانس دی، ترڅو ټول هېوادونه له دې ځایه دافغانستان او سیمې دامنیت لپاره دافغان دولت څخه ملاتړ وکړي او افغان دولت ددې پروسې د پلي کولو لپاره په خلاص مټ او د خپلو ملګرو په قوي ملاتړ سره ډیرې لاسته راوړنې ولري.
بل ترټولو مهمه موخه د کابل پروسې داده چې په سیمه کې دامنیت د ټینګښت په موخه ګډ نظر رامنځ ته کړي، ځکه تر اوسه پورې هم یو شمېر ستونزې شته چې هغه په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره جدي ګواښ دی او همدا ددې لامل شوی چې په تېرو څو کلونو کې په سیمه کې افراطي ګروپونه زیات شوي، دهغوۍ جلب او جذب او دفعالیت سیمه په پراخېدو ده او هغه فکر چې یو وخت له ترهګرۍ څخه د سیاسي ګټې په توګه کار اخيستل کیده په دې بدلیږي چې اوس ترهګري خپله دهمغو هېوادونو ګټې ګواښي او هغوى ننګوي نو دا به ښه چانس وي، ترڅو وکولى شو د کابل پروسې له لارې د ښو او بدو تروریستي ګروپونو پرضد یو دریځ رامنځ ته کړو او د ټولو پرضد یو ډول مبارزه وشي، ترڅو په راتلونکې کې سیمه او ټول هېوادونه د افغانستان په ګډون له دې ستونزې خلاص شي .
پایله
دا چې اوس افغانستان د سیمې او نړۍ له شلو تروریستي ګروپونو سره په جکړه کې ښکیل دی، نو دا مهمه ده چې نړۍ او سیمه باید د افغانستان ملاتړ وکړي او د دې ډلو پر وړاندې مبارزه کې خپله رښتینې اراده څرګنده کړي او په ځانګړي ډول د افغانستان ګاونډیانو ته تر ټولو زیاته مهمه او اړینه ده چې په دې برخه کې خپله رښتینولي څرګنده کړي که چېرته داسې ونه کړي، نو لرې نه ده چې دغه تروریستي ګروپونه د دوى امنیت او ټولې لويې اقتصادي پروژې او ګټې وګواښي چې هغه وخت به بیا هېڅ هېواد نه دا چې خوندي نه وي، بلکې د دې تروریستي ګروپونو په مهارولو کې به هم پاتې راغلي ووسي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.