Language

author avatar
2 May 2016 - 15:57
author avatar
2 May 2016 - 15:57

د پخواني ولسمشر حامد کرزي دې کور ودان وي چې په زرهاوو داسې وږي یې په نس ماړه کړل هغه د چا خبره چې خېټې یې نشوای وړای اونن هم تر ډیره په همغو پاتې شونو مردارو لګیا دي او خوري يې، کله چې پخوانی ولسمشر د دويم ځل لپاره له ډاکټر عبدالله څخه ړومبی شو او د دويم ځل لپاره جمهور رئیس اعلان شو لکه څنګه چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره حپلې مرستې له اداري فساد سره د مبارزې په شتون شرط کړې وې، نو سم له لاسه یې له فساد سره په نمایشي مبارزې پیل وکړ چې په دې کارونو کې د حساب ورکولو اونۍ پیل شوه ، د دولتي لوړ پوړو چارواکو شتمنۍ په نمایشي ډول ثبت شوې او دې ته ورته نور کارونه هم وشول خو دشته معلوماتو په اساس په هغه پروسه کې چې وزیرانو به په کې ملت ته حساب ورکاوه هم په پراخه کچه درغلي وشوه او بډې په کې واخیستل شوې چې د دې پروګرام یوتن مسوول د فساد په تور په هوایي ډګر کې ونیول او بیا وروسته د پیسو په بدل کې خوشې شو اوتر دې بدنامۍ وروسته دومره غټ شخصیت شو چې مې کوه پوښتنه او په دولت کې یې لوړه څوکۍ ترلاسه کړه.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نه د فساد پر وړاندې مبارزې ته ژمنتیا لرله او نه یې هم غوښتل هغه داړه ماران چې تر ده را چاپیروو وږي پاتې شي او هغوی ته يې د زمینې په برابرولو کې خورا هڅې وکړې، د ملت په وینو ماړه لیډران نن هم د فساد لپاره د زمینې برابرولو لپاره هڅه کوي له وړو څوکیو نیولې بیا تر غټو پوستونو پورې ټول وړ کسان له دوى سره دي اوهره ګومارنه باید چې ددوى له تنظیم او ډلې څخه وشي د هیواد ډیری وزیران معینان والیان او نور ډیر په ټیټه کچه چارواکي د دوى چوکره ګان دي ، د دوى په خوښه ګومارل شوي او ګومارل کیږي، د والیانو په ګومارنه کې تل معاملې شوې او کیږې او  دا ګومارنې هم په وړتیا نه، بلکې په حزبي تړاو ترسره شوي او کیږي.

 ولسمشر غني چې کله په ټاکنیز کمپاین بوخت وو ځان یې د ملت د خلاصون پرښته معرفي کړ او ملت ته تر ډیره داسې ذهنیت ورکړل شو چې که غني ناکام شي هیواد به په خپل لاس د تور تمونو کندې ته ورټیل وهل شي او که چیرې نوموړی د جمهوري ریاست تر څوکۍ ورسیده هر څه به نوى رنګ راوړي او هر څه به سم شي او په همدې موخه تر ډیره ملت هم چې د فاسد حکومت، چارواکو څخه په تنګ راغلي و غني ته رایه ورکړه او ډيرو ځوانانو ورته د خدای په رضا او ډیرو د خپلو شومو موخو لپاره کمپاین پیل کړ، اشرف غني تر ارګه ورسیده او ولسمشر شو، ملت لکه څنګه چې ژمنه ورسره شوې وه انتظار یې ویست ترڅو په رښتینې معنی اصلاحات رامنځته شي.

 اوسني ولسمشر هم په نمایشي ډول دکابل بانک قضیه ګرمه تعقیب او د ملت غولونې لپاره یې ورته یوڅه پاملرنه وکړه خو دادى تر نن پورې د ملي وحدت حکومت له دوه کلونو ډیره موده پوره کيږي او هیڅ درک یې معلوم نشو، بلکې د تېر په څېر په دولت کې په هماغه شان رشوت او بډې اخیستل اوس هم دوام لري او د ملت وینې څښل کیږي، والیان لا هماغه شان په ولایاتو کې په خپله تر ډیره په سیمه يیزو شخړو کې لاس لري او دا ډول شخړو ته لمن وهي اوبه خړوي او ماهیان په کې نیسي، ځینې والیان په ولایاتو کې په توکمیزو شخړو کې پوره لاس لري چې همدا شخړې دوی ته د فساد زمینه برابروي .

