له مقدمې به تېر شوو، ځکه د کرونا د نوي ويروس په اړه اوس ټول پوره معلومات لري، له بده مرغه اوس دغه ويروس د افغان ولس تر ګرېوانه ورسېد، نو اګاهانه مبارزې ته اړتيا ده.
اګاهانه په دې معنا چې بايد لومړی د ياد ويروس او د بې احتياطۍ په صورت کې د احتمالي خطرونو په اړه ځان پوه کړو او بيا یې په رڼا کې مبارزه وکړو.
له رسنيو مې واورېدل چې د غور له يوه روغتون څخه د کرونا پر ويروس يو ککړ ناروغ په تېښته بريالی شوی، که دا خبر رښتيا وي نو ياد کس نه يوازې ځان بلکې ټولنې ته هم زيان اړوي، د دې خبر په اورېدو ډېر حيران شوم چې اخر موږ ولې د هر څه په اړه بې تفاوته شو.
متاسفانه په رسنيو کې چې د دې ويروس په اړه د افغانانو غبرګونونه ګورم، ځينې يې د خطر په اړه اغراق کوي او دومره خطرناک يې ګڼي چې ته به وايې حتمي مرګ دی، ځينې يې بيا بلکل ساده ناروغي ګڼي، چې زما په اند دا دواړه نظرونه ناسم دي، بلکې د روغتيايي کار پوهانو په خبره نه دومره خطرناک دی چې د حتمي مرګ زيری يې وګڼو او نه دومره ساده او بې خطره دی چې په اړه يې بې تفاوته پاتې شو.
لومړی خو زموږ سره تر ټولو لويه وسله پر خدای(ج) توکل دی، دا وسله به له ويروس سره په مقابله کې زموږ روحيه ټينګه کړي، لکه څرنګه چې الله ج ابراهيم عليه السلام په اور کې وساته، هيله ده چې موږ هم له دې بلا څخه وژغوري، خو دا په دې معنا نه ده چې موږ دې لاس تر زنې کېنو او هېڅ دې نه کوو، بلکې موږ به خپله بندګي هڅه کوو، له وسايلو به کار اخلو، خو پر خدای ج به توکل هم کوو او له هغه لوی څښتن څخه به مرسته هم غواړو، کټ مټ داسې مبارزې ته اړتيا ده لکه کور چې اور واخلي، نو د اور وژلو لپاره بايد خپله هم اقدام وکړو او له خدایه د مرستې غوښتنه وکړو.
له بده مرغه ځينې قدرتونه له دې موضوع څخه د خپلو سيالانو د ځپلو په موخه د يوه اوزار په توګه استفاده کوي، یاد ویروس تر حقیقت ډېر خطرناک معرفي کوي، په خلکو کې وېره خپروي او دغه کار د خلکو پر روحیه ناوړه اغېزه کړې ده او خلکو ته يې تشويشونه پيدا کړي چې د طبي کار پوهانو په وينا دغه چاره تر ويروس ډېره خطرناکه ده، داسې چې روحي تشويشونه د انسان بدن د ناروغۍ پروړاندې کمزوری کوي او بالاخره پروړاندې يې تسلېمېږي.
که موږ په چين کې ددغه ويروس وضعيت ته پام وکړو، نو د روانې فبرورۍ مياشتې تر ۲۷مې نېټې پورې له ټولو کابو ۷۸زره ناروغانو څخه، نږدې ۳۳زره کسان بېرته روغ شوي، څه باندې ۲زره ۷سوه کسان مړه شوي او نور تر درملنې لاندې دي، نو دا ښکاره ده چې د ويروس په وجه د رامنځ ته شوې مړينې کچه ډېره ټيټه ده، دا په دې معنا ده چې ويروس د حتمي مرګ په معنا نه دی.
زموږ لپاره بل د ډاډ وړ خبر دادی چې ياد ويروس زموږ تر هېواد مخکې په نورو هېوادونو کې په تېره بيا چين کې رامنځ ته شوی، د مبارزې سختې شيبې چين تېرې کړې، ويروس يې تشخيص کړی او ورسره د مبارزې او وقايې لپاره يې مناسبې او معقولې لارې چارې ټاکلې چې دا تجربې زموږ په ګډون ټولې نړۍ ته د زده کړې وړ دي او که موږ له همدغو تجربو کار واخلو نو برياليتوب ته په رسېدو کې به مرسته راسره وکړي.
