Language

author avatar
17 Mar 2020 - 19:45
author avatar
17 Mar 2020 - 19:45

کوييد ۱۹ ويروس اوس تقريباً ټوله نړۍ له خطر سره مخ کړې، ټول هېوادونه د دغه ويروس د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره هرې ممکنې لارې ته مخه کوي، افغانستان هم له دې هېوادونو څخه مستثنی نه دی.

کار پوهان وايي چې د نړۍ بېلا بېل هېوادونه د دغه ويروس واکسين او درملو جوړولو په لټه کې دي او ځينو هېوادونو د واکسين جوړولو اعلان هم کړی، خو له دغه واکسين څخه تر عامه استفادې پورې څو مياشتې او ان ښايي کلونه وخت ته اړتيا وي.

هدف دا دی چې تر اوسه د دغه ويروس واکسين او درمل نشته، خو ولې په ځينې هېوادونو کې د ويروس د خپرېدو مخه تم شوې او د افغانستان په شمول په ځينو هېوادونو کې سره له دې چې لا په کې د ويروس خپرېدل اوج ته نه دي رسېدلي، خو عامه افکارو يې پروړاندې د تسليمۍ لاسونه پورته کړي، په بازارونو کې د شيانو په نرخونو کې بې ثباتي پيدا شوې او آن خبره د نرخونو په کنټرول کې د امنيتي ارګانونو مداخلې ته رسېدلې ده.  

زما په اند زموږ په هېواد کې د دې وضعيت يو مهم لامل د خلکو نه همغږي، د پوهاوۍ او اقتصادي کچې ټيټ والی دی.

څه وکړو چې بريالي شوو؟

دا چې د کوييد ۱۹ ويروس يوه نړيواله ستونزه ده او موږ تقريبا په هغو هېوادونو کې راځو چې ويروس تر ټولو وروسته راغلی، نو په کار ده چې له دې پديدې سره د مبارزې په برخه کې د نورو هېوادونو له برياليو تجربو څخه کار واخلو.

که موږ په دې اړه غور وکړو چې تر اوسه کوم هېواد له کوييد ۱۹ ويروس سره په مبارزه کې بريالی ښکاري، نو يوازې چين دا ثابته کړې او په خپلو هڅو سره يې د دغه ويروس خپرېدو سرعت صفر ته نږدې کړی.

زما په اند هغه راز چې چين يې له دې بلا سره په مبارزه کې برياليتوب ته ورساوه درې ټکي دي چې يو د حکومت سالم او ټينګ مديريت، بل د روغتيايي ارګانونو او پوهانو علمي هڅې، مشورې او سپارښتنې او درېيم د خلکو له خوا د دغو سپارښتنو په دقيقه توګه مراعاتول دي.

چين کې د نړۍ ۱۸ تر ۱۹ سلنه وګړي ژوند کوي او دغه ويروس په داسې حال کې په کې رامنځ ته شو چې له دې مخکې د بشر په تاريخ کې نه و  تجربه شوی او کوييد ۱۹ ويروس په وجه رامنځ ته شوې ناروغي هېچا نه پېژندله او هېڅوک نه پوهېدل چې دا څه ډول ويروس دی، سرچينه يې څه ده، درمل يې څه دي او څه ډول سرايت کوي، د سرايت قدرت يې څومره دی.

بله خبره دا ده چې ويروس په داسې حال کې رامنځ ته شو چې په ټول چين کې د چينايانو پسرلنی اختر و او تقريبا ټولې توليدي کارخانې، مارکېټونه، روغتيايي مرکزونه او نور د اختر په مناسبت يا تعطيل و او يا يې کارونه ډېر کم کړي و، د جنورۍ په ۲۵مه د چينايانو اختر و چې ناڅاپه طبي پوهانو د جنورې په ۲۱مه خلکو ته د رسنيو له لارې د يوه نوي، ساري او خطرناک ويروس د رامنځ ته کېدو خبر اعلان کړ، نو طبيعي ده چې داسې ناڅاپي خطر رامنځ ته کېدل د خلکو پر روحيه منفي اغيزه کوي او که سالم مديريت نه وي نو د چين په شان هېواد چې ۱۴ سوه ميليون نفوس لري، د دومره خلکو نظم، هغوی ته د اړتيا وړشيانو برابرول څه ساده خبره نه ده.

خو چينايانو د اټکل خلاف له ويروس سره په منظم ډول، ټينګې ارادې او لوړې روحيې سره په يو غږ مبارزې ته مخه کړه.

هماغه ډول چې مخکې يادونه وشوه، د دوی مبارزې ځکه رنګ راوړ چې هم يې ښه مديريت درلود، هم ښه يووالی او هم ښه طبي پوهان.

دوی په دې کار سره نه يوازې له ويروس سره په مبارزه کې بريالي شول، بلکې د ويروس د مخنيوي لپاره يې داسې لارې چارې رامنځ ته کړې چې نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او ډېر پرمختللي هېوادونه اوس د چين له تجربو استفاده کوي.

چين د ښه نيت په موخه يو دا کار هم وکړ چې خپلې تجربې يې د روغتيا نړيوال سازمان سره شريکې کړې او اعلان يې وکړ چې که هر هېواد وغواړي  دوی به خپلې تجربې ورسره شريکې کړي چې زما په نظر د چين دغه اعلان او دغه راز په کابل کې د چين د سفير له خوا افغان مشرانو ته د ويروس د وقايې او مخنيوي په اړه د وسايلو د ورکړې ژمنه د افغانستان لپاره يو ښه چانس دی، ځکه موږ د امکاناتو له پلوه په ډېره ټيټه کچه کې قرار لرو، نو  که هر څوک د مرستې لاس راکوي بايد ويې نيسو.

چې خبره را څخه اوږده نه شي، هدف مې دا دی چې د دغه ويروس کنټرول لپاره تر ټولو مهمه لار وقايه ده، که په نوره نړۍ کې يې واکسين يا درمل وای نو موږ به ګيله کوله چې لاس مو تش دی، اوس چې هېڅوک دارو يا واکسين نه لري، خو نور پردې بلا بريالي کېږي او موږ سر له اوسه خپل روحيات دومره کمزوري کړي چې د ويروس څو مثبتې پېښې تثبيت شوې نو سوداګرو مو احتکار ته مخه کړه، ولس مو په تيت پرک ډول په بازارونو هجوم ور وړ چې بالاخره که امنيتي ځواکونو په بازار کې د بيو د کنټرول لپاره مداخله نه وای کړې خدای خبر چې اوس به يوه بوجۍ اوړه په څو خرڅېدای.

تر دې ور هاخوا ډېره د زړه بدوالي او ان د شرم خبره ده چې زموږ خلک له روغتونونو څخه تښتي، ښايي دا په  نړۍ کې يو نادر کار وي.

يوه پېښه نه ده، دوې نه دي، بلکې په څو پېښو کې لسګونه ناروغان او شکمن کسان په بېلا بېلو وختونو کې له روغتونونو څخه تښتېدلي، په داسې حال کې چې دا يوه ډېره خطرناکه ساري ناروغي ده او دغه کسان په دې کار سره نه يوازې خپل ځانونه، بلکې خپلې کورنۍ او بالاخره ټولنه په خطر کې اچوي او سربېره پردې يې په نړۍ کې د افغانانو باور ته سخت زيان رسولی.

افغانان په نړۍ کې پر غيرتي، صابر او مبارز قوم شهرت لري، په کار ده چې له دې بلا سره په معقوله توګه مبارزه وکړي.

مبارزه يوازې شعار او نمايش نه دی، بلکې بايد عملي يې کړو.

هيله ده هر افغان له ځان سره دا فکر وکړي چې ايا ما خپل کور کې دا وقايې سيستم او د روغتيا وزارت لارښوونې عملي کړې؟ دفتر مشر يې له خپل ځان سره فکر وکړي چې ايا ما دغه خبرې چې نورو ته يې په رسنيو کې خپروم، خپله مې عملي کړې؟ موټر وال يې له ځان څخه پوښتنه وکړي چې ايا ما دغه وقايه عملي کړې، ايا خپل موټر مې هره ورځ پاک کړئ؟

خبره را لنډوم، که غواړو چې له دې ويروس څخه ځانونه و ژغورو او ژوند وکړو نو د هرې کورنۍ مشر، د هر دفتر مشر، د مشر کلي او بانډې مشر او بالاخره د هرې ولسوالۍ او ولايت مشر دې تر خپل لاس لاندې خلکو رحم وکړي او د روغتيايي ارګانونو سپارښتنې دې په جدي توګه عملي کړي.

که داسې ونه کړو باور وکړئ تر څو چې پاتې يو افغان وي، نو له دې ويروس سره به لاس او ګريوان وي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه