که څه هم د کوييد ۱۹ ويروس په اړه خلکو ته لارښوونه يوه طبي موضوع ده او دا کار بايد يوازې ډاکټران وکړي، خو خلکو ته د ډاکټرانو د پيغام او سپارښتنو په رسولو کې بايد هر افغان ونډه واخلي او په جدي توګه يې عملي هم کړي.
په دې ليکنه کې څو ټکي بيان شوي، هماغه ډول چې د روغتيا وزير فيروز الدين فيروز خبر داری ورکړ چې که خلک د وقايې په برخه کې جدي همکاري ونه کړي نو ښايي ميليونونه هېودوال مو د دغه ويروس خوند و څکي او دا يوه زړه بوږنونکې خبره ده، الله ج دې رحم وکړي او که غواړو چې د دې خطر او ناورين رامنځ ته کېدو مخه ونيسو نو بايد په ګډه وقايه مراعات کړو.
روغتيا پوهان وايي که له ويروس سره ټول په ګډه مبارزه ونه کړي، نو بری نا شونی دی، هغه کسان چې وقايه نه مراعاتوي، د نورو مبارزه هم بې نتيجې کوي.
نو له ټولو هېوادوالو څخه هيله ده چې دې ټکي ته پام وکړي.
بل ټکی دا دی چې دغه ويروس ډېرې پېچلې ځانګړتياوې لري، په ډېری کسانو کې د ناروغۍ نښې ناوخته څرګندېږي نو ځکه هېڅوک نه پوهېږي چې څوک ناروغ دی او څوک روغ دی.
هغه کسان دې په کورونو کې پاتې شي چې بېرون ته تګ يې اړين نه دی، لکه ماشومان، سپين ږيري او سپين سرې او هغه کسان چې دايمي ناروغۍ لري.
چيني ډاکټرانو په دې وروستيو کې ويلي چې په ځينو کسانو کې ان تر ۱۴ ورځې قرنطين وروسته د ناروغۍ نښې موندل شوې، نو دا هغه موضوع ده چې پر ويروس د ککړو کسانو پېژندل پېچلي کوي.
ځينې هېوادوال وار خطا دي چې که له کور څخه بهر نشوو، نو خدای مه کړه له لوږې به مړه شوو، د دوی اندېښنه پرځای ده، خو له نېکه مرغه تر اوسه له هرات پرته نورو ښارونو کې خبره د قرنطين تر کچې نه ده رسېدلې، روغتيا پوهان چې هره ورځ لارښوونې کوي، هدف يې همدا دی چې ټول خلک بايد وقايه مراعات کړي تر څو خبره داسې خطرناک پړاو ته ونه رسېږي چې بيا به په کورونو کې له لوږې مړه شي.
که ښارونه مطلق قرنطين مرحلې ته ورسېږي او له خلکو تش شي نو دا اړمن کسان که بازار ته لاړ هم شي څه ګټه به وکړي؟ څوک به له دوی څخه سودا واخلي؟
نو هغه کسان چې ډلې ډلې ميله ځايونو يا پارکونوته ځي، هيله داده چې د خپل ځان، کورنيو او ټولنې روغتيا ته دې پام وکړي. راځئ دا وخت فرصت وګڼو وقايه مراعات کړو تر څو خبره لا خرابېدو ته ونه رسېږي.
اوس که هغه اړمن کسان چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره ښار کې رېړۍ چلوي، يا دوکان کوي او يا موټر چلوي او يا بل کار کوي نو که ماسک، دستګش، عينکې او نورو اړينو شيانو څخه استفاده وکړي خپلو کارونو ته تلای شي، خو بايد له خلکو سره تر يو متر فاصله نږدې نه شي، مشتريانو ته دې سودا د دوکان له کړکۍ څخه ورکړي، د دستکش او ماسک لرې کولو په وخت کې دې مخ او لاسوونه په صابون و مينځي نو د ويروس خطر به کم شي.
که موږ په دې مرحله کې احتياط و نه کړو نو د ويروس خطر ډېرېږي او خبره د قرنطين مرحلې ته رسېږي.
ډاکټران وايي چې قرنطين هم په څو ډوله دی، يو د سيمو يا ښارونو قرنطين دی او بل په کور يا روغتون کې د ناروغانو او يا هغو کسانو قرنطين دی چې د ناروغۍ شک ورباندې کېږي چې دا بحث به ډاکټرانو ته پرېږدو، صرف يادونه يې ځکه اړينه بولم چې لا تر اوسه په هېواد کې د ويروس مثبتې پېښې کمې دي، که د ډکټرانو لارښوونې عملي نه شي نو خدای مه کړه بيا به د قرنطين مرحلې ته ورسېږو او بالاخره به خبره ناورين ته ورسېږي.