بله د ډاډ وړ خبره دا ده چې دغه ويروس اوس د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې خپور شوی نو يوه نړيواله معضله ګڼل کېږي او د نړۍ هر هېواد په تېره بيا د روغتيا نړيوال سازمان په دې لټه کې دی چې ددې پديدې د له منځه وړلو لپاره واکسين او درمل جوړ کړي، که يوازې زموږ په هېواد کې وای بيا ښايي نړيوالو دومره توجه نه وی کړې.
تر دې ور هاخوا، که د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا د وړاندې شويو خطرناکو ويروسونو جدول ته وګورو نو د کرونا ويروس د ټولو په ټيټه کچه کې دی.
په دې معنا چې د خطرناکه ويروسونو په سر کې ابولا دی چې په وجه يې د مړينې کچه ۹۰ سلنه ده، ور پسې ماربورګ تبه ده چې په وجه يې د مړينې کچه ۸۸سلنه ده، ورپسې نيپاه ويروس دی چې په وجه يې د مړينې کچه ۷۵ سلنه ده، کريمه کنګو تبې په وجه د مړينې کچه ۴۰ سلنه ده، د ميرس ويروس په وجه د مړينې کچه۳۶سلنه ده، زيکا ويروس په وجه د مړينې کچه ۲۰سلنه ده، انفولانزا په وجه د مړينې کچه ۱۳سلنه ده ،سارس ويروس په وجه د مړينې کچه۱۱سلنه ده او د کرونا ويروس په وجه د مړينې کچه څه باندې درې اعشاريه څلور سلنه ده.
نو په دې توګه موږ ويلای شوو چې د کرونا ويروس خطر دومره ډېر نه دی لکه ځينې رسنۍ چې ډارول کوي، خو دومره ساده ناروغي هم نه ده لکه زموږ ځينې هېوادوال يې چې په اړه فکر کوي.
کرونا ويروس څومره خطر ناک دی؟
په چين کې مېشت افغان ډاکټر، عبدالعزيز نيکزاد چې د جنګجو پوهنتون د لومړي روغتون د تخصص دورې د وروستي کال محصل دی ددغه ويروس د خطر په اړه داسې وايي:” کرونا ويروس وژونکی او له يوه انسان څخه بل ته د چټک انتقال وړتيا لري او خطرناکه يې لا دا چې پر ويروس نوي ککړ شوي کسان تر شاوخوا دوو اونيو پورې د ناروغۍ احساس نه کوي، خو ويروس په همدې وخت کې نورو ته ترې انتقالېدای شي، خو د نورو خطرناکه ويروسونو له امله د رامنځ ته شوې مړينې کچې ته په پام ددغه ويروس د مړينې کچه ډېره ټيټه ده خو هېوادوال دې دغه ناروغي ساده نه ګڼي او د وقايې په اړه دې د روغتيا وزارت سپارښتنې په دقيقه توګه عملي کړي، ځکه دومره بې خطره ناروغي هم نه ده چې په اړه يې بې تفاوته پاتې شوو او که د روغتيايي سرچينو له خوا ورکړل شوولارښوونو ته پاملرنه ونه شي نو خدای مه کړه دا ويروس به ډېر خونړۍ تمام شي او ډېره مړينه به رامنځ ته کړي. “
بل خوا متاسفانه زموږ په هېواد کې جګړه روانه ده، اقتصاد مو خراب دی، ښارونه مو ککړ دي، روغتيايي سيستم مو د نړۍ له عصري روغتيايي سيستم سره واټن لري، په بازار کې مو د ويروس د کنټرول او وقايې لپاره اړين مواد يا نشته او يا ډېر کم دي، حتا دا ويره شته چې که ګاونډي هېوادونه زموږ پر مخ خپلې پولې وتړي نو بازارونه به مو د درملو او ډېرو خوراکي شيانو له کمښت سره مخ شي.
له بده مرغه په هرات، غور، هلمند او کابل کې د ياد ويروس یوه مثبته او څو شکمنې پېښې ثبت شوې او هرات چې مثبته پېښه په کې رامنځ ته شوې هغه ولايت دی چې هره ورځ د هېواد له نورو ولايتونو په ځانګړې توګه کابل څخه ګڼ شمېر مسافر وړونکي او نور موټر تګ راتګ کوي، له يو ولايت څخه بل ولايت ته يا له يوه ښار څخه بل ښار ته د تګ راتګ په وخت کې د مسافرو کنټرول او معاينه نه کېږي او دا خطر ډېر دی چې ويروس د يادو مسافرو په وسيله ډېر په چټکۍ سره ټول هېواد ته سرايت وکړي.
