افغانستان د ځمکو د غصب د نقطې له نظره په نړۍ کې لومړی هېواد دی چې په میلیونونو جریبه ځمکه په کې غصب شوې او لاهم د ځمکو غصب په چټکۍ سره روان دی، سره له دې چې د اسلام مقدس دین غصب یوه ستره ګناه او حرام کار بللی دی مګر افغانستان د نړۍ په کچه زیات غاصبین لري او اکثره لوی غاصبین هم هغه کسان دي چې ځانونه د ولس خدمتګاران او یا د دې خاورې او ولس د ازادۍ اتلان ګڼي.
په افغانستان کې اوس هم په میلیونونو وګړي په خېمو کې ژوند کوي او سرپناه نه لري،تاریخي غونډۍ د جګړه مارانو په قبرونو بدلې شوې،تاریخي باغونه د زورواکو لخوا غصب شول،شنې ساحې په بلند منزولونو بدلې شوې، شېرپور چور شو،رهایشي ساحې په تجارتي بدلې شوې،لویې زراعتي دښتې شخصي شوې،کومې ساحې چې زرغونې او د سیاحت لپاره مناسبې وې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو،قوي ټیکدارانو،پخوانیو جنګ سالارانو او نورو ترمنځ ووېشل شوې، ډیرو هغو کورنیو هم خپل شخصي او پلروني کورونه لاسه ورکړل چې د زورواکانو د کورونو او دفترونو سره په ګاونډ کې اوسیدل ځکه چې زورواکانو او د بیت المال چورکوونکو غلو ته په خپل ګاونډ کې د غریبو او مظلومو کورنیو اوسیدل خپل سپکاوی ښکاري.
غصب دلته اوسنۍ پدیده نه ده بلکې د افغانستان په تاریخ کې هغو کسانو زیات غصب کړی چې د وخت له حاکمانو سره یې نږدې اړیکې درلودې، خو په دې وروستۍ لسیزه کې چې کوم غصب شوی نه یې په تیر تاریخ کې ساری لیدل کیږي او نه یې په نورو هېوادونو کې بېلګې شته دي.
داچې ولې افغانستان په غصب کې لومړى مقام لري بیلابیل لاملونه لري یو لامل یې دا دی چې دلته خپله یو شمیر دولتي چارواکي د ځمکو په غصب کې لاس لري، د ولسي جرګې غړي،سناتوران،د ولایتي شورا غړي،د پخوانیو جګړو قوماندانان، قومي ټیکداران،د امنیتي ارګانونو مسوولین،د اراضي د ادارې کارکوونکي، د قضاء دولت کارکوونکي، سیمه ییزه پولیس، د افغانانو په اصطلاح یو شمیر لویې کورنۍ دغو ټولو ځمکې غصب کړې دي او لاهم په غصب بوخت دي، دومره غصب یې کړی که حساب ورسره ونه شي تر راتلونکو ۵۰۰ کلونو پورې د دوی اولادونه ورڅخه ګټه پورته کولی شي.
بل لامل یې دا دی چې دلته هیڅ حکومت د ځمکو د غصب پرضد جدي مبارزه نه ده کړې او لایې هم عملي څرګ نه لیدل کیږي که چیرې کوم چا په ایماندارۍ او ژمنتیا سره په دې لاره کې ګام پورته کړی وي، یا به هغه اوس نه وي او یا به له بیلابیلو لارو له دسیسو او بدنامۍ سره مخ شوی وى.
کره معلومات دا دي چې اوس د افغانستان په کچه د اراضي ادارې،ښاروالۍ،ښاري پراختیا،زراعت، قضاء دولت او نورې ادارې د غاصبینو په رهنما معاملاتو باندې بدلې شوې دي، د همدې ادارو کارکوونکي په جعل،تزویر او یا نورو لارو سره د پیسو په بدل کې دولتي ځمکې د غاصبینو په ولکه کې ورکوي او غاصبین هم په ډیره سپین سترګۍ سره د ښامارانو په شان دولتي او غیرې دولتي ځمکې غصب کوي او تر خپله سینه یې لاندې کوي.
تیره دوشنبه د افغانستان ولسمشر د ویډیويي کنفرانس له لارې له والیانو وغوښتل چې د ځمکو د غصب مخه ونیسي او د غصب پرضد جدي مبارزه وکړي نوموړي د خپل حکومت لپاره ۱۳۹۶ لمریز کال د غصب پرضد د مبارزې لپاره د عطف کال بللی.
په انفرادي توګه د غصب پرضد مبارزه کې د ولسمشر اراده او عمل د ستاینې دی، مګر څو وړاندیزونو ته لازمه ده چې جدي او اساسي توجه وشي.
لومړی: داچې په فوري توګه دې هغه غاصبین مجازات شي چې نومونه یې د ولسمشر او له ټولو عدلي او قضايي ارګانونو سره پر میز پراته دي، ځکه د غاصبینو مجازات یواځنۍ لاره ده چې د غصب مخه نیولی شي او غصب شوې ځمکې بیرته را خلاصې شي.
دوهم: کوم دولتي چارواکي چې له غاصبینو سره همکار او یا یې خپله غصب کړی باید له دندو ګوښه او زندان ته ولیږل شي ترڅو پر حکومت د خلکو باور زیات او په ټولنه کې د دغې ناوړه پدیده مخه ډب شي.
درېیم: د اراضي په اداره کې باید ژور بدلون او سمون راشي تر کومه ځایه چې معلومات شته اوسني مسوولین یې اکثریت د غاصبینو په همکارانو،شریکانو او سکرترانو باندې بدل شوي دي.
څلورم: په هیڅ صورت باید مجرمینو او زور واکو ته دولتي ځمکې په اجاره ورنه کړل شي او په اجاره د ځمکو د ورکړې لپاره دې نوی میکانیزم جوړ شي ځکه کله چې یو چا ته د ۹۰ کلونو لپاره ځمکه په اجاره ورکول کیږي نو بیا دا ځمکه په شخصي ځمکه بدلیږي او ددولت له کنټروله وځي.
پنځم: هغه ښار ګوټي دې دولتي شي چې په غصب شویو ځمکو کې جوړ شوي دي په دې سره به له یوې خوا د دولت پرستیژ لوړ شي او بل لوري ته به د دولت عواید زيات شي.
شپږم:کوم تاریخي ځایونه او غونډۍ چې غصب شوې دي بیرته دې له غصب راخلاصې شي او پر کومو غونډیو چې قبرونه جوړ شوي هلته دې د نورو مړیو د خښولو څخه مخنیوی وشي او د خښو شویو مړیو له کورنیو دې د غصب شوې ځمکې قیمت واخیستل شي.
اووم: هغه غاصبین دې اعدام شي چې د ښوونکو،شهیدانو،معلولینو او یتیمانو ځمکې یې غصب کړې دي ترڅو دا په تاریخ کې یو درس پاتې شي.
اتم: همدغه غاصبین له هېواد څخه بهر سرمایې لري له نورو هېوادونو سره دې د ګډې همغږۍ پر اساس له غاصبینو سره حساب او کتاب وشي سرمایې یې باید ضبط شي.
که د افغانستان ولسمشر په قاطعیت او جدیت سره پورته وړاندیزونو ته مثبت ځواب ووایي په افغانستان کې به ډیرې شته ستونزې هوارې شي خو مهمه دا ده چې په دغه مبارزه کې باید د نړیوالې ټولنې حمایت له ځان سره ولري ترڅو دغه ښاماران چې ټول وسله وال هم دي کوم بغاوت ونه کړي.
تیره ورځ د اراضي د ادارې مسوولینو په خبري غونډه کې وویل چې د هېواد په کچه تر یو میلیون زیاته ځمکه له ۱۵۰۰۰څخه د زیاتو غاصبینو لخوا غصب شوې ده. دا شمېره ځکه ورته ښه معلومه ده چې دوی خپله ورسره شریک دي چې داسې کره معلومات لري ، کنه دا ۱۶ کاله کیږي تراوسه حکومت د افغانستان نفوس نه شي معلومولی، مګر د اراضي اداره دومره قوي شوه چې ټولې غصب شوې ځمکې یې معلومې کړې دي.
پر دې پوهیږو چې د ولسمشر لپاره دا کار اسانه نه دی ځکه نوموړی په خپله د یوې داسې ادارې مشري کوي چې د غاصبینو احترام کوي خو د نوموړي احکام نه مني، مګر هغه خلک چې په غصب کې لاس نه لري ورته په کار ده چې د خپل ولسمشر ملاتړ وکړي، هغو چارواکو ته چې په ایماندارۍ او صداقت سره دندې سرته رسوي لازمه ده چې په دې مبارزه کې د لاسته راوړنو یو تاریخ جوړ کړي او د خپل ولسمشر خبرو ته د عمل جامه ور واغوندي.
د افغانستان له ولسمشر څخه مو هیله دا ده چې د هغه ګوته په شمېر چارواکو ملاتړ وکړي چې په واقعي توګه د غصب پرضد مبارزه کوي ځکه چې غاصبین په دې هڅه کې دي چې دغه چارواکي بدنام او تخریب کړي.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.