د هرات د قرنطين مخه چا او د څه لپاره ونيوله؟
که په افغانستان کې د ويروس را پيدا کېدو په هماغه لومړيو کې دولت او خلکو خپل مسووليتونه پېژندلي او عملي کړي وای نن به خبره دومره نه خرابېده.
په کار دا وه لکه څرنګه چې د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد الله مايار دتېرې دوشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چې دوی په هماغه لومړيو کې هرات ولايت کې ګرځ بنديز اعلانوه خو ځينو مشرانو يې مخه ونيوله، بايد هماغه وخت هرات ښار قرنطين شوی وای، د قرنطين اړتيا يې ځکه وه چې په ايران کې نوی کرونا ويروس اوج ته رسېدلی او هلته زموږ ميليونونه هېوادوال په ډېر منظم ډول لومړی هرات يا نيمروز ته راځي او بيا د هېواد بېلا بېلو برخو ته ځي چې د روغتيا پوهانو په وينا دغه کډوال ټول ټول په شکمنو ناروغانو کې حسابېږي او بايد لږ تر لږه ۱۴ورځو تر کلکې څارنې لاندې نیول شوي وای، نو که د روغتيا وزارت لارښوونې عملي شوې وای خطر به تر دې کچې نه زياتېده، دولت بايد دغه چارواکي معلوم کړي او د څه لپاره يې د روغتيا وزارت د پلان د عملي کېدو مخه نيولې او د کابو ۳۵ ميليون هېوادوالو له ژوند سره لوبې کوي.
پايله:
دې ويروس په ټوله نړۍ کې خلک وار خطا کړي، نه يوازې د خلکو ژوند اخلي، بلکې که موږ له اقتصاد پوهانو څخه پوښتنه وکړو نو د ډېرو قوي هېوادونو اقتصاد ته يې له اټکل څخه وتلي زيانونه اړولي، هېڅ داسې دليل نشته چې موږ دې د ويروس په اړه د روغتيايي ارګانونو سپارښتنو ته غوږ ونه نيسو.
پر روغتيا پوهانو سربېره، د اسلام د مبارک دين د ارشاداتو له مخې حقيقي مسلمان هغه دی نور يې له شر څخه په امن وي، نو راځئ په دې نيت د دغه ويروس د مخنيوي لپاره وقايه او ډاکټر صاحبانو لارښوونې مراعات کړو چې نورو ته د ويروس د شر د انتقال لامل نه شوو.
زموږ د هېواد شرايط ډېر نازک او امکانات مو صفر دي، ما په تېرو ليکنو کې هم دغه خبرې کړې او يو ځل يې بيا کوم چې که څو نورې پېښې رامنځ ته شي نو لرې نه ده چې د نړۍ هېوادونه به له موږ سره خپلې هوايي او ځمکنۍ لارې وتړي، نو هغه وخت به خدای مه کړه زموږ خلک د ويروس پر ناورين سربېره، د لوږې له ناورين سره هم مخ شي.
د طبي کار پوهانو له ويناوو دا په ډاګه شوې چې وقايه د ويروس د مخنيوي يوازينۍ لار ده، نو موږ افغانان چې نه بله لار لرو او نه امکانات لرو، همدا وقايه بايد ټينګه عملي کړو، راځئ پر خپل ځان، خپلو کورنيو او خپلو مظلومو هېوادوالو رحم وکړو، د روغتيا وزارت لارښوونې دې عملي کړو او د دې ترڅنګ دې د ديني اصولو له مخې له خپلو اړمنو هېوادوالو سره د خپل توان مطابق مرسته وکړو، صدقې دې ورکړو ګوندې وي چې الله ج مو صدقې قبولې کړي او له دې ناورين څخه مو وساتي.
په اسلامي ارشاداتو کې د صدقو ډېر فضيلتونه بيان شوي، صدقه رد بلا ده او که څوک صدقه ورکړي يقينا چې الله ج به بې په مال کې برکت واچوي او بې شمېره بدلې به ورکړي.
تر خپلو ټولو هڅو وروسته به هرڅه الهي تقدير ته پرېږدو، متعال خدای ج دې زموږ د مظلومو هېوادوالو حفاظت وکړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.