ايران چې اوس هلته دغه ويروس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، زموږ داسې ګاونډی دی چې کابو درې ميليون افغانان په کې اوسېږي او ډېری يې داسې افغانان دي چې په غير قانوني توګه دغه هېواد ته د کار او غريبۍ لپاره تللي چې له همدې امله هره ورځ زموږ اوايران په سرحدونو کې په زرګونو کسانو تګ راتګ کوي، نو په دې وجه زموږ هېواد ته د کرونا ويروس د ډېرېدو خطر متوجه دی.
د دې سرحدونو تړل هم اسانه خبره نه ده ځکه مخکې مو اشاره وکړه چې هلته زموږ په ميليونونو هېوادوال له اسنادو پرته ژوند کوي.
نو دومره خطرونو ته په پام سره موږ ته په کار ده چې له ويروس سره جدي، معقوله او چټکه مبارزه وکړو څو خبره تر دې کچې ونه رسېږي چې ګاونډيان پولې راباندې وتړي او بازارونه مو خالي شي.
دا سمه ده چې چين اوس دغه ويروس تقريبا کنټرول کړی، خو دا هم د پاملرنې وړ ده چې چين دغه برياليتوب له سختې مبارزې وروسته ترلاسه کړی، د چين دولت د ويروس له تشخيص سره سم په ټول هېواد کې ډېر چټک تدابير ونيول، ناروغان يې ټول روغتون ته واستول او شکمن کسان يې قرنطين کړل، په ښارونو کې يې عامه ټرانسپورټ لکه مټرو، بسونه او نور مسافر وړونکي وسايل، هوايي ډګرونه، د ټرانسپورټي وسايلو تم ځايونه، دفترونه، سوداګريز مرکزونه او دې ته ورته ځايونه او ان په واټونو کې کثافت دانۍ هره ورځ څو ځله تعقيم کېږي، ميکروب ضد محلول ورباندې شيندل کېږي، عامه ځايونو او د استوګنې ښار ګوټيو او ان وړو رسټورانونو او مارکېټونو ته د خلکو د داخلېدو په وخت کې د تبې معلومولو پر اټوماټيکو دستګاوو د هغوی معاينه کېږي او سربېره پردې خلکو يو د بل کورونو ته ورتګ بند کړی.
په بازار کې د ويروس د کنټرول او وقايې اړوند ټول مواد پيدا کېږي او تر ټولو مهمه دا چې خلک د دولت او روغتيايي ارګانونو سپارښتنې او مقررات په ښه توګه عملي کوي نو دا هغه څه دي چې دوی يې برياليتوب ته رسولي.
نو موږ خپلو نشتو امکاناتو او د خلکو له خوا ځان بې مسووليته ګڼلو ته په کتو سره ويلای شوو چې کرونا ويروس به زموږ لپاره د چين او نورو هېوادونو په پرتله سخت وي او موږ بايد تر ټولو مخکې له دې و يروس سره د مبارزې لپاره خپل مسووليتونه معلوم او ترسره کړو.
دا ويروس د کمزوري اور مثال لري، چې په ابتدايي حال کې په اسانۍ سره وژل کېږي، خو که همدا کمزوري اور ته فرصت ورکړل شي او پر وخت ونه وژل شي، پر يوه زورور اور بدلېدای شي چې د احتمالي تاوان اټکل يې نشي کېدای.
د ويروس پروړاندې د دولت او ولس مسووليتونه:
د مسووليتونو پېژندل او ترسره کول له ويروس سره د مبارزې تر ټولو مهم اصل دی.
په دې برخه کې هم بايد ولس خپل مسووليتونه وپېژني او هم دولت.
دا مبارزه نه ولس د دولت له مرستې پرته کولای شي او نه يې دولت د ولس له مرستې، ځکه که ولس د روغتيا وزارت مقررات رعايت نه کړي، د ويروس مخه نه شي نيول کېدای او دغه راز که دولت له ولس سره د اړينو موادو په برابرولو کې مرسته ونه کړي، نو ولس هېڅ نه شي کولای.
د طبي کار پوهانو په باور وقايه له ياد ويروس سره د مبارزې تر ټولو مهمه او اساسي لار ده، نو معلومه خبره ده چې د وقايې په برخه کې د خلکو مسووليت ډېر دی، دوی بايد د عامې روغتيا وزارت ټولې لارښوونې په پوره او دقيق ډول عملي کړي او که دا کار ونه کړي نو مبارزه نيمګړې او برياليتوب يې نا ممکن دی.
