Language

author avatar
4 Apr 2020 - 14:49
author avatar
4 Apr 2020 - 14:49

کرونا یوه نړیواله ناروغی ده. اکثرو پرمختللو هېوادونو دغه ناروغي د خپلو خلکو پر ټولنیز فعالیت او تګ راتګ باندی د بندیز له لاري کنترول کړې ده. په امریکا او اروپا کې حکومتونو دفترونه، تعلیمي اداری او هغه کاروبار چې ګڼه ګوڼې جوړوي بند کړي او خلک له کوره کار کوي. په غرب کی هر دولت په ملیاردونه پیسې د خلکو سره د مرستې لپاره تخصیص کړې دي. په دوی کې هسی هم د بیکارۍ کچه نسبت افغانستان ته ډېره کمه ده او کوم بیکاره خلک چې دي، هغوی ته په عادي حالاتو کی هم حکومت د حداقل معیشت مرسته کوي. اوس نه یوازي هغه پخوانی بیکارانو ته د پخوا په شان معاش روان دی، بلکی د کرونا په سبب چی کوم خلک پر کور کښينستل، هغوی ته هم خپلی مربوطه ادارې ترهغو پر کور پوره معاش ورکوي ترڅو دا مرض ورک کېږي، په غرب کې حکومتونه کوښښ کوي چی د خوراکی شیانو مغازې له مالونو ډکي او قیمتونه ثابت وساتي. بیله شکه کرونا په غرب کی پر ملي اقتصاد او ټولنیز ژوند خپل منفي اثر غورځولی، خو عام ولس ډېر نه دی خوار او زهیر شوی، دا ځکه ټول د په خوا په شان معاش لري او په مغازو کی خوراکی مواد شته.  

افغانستان هم د دغه ناروغۍ د کنترول لپاره د غرب په پله ګامونه واخیستل. خو افغانستان او غرب ډېر فرق لري. دلته د خلکو ډېره کمه فیصدي د دولت معاش خور دي. خصوصی سکتور هم په لږ فیصدي خلک استخدام کړي دي. په افغانستان کې اکثریت خلک، خصوصا د ښارونو، په دکاندارۍ یا د خپل لاس په روزمره خوارۍ ځانونه چلوي. ډېر داسی کسان شته چې د ورځي یې ګټي او ماښام یی خوري. اوس چی په ښار کې کاروبار بند دی، دا کسان او کورنۍ به څه خوري؟ دا خو لږ خلک نه دی، په ملیونو دي. دغه حالت که دوام وکړي، زموږ خوار خلک به له کرونا نه بلکی له لوږی مړه شي او چی کرونا خلاصه شۍ، زموږ ډېر خلک او ماشومان به دومره خوارځواکي شوي وي چې تر ډیره وخته به د هري ساده نارغی ښکار وي. دا یوه لویه ملي فاجعه او ستر ناورین دی. تر کرونا دغه حالت ډېر بد، تلفات یې ډېر او اوږدمهال اثر یې خراب دی. دولت ته په کار ده چې د مسؤلیت په احساس سره عاجل لاندې اقدامات وکړي:

۱-   په کابل او ولایاتو کې د ښار په هره ناحیه کې دولت یوه مغازه خلاصه کړي چې په هغه کې د ژوند ضروري شیان لکه اوړه، غوړي، بوره، ګاز او داسی نور خلکو ته په مناسبه بیه ورکړي. اوس چې یو شمېر تاجرانو احتکار کړی دی او مالونه یې ګرانۍ ته ساتلی دي، د دولت دغسی سالمه مداخله به هغوی مجبور کړي چې احتکار شوی بیرته مال بازار ته راوباسي، که نه ورته خرابېږي او د غنمو فصل هم پر راروان دی.  

۲-   مغازې ته ولاړ ټول خلک دي مول ووهی او دوه متر فاصله ترمنځ دي په نوبت له مغازې خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه کړي.

۳-   مغازه دي هره ورځ شپاړس ساعته د خلکو په خدمت کې خلاصه وي. د دې لپاره چې بیروبار کم وي، توزیع دی د ولس پر کتګوریو تنظیم شي. مثلا، څو ساعته د ښځو لپاره وي، څو ساعته د سپین ږیرو نوبت، څو ساعته معلولین، …. د هری مغازی مخته دی په رسۍ د نوبت لار جوړه شي چې خلک د دوو رسیو په منځ کې خپل نوبت ته ولاړ وي.

۴-   دولت دي دغه مهم انساني کار ته په کابل او ولایاتو کې رضا کار ځوانان راوغواړي.

۴-   روغتونونو ته دي هم د مسلکی خلکو سره په مشوره د خلکو د خدمت لپاره یو معقول عملی پروګرام جوړ شي.

۵-   دولت دي د دغه ملي ناورین د کنترول لپاره عاجل «د کرونا د اضطرار کمیټه» جوړه او د وړاندیزونو په عملي کولو دي ژر پيل وکړي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p>ډاکټر فاروق اعظم د افغانستان د سوله ییز بدلون بنسټ مشر دی.</p>