ملت له فساد، ظلم او زور زیاتي څخه د خلاصون په موخه ولسمشر غني ته رایه ورکړه او هغه هم عبث شوه، نن نه د فساد مخه نیول شوې نه داچې په هیواد کې زور زیاتی کم شوی، بلکې نور هم په کې اضافه شوې ده، په ولایاتو کې خپل سرې وسلې ویشل شوې دي او د یوې نا څرګندې جګړې لپاره تابیا نیول شوې ده، په هیواد کې د زور زیاتي پیښې ورځ تر بلې ډیرې شوې دي ملت د هیلو پرځای د مایوسي پرلور مخه کړې ده چې له هیواد څخه د ځوان قشر وتل یې ښه بېلګه ښودلی شو.

په ولایتونو کې له والیانو نیولې تر ولسوالانو او بیا امنیه قوماندانانو پورې ځینې ځینې یې په فساد کې ښکیل دي او په بیلابیلو ډولونو له ولس څخه بډې اخلي او هغوی ته خورا ستونزې پیداکوي، حکومت په رښتینې معنی سره ملت ته د سهولتونو چمتو کولو مرجع ده نه داچې د ملت ځورونې لامل شي او خلکو ته ستونزې پیداکړي ، ولسمشر غني هغه ازمایل شوي والیان چې د کرزي په حکومت کې د ملت وینې وڅښلې یوځل بیا په دندو وګومارل او یا یې په پخوانیو ځایونو پرېښودل، داچې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نرم مزاجه سړی و نو والیانو یې هم کمیني اختیار کړې وه او خپله غلا یې کوله خو نن هغه کسان چې غني ګومارلي هیچاته تن نه ورکوي ځانونه ورته نابغه ګان ښکاري په ولایاتو او ولسوالیو کې په خلکو ملنډې وهي حتى تر دې پورې چې په ډیرو ځایونو کې قومي مشرانو ته سپکاوی هم شوی چې دا کار د دې حکومت د بقا پایي نه، بلکې د پناه سبب کیدلای شي.

په ولایاتو او مرکز کې د پخوا په څیر اوس هم  دځمکو غصب ناقانونه او غیر عادلانه ویش روان دى، والیان او ولسوالان اوس هم د پوهنې، مهاجرینو معیوبینو او نورو ټول ښارګوټو په نامه چې ځمکې ویشل کیږي خپلې برخې اخلي ایا ملت دهمدې لپاره ځان له خطر سره مواجه کړ او رایه یې ورکړه ترڅو ظلم؛ زیاتې او فساد دوام ومومي خو هیڅکله هم ملت د دې لپاره رایه نه ده ورکړې.

که چیرې فساد همداسې دوام وکړي؟

د نظام سقوت به نه وي خو داسې یونظام به وي چې ژوندی به هم نه وي په پښو ګوډ په لاسونو شل او په سترګو ړوند او په ژبه ګوونګی نظام به وي.

هغه د ملت او دولت د واټن خبره به تر ډیره بریده په حقیقت بدله شوې وي او پرته له اړتیا څخه به څوک نه له دولت سره همکاري کوي او نه به دولت ملت شموله وي.

د هیواد اقتصادي جرړې چې تر ډیره په خصوصي سکتور پورې اړه لري په مکمله توګه وچې شوې وي ملت به په هیواد کې لکه څنګه چې اوس لیوالتیا نه لري نوره هم د پانګې اچونې روحیه کمه شي.

امنیت به په پلازمینه کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې په پوره اندازه خراب شي.

د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، روغتیا ، سوداګرۍ او داسې نورو برخو کې به د خصوصي سکتور ونډه له صفر سره ضرب شي.

د مخالفینو لپاره به د جلب او جذب ښه زمینه برابره او خپلې لیکې به پیاوړې کړي.

د نړیوالې ټولنې ملاتړ لکه څنګه چې همدا اوس مخ په کمیدو ده نور به هم له نشت سره برابر شي.

خپل سري وسله وال لکه څنګه چې اوس مخ په ډیریدو دي نور هم ډیر او د دولت د حاکمیت لمنه به راټوله کړي.

يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه