«ګلوبل_ويسيز» ويب پاڼي په یوه نوي بيان کي ویلي، ښايي د افغانستان نوم د هغه ناسم انځور له امله یوڅه غلط عکس العمل ولري، کوم چي طالبانو د خپلي واکمنۍ پرمهال نړۍ ته وړاندي کړی دی. مګر که موږ د افغانستان له جګړې او سیاست پرته ددغه هېواد بل لید ته وګورو، نو د زياتو دلایلو له مخي، دا هېواد د نړۍ تر ټولو دوست لرونکی هېواد کېدای شي.
د دې پرځای چي له ځانه دا وپوښتم، چي ولي هرکال ډېری افغانان خپل ټاټوبی پرېږدي، غوره به دا وي، چي ولي د ډېرو ستونزو سره_سره بياهم ډېری افغانان په خپل هیواد کي پاته کېږي؟ زه دلته يوشمېر هغه نکات ذکر کوم، چي پر اساس يې افغانستان د نړۍ لومړی دوست لرونکی هیواد غوره شوی دی.

۱:- زيات ځوان نفوس
افغانستان د نړۍ پنځم ځوان نفوس لرونکی هېواد دی چي ۶۸ سلنه نفوس یې ځوانان او تر ۲۵ کلنۍ کم عمره ماشومان تشکيلوي. ياد ترکيبي نفوس د دغه هيواد د پرمختګ لپاره عالي انساني پانګه ګرځېدلې او د دغه هېواد د راتلونکي لپاره لوړي هیلي لري.
۲:- په ټولو برخو کي نوښت
افغانستان د نوښت زانګو ده، که څه هم په جغرافیوي لحاظ نسبتاً کوچنی هېواد دی، خو د مذهب، ژبي، کلتور، قوم، خواړو، پوښاک، موسيقۍ، طبیعي مناظرو، حیواني او نباتي ډولونو له پلوه د نړۍ تر ټولو د نوښتي هېوادونو په جدول کي قرار لري.
۳:- مېلمه پالنه
افغانان ډېر مېلمه پاله خلک دي، ان مېلمه ته د خپلي کورنۍ د يوه غړي په سترګه ګوري او د خوندورو کورنيو خواړو په پخلي سره هغوی ته ښه راغلاست وايي. د افغانانو تاریخي مېلمه پالني دوی دې ته اړ ایستلي چي په خپل عامه کلتور کي مېلمنو د ښه راغلاست په ویلو سره ډېری متلونه هم ولري.
۴:- د جنجالونو باوجود وطني مینه
د افغانستان وګړي د مېلمه پالني ترڅنګ ډېر وطنپاله خلک هم دي چي د بهرنيو استعمارګرو او یرغلګرو سره د جنګ اوږدمهاله تاریخ يې په ښه توګه دا ثابتوي.
۵:- په ټولنه کي د ښځو زیاتېدونکی رول
د طالبانو د رژیم تر نسکورېدو وروسته، د افغان ښځو لپاره د ژوند شرایط په بشپړ ډول بدل شوي دي. دوی د نارینه وو سره برابر فرصتونه لري او په ډېری برخو کي د نارینه وو سره ګډ کار کوي. په ورته وخت کي د ښځو په ضد تاوتریخوالی هم د تېر په پرتله راکم شوی او ښځو په اسانۍ سره په ښوونځیو او پوهنتونونو کي زده کړو او تعليم ته لاسرسی موندلی دی.
۶:- ساده ژوند
افغانان په ساده ډول خپل ژوند کوي او د غربي کورنیو د غړو برخلاف ګډ اوسېږي. دوی د سادګۍ په اساس غوره ګڼي چي د چوکۍ تر کښیناستو پر مځکه کښېني او پرمځکه خوب کولو ته تر تخت ترجېح ورکوي. له اسانتياوو څخه ډډه کول دوی دې ته اړ کړي، چي پر ټولو هغو ستونزو بريالي شي چي د تاریخ په اوږدو کي پر دوی مسلطي شوي دي.
۷:- ډوډۍ او ښوروا
افغانان په خپلو خواړو کي زياته ډوډۍ کاروي او هغه ډول ډوډۍ، چي دوی يې پخوي، د نړۍ تر ټولو خوندوره ډوډۍ ده. دوی حتی د ښوروا په نوم مشهور کلتوري خواړه لري چي لومړی ډوډۍ ټوټې کوي او بیا پر دغه وچه ډوډۍ د غوښو يا سبزيجاتو اوبه اچوي.
۸:- ځمکنۍ زېرمي
شاوخوا ۸۰ سلنه افغانان د کرهڼي له لاري خپل ژوند تمويلوي او د کندهار د انارو په ګډون يې ځیني نور حاصلات هم په نړیواله کچه شهرت لري. د دې ترڅنګ افغانستان د منرالي سرچینو لکه طلا، مسو او نورو قیمتي فلزاتو له پلوه د نړۍ له بډایه هېوادونو څخه دی. خو امنیتي ګواښونه په دې وروستیو کلونو کي د کانونو د استخراج په برخه کي د لږي پانګوني لامل شوي دي. د څېړنو په اساس د افغانستان د طبيعي زېرمو ارزښت شاوخوا ۳زره ميليارده ډالره اټکل شوی دی.
يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.