دغه راز دولت هم بايد خلکو ته په باراز کې له ياد ويروس سره د مبارزې او وقايې لپاره ټول اړين مواد برابر او تضمين کړي تر څو خلک وکولای شي چې دغه شيان وپېري او ګټه ترې واخلي.
اوس د ټولنيزو رسنيو له مخې داسې ښکاري چې دولت خلکو ته په باراز کې د ياد ويروس د مخنيوي او وقايې لپاره اړين مواد نه دي برابر کړي، دغه مواد يا نشته او يا کم دي او بيې يې ډېرې لوړې شوې.
له روغتون څخه د ناروغ تېښته دا په ډاګه کوي چې د ويروس په اړه د خلکو د پوهاوي کچه هم ټيټه ده او بايد د خلکو د پوهاوي کچه لوړه کړي او خلک دې يوازې د ويروس د کم خطرۍ په اړه نه، بلکې د بې احتياطۍ په صورت کې د خطر د ډېرېډو په اړه دې هم وپوهول شي.
دولت بايد له روغتيايي ارګانونو سره د ناروغانو په کنټرول او قرنطين کې مرسته وکړي او دا ددولت دنده ده، ځکه عامې روغتيا وزارت کوم نظامي ارګان نه دی چې ناروغان په زور قرنطين او کنټرول کړي.
دولت بايد په دې ويروس د ککړو کسانو لپاره د ټولو مشخص شويو روغتونونو ټينګ امنيت وساتي تر څو ناروغان له درملنې څخه و نه تښتي.
تر ټولو مهمه داده چې دولت بايد په بازار کې د ياد ويروس د کنټرول او وقايې اړوند شيان په پوره دقت سره کنټرول کړي، هېچاته ددې شيانو د قاچاق او پټولو اجازه ور نه کړي.
دغه راز دولت دې د عامې روغتيا وزارت په مشوره يوه لايحه جوړه کړي چې له مخې يې پر ياد ويروس ککړ او يا شکمن کسان مکلف وي چې خپل ځانونه روغتيايي سرچينو ته ور معرفي او خپله ناروغي اعلان کړي.
هېڅوک بايد دا حق ونه لري چې خپله ناروغي پټه کړي او يا له روغتون څخه وتښتي.
همدارنګه دولت بايد د ټولو ولايتونو په دروازو کې مسافر چک او معاينه کړي چې نوي ور داخلېږي او يا له ياد ولايت څخه بهر ځي، دا کار به د ناروغانو په تشخيص کې مرسته وکړي.
يوازې دا نه ده مهمه چې پر ويروس ککړ کس تشخيص شي، بلکې مهمه داده چې پر ويروس ککړ کسان کنټرول شي، هغوی بايد په هېڅ وجه له روغتون څخه د تېښتې فرصت ونه لري.
کليوال چې د ښارونو په نسبت ګڼه ګوڼه پکې کمه ده، د هر کلي مشران دې يوه پرېکړه وکړي چې له مخې يې د دوو اونيو يا يوې مشتې لپاره له نورو کليو سره د خلکو تګ راتګ بند کړي او د کليوالو که له بازار څخه د شيانو راوړلو ته اړتيا پيدا کېږي نو په ټول کلي دي يو کس يا دوه کسه بازار ته ځي او د ټولو خلکو د اړتيا وړ شيان دې ورته راوړي.
په دې توګه به د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونيول شي.
دغه راز دولت دې په ټول هېواد کې روغتيايي مرکزونو له لارې هر کلي ته د تبې معلومولو لږ تر لږه دوې آلې ورکړي او دغه راز دې د ښارونو په عامه ځايونو، تم ځايونو، رسټورانونو، مارکېټونو او د ښارونو په دروازو کې د ورتلونکو او يا له ښار څخه د تلونکو کسانو معاينه وکړي او هغه کسان دې له تګ راتګ څخه منع کړي چې د ناروغۍ شک ورباندې کېږي.
موټر چلونکي په ځانګړې توګه د مسافر وړونکو موټرو چلونکي دې هره ورځ دوه يا لږ در لږه يو ځل خپل موټر د غفونت ضد محلول په وسيله تعقيم کړي، خو لکه مخکې مو چې اشاره وکړه بايد دولت دغه مواد بازار ته وړاندې او مافيايي کړيو ته دې اجازه نه ورکوي چې دغه شيان په خپل کنټرول کې واخلي او بيا يې په لوړه بيه وپلوري.
له دې پرته د ويروس مخنيوی ډېر سخت او خدای مه کړه بدې پايلې به ولري.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.