Language

د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې نن د نړۍ د لسګونو هېوادونو مشران له داعش او په افغانستان او پاکستان کې له سخت دریځۍ سره د مبارزې په اړه خبرې کوي.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه خپاره شوي معلومات ښیي چې ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني د ګڼ شمېر هېوادونو د مشرانو په کتار کې د افغانستان په استازیتوب خبرې وکړي، تمه کیږي چې افغان ولسمشر به د ترهګرو او سخت دریځو د پټنځایونو او مرکزونو په هکله معلومات ورکړي چې په اوس وخت کې زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې شتون لري، خو اساسی خبره داده چې پاکستان د خپلو اقتصادي او سیاسي ګټو په خاطر هېڅکله دا ډول تورونه نه دي منلي او نه یې مني.

ښکاره خبره ده چې دا ډول تور پورې کول او ردکول کومه ګټوره پایله نه پاکستان ته لري او نه هم افغانستان ته، ځکه ترهغو چې نړیواله ټولنه د پاکستان په ملاتړ او همغږۍ په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په هکله ښکاره تګلاره او کارنده پالیسي پلې نه کړي بیابه هم د افغانستان لپاره د داسې ناستو جوړېدل ګټور نه وي.

نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د پاکستان په اړه د افغانستان د تورونو د سپیناوي لپاره موضوع د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري او د دواړو لورو تورونه واوري ، په دې اړه شته شواهد او اسناد هم د دواړو لورو نه وغوښتل شي او دې تورونو ته د پای ټکی کېښودل شي چې په سیمه کې د تل پاتې سولې لپاره ښه زمینه برابره شي.

که چېرې امریکا په رښتیا سره غواړي چې په سیمه کې سوله راشي، جنګ پای ومومي او که یوازې امریکا غواړي د ټرمپ په وینا، داعش  له منځه یې وړي او نورو تروریستي ډلو سره کار نه لري، نو بیا ښکاره خبره ده چې په سیمه کې د سولې راتلل ناشوني دي.

د امریکا ترڅنګ د سولې او ټیکاو په راوستو کې د سعودي عربستان رول نه یوازې داچې ډیر اساسي دى، بلکې کولای شي په هغو ډلو ټپلو هم غږ وکړي چې همدا اوس په جګړه کې ښکېل دي، طالبان داسې اټکل کیږي چې تر ډیره بریده د سعودي عربستان په ملتیا کیدلای شي د سولې خبرو اترو ته خپل چمتو والی وښیي او د خبرو اترو میز ته کېني، ولسمشر ته په کار د دې ترڅنګ چې په پاکستان کې د وسله والو   مرکزونه په ګوته کړي همدا راز دې له سعودي عربستانه د سولې د بین الافغاني مذاکراتو په بریالي کیدو ټینګار وکړي، د ریاض کنفرانس یو له هغو فرصتونو څخه ده چې د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه کیدلای شي ښه ګټه ځینې پورته شي، له ټولو ګډونوالو دې د افغانستان د کړکیچ د حل په موخه د ملاتړ او عملي ګامونو اخیستو غوښتنه وشي.

بل لورته افغان دولت ته په کار ده ترڅو په افغانستان کې د سعودي مرستې راجلب کړي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د عربو پانګه والو ښکېلتیا ډیره اړینه موضوع ده، که چیرې عرب پانګه وال په افغانستان کې پانګونه وکړي ښکاره خبره ده چې د سولې له بهیر سره هم د دوى لیوالتیا ډیريږي او هڅه کوي د سولې لپاره مستقیم او غیر مستقیم ګامونه پورته کړي.

په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په سیاسي او اقتصادي چاپیریال کې د سعودي عربستان له پامه غورځول په خپله د دې سبب شوی چې د ډیرو اورپکو ډلو د را ولاړېدو زمینه برابره کړي، سعودي عربستان یو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کیږي چې د جهاد په دوران کې یې له افغانانو سره خپلې هر اړخیزې مرستې دوامداره ساتلي او خپل رول یې د جهاد پرمهال ترسره کړی، په اوس وخت کې سعودي عربستان له پامه غورځول به د افغان حکومت یوه بله تېروتنه وي چې بیا تکراریږي، په کار ده چې د سعودي عربستان پانګه والو ته په خصوصي سکتور کې د نورو ټولو څانګو ترڅنګ د انرژي په سکتور کې د پانګې اچونې زمینه برابره شي، څه موده وړاندې په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان د نوې کېدونکې انرژي په ځانګړي ډول د لومرینۍ انرژي د تولید پروژې د پانګه والو لپاره وړاندې شوې وې چې په هغو پانګه والو کې د متحده عربی اماراتو پانګه والو هم خپله لیوالتیا څرګنده کړې وه په کار ده د سترو ملي پروژه په پلي کېدو کې د دوی رول مهم وګڼل شي.

د کاسا ۱۰۰۰، ټپ او ټاپي پروژې په نږدې راتلونکي کې به یې عملي کارونه پیل شي په کار دا وه ترڅو عرب پانګه والو ته پاملرنه شوې وای که چېرې هغوی لیوالتیا لرلای پانګونه به یې کړې وای، د هېواد د انرژي سکتور د پانګه اچوني خورا ډیر فرصتونه لري، په کار ده عرب سوداګر وهڅول شي ترڅو په اوږدمهاله پروژو کې پانګونه وکړي.

 افغانستان په راتلونکو کلونو کې د دې وړتیا لري چې د انرژي سکتور په برخه کې د ځان بسیاینې ترڅنګ انرژي تولید او په نورو ګاونډیو هېوادونو یې هم وپلوري او همدا راز د ترانزیټ په برخه کې هم د انرژي په مارکېټ کې خپل ځای پیداکړي او له دې لارې د ګمرکونو په څېر ډیره ګټه ترلاسه کړي او خپل ځپل شوی اقتصاد په پښو ودروي.

تر ډيره هغه هېوادونه په جګړو کې ښکېل پاتې کیږي چې د اقتصاد په برخه کې نه پانګونه په کې کیږي او نه هم خپلې طبعي زېرمې لري، له نیکه مرغه افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پانګې اچونې ښې سرچینې لري، نو په کار ده چې د ملي وحدت حکومت مشرتابه په ځانګړي ډول ولسمشر اشرف غني چې د ملت د اقتصادي رغونې هیلې د هغه پر لور دي، ولسمشر ته په کار ده چې د پانګونې په برخه کې د نړیوالو ژمنو ترڅنګ د سعودي عربستان د ملاتړ ترلاسه کولو سره سره د سولې او ټیکاو ته د زمینې برابرولو په برخه کې د عربستان ملاتړ ترلاسه کړي او مخالفین دې د خبرو اترو میز ته کېنول شي دولت دې د ملت د همغږي کولو په موخه د مخالفینو دروازې ور وټکوي او هغوی دې سوله په واقعي بڼه راولي.

 

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar
<p class="rtejustify" dir="RTL">محمد حکيم بشارت د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ په کريمدادو قريه کې زېږېدلى، د کابل پوهنتون  د ادبياتو پوهنځي په پښـتو څانګه کې يې د ليسانس او ماسټري  تر کچې لوړې زده کړې کړې دي ،درې چاپ شوي اثار لري. نوموړي له يو شمېر دولتي او ازادو رسنيو سره د خبريال او ايډيتور  په توګه کار کړى او له ٢٠٠٤کال راهيسې تراوسه له پژواک خبري اژانس سره د خبريال او ايډيټور په توګه  دنده ترسره کوي.</p>